هغه دیپلومات چې په دیپلواتیکه ژبه نه پوهېـږي

آصف بهاند

299

افغانستان چې پر هره مثبته لاره پل ایښی دی، پاکستاني واکدارانو خنډونه ورته پېښ کړي دي، یا  د دین د دفاع په نامه د نیابتي جگړې سرتېري ورنه جوړ کړي دي، یا یې د خپل وطن د ابادۍ لپاره پر مزدوریو گمالي دي، یا یې چېرې په کوم بل نامه د بدن غړي د خرڅلاو له پاره ورنه ایستلي دي او…

زموږ ناپوهۍ او نیمې پېړۍ جگړې زموږ د خلکو او وطن لپاره، په سلگونه او زرگونې رنگارنگ ستونزې زېږولې دي، یو پاکستانی چارواکي په نړیواله کچه د ټولې نړۍ پر ستیژ دريـږي په سپین سترگۍ او بېشرمۍ سره د افغانانو د کلتور په باب داسې څرگندونې کوي چې هغه د افغانانو او پښتنو د تاریخ په هېڅ پوړۍ کې مثال نه لري، خو د یو ناجایز هېواد یو ناجایز اولاد راولاېـږي وايي چې د پښتنو په کلتور کې ښوونځي ته تگ نه شته او ښونځي ته نه تگ د پښتنو د کلتور یوه برخه ده.

د منیر اکرم له دې بې مسؤلیته څرگندونو سره سم، افغانانو په افغانستان او د باندې له خپل هېواده سخت غبرگونه وښودل او د منیر اکرم څرگندونې یې په علمي او دیپلوماتیک استدلال سره رد ګړې.

د دې غبرگونونو په ډله کې د پاملرنې وړ غبرگون د ښاغلي غفور لېوال غبرگونه دی. د ښاغلي لېوال د

غبرگون بشپـړ متن دا دی:

«جناب منیر اکرم!

د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ، د ټيت او روسته پاتې کلتور نښې دي. حیران یم، چې له فرهنګ ناخبره یو شخص څنګه، په ملګروملتونو کې د یوه مصنوعي، بې تاریخه او بې ملته پوځ استازولي کوي؟

جناب اکرم!

اول:

تر دې مخکې چې د افغان فرهنګ په اړه څه ووايې، هیله ده فرهنګ (Culture) راته تعریف کړې.

زه غواړم پوه شم، چې ته فرهنګ پېژنې؟

او که یې پېژنې، څنګه یې پېژنې؟

دویم :

د افغان فرهنګ په اړه په څه پوهېږې؟

څو کتابونه، څومره لیکنې یا لږ ترلږه څو کرښې دې د افغان فرهنګ په اړه لوستي؟

خوشال خان خټک پېژنې؟

د هغه د «دستارنامې» نوم دې اورېدلی؟

ایا خبر یې چې څلورسوه کاله پخوا دغه ستر افغان د نجونو او هلکانو د زدکړو په اړه څه ویل؟

لنډۍ پېژنې؟

د اتڼ نوم دې اورېدلی،

د پښتانه او ډول او څڼو راتاوېدو فرهنګ دې لیدلی؟

غني خان پېژنې؟

باور لرم، چې یو هم نه پېژنې.

له دې خبر یې چې د حبیبیې لیسه ستا له هېواد او نړیوال وجود څخه ۴۴ کاله مشره ده؟

هو! ۴۴ کاله مخکې تر دې چې ستا هېواد او تاریخ وزیږي، افغانانو عصري تعلیم کاوه، خبر یې که نه؟

کابل پوهنتون، چې د اسیا په لویو او مهمو پوهنتونونو کې و، ستا تر هېواده ۱۵ کاله مشر دی. ستا هېواد او ستا تاریخي وجود د افغانانو له لومړني معاصر پوهنتون څخه ۱۵ کاله کشر دی.

ستا د هېواد تر زېږېدو پوره ۲۶ کاله مخکې دلته د مېرمنو نهضت پیاوړی و، د نجونو لیسې وې او ارشادالنسوان خپرېده.

د افغان فرهنګ استازې (مېرمن پروین) چې خپله لومړۍ سندره په ملي راډيو کې ثبتوله، ستا هېواد نوی زېږېدلی و.

د افغان فرهنګ یوه خورا کوشنۍ برخه؛ ښځینه موسیقي او تیاتر هم ستا له هېواده مشران دي.

ته خبر یې چې ستا د هویت متفکر مغز (لاهوري اقبال) د افغان فرهنګ په مدحې او ستاینې څومره ځان ستړی کړی دی؟

که افغان فرهنګ نه پېژنې، اقبال خو به پېژنې؟

لږ یې ولوله!

مسافر، جاوید نامه، اسرار خودی، رموز بیخودی، پیام مشرق، زبور عجم او نور ولوله، افغان فرهنګ هلته پېژندلای شې!

جناب منیر اکرم!

ستا فرهنګي پلازمېنې ته زما له غزني څخه تمدن او زما له کندهار څخه حکومتولي دروړل شوې ده، په دې خبر یې؟

تر دې مخکې چې ستا په استخباراتي قلمرو کې انګریز شاتګپالې مدرسې جوړې کړي او بیا د پوهنې ضد او ښوونځي ضد افیوني روایتونه (Colonial narrative) راصادر کړي، زما فرهنګ په خورا طبیعي بڼه وده او تکامل کاوه. عصري ښوونځي مو درلودل، په کندهار کې د نجونو لیسې او هلته د سلګونو ښځینه مېرمنو عصري تدریس هم یو کال ستا له هېواد څخه پخوانی تاریخ لري.

خپله خبره بېرته واخله او شرافتمندانه بښنه وغواړه!

او که نه، نړۍ به پر خپله بېسوادۍ، ناخبرۍ او ناپوهۍ وخندوې.

موږ کولای شو، یو مهال چې دروزګار شو، د هویت جوړولو بنسټونه او د فرهنګ پېژاند درزده کړو. موږ په دې چاره کې اوږده تاریخي تجربه لرو.»

په ملگرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم د بې مسؤلیته څرگندونو په مقابل کې د افغانانو غبرگون دومره پراخ او تند و، چې په ډېره بېـړه یې په خپلو کړو خبرو پښېماني وښوده. د ده د پښېمانۍ پر خبر باندې تاند یو رپوټ خپور کړی دی، د هغه رپوټ په یوه برخه

کې داسې راغلي دي:

«منیر اکرم پښتنو ته په کړي سپکاوي پښېماني وښوده،

تاند:( جمعه، د دلوې څوارلسمه)‏ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د هغو سپکونکو څرګندونو له امله پښېماني ښودلې، چې ويلي يې وو، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخنیوی اسلامي عمل نه؛ بلکې د پښتنو د کولتور يوه برخه ده.

نوموړي اوس ويلي، چې له خبرو ېې ناسم تعبير شوی.

د هغه په وينا، پښتانه د مترقي او ډېر محترم کولتور څښتنان دي او د ده په خبرو کې ورته د سپکاوي هيڅ نيت نه و موجود.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د استازي خبرې يې ناسم تعبير شوي دي…»

له بده شامته لکه تل پاکستاني چارواکي زموږ د هېواد په گڼو چارو او کارونو کې لاسوهنې کړې دي. دا ځل یې بیا په داسې بېشرمۍ سره او په داسې نامناسب ځای او په غیر دیپلوماتیکه ژبه کړې دي؛ چې نړیواله بیشرمي یې خپل هېواد ته ورواړوله.

د منیر اکرم د غیر دیپلوماتیکې ژبې د کارونې په مقابل کې باید زه په غیردیپلوماتیکې ژبې سره ورته ووایم چې:

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم دې د هغو افغان نجونو چې ښوونځیو ته یې کولپ اچول شوی دی، غم نه کوي؛ دی دې د خپل وطن په هیرا منډیي کې د خپل وطن د ناموس د خرڅلاو پوښتنه وکړي.

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.