جبر او اختيار 

صلاح الدین حمید

514
دا هغه بحث ده چې له ډیرو مخکینیو پیړیو څخه تر اوسه پورې موجود ده. خو انسانانو په دې برخه کې تراوسه لا قطعې او قانع کوونکي ځواب ته نه ده رسېدلی. راځئ دا مساله لږ ژوره او په دقیقه وڅېړو.
د ځینو په آند هرڅه د آزادې ارادې په اساس اختیار او غوراوی ده، ځینې نور وايي هرڅه د جبر په اساس دي او نور وايي هرڅه د دواړو په اساس دي، یعنې هم جبر او هم اختیار. خو پوښتنه دلته ده چې د جبر او اختيار د ادراک او تشخيص مسله ولې او څنګه د انسان په پوهاوي او آګاهې کې رامنځته کیږي؟
داسې ښکاري چې جبر هغه څه ده کوم چې جهان یې پر مونږ اعمالوي او اختيار هغه څه ده چې مونږ یې په جهان اعمالوو. دا یوازې په هغه صورت کې شونې ده چې مونږ د بيلا بيلو او مجزا موجودیتونو په توګه او له جهان څخه په بیله توګه وجود ولرو. يعني جبر او اختيار یوازې په دې صورت کې معنا لرې چې د زمانې ادراک مستلزم وی( په زمان کې یو بل سره تړلي نسبي اړیکې).
خو آیا مونږ په ریښتیا سره په بیل شوی جدا او یوازې توګه له هرڅه څخه شتون لرو؟ یا دا چې هرڅه يوازې یو واحد پیوستون (نيښتنه) او یووالی ده؟
د ځینو نوینو علومو لکه نورو ساینس نوی فزيک او ارواپوهنې د لاسته راغلو مدارکو او شواهدو په اساس او همدارنګه عرفاني تجربې او شهودات چې په ډیرو پخوانیو مکتبونه کې ورڅخه یادونه شوې وه او نن هم ډیری خلک ترې یادونه کوي، کولای شو دې پایلې ته ورسېږو چې له جهان څخه زمونږ بېلوالی یا بیلتون یوازې یو بصري ( د لېدو وړ) حسي، ذهني او ادراکې وهم ده او هرڅه په حقیقت کې بی زمانه واحد يووالی یا پیوستون ده. خو‌ دا دقیقاً څه معنا؟
دا په دې معنا ده چې علت او معلول د زمانې ادراک وهم ده او ټولې پېښې ( چې بی شمیره دي)
په يو وخت کې په بې زمانې کې پېښېږي. له همدې کبله، له زمانې نظره، هره پېښه او پدیده بی شمېره علت لري. هرڅه د نورو ټولو څيزونو علت ده. په بله مانا، ټولې پدیدې پرته له هر ډول علت څخه دي. له همدې امله، هیڅ اوليه یا لومړنۍ علت یا علت العللي شتون نلري‌. زمان یا وخت په حقيقت کې د بی شمیره علتونو او معلونو یووالی یا پيوستون ده. خو که د زمان ژور ته ننوځو وینو چې په معلول د علت بدلیدلو چټکتيا (سرعت) او برعکس بی پایه ده، او د بی پایتیا ( بی نهایت) چټکتيا هماغه د بی چټکتيا اوسېدل ( یا بی زمانې) دي. او دلته چې لېدل کیږي د پدیدو او څیزونو ترمنځ هيڅ ډول پوله او مرز نشته او هرڅه په هرڅه کې ادغام او نېښلول شوي دي
جبر او اختيار خوداګاه ( شعور) او ناخوداګاه ( لا شعور)  پورې هم تړلې ده. په واقعيت کې هغه څه چې مونږ یې جبر ګڼو، د ناخودآګاه ( لاشعور ) تجربه ده، او اختیار خودآګاهه (شعوري) تجربه ده.
خو د بی نهایت په ژورو کې، دا دواړه ( شعور او لا شعور ) یو دي.
جبر او اختيار یوازې یو زمانې ادراکې وهم ده. هرڅه فقط یو واحد پیوستون یا نېښلېدنه ده.
جبر او اختيار بی معنا ده.
پای

/////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.