د ژوند د بقاء منډه

عتیق الله خادم

314

 ځمکه لۀ ډېر گرمېښت څخه د ډېر سړښت پۀ لور ولاړه. لۀ نن څخه ۶۰۰۰۰۰ کاله پخوا د واورو وریدل پیل شول. دې ته د ” یخ یا کنگل” دوره وايي. پۀ دې وخت کې بیخي ډېره واوره وشوه، چې پر ځمکه یې انساني ژوند ناممکن کړ. د کنگل ټوټې چې اوس یې شمالي قطبونه جوړ کړي دي، هغه وخت تر انگلستان او جرمني پورې راغلي وې. د یخ دې ټوټو اوسنۍ معتدله سیمه جوړه کړې ده. دغه وخت د واورو لوي غونډاري لۀ غرونو را وغورځيدل او بې شمېره حیوانات یې لاندې کړل. انسانان او حیوانات د ځانونو د خوندیتوب پۀ خاطر د ځمکې جنوبي څنډو ته پۀ منډه شول. بنیادمانو چې تېز او چست عقل درلود، لۀ ځناورو وړاندې یې د خوندي اوسیدو ځایونه برابر کړل.
دوی د غارونو کیندل زده کړل. پر هغو یې د پاڼو او واښو چتونه جوړ کړل. پۀ غارونو کې پراته ځناور یې پۀ غټو کاڼو کې مړه کړل، د هغوی څرمنې یې وویستې او د ځانونو لپاره یې ترې کوټونه جوړ کړل.
د انسان ډېر وختونه پۀ ښکار پسې پۀ منډو تېریدل او پۀ دې منډو را منډو کې بۀ یې همیشه هډوکي ماتیدل. د دې وخت د انسان ژوند لۀ دردونو او کړاونو ډک و، شاوخوا یې هېڅ غمخوار نۀ و موجود. موږ ویلی شو چې د تمدن لومړنی څرک هغه وخت پۀ ښکاره کیدو شو، چې کله یو کس د بل کس مرستې ته را ودانگل، د هغه د مات هډوکي او زخم درملنه یې وکړه او هغه د دې جوگه شو، چې بېرته د خوړو پۀ لټون پسې ووځي.

نیږدې ۶۰۰۰۰ـ ۵۰۰۰۰ کله وړاندې د انسان د عقل مندۍ دوره هغه وخت پیل شوه، چې د اور پر کشف بریالی شو. دغه وخت نو انسان د خوند حس هم پیدا کړ. تر دې وروسته یې د خامو خواړو پر ځای پاخه شوي خواړه خوړل، چې هم یې پۀ خوند پوه شو او هم یې د هضمې سېستم جوړ او فعال پاتې شو. دا وخت چا سره د ملکیت حس نۀ و. ټولو انسانانو يو ډول ژوند لره، چا چې څومره کار کاوه، هغه یې راوړل، د قبیلې پۀ ډیري کې یې اچول او پۀ همغه اندازه خواړه بۀ یې ترې اخیستل چې حق یې و. دوی د دندې او حق تر منځ توپیر نۀ کاوه. مثلاً: خواړه خواړل، څښل او ښکار کول دوی ته هم دنده وه او هم حق. هر چا ویل چې « زموږ »، هېچا نۀ ویل چې « زما ». د دې دور د وگړو ځانگړنې دا وې: ټولو کار کولو کار کولو، ټول د کار د حاصل نۀ برخمن کیدل، ټولو سره یو ډول چلند کیده او ټولو ازاد ژوند درلود. د ښځو ټولنیز موقف لۀ سړیو سره برابر و. د دې دور د انسانانو مذهبي عقیدې لۀ ډار سرچینه اخیسته، دوی د طعبیت او افتونو پر وړاندې ځانونه ناچاره گڼل، مجبور وو، چې د ډاډ او تسکین پۀ خاطر ماورايي قوتونو او لۀ ځانونو جوړو شویو خدایگوټو ته پناه یوسي. دغه وخت موږ د اسماني ادیانو شواهد نشو موندلی.

اوس د” لرغوني ډبرو ” او ” ډبرو منځنۍ ” لۀ دورې تېریږو او د ” ډبرو نوي پیر ” ته داخلیدو یوو.
دا وخت د کار او ژوند پۀ ابزارو کې ډېرښت راځي. یخ ویلي کیږي او بېرته شمالي قطبونو ته حرکت کوي او پر ځای یې گڼ ځنگلونه راشنه کیږي. انسانانو هغه دانې خوړلې چې پۀ خپل سر راشنې کیدلې. امکان لري همدا وخت پۀ فلسطین کې خلک لۀ کرنې سره اشنا وي. د خوړو لۀ ټولولو د خواړو تر تولیدولو پورې اوښتن یا ” کرنیز انقلاب” دا وخت رامنځته شو.
اوس وګړو کولای شول چې لۀ خپلې اړتیا هم ډېر څۀ تولید کړي. ټولنه چې کرنیزه شوه، لۀ خلکو سره د ځای پر ځای د میشتدنې فکر پیدا شو، لۀ سمڅو راووتل، اوبو ته نیږدې یې د ساحلونو پر غاړه پۀ ابتدايي شکل کورونه اباد کړل. دا وخت لۀ نن څخه ۷۰۰۰ ـ ۳۰۰۰ ق.م و. ورو ورو کور، ځمکه او حاصلات شخصي شول. د کار وېش رامنځته شو. د مال او غوښو پۀ حرص کې لۀ نورو قبیلو سره وژونکي جگړې وشوې. ښځې چې کمزوری وجود درلود، پۀ کور پاتې شوه، څو د نارینو لپاره خواړه او د ارامۍ چاپیریال برابر کړي او هم د جگړو لپاره زامن وزیږوي. موږ پوهیږو چې د ښځو اوسنی لویدلی موقف، د نن ټولنیزه ستونزه نۀ ده؛ بلکې زرگونه کالونه پخوانۍ ریښه لري. تر دې وخته بۀ یوې قبیلې بله قبیله پۀ بشپړ ډول لۀ منځه وړل، مگر اوس یې د خپل ځان پۀ گټه ترې غلامان جوړول او کروندو یې پرې کار کوو.
چا چې مریان لرل، هغوی د خپلو مریانو پۀ لاس نور مریان لاسته راوړل او د دوی پۀ مرسته نور مریان.
پۀ داسې حال کې د مریانو خاوندان او د شتمنۍ څښتنان پۀ خپلو کې سره نیږدې شول، څو د مریانو د پاڅونونو څخه مخنیوی وکړي. دا لامل شوه چې ټولنه کې نظم رامنځته شي، د قانون بنسټ کېښودل شو او دولت رامنځته شو.

موږ د ” تاریخي درسونو ” پۀ دې برخه کې د فلزاتو تر دورې را ورسیدو. راتلونکي برخه بۀ د فلزاتو او لیکلي تاریخي دورې پر پیل خبرې کوو.

ماخذونه:
۱ـ د انسان کیسه
۲ـ د بشریت تاریخ
۳ـ ټولنپېژندنه
۴ـ لۀ لومړي کمون څخه تر کمونېزم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.