!منیر اکرم خپله ماته ومنله

احسان الله ارینزی

328
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی ښاغلي منیر اکرم خپله هغه خبره بیرته واخیسته چې ویلی و: په ننني افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل دینی توجیه نه لری؛ خو دا پښتون هڅوب( کلتور/ فرهنګ) دی چې د دوی د زدکړو مخه نیولي ده!
منیر اکرم هرومرو فکر کړی و، کوم روایتونه چې د دوی استخباراتو په افغانستان کې، د کتاب په ضد، د قلم په ضد، د ښوونکي په ضد او د ښوونځي او پوهنتون او درس او تعلیم په ضد خلق او بیا د حزب او جمعیت او پیر او حضرت او دعوت او حرکت او برکت او فلاکت د لاری عملي کړي، حالت دومره بدل کړی، چې هیڅوک به د ده په وینا غبرګون و نه ښیي؛ خو د افغانستان ټولو خلکو، په تېره بیا پښتنو روڼ اندو، لیکوالو او فرهنګي او ټولنیزه فعالینو دومره چټک، عقلاني او منطقي غبرګون وښود، چې منیر اکرم بښنه وغوښته او د بهرنیو چارو وزارت یې وویل چې د نوموي خبره غلطه تعبیر شوی ده!
واقعیت دا دی چې منیر اکرم همغه څه ویلی و چې موږ پرې پوه شوي یاستو؛ خو یوموټی غبرګون دا دیپلومات اړ کړ چې له ستر افغان ملت څخه عفو وغواړي. هغه ملت چې که څه هم اوس نیم وږی دی؛ خو په تیرو دوو پیړیو کې د دریو سترواکیو د ماتې ویاړ لری او که بل څوک هم په بده سترګه ورته وګوري، ورته ( مشابه) برخلیک به ولری.
زه له خپلو ګرانو هیوادوالو څخه په درنښت هیله کوم چې په ګډه ښاغلی اکرم دې ته اړ کړو چې د خپلې تویتري بښنې تر څنګ، دا خبره په همغه تالار کې وکړی چیرې چې لومړی ( تور) لګولی و!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.