د ترکیې په زلزله کې د مړو شویو افغانانو شمېر ۲۰۰ ته لوړ شوی

469
24 ساعتونه مخکې

په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې د ترکيې په زلزله کې د ځپل شويو افغانانو د وضعیت ارزونې له پاره يې سیمې ته مرستندویه ډله استولې ده.

په انقره کې د افغانستان سفارت رسنیو ته منلې چې په ترکیه کې د زلزلې له امله د مړه شویو افغانانو شمېر ۲۰۰ ته رسېدلی دی.

دغه سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، کام ایر خصوصي هوايي شرکت هېواد ته د قربانیانو د مړو لېږدولو ته چمتووالی هم ښودلی دی.

سفارت زیاته کړې: «د افغانستان سفارت له ټولو بنسټونو، خیریه شخصیتونو، ملي سوداګرو، په ترکیه او بهر کې له میشتو افغانانو غواړي چې د خیر په دغه کار کې د خپل توان مطابق برخه واخلي.»

دغه راز، سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د مرستو او معلوماتو رسولو له پاره د غوره همغږۍ په موخه ځانګړې ټیلفون شمېرې هم اعلان کړي دي.

د رپوټونو له مخې د ترکیې او سوریې په زلزله کې د قربانیانو شمېر تر ۲۰ زرو اوښتی دی.

تراوسه د سوریې او ترکیې په زلزله کې ۲۴۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دا شمېر په لوړیدو دی.

دویچه ویله

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.