په افغانستان کې د سیمه ایزو راډیوګانو مسؤلین وایي، اقتصادي ستوونزې، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د موسیقۍ نشرولو بندیدو، پر ښځو او نجونو محدودیت، د برېښنا لګښت زیاتوالی او یا د برېښنا قطع کیدو له ډېرو ستوونزو سره مخامخ کړي دي.
په خوست کې د غرغښت راډیو د امتیاز څښتن او مسؤل سخي سرور میاخیل وایي، د اقتصادي ستوونزو له امله یې په ورځ کې د راډیو ۱۸ ساعته نشرات ۹ ساعتونو ته راکم کړي دي.
میاخیل وویل: «د اعلاناتو ټیټوالی او د عایدو کمښت، د ښځینه کارکوونکو نه شتون، د طالبانو له لورې د موسیقۍ او کنسرتونو پر نشرولو بندیز، په خوست کې د راډیوګانو مهمې ستوونزې دي.»
د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وړاندې، سلګونه راډیوګانو فعالیت لاره، چې خپل لګښتونه یې د سوداګریزو اعلانونو او نړیوالو مرستو څخه ورکول کیدل، خو د نشراتو عمده برخه یې د تفریحي او موسیقۍ پروګرامونه وه.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالبانو دغه رسنۍ مستقیمآ بندې نه کړې، خو نشرات یې په جدي توګه محدود شول او اجازه نه لري چې موسیقي او د طالبانو له لیدلوري مخالفې خپرونې نشر کړي.
میاخېل وایي چې اوس راډیویي پروګرامونه په خبرونو، په ورشي خپرونو، د ځوانانو چارو او ګردي میزونو ډکوي. هغه وایي چې د محدودیتونو رامنځته کیدو له امله د سیمه ایزو راډیوګانو اوریدونکي کم شوي دي: «ځوانان موسیقي او سندرې خوښوي، خو ورباندې بندیز د دې لامل شوی چې اوریدونکي لږ شو.»
برېښنا ته د خلکو د نه لاسرسي په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې او همدارنګه د سواد د کچې د ټيټوالي له امله راډیو د افغانستان له مشهورو رسنیو څخه ده، خو په تېر یو نیم کال کې د دغو سیمه ایزو راډیوګانو ډېری برخې بندې شوې دي.
د بېلګې په توګه په باميان ولايت کې څلور خصوصي راډيوګانې او يوه دولتي راډيو فعاله وه، خو د دوو راډيوګانو خپرونې بندې شوې او دوې خصوصي راډيوګانې او يوه دولتي راډيو د ورځې له درېیو تر نهو ساعتونو پورې خپرونې کوي.
د باميان راډيو مسؤل مدير علي عرفان وايي، دغه راډيو په ٢٠٠٣م کال کې جوړه شوې او د خلکو په منځ کې يې ښه مقام خپل کړى و، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې کارکوونکي کم شوي دي.
عرفان وويل: «د اقتصادي ستونزو او د برېښنا د نشتوالي له امله د باميانو راډيو د خپرونو ساعتونه له ١٢ ساعتونو څخه ٩ ساعتونو ته راټيټ شوي دي.»
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خبریالانو د ملي اتحادیې څېړنه ښيي، چې په سلو کې ۴۸ ویډیويي، غږیزو او چاپي رسنیو خپل نشرات بند کړي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې ویاند منصور لطفي دویچه ویله ته وویل، چې د جمهوریت پر مهال له ۳۰۰ فعالو راډیوګانو څخه دا مهال ۲۰۰ راډیوګانې نشرات لري: «د اقتصادي ستونزو، محدوديتونو او د قانوني خونديتوب د نشتوالي له امله له سلو څخه د زياتو راډيوګانو خپرونې بندې شوې دي.»
اقتصادي ستونزې د دغه شمېر راډیوګانو د بندېدو یوازینی لامل نه دی. په تېر یو نیم کال کې په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي، وهل شوي او شکنجه شوي دي. د طالبانو له لورې سانسور په دومره کچه دی، چې کورنۍ رسنۍ نشي کولی د طالبانو انتقادي پروګرامونه نشر کړي.
په همدې حال کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي پر خبریالانو او رسنیو هر ډول فشارونه ردوي او وايي چې د «ملي ارزښتونو او ملي ګټو» په چوکاټ کې د خبریالانو په فعالیتونو کې کومه ستونزه نشته.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «د رسنیو د جرمونو مالیه معاف شوې او پاتې مالیه به د دریو کلونو په موده کې په قسطونو کې ورکولی شي. هڅې روانې دي چې د رسنیو ځواک له سوداګریز حالت څخه خدمت ته واړوي.»
قانع د سلو څخه د زياتو راډيوګانو د خپرونو د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې او په سياسي او ګوندي کسانو پورې د دغو رسنيو تړل کېدل ګڼي او وايي چې اوس په افغانستان کې د ٢٠٠ راډيوګانو په ګډون له ٣٦٧ زياتې رسنۍ فعالې دي.
په افغانستان کې لومړنۍ راډیو شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې د امان الله خان په وخت کې په خپرونو پیل وکړ.
په ۲۰۱۲م کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو نړیواله ورځ اعلان کړه. سږ کال دا ورځ د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونیسکو) له خوا د «راډیو او سولې» تر عنوان لاندې لمانځل کیږي.
دویچه ویله
*********************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.