!د شهزاده هري د خاطرو کتاب 

شننه: محمد سليم سليمان

592

 د شهزاده هري د خاطرو کتاب Spare مې ولوست ، په دې ليکنه کې یې ځينې هغه مهم او مشهور موضوعات او رازونه ليکم چې نوموړي ترې پرده پورته کړې او په نړۍ کې یې غوغا جوړه کړې وه.  د برتانيا د اوسني پاچا (درېیم چارليز) د زوی  شهزاده هري کتاب Spare چې د برتانيا د غير داستاني کتابونو په برخه کې یې د تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي کتاب ريکارډ خپل کړی دی او په نړۍ کې نن سبا ډېر مشهور شوی کتاب دی په لنډ وخت کې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته وژباړل شو او ځينو ژبو ته یې لا ژباړې روانې دي،.

د شهزاده هري پوره نوم Prince Harry, Duke of Sussex دی چې په ۱۹۸۴ کال کې زېږېدلی دی او د برتانيا د اوسني پاچا درېيم چارليس او مړې شوې شهزادګۍ ډيانا زوی دی. نوموړي ۷۷ ورځې په افغانستان کې له برتانوي پوځيانو سره په جګړه کې د ط.بانو پر ضد  په ۲۰۱۲ کال کې  برخه اخيستې وه او ۲۵ کسان په وژلو یې اقرار وکړ او دا یې د افتخار وړ کار وګاڼه او ویې ويل چې په خپل کار هيڅ شرمنده نه دی، چې همدې خبرې او ځينو نورو جنجالي او د پاچاهي د کورنۍ پټو رازونو سپړلو  ددې کتاب خرڅلاو او مشهور کېدلو ته لار پرانيسته.

دبرتانيا د پاچاهي کورنۍ چې ځانونه ډېر پاک ، منظم او له دبدبې ډک خلک ګڼي د شهزاده هري دې کار یې هغه رنګ او دبدبه ورپيکه کړه چې پخوا یې لرله او د خلکو تر منځ یې هغه درناوی لکه پخوا یې چې درلود راکم شو ځکه په دې کتاب کې شهزاده هري له داسې کارونو پرده پورته کوي چې هغه د پاچاهي د کورنۍ د غړو لپاره څه چې د عادي خلکو لپاره هم يو عار او د شرم خبره ده.

نوموړی په خپل کتاب کې ليکي چې څه ډول یې ۲۵ ط.ل.ب جنګيالي ووژل او په همدې حال یې له خپل دې کار څخه پېښمانه هم نه دی ، برتانيا او لويديځ په افغانستان کې د تېر ۲۰ کلن حضور په لرلو سره شاوخوا ۱۵۰ زره افغانان ووژل شول او ۷۵۰۰۰ کسان معلول او معيوب شول ، ۲۵ افغانان ووژل او هغوی انسانان نه ګڼل بلکې لکه دشطرنج دانې له ځمکې یې ايسته کول د بشري حقونو د مدافعينو لخوا له توند غبرګون سره مخ شو او ددې خبرې یې په کلکه وغندلې او دا کار یې د انساني ارزښتونو او بشري حقونو پر ضد او ډېر ناسم وګاڼه.

د برتانيا نورو ځواکونو او سرتېرو هم په افغانستان او خصوصا په هلمند کې د تېر شل کلن حضور په جريان کې بېګناه افغانان په دې بهانه چې ګويا ط ا بان دي وژلي دي او یا یې په زندانونو کې اچولي وو او دا خبرې وخت په وخت د نړۍ او سيمې د مطبوعاتو سرټکي ګرځېدل خو د شهزاده هري دا یې چې تر اوسه یې راز ساتلی وو اوس مشهوره شوه.

په هرحال برتانيا چې شاوخوا ۱۵۰ کاله مخکې يې د همدې هلمند او کندهار تر منځ په Battle of Maiwand کې  په ۱۸۸۰ د جولايي په ۲۷ مه سخته درنه  ماتې خوړلې وه او په سلګونو او زرګونو برتانوي عسکر پکې د ميوند د فاتح محمد ايوب خان او د هغه د ملګرو له لارې د مرګ کندو ته غورځول شوي وو، يوځل بيا غوښتل چې د هغه کسات د اخيستلو لپاره ځان ته هلمند د لويديځو قواوو په چوکاټ کې ورسوي ، خو دا ځل يو وار بيا له ۲۰ کلن حضور  وروسته بيرته بې له کومې لاس ته راوړنې لاړل.

دويمه جنجالي خاطره چې د برتانيا د پاچاهي کورنۍ نوم یې پيکه کړ هغه د مخدره موادو مصرف وو چې  شهزاده هري په خپل کتاب کې ليکلي چې کوکايين، چرس او ميجيک مشروم یې کارول او په هغه به یې ځان نشه کاوه. نوموړی وايي چې په ۱۷ کلنۍ کې يو شرارتي او بې سکونه هلک وم او هرشی مې کارول چې لږ مې وضعيت ارام شي.

درېيم جنجالي خاطره یې داوه چې له ځان څخه له عمر پخې مېرمنې سره یې جنسي اړيکې لرې او په خپل کتاب کې ليکي چې له جنسي اړيکې وروسته دې پخې ښځې د شاه لخوا  په لغته وهلی او شړلی وو.

نوموړی په خپل کتاب کې د خپل ورور(ويليم) سره خپلې اړيکې ښې نه ګڼي او مخکې یې هم ليکلي وو چې ورور یې غټ دښمن دی او په ۲۰۰۵ کال کې هغه جامي چې د يوه نازي سرتېري په ډول  شهزاده هري اغوستې وې  او په يوه میلمستيا کې له ښکاره کېدلو  وروسته سخت نړيوال غبرګون راوپاروه د همدې ورور په مشوره یې اغوستې وې ، دی ليکی چې له ورور سره یې ډېر ځلې د سوک څپېړې جنګونه کړي دي.

همدارنګه يې په دې کتاب کې د برتانيا د اوسني پاچا درېيم چارليز چې دده پلار دی له اوسنۍ ملګې کامليا سره د عاشقانه اړيکو يادونه کړې ده، په برتانيا کې عمومي باور دادی چې ملکه ديانا په ۱۹۹۷ کال کې د  کامليا لخوا وژل شوې ده ترڅو ځان چارليز ته ورسوي او واده ورسره وکړي چې هماغسې وشول او واده یې ورسره وکړ او ډيانا ووژل شوه.

نوموړی په دې کتاب کې له خپل ورور ويليم سره د دښمني په اړه ليکي چې هغه سره ښې اړيکې نه لري او يو بل ته کينه په زړه کې لري او ان د خپل ورور په اړه ليکی چې ويليم له خپلې معشوقې سره جنوب قطب ته تللی و او (جنسي اله) یې يخ وهلې وه او تر ډېره یې شي کار نه کاوه.

نو کتاب کې نورې هم داسې خبرې شته چې له يو راز اخوا هيڅ د پند خبرې نه دي، خو دا چې د انګرېزي ژبې ويونکي ډېر دي او د کتاب لوستلو په برخه کې په نړۍ کې لومړنۍ ژبه ده او بل دا چې د برتانيا د شاهي کورنۍ غړي دی چې په ټولې برتانيا سربېره یې په کاناډا، استراليآ، نيوزيلنډ او نورو هېوادونو واک چلېږي او يوه مهمه سلبرټي ده کتاب یې مشهور شوی دی او له ځينو هغه اسرارو یې پرده پورته کړې چې د دوی په کورنۍ کې پټ وو همدې خبرو خلک لېوال او  په هلهله کې کړل چې دا کتاب واخلي او ویې لولي، کنه ما پکې داسې څه ونه موندل چې ډېر دې جالب ، په زړه پورې او روزونکي وي چې يوڅوک دې دده کارونه د ځان لپاره سرمشق کړي او په راتلونکي کې دې دده سرګذشت د ځان لپاره يوه تجربه وګڼي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.