غزل

ذبیح الله احساس

272
د شپې له ډاره مې ډيوه مړه کړه
ما ځان ته خپله حوصله مړه کړه
لمر راسره دی پرې هر څه کوی شم
راته ونه وايې؛ چې شپه مړه کړه
ته چې ولاړ يې، دلته هم رڼا وه
دلته ډيوه وه، تا هغه مړه کړه
ژوندي خو خپله مري، که زور لرې ډېر!
راشه زمونږه هديره مړه کړه
تا که تيارې نه غوښتی، ولې دې نو!
زما په لاسو کې ډيوه مړه کړه؟
دومره احساس، چې ويښه کړې دې وای
تا خو په خوب باندې ويده مړه کړه
د ميزان ۱۰مه، ۱۴۰۲لمريز

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.