ښوونې روزنې او د هويت په ساتلو کې د مورنۍ ژبې رول

ژباړه: ډاکتر محمدالله محمد

237

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې مونږي يي له مور او پلار او خپلو خپلوانوڅخه زده کوو. يو ماشوم په ريښتيني ډول سره د مور په زيلانځ (نس يا رحم) کې د مورنۍ ژبې سره اشناکېږي، له پيدايښت څخه را وروسته کله چې يو ماشوم و ژاړي او مورپه خپله اصلي ژبه ورسره خبرې وکړي نوماشوم به د مور خبرو ته غوږ ونيسي او ژړا به بس کړي. يو ماشوم د وخت په تېرېدو سره خپله مورنۍ ژبه په بيا بيا اورېدو سره يادوي او په کرار کرار سره ورباندې ګړيدل زده کوي او په دې ډول سره خپله مورنۍ ژبه يادوي. د مورنۍ ژبې په کارولو سره يو ماشوم خپل احساسات د خپل شا او خوا کسانو په اړه څرګندوي ، د نورو سره اړيکې جوړوي او په دې ډول سره توري او الفاظ تبادله کوئ،خاندي،ژاړي ، د مسايلو په هکله مخالفت او همداراز بحث څرګندوي.
يو ماشوم (البته انجلۍ او هلک دواړه) يوازې او يوازې د ځان شا او خوا نړۍ په اړه زده کولاي شي او بيا يي د خپلې مورنۍ ژبې په کارولوسره د هغه په اړه خبرې کولاي شي.په مورنۍ ژبۍ بآندې په خبرو کولو سره يوماشوم له يوازيتوب څخه ځان ژغوري او په دې ډول له نورو سره اړيکې ټينګولاي شي. په بشپړ ډول سره خبرې کول افکارو لپاره ډير ښه تمامېږي. کله چې د يو څه په اړه سو چ کوو نو په اصل کې مونږه په چوپ او غلي ډول سره د خپل ځان سره خبرې کوو او کله چې خبرې پيلوو نو مونږه بيا هغه څه چې په چوپ ډول سره مو سوچ کاوو نو هغه د غږ په ډول سره څرګندوو.کله چې مونږه په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوو نو زمونږه د دماغو او ژبې ترمينځ نېغ په نېغه اړيکې رامينځ ته کېږي.کله چې په مورنې ژبه په بېلابېلو مسايلو بحث کوو نو په دې وخت کې مو د زړه،دماغو او ژبې ترمينځ اړيکه سره نښلېږي. دا په دې ډول چې د ابحث او خبرې په يو ډول زمونږه دتېرو يادونو ،خاطرو او تجربو څرګندوي کوي چې زمونږه احساسات او عواطف را پاروي او په دې ډول سره مونږه خپه او يا خوشاله کوي او يا مو کين کښ او يا د راتلونکي لپاره په تمه کوي.هغه خبرې او سوچونه چې مو ذهن کې را څرخي نو دا زمونږه احساساتو ته يو ژوند ورکوي چې بيا مود خپلي ژبې په کارولو سره د نورو سره نښلوي.
په ورته ډول سره کله چې مونږه په خپله مورنې ژبه خبرې کوو نو يو درې اړخيزه کړنلاره چې د زړۀ،دماغ او ژبې څخه عبارت دي رامينځ ته کېږي چې دا د انساني غريزې او طبيعت پورې تړاو لري. ددې په اساس سره مورنې ژبه يو ه داسې کيلي ده چې د هغه په مرسته سره زمونږه داخلي نړۍ ته ور پرانيزي او دا نړې نورو ته ښايي زمونږه هيله، عيب، کمال او مهارت او نور ټول پټ خويونه اوخصوصيات نورو ته يوازې او يوازې د مورنۍ ژبې په مرسته څرګندېدلاى شي.يو ماشوم د خپل عمر په لومړيو پنځو کلونو کې ٨٠% خپل ټول معلوماتو ترلاسه کوي کو م چې بايد هغه يي د خپلې کورنۍ څخه ترلاسه کړي او شپږم او اووم کال د هغه د ښوونځي کال دى.

په دغه مهال کې ماشوم له دوه ډوله حالتونو سره مخامخ کېږي:
• ماشوم په ښوونځي کې په خپله مورنۍ ژبه باندې تعليم ترلاسه کوي
• ماشوم په بشپړ ډول سره په بېله ژبه باندې چې د نوموړي د مورنۍ ژبې سره توپېرلري تعليم ترلاسه کوي.
ښوونځى د يو ماشوم د شخصيت په جوړولو کې ډېرستر حياتي ارزښت لوبوي دا ځکه چې ښوونځى د کورنۍ او ټولنې ترمينځ پلونه جوړوي ترڅو په دې ډول سره هر هغه څه چې ماشوم يي په کورنۍ کې زده کوي پرهغه باندې مسلکي وړتيا ورزياته شي او د ماشوم د بدن په غټېدو او روح په ځواکمن کېدو سره نوموړې دې ته تياروي ترڅو دا خپله وړتيا په ټولنه کې څرګنده کړي او يو ټولنيز ژوند ترسره کړي.
يو ماشوم چې په خپل کورکې کومه پېژندنه او تشخص لري هغه د خپلې مورنۍ ژبې له امله ورپه برخه شويده.له يو ماشوم سره په خپله مورنۍ ژبې خبرې کول ددې لامل ګرځي چې مونږه هغه په خپله ټولنه کې د خپلو مسوليتونو څخه خبرکړو، کله چې يو ماشوم اول ځل په ښوونځي کې خبرې کوي کوم چې دا د نوموړي له خپلۍ کورنۍ څخه لومړنى بېلتون څرګندوي نو په دغه وخت کې يو لړ نيک او ګلالي احساسات د هغه سره مل کېږي، دلته ماشوم د اول ځل لپاره په رسمي چاپېريال کې را څرګندېږي چې ددې د مخه يي په اړه هيڅ نه پوهيده، دلته ماشوم ټولګي ته له نېکو احساساتو سره ننوځي او په عين وخت کې ښوونکى هم ټولګي ته ننوځي او په خبرو پېل کوي.
ښوونکى ډېر لوړ مقام لري نو ځکه ماشوم دهغه عزت او احترام کوي. په هر حال کله چې ماشوم د يوازيتوب او پرديتوب له ګډو احساساتو سره مبارزه پېل کوي نوموړي په خپل شا او خوا کې د هغه خپل خپلوان نه تر سترګو کېږي خو هغه يو ملاتړى ځواک له ځان سره لري چې دا ځواک د نوموړي سره مرسته کوي تر څو د نورو سره اړيکې ټينګې کړي او ورته دا وړتيا وربښي ترڅو د يو پردي اونا اشنا چاپېريال سره په څه ډول مبارزه وکړي، دا ملاتړي، مرستندويه او د ژغورنې ځواک د نوموړي مورنۍ ژبه ده چې د هغه په ملتيا او مرسته سره دي ځان ژغوري .د خپلۍ مورنۍ ژبې په مرسته سره ماشوم له نورو سره اړيکې ټينګوي او تر دې چې له پردو خلکوسره هم اړيکې ټينګولاى شي.نوموړي ښوونکى نه پېژني بلکه هغه د ښوونکي ژبې سره بلديت لري او د نوموړي په رڼا کې يو بل سره پېژني.ښوونکي يي هم د نوموړي د نژاد يو غړى ده نو په دې ډول سره هغه درسونه چې ښوونکى يي زده کوونکو ته د نوموړو په مورنى ژبه کې ترسره کوي په ډېره اسانۍ سره زده کوي. څرنګه چې ويونکي کومه ژبه کاروي او ماشوم ورباندې پوهېږي نو په دې ډول سره که کومه پوښتنه وشي نو ماشومان ډېر ژرپه اسانۍ سره ځواب ورکوي نو په دې ډول سره يو ماشوم چالاک او بېداره لويږي او دا نوموړو ته داسې يوه ټوټه ددماغو ورپه برخه کوي چې ماشومان نوښتګر او مبتکر رالوي شي. يو ماشوم د هغه څه په اړه چې ښوونکى يي بيانوي شننه او تحليل کوي او په دې ډول نوموړي پوښتنې کوي چې دا د نوموړو سره مرسته کوي تر څو ددوي وړتيا او لياقت نورهم تکړه او قوي شي ترڅو دوي نوره هم څېړنه او پلټنه ترسره کړي او په دې ډول سره د ماشومانو د پام او نوښت کچه قوي او ځواکمنه کېږي.

ماشوم په دې ډول سره په خپل ځان،کورنۍ او ټولنه کې ويسا او اعتماد ته پرمختګ ورکوي او په دې ډول سره دهغه پېژندګلوي او تشخص بشپړ، روښانه او واضح کېږي.په هر هغه ټولنه کې چې خلکو په مورنۍ ژبه باندې د تعليم حق ورنه کول شي نو دا به ددې معنى ولري چې په دغه ټولنه کې ټولنيزه، سياسي بې عدالتي ، زورواکي او استبداد واکمن دى او دا حالات ددې لامل ګرځي چې دلته دنورو خلکو پرتله يوازې يوه ژبه او يا د خلکو يوه ځانګړې ډله واکمنه ده، دا په دې معنى چې هر هغه څوک چې په واک نه وي نو ددوى زبېښاک(استثمار) دوام لري اوپه دې ډول سره ددغو خلکو د له مينځه تلل په ښه ډول سره پلان شوي دي.

د يوې ټولنې او يا خلکو له مينځه وړلولپاره دا لاندې لارې پکار دي:

١.فزيکي او يا بدني تباهي او ورکېدل چې د اټوم بم او يا نورو مرګوني وسېلو په کارولوسره يي له مينځه وړلاى شو
٢.د واحدې وينې ، نګه ( خالص) ميراث نظريه يا مفکوره
د جينيټيک مفکورې د لسيزو را په دې خوا د انساني مهاجرتونو پر اساس له مينځه تللى او په دې ډول سره اوس يوخالص( نګه) ميراث نشته نو په دې خاطر دغې مفکورې اوس خپل ارزښت او اهميت له لاسه ورکړيده.
٣. د ټولنيزو او کلتوري ميراثونو او نژاد په له مينځه وړلو سره

کلتوري جينيټيک ياکلتوري ميراث څه شى دي؟

ټولنيز او کلتوري ميراث ( جينيټيک) د يوډول داسي تهذيبونو او مدنيتونو مجموعه ده چې مونږ ته د يو با ارزښته مپراث په ډول د تېرو نسلونو څخه سره له دې چې په بيا بيا د استعماري ځواکونو له خوا له بريدونو لاندې راغلي دي راته په ميراث سره پاتې شويدي. دغه استعماري ځواکونو ددې کوښښ کړيده ترڅو يو ملت باندې په ناروا محدوديتونواو ددوي ژبې باندې په بنديز لګولو سره دغه ملت له مينځه يوسي چې په دې ډول سره دوى به حقيقت کې غواړي چې د يوه ملت دتاريخ.کلتور او فرهنګ او ملي تشخص او پېژندګلوي په له مينځه وړلو سره دوي مريان اوغلامان او د ټولنې دويمه طبقه خلک جوړکړي او او په دې ترتيب سره دوى د انساني تاريخ څخه په بشپړ ډول سره له مينځه يو سي دا ځکه چې هر هغه ملت چې خپله مورنۍ ژبه يي له لاسه ورکړي وي په اسانۍ سره له مينځه تللاى شي.
يو ماشوم ته که بې له مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه خبرې وکړو نو هغه نه پوښتنه کولاي شي او نه ورباندې پوهېدلاي شي، او که پوهه شوي هم وي نو تر اوسه به هغه ددې وړنه وي چې ورباندې خبرې وکړي او نورو ته يي تشريح کړي دا ځکه چې نوموړى هغه ژبه چې دى ورباندې پوهېږي او ورباندې خبرې کوي نو هغوي دا ژبه نه کاروي تر څو په اسانۍ سره ورباندې وپوهېږي او نورو ته يي تشرېح کړي.ماشوم خپله مورنۍ ژبه باندې پوهېږي مګر په دغه مورنۍ ژبه په هغه چې دى پوهېږي دى ورباندې خبرې کوي او دا په دې معنى چې د زړۀ،دماغو او ژبې ترمينځ اړيکه او ارتباط په بشپړ ډول سره له مينځه تللى ده چې دا کار بشري پرمختيا لپاره يو نه رغېدونکى او نه جبرانېدونکى زيان دي او په دې ډول سره ددغه ملت د ماشومانو په شخصيت باندې يو منفي اروايي اغيز پرېږدي.اکثره هغه زده کوونکي چې په خپله مورنۍ ژبه کې له تعليم کولو څخه محروم دي نو دوى په خپل ځان باندې ويسا او اعتماد له لاسه ورکوي او زړۀ نا زړۀ ډول سره ښوونځي ته ځي.
نو په دې ډول سره په هغوټولنو کې چې په خپلو مورنۍ ژبو ورته د تعليم زمينه برابره نه وي نو ددوى د نالوستو خلکو شمېر ډېر زيات وي.
لکه څنګه چې ماشومان په هر هغه څۀ چې يو ښوونکى يي و ماشومانو ته ددوى د مورنۍ ژبې څخه پرته په بله ژبه ورته تعليم ورکول کېږي نو په ورته حالت کې ماشوم ډېر لږ څه له ښوونکي څخه زده کوي او په دې ډول سره د هغه اعتماد او خپله ويسا له لاسه ورکوي.هغه ماشومان چې خپل اعتماد يي له لاسه ورکړي وي نو دا کورنۍ،ټولنه او ملت بله چاره نه لري ترڅو د خپل هويت په هکله بيا فکر وکړي او په بدل کې يي يو بل متبادل هويت او پېژندګلوي غوره کړي.هغه ژبه چې ماشوم ورباندې پوهېږي نو دا د ورځيني استعمال له ژبې څخه توپېر لري نو له دې امله ماشومان به ددې وړ نه وي چې هرهغه څه چې دوى يي اوري تحليل، څېړنه، پوښتنه ورباندې وکړي او يا يي وپلټي نو په دې ډول ددغه ملت ماشومان به يوازې ثبتوونکي(ريکارډ کوونکي) او يا تقليدکوونکي(کاپي کوونکي) ته ورته پاتې کېږي او په دې ډول به بې له پوهېدو څخه شيان نقل ، ثبت او ريکارډ کړي.

دغه ډول ماشومان په بشپړ ډول سره د خپل کلتور،فرهنګ،ژبې،تاريخ او د خپل تېر څخه ناخبره وي نو پر دې اساس هر هغه څه چې ددوى لپاره د استعماري او استثماري ځواکونو له خوا پلان شوي وي نو دې ته ډېر ښه تيار دي ترڅو د غلامانو په ډول ژوند وکړي .
نو په دې ډول سره يوازې هغه کسان او نسل چې د مورنۍ ژبې، خپل کلتور او فرهنګ، او تاريخ څخه بېل او جلا ساتل شوي وي نو دا به په اسانۍ سره دغه تبديلي او تغير ته غاړه کېږدي او وبه يي مني، او په دې ډول سره يي نوم او نښان د تل لپاره د ځمکې مخ څخه ورک کېږي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.