د برات شپه د کونړيانو پنځلسی

محمد فريد بزګر

839
د برات شپه د کونړيانو پنځلسی
هغه پښتني دودونه چې په ورکېدو دي
د برات شپې ته يې په کونړ کې پنځلسی وایه، په دغه شپه به د ماښامانۍ (ماښام ډوډۍ) وروسته د کلي پيغلې او ښځې يو کور کې سره راټولېدې، يوه کوچنۍ جنۍ به يې ولمبوله پاکې جامې به يې ورواغوستې او لکه د ناوې به يې جوړه کړه. په يو منګې کې به اوبه واچول شوې، او را ټولو شوو نجونو او ښځو به په کې خپله نښه واچوله، نښه به ګوته، غمی، والۍ يا بل هر څه چې د هغې به خپل وو. د کلي يا د کور مشرې ښځې به يوه ټکۍ (لنډۍ/ټپه) وويله او ناوې کړې جنۍ ته به يې وويل چې اوس له منګي يوه نښه راوباسي. نښه چې به د هر چا وه، ویل شوې ټکۍ به د هغې فال وو او د کلي مشرې ښځې به بیا ورته ټکۍ تشريح کوله. چې په همدې ډول به د راتلونکي کال لپاره د ټولو نجونو فال ليدل کېده. ځينې لنډۍ به داسې وي: څنګه د ورايه په خندا شوې- لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه معنی به يې وه، د کوم مسافر راتګ، د خوښۍ زيری ما سره سم ګودر له لاړ شه منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه معنی به يې وه: مرسته او کومک، که د ځوان زوی څښتنه به وه، یعنې کور ته دې ناوې راځي او مرسته به درسره کوي، او یا به دې خاوند/مېړه د کور په چارو کې درسره مرسته وکړي، او یا به دې مشکل حل شي. نجلۍ کږه شوه ماته نشته د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه غښتلی او قوي جنۍ چې هر ډول ستونزې ته لکه د غر ودرېږي او له تکلیفونو ځان ویستلی شي. همدا راز به غريب او معتبر په دغه شپه ښه خواړه پخول، او دا يې انګېرل که په دې شپه ښه خواړه وخوري، تر بل کال دې ورځې پورې به ښه خواړه ورسېږي. د کلي ځوانانو به له ټکرانو پنډوس (توپ) جوړاوه، په هغه به يې د خاورو تیل واچول، بیا به يې اور ورته کړ، او هر يو به په نوبت جګ د اسمان پر لور ارتاوه.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.