د نوی کال په مناسبت د محمد اشرف غنی پیغام

528

د ولسمشر تازه وینا

بسم الله الرحمن الرحيم

وياړلو هېوادوالو؛ خويندو او ورونو،

سال نو جشن باستانی نوروز بر همه شما مبارک

ينگي ايل و قديمي نوروز ایامینگیز مبارک!

نوی کال د ښېرازی ،پسرلی لرغونی نوروز مو مبارک

دا دی افغانانو د هغي پیړۍ دویم کال چي په هیلو یې پیل کړې وه ، بيا، له بده مرغه وطن کې په اندېښنو او جلا وطنی کې د هېواد له پاره په حسرت تیر کړ. دا د دوحي معاملي مستقیم او په نظام کي دننه د فاسدو او ښويېدونکو عناصرو د ابن الوقتۍ غیر مستقیم اغېز و چې له امله یې زموږ ډېر هېوادوال – پوځیان، ملکیان، زلمیان ، پېغلي، پلرونه او میندی یا وکوچېدل یا که پاتي شول سخت و ځوریدل او ځکه نه د پسرلي په خوند وپوهېدل او نه د نوروز په ښادیو کی شریک شول.

خو راځئ دا پسرلی چې د روژی له ډېری بختوري او بركتي میاشتي سره هم ګامه رارسېدلی په نېک فال ونیسو چې هېواد ته هغه څه چې دوه کاله وړاندي د يوې توطیی په نتیجه کي سلب شول بیا نصيب شي هغه وخت د ملي او باعزته سولی پرځای چی موږ تاکید پرې کاوه، د ډلو او تنظيمونو سولي ته ترجیح ورکړ شوه او نتيجه يې هغه څه شول چي وينو يي.

طی سالیان متمادی دقیقاً در همین ایام زنگهای مکتبها و سرودهای شادیانه دهقانها برای آبادانی کشور در هر گوشه وطن طنین می انداخت اما امسال هر دو مرگ آسا خاموشند این خاموشی بخصوص برای دختران و خواهران ما به یک فاجعه مبدل شده است که در فاصله بسیار کوتاه زمانی حقوق خداداد ، تحصیل کار و زنده گی آزاد از ایشان سلب شد. نظام تعلیمی کشور در این ۱۹ ماه تابع و پیرو نظام خشک مدرسه های پاکستان گردید و به یک شعبه بی روح آن مبدل شد که عقب نگر و عقب گرا و خفه کننده روح باور به آینده است.

گروه حاکم با این سیاستهای خود یک بار دیگر مانند سالهای ۹۰ میلادی افغانستان را به یک کشور فراموش شده تنها عقب مانده و شدیداً نا امید مبدل کرده است. آنها با شستن و کوفتن مغزها در سراسر کشور مفهوم اصلی زنده گی را نفی و بر تمام سرزمین و هر گوشه زنده گی مردم ما یک استبداد بی سابقه تحمیل کرده اند سیاست اطاعت خشک و کورکورانه ای را که به شکل رسمی به نام اسلام روی دست گرفته اند تنها به سرکرده گان آنها بر نه میگردد بلکه باور کلی آنها بر همین اصل استوار است و می خواهند با اعمال آن یک نظام مبهم را بر جامعه مبتلا به فقر اقتصادی و فکری تحمیل و افغانها را در یک اطاعت خشک نگهدارند.

اما افغان ولس چې د اسلام مبين دين يې د وجود په هره ذره کې دننه پروت دی د هیچا اجباري اسلامي درسونو ته اړتيا نه لري. دغي خواته د حاكمي ډلي هڅې يوازي د افغانانو د سپکولو او د وطن د خوارولو تعبیر درلودلی شي چي تېشه بېرته پر خپله ریشه راولي.

استبداد او اختناق ښايي په ځینو هېوادو کي بری درلودلی او ټینګ شوی وي، خو افغانستان تل ژر یا وروسته رد کړی او مات کړی دی وړاندې به نه خو د تېرې نيمي پېرۍ ترخي تجربي د هر چا حافظو کي تازه دي د چپيانو او بيا وروسته جهادي ډلو سرنوشت ته وگورئ او نتیجه یي پخپله راوباسئ د تاریخ نه تکرارول د تاریخ په زده کړه کېږي او يوازي هوښیار ملتونه په دغه رمز پوهېدلی شي.

هېوادوالو،

موږ ټول په دی هم پوهېږو چي افغانان له جګړو ستړي شوي او بيا بيا د یوه تلپاتی ثبات غوښتنه کوي پنځوس کاله وشول چی افغانستان له دغه نعمت نه بی برخی دی؛ اوس تر هر بل وخت ډېره ضرور ده چې ټول د یوه ملي ډیالوګ په پیلولو د دغه هدف له پاره کار وکړو. افغانان يوازې د همدغسي خپلمنځي جرګو – مركو له لارې چی فرد محوره نه بلکي په صحيح ډول ولس محوره وي د خپل دولت او حکومت شکل ټاکلی شي، داسي يو حاکمیت چې ملي مشروعيت يې د بين المللي مشروعیت مخ شرط وي. ولسونه تل هغه حکومتونه خوښوي چې د هېواد ګټې وساتي او د هغوی خدمتگار و اوسي، خو طالبانو په یو نیم کال واکمنی کې په دې برخه کې خپله نظري او عملي بیوسي بيا ثابته کړه. اوس باید افغانان دې اتفاق ته نژدې شوي يا رسېدلي وي چي د ټولو په ګډون او خوښه د راتلونکي ټاکل د حل یواځینۍ لاره ده.

خواهران و برادران

فقر تاریخی در کشور ما به هیچ صورت یک انتخاب طبیعی نه بوده بلکه تحمیل و اجبار زمان است؛ با تلاش ملی میتوان بر آن فایق آمد افغانستان در کنار داشتن ثروتهای کم نظیر طبیعی با واقع شدن در قلب آسیا صاحب یک موقعیت فوق العاده مهم ستراتیژیک نیز هست و بنا به گفته شاعر مشهور اقبال لاهوری «فساد و گشاد» آسیا به «فساد و گشاد یعنی بدبختی و خوشبختی در کشور ما وابسته است تعیین موقف افغانستان در این معادله تضمین کننده رفاه آینده سرزمین آبایی ما است و من با توجه به همین اصل و منافع جيو – ستراتیژیک کشورها ارزشها و چالشهای متعلق به این موقعیت را تشخیص و به مردم خود بازتاب داده بودم من برای مبدل ساختن افغانستان به قلب تپنده آسیا، برنامه هایی طرح و عملی ساختن آنرا آغاز کرده، بودم که با تاسف، فراوان به علت آنچه همه دانیم در نیمه راه ماند.

با همه این حال نه باید امید به آینده را از دست داد من باور کامل دارم که با برقراری یک صلح واقعی و با عزت – صلحی که مردم محور بوده و بر خواهری و برادری حقیقی همه ما بنا یافته باشد میتوان راههای نجات سیاسی و اقتصادی افغانستان را به آسانی دوباره تشخیص و کار اجرای آنرا به سرعت از همان نقطه متوقف شده، از سر گرفت.

افغانان متوجه دي او ويني چي هېواد یې د یوه مطلق استبداد واټ ته پوري وهل شوی او راتلونکی یی همدا شېبه ډېره مبهمه برېښي دوی د دغه حالت عواقب هم سم درک کولی شي او ځکه یې اندېښنه نړی ته هم د درک وړ ده. له بده مرغه طالبان د هیچا خبری ته غوږ نه نیسي، نه د خپل ولس د هوښيارانو، نه د جهانيانو، او حتى نه د اسلامي نړی د معتبرو مراجعو او شخصيتونو، او هر چا ته یوازی یو ځواب لري: “نه يي منم “!

حاکمه ډله باید متوجه و اوسي چې د دوی د اعمالو تاثیر یوازې پر دوی نه پاتې کېږي او ډېر زور يې پر ملت راځي. ښايي دوی د هغه مسوولیت د دروندوالي له احساسولو عاجز وي چې تاریخ یې د دوی د اعمالو له امله پر اوږو ور اچوي.

خويندو او وروڼو،

له تيارو نه وتل مبارزه غواړي – ګډه مبارزه او تفاهم د دې مبارزې محور باید د ټولو ګډون او د ټولو د حقونو تامين او د هر ډول خشونت ردول وي باعزته سوله اوس هم باید زموږ د ټولو اساسي غوښتنه وي چي بيا د هغي له منځه ثبات، تامین، او هېواد د خپلو طبيعي او ستراتېژيک موقعیت په سمي کاروني د سيمې له هېوادو او نړيوالو سره په عادلانه متقابل تعامل او احترام له جهل، فقر، تحجر، تبعيض او ګوښيتوب نه راوباسو.

إن شاء الله

یشه سین افغانستان

زنده باد افغانستان

ژوندی دې وي افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.