تاريخ پېژندنه

نوید ارین

486

تاريخ څه شي دى؟
ځواب: “تاريخ د انسان د کارنامو د مطالعې او مشاهدې نوم دى.”
يا دا چې: “د تېرمهال د انسان د كارنامو د ثبتولو نوم تاريخ دى.”
دغه كارنامې او واقعات پاشلی او بې ترتيبه دي مورخ يې په تسلسل سره د يو بل سره نښلوي او مفهوم په كې راولي په دې مرحله كې يوه بله پوښتنه كیږي چې پخواني انسان چې كومې كارنامې كړې دي آيا هغه د يوه پلان له مخې واردې شوې دي يعنې هغه د يوه نظام او قانون تابع وې كه د هيڅ مقصد او پلان تابع نه وې؟
پر دغه ځاى د مفكرينو په رايو كې اختلاف دى په دوى كې د يوې ډلې استدلال دى چې تاريخي كړنو او كارنامو تر شا يو پلان او مقصد پټ دى او دغه بهير د قوانينو له لارې متحرك ساتل شوى دى.
هيګل وايي:
“د تاريخ تر شا يو پلان وي عامل يې ور څخه ناخبره وي فطرت خپلې ارادې بشپړوي كله چې مقصد پوره شي د تاريخ تود ساتونكى عامل خپل ځواك او برم بايلي او محوه شي.”
ويچو وايي:
“خداى له اسراره ډك او مرموز ځواك نه دى چې د تاريخ بهير يې بهاند ساتلى دى بلكې د تاريخي بهير خالق پخپله انسان دى او دا انسان دى چې خپل تاريخ پخپله جوړوي.”
هغه مفكرين چې په تاريخ كې پلان او مقصد ټاكي هغه تاريخ ته په پراخ نظر ګوري او وايي:
“د تاريخ پراختيا ډېره زياته ده يوازي د يوه دور او زمانې مطالعه د تاريخي بهير قوانين نه شي ټاكلاى او يوازې د بشپړ بشري تاريخ مطالعه روښانه كوي چې انسان د كومو قوانينو تابع دى او د كوم پلان د بشپړتيا لپاره هڅې كوي.”
كومو مفكرينو چې په دغه معنى كې په تاريخ د پوهېدلو هڅې وكړې په هغوی كې ويچو، هرډر، هيګل، كامېنس، ماركس، بكل، شپينګلر، ټاين بي او سوروكين خصوصاً د يادولو وړ دي.
په تاريخ كې دغه مفكرينو پنځه ډوله نظامونه په ګوته كړي دي په هغو كې يوه د راګرځېدو نظريه ده يعنې تاريخ د بايسكل د عرابې په شان په يوه دايره كې را ګرځي د دې څخه د انسان مجبوري او بې چاره توب ښكاري چې د جبر په حال كې پر يوه ټاكلې لار روان دى په غبرګون كې يې د پرمختګ نظريه را منځته شوه چې انسان په يوه دايره كې نه راګرځي بلكې پر مخ روان دى دغه پرمختګ د څه خنډ پرته دى د تاريخ هره زمانه د پرمختګ زمانه ده او انسان پرله پسې پر مخ روان دى.
په دريمه نظريه كې دا خبره په نخښه شوې ده چې انسان پخوا خپله نړۍ بشپړه كړه تر هغه وروسته چې تر اوسه هر څه شوي دي هغه په دې بشپړتيا كې زياتوب نه دى دغه نظريې خصوصاً د سترو اديانو د منونكو ملاتړ ورسره دى دوى عقيده لري چې د دوى دين په خپله لومړۍ زمانه كې عالي ټولنه جوړه كړه تاريخ يې بشپړ كړ اوس په دې كې نور د هيڅ زياتوب اړتيا نشته د مذهبونو د بيا راژوندي كولو د غورځنګونو را زېږېدنه هم د دې بهير يوه لړۍ ده داسې غورځنګونه د تاريخ د بيرته را ګرځېدو د نظريې تبليغ كوي او تېرې زمانې ته د تلو ارمانونه لري.
په څلورمه نظريه كې پر دې خبره ټينګار شوى دى چې د بشر فطرت نه بدلېدونكى او تل يو ډول پاتېدونكى دى دغه راز بشري كړنې هم په هره زمانه كې يو ډول وي او په تاريخ كې يو ډول پېښې په وار وار تكرارېږي.
پنځمه نظريه وايي نړۍ مخ پر زوال روانه ده زوال ته په مذهبي او مادي اعتبار سره كتل كېږي د مذهبي عقايدو له رويه د نړۍ د ورانېدو او د قيامت يوه ورځ ټاكلې ده څنګه چې وخت تېرېږي ټاكلى وخت رانژدې كېږي دغه ډول نړۍ د خپلې خاتمې پر خوا روانه ده په مادي اعتبار سره د زوال تشريح داسې كېږي چې انسان ځمکنۍ زېرمې لكه ګيس، تېل، معادن، ځنګلونه، ورشوګانې، حيوانات، د ځمكې ښيرازي او خوږې اوبه په بې باكۍ سره په كار راوړي پايله به يې دا وي چې د ځمكې زور به ختم شي په چاپېريال كې به بدلون راشي او آخر به يو وخت راشي چې انسان ته به د وركولو لپاره د ځمكې پر سر او تر ځمكه لاندې هيڅ پاته نه شي او دغه ښكلې نړۍ به تباه شي.
د مفكرينو يوه ډله دا نه مني چې د تاريخ سفر د يوه پلان او مقصد تر اثر لاندې دى يا د دې سفر تر شا قوانين شته دوى وايي د مورخ كار دا روښانه کول دي چې پخوا څه و شول او ولې وشول دوى وايي كله چې د تاريخي پېښو څخه قوانين جوړ شي تاريخ ختمېږي.
كارل پوپر وايي:
“د تاريخ د مطالعې څخه موږ ته د انسان د كړنو څرک هرومرو لګېږي مګر دغه كړنو ته قوانين ويل ناسمه برېښي.”
همدا ډول د مفكرينو په وينا: په تاريخ كې چې د واقعاتو د پېښېدو كوم سببونه دي هغه دا نه ښيي چې په تاريخ كې كوم قانون شته، او تاريخ په يوه ټاكلې لار روان دى.
دغه پورتنۍ نظريه كوډل تهې، جارج سي مېن، هاينريش ريكرټ او كروشې وړاندې كړه.
كوم مفكرين چې په تاريخ كې قوانينو او پلانونو ته قايل دي هغه د تاريخ له لارې د اوسنۍ او راتلونكې زمانې وړاندوينه كوي دوى د تاريخ افاديت ته قايل دي او وايي:
“د تاريخ مطالعه او شعور د انسان په شعوري پرمختګ كې مرسته كوي او د دې توان ور بخښي چې د راتلونكې زمانې لپاره خپله لار و ټاكي.”
مګر كوم مفكرين چې په تاريخ كې د قوانينو څخه منكر دي هغه د دې څخه انكار كوي چې په تاريخ د پوهېدلو له كبله د راتلونكي زمانې وړاندوينه كېدلاى شي حقيقت دا دى چې داسې مفكرين د تاريخ افاديت ته قايل نه دي.
پورته ذكر شوي مفكرين وايي:
“انسان د تېرمهال د تجربو په رڼا كې زده كړه كوي تاريخ تېرمهال په معروضي توګه وړاندې كوي.
مګر د دويمې ډلې مفكرين دا خبره په نخښه كوي چې تجربې توپير سره لري د بېلو تجربو پر بنسټ قوانين نه شي جوړېدلاى.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.