د مخ نصواري رنګه خالونه

946

دا خالونه چي په طبي ژبه د freckles په نامه ياديږي زمونږ په عامو خلکو کي د مګسک ،کک ومک،نصواري يا قهوه يي رنګه خالونو او کنجدک مترادفو نومونو باندي هم پيژندل کيږي
دا واړه د پوستکي د سطحي سره برابرخالونه چي تقريبا 0,5 ملي متره جسامت لري او معمولا په مکشوفه غړو د بدن کي چي د لمر د مستقيمي وړانګو سره مخامخ وي ليدل کيږي

د پیدا کېدو لامل یې څه ده؟
۱ – ارثيت: دا يو جنيتيکي ناروغي ده يعني هغه خلک چي د همدي ناروغي کورني تاريخچه ولري ورته مساعد دي او د ناروغي د منځ ته راتلو سبب کيږي

۲ – نژاد : دا ناروغي اکثرا په هغه خلکو کي چي سپين پوستکي، طلايي رنګه ويښتان او شني سترګي ولري زياد ليدل کيږي چي دا يي هم د منځ ته راتلو يو سبب ګڼل شوي دي

۳ – د لمر وړانګي: هغه خلک چي سپين پوستکي او مساعد ارثيت ولري د لمر د شعاع سره د مخامخ کيدو په صورت کي ورته دغه ناروغي پيدا کيږي

د پيدا کيدو ميخانيکيت يي څه ډول دي؟
په دي مرض کي د پوستکي رنګ جوړونکي حجراتو تعداد نورمال وي ولي د لمر دشعاع سره د معروضيدو په صورت کي دهمدي تعداد حجراتو په واسطه زياتي رنګ داني يا ميلانوزوم توليديږي او د ناروغي سبب کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.