د طالبانو لخوا د قلم لار ټولنې بنسټ ايښودونکی او د زدهکړو فعال مطیعالله ويسا نيول کېدو د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځينو بهرنيو او کورنیو مطرحو څېرو غبرګونونه راپارولي دي.
دوی د طالبانو له لوري دغه کړنه غندلې او د نوموړي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده. د زدهکړو د دغه فعال ورور عطاءالله ویسا وايي طالبانو یې ورونه نیولي او د مور په ګډون یې د کورنۍ له نورو غړو سره سپک چلند کړی.
د دفاع وزارت پخوانی مرستيال شاهمحمود مياخېل وايي طالبانو بدلون نه دی کړی. د هغه په باور طالبان يوه جاهله ډله ده او بدلون يې نه دی کړی، خو له بده مرغه د زلمي خليلزاد لابي ګريانې دي چې اوس هم د دوی (طالبانو) د مثبت تصوير ښودلو هڅه کوي.
د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن ويلي، زه د طالبانو له لوري د قلم لار ټولنې د رئيس مطيعالله ويسا له نيول کېدو څخه په ژوره توګه خواشينی يم. مطيعالله ويسا ازاد کړئ.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.