د فروغ فرخزاد لنډ ژوند ليک

ژباړه: امید

500

فروغ فرخزاد د ايران د معاصري دورې شاعره ده. نوموړې په 1313 شمسي کال، د ايران په پلازمينه تهران کي دې فاني نړۍ ته سترګي پرانيستي دي.
فروغ د ښوونځي د لسم ټولګي تر پايته رسولو وروسته د هنرونو په زده کړه بوخته سوه، چي په دې لړ کي ئې خياطي او نقاشي هم زده کړه.
فروغ فرخزاد په 16 کلنۍ کي د خپل مور له قريب پروېز شاپوره سره، چي تر دې 15 کاله مشر وو اړيکه ټينګه سوه او پر ده ئې زړه بايلى.
فروغ د خپلي کورنۍ د مخالفت سره سره د پروېز شاپور سره ګډ ژوند پيل کړ او تر واده وروسته اهواز ته ولاړل.
پروېز شاپور او فروغ تقريبا” دوه کاله ګډ ژوند تېر کړ، چي وروسته فروغ د شاپور څخه طلاق واخيست او بيرته د اهواز څخه تهران ته راستانه سوه.

شاعرۍ ته د فروغ راتګ۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
فروغ په اوه(7) کلنۍ کي د شعر او شاعرۍ سره د يارانې تار بسته کړ او په 1331 کال کي ئې اوله شعري مجموعه چاپ کړ او دوهمه شعري ټولګه ئې په 21 کلنۍ کي د ديوار په نامه هم خپره سوه، چي دا مجموعه ئې د يو شمېر اديبانو له خوا د ادبي نقد او غوغاوو سره مخامخ سوه.
فروغ يو کال وروسته د ادبي شخصيتونو د پړتياوو سره سره درېيمه شعري مجموعه د عصيان په نامه هم چاپ کړه، چي دغه درې شعري ټولګي ئې د مېرمن، سرکښۍ او ميني په اړه د بحث وړ دي.

فلمي نړۍ ته راتګ۔۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
فروغ فرخزاد، د خپلو هنري فالعتونو سره په خوا کي په 1338 کال کي د سېنما نړۍ ته راغله او په سېنمايي برخه کي د تجربو د ترلاسه کولو لپاره انګلستان ته ولاړه.
کله، چي دا بيرته په 1341 کال کي راغله په فلمي نړۍ کي ئې “کور تور دئ” ( خانه سياه است ) فلم نندارې ته وړاندي کړ.
يو کال وروسته همدغه فلم په ايټاليا کي د غوره فلم جايزه هم ترلاسه کړه.

مړينه۔۔۔
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
فروغ فرخزاد په 1345 کال د قوس د مياشتي په 24 مه د دوشنبې په ورځ په داسي حال کي د دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې، چي 32 کلنه وه او خپله ئې موټر چلوئ.
روح دې ښاد وي.
د فروغ فرخزاد اثار:
1: اسير 1331
2: ديوار 1335
3: عصيان 1336
4: تولد ديګر 1342
5: ايمان بياوريم به فصل سرد 1352
او درې کتابه ئې تر مرګه وروسته چاپ او د مينوالو ادبي تنده ئې خړوبه کړه.

د فروغ شعرونه
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
څوک وايي، چي وخت سره زر دي؟
ما ئې کیف کتلی. وخت عین الکل دئ
ثانیه په ثانیه سوزي. په وجود کي عمیق ځي
چي مست مست يې، سترګي خلاصي کړې
ویني، چي عمر دي تېر سوی. ته پاته يې
خمار دي د لاسه وتلی او یو عمر تېر سوی دئ.
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

هغه ورځي ولاړې
هغه واوريني ورځي
چوپتيا
د آينې په څنګ کي
ګرم اطاق
هر ځل دباندي
پر ګلانو ګرځم
په نرم لرګي
واوره ليري کړم
آرامه اوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.