ماکیاولی د مډرن سیاست بنسټ ایښودونکی 

لیکوال: رامین جهانبگلو- ژباړه: صلاح الدين حمید 

620
هیڅ یو سیاسی متفکر د ماکیاولی په څیر بد تعریف او تفسیر شوي نه دﺉ. د ماکیاولی نوم له واک غوښتنې، له مکر او ټګئ او له دروغ ویلو سره او کیډړ ستایی یو شوي دي. اما دا تر ټولو بد تفسیر ده له یوه متفکره د ماکیاولی په کچه څرګنده کړو. ولی؟ ځکه ماکیاولی ښایي تر ټولو مهمه مدرن سیاسی متفکر اووسی چې یې وکولای شو د سیاسی امر د جدا کولو لپاره له قدسی امر خبرې کړي وي.
ماکیاولی نړیوال سیاسي متفکر ده، غواړي فکری او اقتصادي ــ سیاسی او ټولنیز ډګر په کلتور او په هغه جهان کې چې کشف کوي یې، خلاص کړي. هم علمی کشفیات لرو چې کوپرنیک او کپلر او په وروستیو کې ګالیله یې مشهوره دی.
نوی اخلاقيات هم د هنر په برخه کې لرو چې مشهور یې « د ماکیاولی په پېر کې البته» د لیوناردو داوینچی او میکل انژ په څېر انسانان هم شته. او په ځانګړي توګه په سیاست کې داسې خلک لرو لکه خپله ماکیاولی چې له مډرنه حکومت څخه بحث کوي، له یو مډرنه حاکمیت څخه خبرې کوي. یو ډول کامله وېش یې رامنځ ته کړي ده د منځنیو پېړیو له فکر سره چې خداې محوره فکر ده.
شاید د زمانو او عصرونو په اوږدو کې تر ټولو ستره تیروتنه چې د ماکیاولی په اړه شوي ده دا وی چې ماکیاولی یو بی اخلاق متفکر ده. خو داسې نه ده. ماکیاولی په مستقيمه او صريحه توګه له مسيحي اخلاقو (نفوذ)  یا دیني اخلاقو په سره سياسي چاره کې مبارزه کوي.
لید یې د لرغوني روم په لورې او د لرغوني روم مدني اخلاق دي. هغه څه چې د لرغوني روم جمهوري په نوم یې پیژنو. الګو سرلاری یې لا هماغه ځايه راځي. د ماکیاولی لپاره اخلاق په سیاست کې اړین امر ده. د خلکو په منځ کې یووالی او ګډون او د حاکم او خلکو تر منځ یووالی او ګډون د دې مدني اخلاقو پر بنسټ بڼه خپلوي.
یو له هغو ستونزو چې د ماکیاولی او د ماکیاولیسم په تعريف آند او فکر کې لرو دا ده چې فکر کوو ماکیاولیسم یعنی دیکتاتوری، یا هغه امر چې خلک په کې حضور نه لري.
تصادفا د «ویناوې» په کتاب کې دا خلک دي چې لومړی رول لوبوي. هغه موډل چې ماکیاولی یې په ذهن کې لري، د ساوونارلا په نوم د فردي حکومت لنډ دوران دی.
ساوونارلا هغه څوک ده چې له ماکیاولی مخکې دوران کې غواړي د خلکو په مرسته د مسيح حکومت يعني یو الهیاتی حکومت جوړ کړي. د حکومت له جوړیدو درې کاله وروسته، هماغه خلک ساوونارلا وژني.
ماکیاولی داسې پایله اخلي چې نه کیږي سیاسي امر استحکام او راتلونکی استمرار ولري کله چې اصلي بنسټ یې خپله سياست نه وی او بل امر ده. اوس کیدای یو ښکلا شننيز امر اوسي یا یو قدسي امر.
وايي د سیاست او سیاسي کار بنسټ بايد خپله سیاست اوسي. خپلې پولې او مرزونه خپله په ډاګه کړي.
طبیعتا کله چې د سیاست د حد او مرز مسله مطرح کیږي، چې د ماکیاولی په اثارو کې هم مطرح کیږي، بله پوښتنه دا ده چې په عمومي اړخ کې څه ډول چلند درلودی شو. او حاکم د خلکو پر وړاندې کوم حقونه لري، او تر کومه ځايه کولای شي موجوده حالت وساتي.
دا هماغه څه دي چې وروسته نورو متفکرينو لکه هابز ، روسو او سپینوزا د ټولنيز قرارداد په نوم ور څخه یادونه کوي.
ماکیاولی د ټولنیز قرارداد په اړه خبرې نه کوي، خو له هغه تړون څخه غږیږي چې باید د حاکم او خلکو په منځ کې رامنځته شي. دا ټولې خبرې او نکتې د ماکیاولی د رنسانسی فکر ده چې هغه د منځنیو پېړیو له فکر څخه ( یا به بله وینا ویلی شو د ارسطویی افلاطونی فکر) په بشپړه توګه بيلوي او هغه د سیاسي مډرنې فلسفې بنسټګر او مؤسس ګڼي.
ماکیاولی ماکیاولی ګران متفکر نه ده. هغه لومړنی سیاسي پوه ده چې مډرنه سیاست د منځنیو پېړیو اروپا له اخلاقي سنت دود سره په تضاد کې بنسټ ږدې. په بله وينا هغه مډرنه سیاسي پاچا ده چې د لومړي ځل لپاره د رنسانس په دور کې د سیاسي هويت بحران مسله مطرح کوي او هڅه کوي ترڅو له سیاست څخه د نوی مفهوم په تاسیس او سمبالولو کې د خپل وخت له سياسی دود څخه لري اوسي
په همدې ډول، دا ستره تیروتنه ده چې که ووایو ماکیاولی یوازې فني کارپوه وه ځکه چې د ماکیاولی موخه د قوي حکومت د تأسیس له لارې د ټولنيزي هستي سمبالول دي. خو هغه تر ټولو غوره ډول دولت جمهوری ګڼي ، ځکه چې د هغه له نظره جمهوري یوازینۍ سیاسي سمبال ده چې د ښاریانو دريځ او صحيحه کړه وړه روزي. شاید مډرنې سیاسي فلسفې ته د ماکیاولی تر ټولو والا او ستر خدمت د انتقادي چاپیریال رامنځته کول دي چې د منځنیو پېړیو د دیني وحدت ګرایې د پایو او اساس په سستولو سره په یوه ډول سره د تاریخي ځان پوهنې (ځان پېژندنې) بحث چې هېګل یې فلسفې متفکر او بنسټګر ده، پیلوي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.