پسې تړلی Saffix

ډاکتر ماخان شینواری

522

Suffix   پسې تړلی یا وروستاړی

دا چې سفېکس یو افېکس(تړلی)  دی، نو د افېکس پېژند څخه به پیل وکړ

Affix   تړلی: افیکسونه یا د وییونو سره تړلي ( لنډ: تړي. زه د تړي پر ځای باندې د تړلي پلوی یم، ځکه تاړي یا تړي راته سم ژبنیز جوړښتونه نه برېښي) د وییونو ژبنیز مورفولوژیکي ناخپلواکه برخې په ګوته کوي (یو ( په یو بنسټ پورې) تړلی مورفېم)، چې هغه پخپله د نورو ژبنیزو توکو د ورزیاتولو سره ځان نه شي پوره کولی، بلکه په څټ د نورو شته وییونو یا وییونبرخو غزولوسره مرسته کوي. دا د بنسټویي په څېر نه دی. هغه وییونه چې افېکسونه ور سره تړلکیږي، بنسټوییونه بلل کیږي.

سفیکسونه یا د وییونو پسې تړلي، د وییونو ژبنیز مورفولوژیکي ناخپلواکه برخې په ګوته کوي (یو تړلی مورفېم)، چې هغه پخپله د نورو توکو د ورزیاتولو سره ځان نه شي پوره کولی، بلکه په څټ د نورو شته وییونو یا وییونبرخو غزولوسره مرسته کوي. دا د موږ په ادبیاتو کښې روستاړي بولي، خو له پېژند څخه داسې برېښي، چې پسې تړلي یې موخه سمه په ګوته کوي. تاړی د موږ ژبپوهان د تړلي د لنډیز لپاره کاروي، چې ژبلاریزه نه ده) دا د بنسټویي په څېر نه دی. هغه وییونه چې سفېکسونه ور پسې تړلکیږي، بنسټوییونه بلل کیږي.

په پښتو کې زه ونه توانېدم، چې پرېفکس وموندم. مرسته وکړۍ.

Suffix پسېتړی یوه سیلبې یا مورفېمونه چې په یوه ویي پسې تړل کیږي، له دې امله پسېتړلې بلل کیږي. لکه:  -تیا، -والی، -توب لکه لویوالی، زړورتیا، کوچنیتوب.

په الماني ژبه کې سفېکس ته سیلبې هم وایې، خو دا داسې نه ده، ځکه چې په پښتو کې مو ،، – والی،، لرو او دا دوه سیلبي ده، لکه پښتونولي. په الماني بیا سېلبې نه شي پوره کولی.

کېدی شي یو سفېکس یا پسېتړلی د بنسټویي په پای کې نه وي، ځکه، چې یو بنسټ ویي پسې څو سفېکسونه یو په بل پسې راتلی شي. لکه ښکلتیاوې. دلته ګوره ،، تیا،، او ،، وې،، سفېکسونه یا پسې تړي دي.

د مورفېم پېژند: مورفېم د یوې ژبې خورا کوچنی پوهېدنوړونکی یووالی دی. د بېلابېلو مورفېمونو ګډوله کولو له لارې څخه وییونه جوړیږي.

Suffix   او سیلبې په بيلابیلو ګرامري هوارو یا سطحو کې پراته دي. سفېکسونه  مورفولوژیکي  یووالي دي او سیلبې غږیز جوړښتیووالي دي. مورفولوژیکي او غږیز وییونو توپیرکونه دې یو په بل هرو مرو باید سر ونه خوري یا دې هرو مرو یو په بل نه وي پراته. د رابېلیدنپسېتړلو لپاره داسې لار ده، چې د بنسټ وي او پسېتړلي په منځ کې د سیلبو بېلونه نه مني او یا په پښتو کې یې ځنې دوه سیلبي هم دي. لکه –والی. خپلوالی خپل – والی. پام به ورته کوو، له دې څخه لا ښه بېلګه پیدا شي.

یادونه: په اېنفورماتیک او شمېرپوهنه کې دا بل ډول کارول کیږي یا بل ډول ور څخه پوهېدل کیږي، چې هغه دلته نه څېړو.

د پسېتړلو دندې:

— نومیز کوونکي پسېتړلي: خوښېدل، خوښي، زړور، زړورتیا، کوچنی، کوچنیتوب.

— خوییز کېدونکی پسېتړلی: لکه سړیتوب، کوچنیوالی

— نرښځینه ټاکونکی پسېتړلي: لکه سړیتوب،غمخور، غمخوره یا ښوونکی، ښوونکې.

پسېتړلي کړی شي له یوه توري هم جوړ وي لکه پورته په ښوونکي او ښوونکې کښې.

لویوالی، هوښیار تیا   کږونکی یا کږېدونکی.

کوچني کونه: مورکي ، خورکي ، کورګړی یا کورګوټی.

یادونه: که راوړل وګورو، نو کېدی شي واندو یا مو اند ته راشي، چې ګوندې دا ،، را،، به پرېفېکس وي، خو داسې نه ده. ،، را،، اینکلیتیکي نومځاینیوی دی.

یادونه: په یو څه پوهېدل او یو څه سم بلل یا لیکل، د دې توپیر باید وشي.

مو ډېر یا لږ د ورسره بلدتیا له امله تل په ،، له ما څخه،، کې دا څخه نه لیکو او ویل کیږي، چې دا ،، څخه،، دلته حزف کیږي، خو دا ناسم دی. د ،، له ما،، یواځې دنومځاینیوي ،، ما،، چې په کړوني حالت کې د ،، له،، سره و نه کړوني حالت ته راځي.

موږ د ژبلار له بلدې لار څخه پوهېږو، چې له ،، څخه،، سره ،، له ،، راځي او په څت که ولرو، چې ،، له،، ، نو پوهېږو، چې ،، څخه ،، د پسېځاینیوي په څېر راخي، نو که دا ونه لیکل شي هم سم به  وي، خو دا سې نه ده. پوهېږو، خو ناسم دی. پرته له ،، څخه،، سره، کره پسې هم ور سره د پسېځاینیوو په څېر راځي، نو ،، څخه،، حزف ځکه هم ناسم دی، چې ،، له ما لاړ،، نو داسې به و اندو، چې له ما څخه لاړ، خو دلته هر یو له پورته پسېځاینیوو څخه راتللی شي.

له پسېتړلو سره د موږ د لیکوالانو ستوڼخې:

که پسېتړلي له پورته پېژند څخه را اخلو، نو د کومو ستونځو سره نه مخ کیږو. په ښوونځي کې ګوره پسېتړلی نه شته، دا ګډوله نوم دی. په وړتیا کې دا ،، – تیا،، پسېتړلی دی. دا مې ګوره ،،تیا،، او ،،–تیا،، مې لیکلی، ځکه چې ،، تیا ،، یواځې نه راځي یا نه لیکلکیږي.

داسې لنډه زیاتونه:

موږ په پښتو کې لرو: کړونی، پرېکړونی، نه کړونی. دلته درې دي

په عربي او فارسي کښې: فاعل او مفعول: دوه. موږ هم دا کاروو، چې د پښتو لپاره ېمګړي دي، ځکه پښتو درې لري.

په الماني کښې: اکتیو او پاسیو لرو.

له ما سره، ښه یې  د ما له لیکنو سره د ګرانو لوستونکو ستونځې دا دي، چې زه د کېدلو تر پولې پورې ټولې پوهنیزې لیکنې په پښتو لیکم او له دې سره د موږ ژبپوهان او لیکوالان بلد نه دي.

دا په پښتو لیکل د موږ د لیکوالانو او ژبپوهانو لپاره ډېر نابلد دي او دا نابلدتیا یوه ستره ستونځه ده او په رښتیا یوه ستره ستونځه ده او پښتو په رښتیا د هرې پوهنیزې ريښې پهپښتو د لیکلو توانلري

د ما ترې د ګټې اخستلو ژبه الماني ده او زه د هغې انډول په پښتو کې میندم او نه په عربي کې، چې د موږ هیوادوال ور سره په عربي یا فارسي بلد دي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.