په شلمه پېړۍ کې د خوشال د مطرح کېدو لاملونه

دکتور اجمل ښکلی

685
خوشال چې په شلمه پيړۍ کې څومره مطرح شو، هغومره په خپل وخت او په ورپسې اتلسمه پيړۍ کې نه و مطرح، د دې ځينې بهرني لاملونه وو، چې په دې ليکنه کې پرې خبرې کوو.
پوهان وايي، چې په يوه ټاکلي مهال او جغرافيه کې د يوه شاعر د مطرح کېدو ځينې لاملونه وي، چې په ټوله کې په بهرنيو او داخلي لاملونه ويشل کېداى شي. دا لاملونه کله په يوازې ځان او کله له نورو لاملونو سره په پيوستون کې لاس يو کوي او د يوه شاعر د مطرح کېدو لامل کېږي.
په داخلي لاملونو کې د شاعر او ليکوال د شعر و ليکنې مضمون او فني اړخ راځي، چې د شاعر فکر و هنر کله د يوه وخت او جغرافيې له اړتياوو او شرايطو سره همغږې شي او چې يوه جغرافيه وويني، چې دا شاعر يا ليکوال يې اړتيا ورپوره کولاى شي، د هغه د مطرح کولو چاره پيل شي.
د شاعر د مطرح کولو ګڼې بڼې وي، مثلا په نصاب کې ترې استفاده پيل شي، رسنيو کې پرې ليکنې وشي، سيمينارونه پرې جوړ شي او داسې هغه شاعر يا ليکوال په ټولنه کې د يوه ښه شاعر په توګه مطرح شي او خلک شعوري نا شعوري دا ومني چې دى د دې ژبې لوى شاعر دى.
خوشال د اوولسمې پېړۍ شاعر دى، د ده ډېره يادونه خپلې کورنۍ کړې يا هغو کسانو چې له ده نه اغېزمن دي. په خپل وخت کې خوشال د خپلې سردارۍ، منصب، د خپلې سياسي او ملي مبارزې، ننګياليتوب او ښه شاعرۍ له امله ګڼو خلکو ياد کړ، د ده په خپله کورنۍ کې افضل خان په تاريخ مرصع کې، قادر خان د ګلدستې په سريزه، ګوهر خان د قلب السير په سريزه کې او کاظم خان شيدا په خپله شاعرۍ کې ياد کړ. همدا راز محمد هوتک په پټه خزانه او نورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د خوشاله يادونه وکړه.
د خوشال د دويم ځلي مطرح کېدو دور په نولسمه پېړۍ کې ختيځپوهانو پيل کړ، چې لومړى کس الفنستن، بيا دورن او ورپسې مېجر راورټي وو، چې د پښتو له نورو شاعرانو يې د خوشال شعرونه هم راوخيستل. تر راورټي وروسته هيوز او نورو ګڼو ختيځپوهانو د خوشال په اړه ليکل وکړل. د خوشال، بلکې د پښتو د ټولو شاعرانو په اړه د ختيځپوهانو ليکنې له سياسي غرضه خالي نه وې؛ خو د افغاني ملتپالنې په موخه هم نه وې.
د خوشال د درېم ځل مطرح کېدو مهال شلمه پېړۍ ده، چې دا ځل يې د مطرح کولو موخې تر تېر مختلفې وې او په يوه ډول ډول ويلاى شو، چې بهرني لاملونه هم د خوشال په مطرح کولو کې د بهرنيو هغو هومره ښکېل وو.
په شلمه پېړۍ کې د نړۍ غوښتنه ملتپالنه وه، افغانستان هم د پرمختګ په موخه دا لار ونيوه او د اعليحضرت امان الله خان په وخت کې “مرکه د پښتو” د دې لپاره جوړه شوه، چې پښتو د معيارسازۍ له لارې د ملي او رسمي ژبې جوګه کړي. په شلمه پېړۍ کې په افغانستان کې لومړني کسان غلام محی الدین افغان، عبدالله افغانی نويس، امین الله خان زمریالى، استاد حبيبي او نور وو، چې د خوشال د مطرح کولو بهير يې رامخې ته کړ.
په دې پېړۍ کې له يوه پلوه د پښتو ګرامرليکنې او نويزونو لړۍ پيل شوه او له بله پلوه د پښتو آثارو، زړو دېوانونو د چاپولو او ولسي ادبياتو د راټولولو چاره پيل شوه، چې وروسته پښتو ټولنې لا پسې ګړندۍ کړه.
د دې آثارو په راټولولو که څه هم د پښتو نور پخواني شاعران هم مطرح شول؛ خو تر نورو زيات خوشال مطرح شو، ځکه چې خوشال هغه څه درلودل، چې د ملتپالنې معاصرو غوښتنو ته يې تر ډېره ځواب ويلاى شو او دا ښيي، چې د خوشال د مطرح کېدو لامل يوازې دا نه و، چې يو ملي حکومت بايد يو يا څو ملي شاعران ولري، چې دا وړتيا تر ټولو په خوشال کې ډېره وه، بلکې دا هم و، چې خوشال د ملتپالنې، ازاد منشۍ، روادارۍ په اړه چې د معاصرې ملتپالنې غوښتنه وو، ډېر څه لرل.
خوشال فرمايلي وو: “درست پښتون له کندهاره تر اټکه/ سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار” دا تر بند وروسته د خوشال د شاعرۍ مرکزي فکر دى او داسې نور ګڼ شعرونه شته، چې د شلمې پېړۍ له افغاني واکمنيو سره يې د قبيلوي جوړښتونو په کمرنګه کولو او د افغانسازۍ په چار کې مرسته کولاى شوه.
د اعليحضرت ظاهر شاه په واکمنۍ کې چې د پاکستان په جوړېدو د پښتونستان خبره مطرح شوه، نو د خوشال اهميت لا سېوا شو. له يوې خوا واکمن پوړ د پښتونستان د شاعرانو او ليکوالو پاللو ته ځان ژمن ګاڼه او له بله پلوه تر ډيورنډ هاخوا شاعرانو ورسره د پښتونسازۍ او په هېواد کې د دري او پښتو د توازن په ساتلو کې مرسته کولاى شوه.
په دې وخت کې د خوشال د ملي او ټولنيزو افکارو د راسپړلو کار پيل شو، پښتو ټولنې، فرهنګ وزارت، کابل پوهنتون او نورو علمي مرکزونو پر خوشال سيمينارونه پيل کړل، چې “توريالى پښتون” او “ننګيالى پښتون” يې وړې بېلګې دي. تر دې پخوا لا مرحوم حبيبي د خوشال مرغلرې راټولې کړې وې.
ملي هويت د ملتپالنې بنسټ دى او د افغانستان ملي هويت د پښتو ژبې په پرمختګ او د پښتو ادبياتو په راټولولو راته؛ خو د دې تر څنګ د پښتونستان داعيه هم د يوه لامل په توګه ښکېله وه، البته کله خو د پښتونستان د داعيې او پر پاکستان د فشار خبره تر افغاني ملتپالنې مخکې شي. د ثور تر کودتا وروسته چې د سوسياليستي انترناسيوناليزم پر وړاندې د افغاني ملتپالنې داعيه پيکه شوه، هم د خوشال مطرح کېدل دا خبره زباتوي، چې دا هڅې تر ډېره د پښتونستان لپاره وې، چې د پښتونخوا شرايط سوسياليزم ته مساعد کړي.
د ثور تر کودتا مخکې او وروسته د افغانستان حکومتونو د پښتونستانيانو په نامه د پښتونخوا ژوندي ليکوال او شاعران پالل. په دې کسانو کې يوازې د خدايي خدمتګارو ملتپال غړي نه وو، بلکې د سوسياليتي ايډيالوژۍ ليکوال او سياسي مبارزان هم وو.
د اعليحضرت ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د خوشال قبر جوړ شو، چې تر ډېورنډ ښکته سيمو کې د افغاني فرهنګ د خپرولو د لړۍ يوه کړۍ وه. هسې خو د رحمن بابا مقبره هم د وخت واکمن جوړه کړه؛ خو خوشال ته تر نورو ډېره پاملرنه وشوه، چې دا يوازې د خوشال د آثارو د زياتوالي له امله نه و، بلکې د خوشال فکر هم پکې ښکېل و.
د خوشال په فکر کې تر ټولو مهم ملتپالنه وه؛ خو څومره چې د يوه ماډرن دولت د جوړولو خبره مطرح کېده، هغومره د خوشال اړتيا زياتېده. د خوشال څلوريزو د افراد د اصلاح، روادارۍ، فکري ازادۍ او انتقاد لپاره ډېر څه لرل. د څلوريزو مطالعه خوشال د يوه مفکر او لوى شاعر په توګه مطرح کړ او دا ذهنيت عام شو، چې د خوشال که يوازې څلوريزې هم راپاتې واى، دى به د پښتو لوى شاعر واى.
خو د خوشال په شاعرۍ کې داسې خبرې هم وې، چې د شلمې پېړۍ د ملي حکومتونو له پاليسيو سره يې سمون نه درلوده، مثلا د ښځو په اړه د خوشال نظريات، چې وړه برخه يې، چې د نجونو د تعليم خبره پکې راغلې وه، ځينو ادبپوهانو(مثلا استاد روهي) راوسپړله، خو په ټوله کې د خوشال پر دا ډول شعرونو سترګې پټې شوې او پر ځاى يې د افغاني ننګ او فکري ازادۍ شعرونه لا مطرح شول.
په نړۍ کې داسې ګڼې بېلګې موندلاى شو، چې يو دولت په شاعرانو کې هغه د ملي شاعر په نامه انتخابوي، چې د ده سياسي فکر ته اوبه ورکولاى شي، خو چې شاعران يې د فکر په تله پوره و نه خېژي، بيا يې هغه د ده پکار اړخونه برجسته کړي او هغه مخالف اړخونه يې تت پرېږدي، يوه ښه بېلګه يي له اقبال سره د پاکستاني دولت چلن دى، چې يوازې هغه اړخونه يې ډېر جوتوي، چې د دوى سياسي موخو ته هرکلى وايي.
د پښتونستاني (دا اصطلاح څلور لسيزې مخکې تر ډيورنډ هاخوا شاعرانو، ليکوالو او مبارزانو ته کارېده او زما اشاره مازې هغه وخت ده) ادبياتو په اړه د پښتو ټولنې او د افغانستان د نورو مرکزونو دومره پراخه کار او تر ډيورنډ هاخوا د افغانستان فرهنګي نفوذ پاکستانى لورى ووېراوه. د پېښور د پښتو اکېډمۍ د جوړېدو يو دليل دا و، چې څرنګه د پښتونخوا ادبيات د پاکستان په څرخ وڅرخوي او افغاني رنګ يې تت کړي. د هغه وخت د سيد رسول د “ارمغان خوشال” سريزه يې يوه ښه بېلګه ده، چې د خوشال د پاکستاني کولو ناکامه هڅه يې کړې.
د خوشال د ملتپالنې فکر د شلمې پېړۍ له ملتپالنې سره ګڼ توپيرونه لري. د خوشال پر وړاندې مسلمان مغول و، چې ده يې پر وړاندې يې د پښتنو يووالى غوښته او د شلمې پېړۍ د افغاني دولتونو پر وړاندې د ايران، هند او مرکزي آسيا هېوادونه وو، چې افغاني هويت او افغاني جغرافيه يې ګواښله، ځکه نو په شلمه پېړۍ کې د ملتپالنې خبره د اوولسمې پېړۍ د قوميت په مانا نه، د هويت په ماډرنه مطرح وه. د خوشال په ذهن کې د لوديانو، سوريانو او نورو پښتنو تاريخي برم و او پر هند د پښتنو بريدونه وو؛ خو د شلمې پېړۍ په ماډرنه ملتپالنه کې د نورو جغرافيو د نيولو خبره ګرسره مطرح نه وه.
د خوشال د قوميت د تصور او د ماډرنې ملتپالنې ترمنځ ګډ ټکي د پښتنو د جغرافيې طبيعي پولې او د افغان يادونه وه، سره له دې چې د خوشال د افغانيت تصور او د شلمې پېړۍ د افغاني حکومتونو سياسي افغانيت ډېر واټن لري؛ خو خوشال چې د افغانيت خبره کړې وه، نو د وخت له واکمن نظام سره يې هم تر ډيورنډ هاخوا په سياسي نفوذ او هم په افغانستان دننه له يووالي سره مرسته کوله.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.