خوشال خان او علم – پنځمه برخه 

رڼاګل اریوبزی

0 1,092

الف – خوشال خان زده کړې:

دلته تر ټولو د مخه باید وویل شي چې د انسان پوهه مطلقه نه ده، بلکې نسبي یا تاریخي ده. مانا دا چې انسان دمور له نسه په بې پیله، بې پایه اود تل له پاره ثابته، یانې مطلقه پوهه سنبال دې نړۍ ته نه راځي، بلکې د ځمکې په سر زده کړه پیل کوي، دخپلو هلوځلواود چاپیریال دشرايطوسره سم يې یوه حد ته رسوي. وايي چې ډیرو پخوانیو زمانو کې دزده کړو له پاره ځانګړومدرسو یانورو مؤسیسو وجود نه درلود او په لیک هم څوک نه پو هیدل. کوچنیانو ژبه او نورکړه وړه د لویانو څخه دتقلید له لارې زده کول. دوخت په تیریدود غګیزې ژبې ترڅنګ دلیک ژبه را پیدا شوه او د زده کړې له پاره هم ځانګړې مؤسیسې اومدرسې جوړې شوې، چې اساسي یا یوازنۍ دنده يې دځوان نسل ښوونه او روزنه وه. په دې توګه د مؤ سیسې زده کړه په کورنۍ او ټولنه کې دعادي عملي ژوند دتقلید نه راګوښې او کتابي شوه. د تعلیمي مؤسیسو ښوونکي اوزده کوونکي د جسمي – تولیدي چارونه لاس په سراو یوازې په زده کړو اوښوونو مشغول شول. دې ټولنیز بدلون د پوهې د پرمختګ، خپریدو او دلویو لویو پو هانو دجوړولو سره ډیره مرسته وکړه. دوخت په تیریدو سره دزده کړې دې لومړنیو مؤسیسو، تعلیمي نظامونو یاتعلیمې سیسټمونو ته وده وکړه. دزده کړو وخت او بهیر دلومړنیو زده کړو څخه بیا د پوهنځیو ترزده کړو پورې په بیلا بیلو، یو په بل پورې تړلو پړاونو، وویشل شو. په تعلیمي نصاب او دمتن او میتود په ټاکنه کې انقلابي بدلونونه رامنځ ته شول او دعلم بیلابیلې څانګې یوه په بله پسې دفلسفې له چتره راووتلې اوپه پوهنځیواوپوهنتونونوکې دزده کړې اوښوونې د پاره دمستقلو پوهنیزو څانګو په توګه وپیژندل شوې. دبشري ټولنې په معنوي برخه کې دکاردې ویش دعلومو وده او پر مختګ چټک کړاو داتلسمې پیړۍ په دوهمه نیمايي برخه کې علم د تکنلوژۍ یانې د  صنعتي محصولاتودپلان اوتولید پوهې او ښوونې ته وچت شو. دې پیښې دټولنیز ژوند په چټک پر مختګ کې دعلم، تعلیمي مؤسسو اوپه ټوله کې د تعلیمي نظام ارزښت او اهمیت نورهم لوړ کړ، کمي پراختیا او کیفي پر مختګ ته يې پاملرنه زیاته شوه اوپوهنتونونه د نړۍ په ځینو هیوادونو کې په زده کړو او ښوونو سربیره د پوهنیزو څیړنو په لویو مرکزونوهم بدل شول، د پوهې څخه نه ماتیدونکی ځواک جوړشواو داقتصادي پر مختګ، ټولنیزې سوکالې او د ملتونو دسرلوړۍ بې مثله او بې پایه سرچینه وګرځیده. تکنالوژۍ ته دساینس او پوهې وچتیدل اوبیا په ساینسي او پوهنیزو پلټنو کې د معاصرې تکنالوژۍ نه کار اخیستل دبشري پوهې پرمختګ ډیر چټک کړ، ژورتیايې میکروالیکترونیک، ننوتکنالوژۍ او مالیکولار بیولوژي او پراختیايې له ځمکې بهر سپوږمۍ اوستوروته هم ورسیده او ور سره سم دانسان ډیرې دندې تخنیک ته وروسپارل شوې. دا پر مختګونه په تعلیمي نظامونوباندې بې اغیزې پاتې نه شول. په خپله دپوهې پر مختګ (ژورتیا او پر مختیا) او په ټولنیز ژوند کې دنوي تخنیک او نوې تکنالوژۍ نه کار اخیستل نوې ټولنیزې اواقتصادي اړیکې، دکار نوي ځایونه او نوي کسبونه اومسلکونه او ور سره سم دنووکدرونو دروزنې اړتیا راپیدا کوي. دې نوو پوښتنو ته دسم ځواب ور کولو له پاره دتعلیمي سیسټمونو په بهرنې جوړښت ( بیلا بیلو پړاوونو) څانګو، مسلکونو، دهغوي په تعلیمي نصابونو او دیدکتیک ( دزده کړې او ښوونو متن او میتود) کې اصلاحات وشول او هم کیږي.

د خوشال خان په زمانه ( ۱۶۱۳- ۱۶۸۹م) کې دې ډول ښونځیو او تعلیمي نظامونو نه یوازې د خوشال په ټاټوبې بلکې د نړۍ په لویه برخه کې وجود نه درلود. دهغه وخت ښوونیزې او روزنیزې مؤسیسې دزده کوونکو د سن او سويې له مخې په بیلا بیلو ټولګیو نه وې ویشل شوې او په لوړو پړاوونو کې يې هم ځانګړې اختصاصي او مسلکي څانګې نه در لودې. د نوي تعلیمي نظام نظري طرحه په ارو پا کې دلومړي ځل له پاره چکي عالم جان اموس کامینیوس (۱۵۹۲-۱۶۷۰م ) وړاندې کړه چې له مخې يې دنورو اصلا حاتو تر څنګ ښوونځي او تعلیمې مؤسیسې د زده کوونکو د سن او سويې له مخې په تولګیو وویشل شوې، د لومړنیو، منځنیو او لوړو زده کړوتر منځ اړیکې تنظیم او په دې توګه د زده کړو دبیلا بیلواو یو له بله مستقلو مؤسیسو په ځای تعلیمي نظامونه یا سیسټمونه جوړ شول. ور پسې د همدې طرحې په بنسټ دنړۍ په بیلا لو سیمو او هیوادونو کې نوې ښوونیز او روزنیز سیسټمونه را منځ ته شول. زموږ په هیواد کې دلومړي ځل له پاره امیر شیر علي خان دخپل حکومت په دوره (۱۸۶۸- ۱۸۷۸م) کې دوه دا ډول نوې ښوونځي جوړکړل چې یو يې ملکي او بل يې نظامي و. ددي ښوونځیو جوړول دامیر شیرعلي خان دهغه فرهنګي اصلاحاتو یوه برخه وه چې دسید جمالالدین افغاني په هڅونه او مشوره يې تر سره کولې.[ وګوری، میر غلام محمد غبار:افغانستان در مسیر تاریخ، جلد اول ودوم، چاپ سوم، سال۱۳۶۶ صفحات ۵۹۲ و۵۹۵]

دخوشال خان دژوند په وخت کې دمغولي امپراتورۍ په اسلامي برخه کې دا د نن ورځې ښوونځي او پوهنځي هم نه وو. دنورې اسلامې نړۍ په شان دلته هم جوماتونه اودیني مدرسې دزده کړې او ښونې اصلي مرکزونه ول. وايي چې شاهانو په در بارونو کې دخپلو اولادونو د ښوونې روزنې له پاره ښوونکي ګمارل او د در بارنه دباندې هم ځای ځای خصوصي زده کړې او ښوونې تر سره کیدې.

دې لیکنې ته د تیارې په بهیر کې په دې پوه شوم چې خوشال خان زده کړې او تعلیم ته دخپل پلار شهبازخان له خواهڅول شوی دی. شهباز خان تل په په دې سوچ کې و چې زوی به يې څنګه د پوهې سره اشنا او په علومو سنبال شي. خوشال خان لیکي چې:  

 

د ما پلار په ګور يې نور شه       له اولاده يې غم دور شه

بې سبــــقــه خـــــوا ننـــده و       د هـــر حــسر یـابنــد ه و

ښـــه ســـړی د ده قـــرین و       خـواننــده يې همــنشـین و

د سبـــق پـــه قـــد ر پـوه و       همـــیشـــه پــه د اانـد وه و

چې که زویه مې دانـا شي       د د انــش ســـره اشـــنا شي

[د خوشال کلیات …..۷۷۰-۷۷۱ مخونه ]

د خوشال خان دا څرګندونې ښيي چې پلار يې زده کړو ته هڅولی او استاد ته دزده کړو له پاره کښينولی دی، خو دا نه ده مالومه چې ده له استاد نه کتابي زده کړې په څو کلنۍ کې او چیرته، په خصوصي ډول په خپل کور کې، په مدرسه اویاپه جومات کې پیل اوپه کوم ځای کې يې پای ته ورسولې؟ استاد اویا استادان يې څوک وو؟ ترڅوکلنۍ پورې يې داستاد اویا استادانو نه زده کړې کولې او څه وخت يې مستقلې څیړنې، لوستنې او لیکنې پیل کړې ؟ ایا دزده کړو له پاره يې نورو ځایو ته هم سفرونه کړي دي؟ دې پو ښتنو ته دځواب ور کولو له پاره دلته او هلته یو څه څرګندونې شوی دي، خو څه نا څه ټولې يې په حد س او ګمان ولاړي دي. ما په دي هکله باورې سر چینې ونه میند لې او که دمسلک دخاوندانو په مرسته مې تر لاسه کړې نو لومړی به دزړه له کومې مننه ترې وکړم او ور پسې به دالیکنه له سره تر غور لاندې ونیسم. خوشال خان په « اخلاقنامه »د «حسب حال » تر سرلیک لاندې په یوه شعر کې لیکلي دي چې:

چې مې کال زیاتي تر لس شه       را پیدا د څه هوس شه

یوه جن وه په مکتب کې       شبچراغه وه په شب کې

پرې زما دزړه وه مینه       ګډه مینه مې په وینه

په اخلاس که عاشقي کا       تری به ورکه فاسقي کا

نه مې کشف چاته راز کړ       نه ښکاره مې سوز او ساز کړ

داستاد مهر دعا وه       که دعشق د درد عطا وه

که دپلار هغه جفا وه       چې يې تل له ما غوغا وه

په څو ورځې سواد خوان شوم       خوا ننده دهر داستان شوم

[ د خوشال خان کلیات……۷۷۱ – ۷۷۲ مخونه ]

مکتب او مدرسه دواړه عربي ټکي دي چې دښوونې اوزده کړې مؤسیسه په ګوته کوي. دخوشال خان د دې شعر نه داې ښکاري چې ګوندي ده په مکتب یا مدرسه کې زده کړه کړې ده او جلۍ يې هم هلته لیدلې ده او دا هم راښيي چې په هغه وخت کې جونو او هلکانو په ګډ ښوونځي کې زده کړي کولې،خو دا نه ده مالومه چې ټولګي يې هم سره شریک ول او که نه دجونو ټولګي بیل او دهلکانوبیل ول. اودا چې خوشال خټک تر لس کلنې وروسته په څو ورځو کې سواد زده کړی دی ښيي چې په لس کلنۍ کې يې په زده کړو پیل کړی دی.

په جوماتونو او مدرسو کې دزده کړې او ښوونې تعلیمي نصاب ټاکونکې برخه د دیني متنونولکه صرف، نحو، فقه، حدیث، تفسیر، عقاید او نورو څخه جوړه شوې وه ، درسي کتابونه په عربي او پارسي ژبو ول اوپارسي ژبه د مغولودرباري ژبه هم وه، سره له دې هم خوشال خان په بښتو ژبه دومره مسلط شو چې تر اوسه د دې ژبې د نظم او نثر بې سارې سرلښکرګڼل کیږي. له بلې خوا د ده پوهه هم دهغه وخت په تعلیمي نصاب اودیني علومو محدوده پاتې نه شوه، بلکې پښتو ژبه يې له یوې خوا دوخت دټولومروجو علوموڅخه ډکه اوله بلې خوا یې دا ژبه په نظم اونثر کې نورو ژبو سره سیالۍ ته وچته کړه. خوشال خان دپراخې او ژورې پوهې خاوند واو په دې پو هیده چې انسان د ډیروزیاتو زده کړو وس اواستعداد لرې، خودا وس اواستعداد باید په کار واچوي. که ظرفیت اواستعداد سره کلک نیت، همت او پرله پسې هلې ځلې اوزحمت ملګري شي، نومراد حاصلیږي او سړی موخې ته رسیږي. داسې ښکاري چې خوشال خټک دخپل فعال او خلاق ژوند تجربې راټولې کړي، هغه يې ارزولي او دې نتیجې ته رسیدلی دی چې:

 پـه اول وصلت دعشـق په تـوره درومه       دعــاشـق ســړي تنــې پــورې ســر نشته  

 چې غوپه پسې وهې په لاس به درشي       چا وې دا چې په دریاب کې ګوهر نشته

[ انتخابات خوشال خټک …… ۲۶ مخ]

په دې کې شک نشته چې خوشال خټک دعلم او معرفت عاشق و. ده په پوهه کې ډیرې دیني او دنیاوي ښیګڼې لیدلې. پوهه دخوشال په نظر دانسان ظاهري جمال نه بلکې دهغه باطني کمال جوړوې، نوځکه يې په دې ګوهر پسې په لویو لویو دربابونو کې هم پرله پسې غوپې وهلې او دپوهې په تر لاسه کولو او خپرولو کې يې ځپلې هلې ځلې دژوند تر پایه پور ې جاري ساتلې.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply