امر ثاني که امر دایمي؟

پوهندوی آصف بهاند

798

امر ثاني که امر دایمي؟

(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)

څوک دې قلم راکړي کتاب دې راکړي

په ما کې څه کم دي جواب دې راکړي

(سعود)

څنگه چې پخوا هم څو ځلې ویل شوي وو، چې د افغانستان د پوهنې وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، په هېواد کې دننه او د باندې د نوي نسل د روزلو پلویان څو ځلې په دې باب خپلې اندېښنې څرگندې کړې دي. څه موده پخوا په سویس هېواد کې په یوه غونډه کې داسې ویل شوي وو:

«سویس کې د بشري شورا د دوه پنځوسمې غونډې په څنډه کې د شوې ناستې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نړۍ په هیڅ هېواد کې هم د پوهنې وضعیت د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی…

د غونډې نورو ویناوالو هم افغانستان کې د شته بشري حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو د نجونو د منع کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او د هغو وګړو د پرېښودو غوښتنه یې وکړه چې د زده کړو سره په تړاو د خپلو فعالیتونو له امله نیول شوي دي.

ګډونوالو نیوکې کولې چې د افغانستان اوسمهالي واکمنان دغه هېواد کې د شته نورو جدي ننګونو هواري ته د پام اړولو پر ځای ورځ تر بلې پر ښځو او د نجونو پر زده کړو محدودیتونه زیاتوي.

افغانستان کې پر زدکړو د محدودیتونو سر بېره د نصاب بدلولو په تړاو د طالبانو پرېکړې هم د ویناوالو بله اندېښنه وه.

غونډه کې افغان نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو پر نورو لارو چارو هم ټینګار وشو.

طالبان وايي د نجونو د منځنۍ، لیسې دورې او پوهنتوني زده کړو د دوی بندیز دایمي نه دی او نجونو لپاره د د دوی په وینا د زده کړې د مناسب چاپېریال په برابرولو کار روان دی.

د نجونو پر زدکړو له لګېدلې محدودیته دا دی څه د پاسه یو نیم کال تېرېږي خو دوی لا تر اوسه د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د بېرته پرانیستنې لپاره د یوې نېټې په ټاکلو او اعلانولو کې پاتې راغلي.»

خو نوي واکداران نه کوم ملي ــ مذهبي قوانین مني او نه هم نړیوال معیارونه، بس خپل ډول ته نښتي دي او درزوي یې. سره له دې چې د نویو واکدارانو په منځ کې هم د نجونو د تعلیم پلویان شته، خو د هغوی خبرې هم بنسټپال طالبان نه مني. د طالبانو په منځ کې عباس ستانکزی یو له هغو کسانو نه دی چې هرکله پر ستیژ باندې غږېدلی دی، د افغانستان د نوی نسل د تعلیم یادونه یې کړې ده او د نجونو پر تعلیم یې هم څو ځلې ټینگار کړی دی. د ده وروستۍ څرگندونې د تعلیم په باب د ده ښکاره دریځ بیاناوه او د نجونو د زده کړو په اړه د طالب مشرانو د وېشل کیدو دراز افشا هم په کې له ورایه ښکارېده. دا یې د رپوټ یوه برخه ده:

«تاند: (چارشنبه، د حمل ۹) د طالبانو د بهرنیو چارو وزات سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د نجونو د زده کړو پر سر د طالب مشرانو د وېشل کیدو خبره تایید کړې ده.

نوموړي په یوه رسنیز شوي ویډیو کلیپ کې ویلي: باید د “علم دروازې” د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ و نه تړل شي.

ستانکزي د متحده عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ څخه د لیدنې پر مهال وویل: “په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دی.”

  ستانکزی وايي، “دی او ملګري یې هڅه کوي” چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي…»

په افغانستان کې تر شپـږم ټولگي پورته، د نجونو د ښوونځیو پر تړلو باندې د طالبي امر ثاني نه پوره کېدل داسې حالت راوستی دی چې څومره وخت تېرېـږي، دا موضوع هغومره سړېـږي او هېرېـږي پسې. دا اندېښنې له ټولو افغانانو سره په زیاتېدو دي، په تېره بیا له فرهنگیانو سره چې دا موضوع که همداسې هېره شي، نو د افغانستان نوی نسل به د تباهۍ کندې ته نور هم پورې وهل شي.

د همدې ستونزو په باب یوه فرهنگي جان‌اغا بهار خپلې اندېښنې داسې څرگندې کړېدي:

«له بدمرغه د افغان نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو موضوع ورو — ورو سړیږي، د خلکو له ذهنونو لیرې کیږي. له سترګو لویږي. بحثونه، مرکې، راپورونه او خبرونه یې نور د نشت طرف ته تقرب کوي. دا لوی ناورین دی چې هیریږي. تاریخ به د افغانستان نارینه طبقه هېڅ ونه بخښي، دوی خپلې خویندې، لوڼې او د ټول وطن ښځینه قشر په یو سخت او تر جبر لاندې حالت کې«یوازې» پرېښود!»

په افغانستان کې نجونې له تعلیم نه محرومولو د پایلو په باب د افغانانو د اندېښنو په اړخ کې نړیوالو هم څو ځلې دا اندېښنې څرگندې کړېدي چې: «په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونه د یو نسل ظرفیتونه ګواښي.»

د ملگرو ملتونو یونسکو ادارې خپلې اندېښنې داسې څرگندې کړېدي:

«تاند:( چار شنبه، د کب ۲۴)  د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د رژیم له لوري،  له زده کړو د نجونو او ښځو محرومیت د دوی د نسل ظرفیتونه له نابودۍ سره مخامخ کوي.

د یونسکو په اعلامیه کې زیاته شوې: د هر هېواد د پرمختګ لپاره تعلیم یافته ښځې اړینې دي.

سرچینه غوښتنه کوي، چې په افغانستان دې له زده کړو دغه محروم شوي نیمایي نفوس ته بیرته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

یونیسکو ټینګار کوي، چې د نجونو له زده کړو پرته هیڅ هېواد او له هغې ډلې افغانستان پرمختګ نه شي کولای.

یونسکو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو اوسني وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې اوس مهال ۸۰ سلنه نجونې او ځوانې نجونې د ښوونځي په عمر کې د زده کړو په مرکزونو کې د ګډون زمینه نه لري او په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې له سره ان لومړنۍ زده کړې هم نه کوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې او نورې ټولې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو را ګرځولې دي…»

د افغنانو او نړیوالو اندېښنې هله مخ په ډېرېدو شوې چې د افغانستان په سړو سیمو کې د تعلیمي کال په پیل کې بیا هم طالبانو تر شپـږم ټولگي پورته نجونې او د پو هنتون ښځینه محصلین ټولگیو ته پرېنښودې.

په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«په افغانستان کې د طالبانو حکومت پوهنې وزارت په داسې حال کې د نوي تعلیمي کال پیل اعلان کړ، چې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونو زدکوونکو ته بیا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې…»

او د همدې رپوټ په بله برخه کې بیا داسې راغلي دي:

«بل پلو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونسیف ویلي له دې امله په ژوره توګه خواشیني شوي چې په افغانستان کې چارواکو یو ځل بیا اجازه ونکړه چې ښوونځيو ته لاړې شي.

د یونسیف په وینا د نجونو د ثانوي ښوونځیو د تړولو پرېکړې چې په وینا یې هېڅ جواز نه لري د څه باندې یو میلیون نجونو هیلې له مینځه وړي او په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د تخریب یو بل بدمرغه پړاو په ګوته کوي…»

اوس افغانان او نړیوال هکپک دي چې:

ــ دا څه ډول امر ثانی دی چې موده یې هېڅ نه بشپـړېـږي؟

 ــ دا څه ډول ډاډه چاپېریال دی چې د نجونو د تعلیم لپاره نه برابرېـږي؟

 ــ  دا څه ډول ځانگړی تعلیمي نصاب دی چې پر بیا کتنه باندې یې میاشتې نه، بلکې کلونه لگېـږي؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.