افغانستان د طالبانو د دویمې واکمنۍ لاندې

محمد یوسف صابر ساپی

822

   ۰۸/۰۴/۲۰۲۳

په هیواد کې نننۍ ناوړه اقتصادي حالت، بحراني سیاسي وضعیت، کړکیچنه ټولنیزه بې ثباتي او د تاریکو پیړیو فرهنګي جهالت د نړیوالې او سیمه اییزې متشنجې وضعې د یوې برخې په توګه رامنځته شوی دی.  په افغانستان کې که هر ډول وضعه، هر ډول سیاسي نظام وي، جمهوریت وي او که امارت، دموکراسي وي او که دیکتاتوري، په هر صورت دغه خاوره د نړۍ یوه برخه ده او شتمنې طبیعي زیرمې لري. صنعتي نړۍ ددې هیواد طبیعي زیرمو ته او زموږ ولس د نورې نړۍ صنعتي پیداوارو او تکنالوژي ته اړتیا لري. پدې معنی: نړۍ به د افغانستان سره او افغانستان به د نړۍ سره سروکار لري او یو د بل سره به راکړه- ورکړه کوي. د نړیوالې وضعې بدلونونه او کړکیچونه مخامخ د افغانستان پر وضعې باندې آغیز ښندي.

نننۍ نړیواله وضعه که په څو جملو کې خلاصه کړو، نو داسې بڼه غوره کوي: د امریکا متحده ایالتونو نړیواله یکه تازي او اقتصادي توانمندۍ د زوال لورته روانه ده. چین او روسیه د نوو زبرځواکونو په څیر د نړیوال سیاست ستیژ ته راپورته شوي دي. لدې سره امریکا او ورسره ټول لودیز پر ایروشیا باندې د نفوذ، « د شطرنج سترې لوبې »،  د افغانستان په جبهه کې ماته وخوړله، د اوکرائین په جبهه کې یې حمله  وکړه. د افغانستان جبهه اوس نسبتاً سړه شوی ده، اما د ایرو لاندې لا ډیر اور شته دی. د سیمه ایز سیاست فعال لوبغاړي: چین، روسیه، پاکستان، ایران او هند دي. د پاکستان دولت او د هغه دولت په دننه کې بل، تر هغه ډیر پیاوړی دولت – پاکستانی پوځ  په افغانستان کې هماغسې، چې د لومړي امارت په ځپلو کې د امریکا سره په همکارۍ کې تر هرچا مقدم وُ، د جمهوریت په ړنګولو کې هم، د خپلې فعالې اجنتورۍ له لارې، غوره رول لوبولی دی. د څو لسیزو راپدیخوا، د پاکستان سیاست په افغانستان کې د هر ډول نظام د بیخه ړنګول او د ټولو ادارو له منځه وړل دي. په افغانستان کې د هر نظام ړنګیدو سره، پاکستان د خپل حیات د ادامې له پاره تازه نفس اخیستي دی.

لدې سره، د څلورو لسیزو جګړو وروسته، لوټه لوټه وطن د ډګر فاتحینو- طالبانو ته په لاس ورغی. دا د عجایبو هیواد دی! امریکا د څو B-52 بمونو او د څو لنډغرو  ملتیا سره د طالبانو لومړۍ واکمنۍ ته په خورا اسانۍ سره د پای ټکی کیښودلای وشو، اما د نړۍ تر ټولو ځواکمنو پوځونو ونشو کولای په خپل ټول قوت سره  د هیواد د آزادۍ مقاومت، چې همدغه طالبان یې په رأس کې وو مات کړي. هغوۍ ایله ایله په خپله تیښته بریالي شول…

دلته ښایي یوه ټولنیزه باریکي وجود ولري، دوه جلا جلا، بشپړ متفاوت  څیزونه وي، چې نړیوال خو څه کوې، آن په خپله افغانان یې هم نشي درک کولای: افغانستان د دولت په څیر او افغانستان  د افغان ملت د ټاټوبي په څیر.

د افغانستان  دولت د امیر دوست محمد خان له وخته، د یو- دوو استثناوو( د امیر شیرعلی خان او امان الله ځان د سلطنت) پرته، همیشه پردیو پورې، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول وابسته او د بیګانه وو جیره خور دولت دی، اما  افغان د یو ملت په څير د خپل ټول وروسته پاتې والي سره سره د طبیعت یو آزاد بچی دی، د ننني تمدن په سلګونو لومو بند نه دی او زیاتره په طبیعي اقتصاد سره خپل ژوند پرمخ بیایي، وطن ته د مور او ناموس په سترګه ګورۍ. بهرنی پوځ په خپله خاوره کې نشي زغملی. د افغان او انګلیس د لومړۍ جګړې څخه بیا د امریکایي اشغال تر ختمه یې پنځه پلا خپله دا ځانګړنه په عمل کې ثبوت کړی ده.

پدې لړ کې که ګورو، طالبانو هم یوه پلا ناکامه واکمنۍ وکړه، تر هغې وروسته  یو ځل د افغان ملت په جامه کې  د پانګې د نړیوال ځواکمن پوځ- ناټو سره ډغرې ووهلې او سرلوړی راووت او دادی د دویم ځل له پاره د اسلامي امارت په نامه د یو غیر مسلکي دولت په توګه د سیاست ډګر ته راوتلی، چې د ولس په وړاندې ولاړ دی او نړیوال یې هم  په رسمیت نه پیژني. ددې پیچلې ټولنې اداره دومره آسانه نه ده لکه شورویانو او امریکایانو، چې فکر کاوه یا خلقیانو یې سوچ لره او یا اوس یې طالبان ساده ګڼي!

اوس په افغانانو کې د طالبانو د اسلامي امارت په هکله قضاوت دوه اساسي، اما متضاد لوري لري:

  • په خپله د امارتیانو او د دوۍ د پلویانو قضاوت. د دوۍ په نظر، دا په ټوله نړۍ کې  یواځنی ریښتینی اسلامي حکومت دی، د بیشمارو قربانیو او کفري نړۍ ته د ماتې  په نتیجه کې منځته راغلی او اوس هر څه، چې کوي حق لري او ډیر ښه کوي. غوړه مالان او « پسمرګي طالبان» تر ټولو زیاتې چک چکې ورته کوي، باټې یې د ډیر تکرار له کبله په باورونو اوښتي دي …
  • د جمهوریت د وخت واکمنانو، لنډغرو او جاسوسانو قضاوت. د دوۍ په نظر طالبان د پاکستان لاسپوسي ترهګر، د تاریکو پیړیو عقایدو څښتنان او هر څه چې کوي ټول غلط دي. د ددې ډلې نظر او عمل دواړه تخریبي ماهیت لري.

 ښایي دواړه خواوې په لنډ مهاله تحلیل او شننه کې د خپل نظر منلو له پاره زیات فاکتونه وړاندې کولای وشي، اما په اوږد مهاله شننه کې دواړه خواوې د افغاني ټولنې له واقعیتونو څخه خورا واټن پیداکوي. ددې لیکنې موخه د اسلامي امارت ملاتړ یا تخریب نه دی، بلکې تر وسې وسې هڅه شوې، د هیواد د اوسنۍ وضعې عیني تحلیل، د روانو او اوږد مهاله واقعیتونو پر بنسټ بنا شننه وي، کوښښ شوی د افغاني ټولنې پر ریښتینې وضیعت باندې  رڼا واچول شي، ترڅو عام ولس د عینۍ واقعیتونو په روښنایي کې خپله لار په خپله لیدلی او غوره کولی وشي. ددې له پاره د ټولنې ټولې چارې په هماغه کلاسیک ډول په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي چارو ویشل شوي او تر غور لاندې نیول شوي دي.

« طالبانو چا سره د رزق وعده نده کړې!»

کله چې د هیواد په ښارونو کې ګرځې راګرځې، دوکانونه  له خوراکي او نورو استهلاکي توکو ډک او ډوک ښکاري، د سړکونو په  سر  په وطني میوو او سبزیو بار کراچۍ نه ځاییږي.  د اقتصادي بحران نښې نښانې د قحطي په مفهوم، چې نړیوالې رسنۍ پرې خورا زیات غږیږي، نه تر سترګو کیږي. اما کله چې د خلکو سره په تماس کې کیږي او د ولس ژوند له نژدې وینې، وضعیت تر هغې  هم د زیاتې اندیښنې وړ دی. خورا زیات خلک د خپل حالت څخه شکایت کوي او خپلې راتلونکې ته هک پک دي.

ریښتیا، نه هم د استهلاکي توکو زیاتوالی د ولس د اقتصادي هوساینې معیار دی او نه هم د خلکو واویلاوي د اقتصادي بحران ریښتینی ښکارندوی کیدلای شي.  د ټولنې د پرمختګ او هوساینې کچه د صنعت، کرهڼې، مالداري، ابیاري، زیربنایي  جوړښتونو( انفراسترکتور)، ښوونې او روزنې، بریښنا، ترانسپورت، مخابراتي، روغتیایي او داسې نورو خدماتو پورې تړلې ده.

اوس اوس، د جګړو دمخه د نوي زیږیدلي صنعت نښې او نښانې هم نورې ندي پاتې، د جنګلک  په کنډوالو کې ښاري سپي کوکارې وهي، د بوټ آهو او مسلخ ودانیو د پاټکونو څیرې غوره کړي دي، د څرخي پله فابریکو ځای « چورکانو» نیولی دی، د ګلبهار د نساجي فابریکې او نورو فابریکو ماشینونه د پاکستان په کباړیو کې لا ډیر پخوا پلورل شوي دي. د نساجي، غوړیو، سمنتو د لږو زیاتو تولیداتو آثار هم نه ښکاري، د غالیو او نورو لاسي صنایعو فنکاران په ترکیه او پاکستان کې خپل فن د بوسو په تول پلوري. د پخوانې صنعت د بیا رغونې له پاره د کومې عملي طرحې وجود تر ننه پورې نه دی خپور شوی، د نووسپکو او درندو صنعتي پروژو د کوم علمي پلان درک نشته. د اقتصادي  پلانګذاریو په برخه کې د لطیف نظري یا فاروق اعظم په څیر د ځانګړو مسلکي اشخاصو هڅې د لیدو وړ دي، اما مسلکي ټیمونه او د هیواد په کچه سیستم نشته. پدې خلا کې صنعتي پیداوار نژدې ټول له بهره: چین، پاکستان، ایران، ترکیې او نورو هیوادونو څخه واردیږي او په مقابل کې له هیواده اسعار او نورې طبیعي شتمنۍ بهر ته اوځي، هغه څه چې د هیواد اقتصاد ورځ تر ورځې نور هم کمزوری کوي.

صنعتي پرمختګ یواځې د چا په هیله مندي او غوښتنې نه تر سره کیږي، لکه امان الله خان او داود خان، چې ارزو کوله یا خلقیانو هیواد سمدلاسه پرمختللی صنعتي غوښت. ددې له پاره عیني لوازم او شرایط په کار دي. د صنعتي پرمختګ له پاره درې څیزونه حتمي دي:

۱-  اومه توکي او انرژي. دا شیان په هیواد کې د کافي اندازې څخه زیات شته دي.

 ۲- پانګه او تکنالوژي چې نشته.

 ۳- کارپوهان، هم کافي اندازه نشته، یو- نیم چې شته هغه هم د هیواد څخه وتلي او یا په تیښته کې دي.

اوسني امارتي سیاستوال په هیواد کې دننه د ولس د اړتیا وړ صنتعي پیداوارو د تولید له پاره کوم اوږدمهاله مسلکي پلان نه لري، یواځې د درې کلن انکشافي پلان د طرحې نیت لري؛ له بهره د پانګې راجلبولو ته د ډاډمن امنیت او ضمانت زمینه، ( د خبرو او هیلو پرته نور څه) نشته؛ د متخصصو اقتصادي کارپوهانو د زیادښت او هغوۍ ته د کار لازم شرایط ندي چمتو شوي. ددې په ځای نژدې ټول « سیاستوال» د نرانو په ږیرو او د ښځو  په حجاب کې نښتي دي. د هیواد په ختیز کې ولسي متل دی، وایي: هر څه خدای کوي، خو شولې اوبه کوي. هیواد  په خالي دعاګانو نه صنعتي کیږي، رئس الوزرا خو په خپله لومړنۍ وینا کې خپله اقتصادي کړنلاره خورا را لنډه کړه: طالبانو چا سره د رزق وعده نه ده کړې! اما اقتصادي قانونمندي بل ډول ده.  د هیواد پرمختګ په اومو توکو + سرمایې +  کارپوهانو سره  ترلاسه کیږي. د طبیعت قانونمندۍ الهي تکویني نظام دی. الهي نظام په فناتیزم او خیالاتو نه، بلکې په تقدیر- وضع شوې قانونمندۍ ولاړ دی. ددې نظام بنسټ په عدالت، انصاف او توازن قایم دی. په کوم انصاف به د هغه هیواد نظام  قایم پاتې شي، چې نژدې ټول صنعتي اړتیاوي یې له بهره وارد شي او دا اړتیاوي هم ورځ په ورځ په زیاتیدو وي!

سربیره پردې، هغه کسان څنګه د سیاستوال د لقب وړ دی، چې کرهڼه یې د هیواد د اقتصاد بنسټ جوړکړي او ولس یې د زراعتي توکو له پلوه خودکفا نه وي او غله باب یې هم له بهره وارد شي. هر کال نژدې ۲۰۰ میلیونو ټنه وارداتي غلې ته اړتیا پیدا کیږي. افغانستان له ډیرې زماني یو زراعتي هیواد دی. د غرونو د زیاتوالي او لوړوالي له کبله  زیاته برخه د کر وړ نه ده، اما له دې سره سره یواځې د هیواد سویل- لودیزې دښتې د اوسني نفوس دوه چنده ته غله باب چمتو کولی شي. اوس د ۵،۳ میلیونو هکتاره د کر وړ ځمکې څخه یواځې ۱،۷ میلیونو هکتارو څخه ګټه پورته کیږي، نژدې پنځه برابره خاوره لا شاړه پرته ده. د هیواد په ناخالص تولید کې د کرهڼې برخه ۲۳٪ ده، اما ۴۴٫۳٪ د نفوس په کرهڼه کې بوخت دي. په کلیو کې د ځوانې نیرو کمبود عملاً احساسیږي. ا.ا د ټولو حاصلاتو عشر ټولوي، اما د ځوانې نیرو په تمولو کې، د زراعت په میکانیزه کولو کې څه نشي کولی.

تر اوسه پورې، د کوکنارو  کر د هیواد یوه حاده، کړکیچنه ستونزه ده. د کوکنارو کر  ښایي له دوو پلوه په نظر کې وساتل شي:    ۱-  کوکنارد نیشه یي توکو په توګه چې همدا د کوکنارو کر او مافیاوي سوداګرۍ یې په هیواد کې د جګړې، بې امنیتي او جرمونو د دوام  یو اساسي لامل دی.

 ۲-  کوکنار د دوایې توکو په توګه چې  کر او سوداګرۍ یې ښایي په قانوني توګه د دولت تر کلکې څارنې لاندې وشي  لکه په ترکیه او ځینو نورو دولتونو کې چې کیږي. دا د هیواد له پاره د عاید خورا ګټوره سرچینه کیدلای شي.

د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې د کوکنارو په کر بندیزونه خورا بریالي وو، اما پایلې یې د امارت له پاره خورا تباه کونکې وې، ځکه چې د مخدره موادو نړیواله سوداګرۍ د اوسنۍ نړیوالې سوداګرۍ یو متشکله جزُ دی، خورا ګټوره برخه یې ده او د خورا مقتدرو نړیوالو سندیکاتو له خوا، د کلونیالیزم له وخته تر ننه پورې په انحصاري ډول سرته رسیږي، هر هغه څوک چې لدې انحصار څخه بهر د نیشه توکو راکړې- ورکړې ته لاس اچوي، د قاچاقو په نوم یې ټکوي او هر څوک چې د هغوۍ د خورا ګټورې سوداګرۍ په لاره کې خنډ ګرځي، په خپل له حده وتلي مالي او پوځي زور یې له منځه وړي. دا نو د سترو سیاستونو مساُله ده، هغه هم د سیاست هغه برخه چې په سیوري او تیارو کې په پټه جریان مومي، زموږ د هیواد په کچه غیرمسلکي سیاستوالو ته یې ددې رمز درک خورا ګران کار دی.

یواځې د کوکنارو کر برالا او ښکاره دی. اوس هم د ا.ا. د مشر په فرمان د کوکنارو په کښت بندیز وضع شوی دی، پدې آند چې نړیوال به خوشحاله کړي، اما عملي جنبه یې لا نده نیولې، لا تر اوسه زموږ د کرهڼې یو جزُ دی.

سربیره پردې، کرهڼه او آبیاري یو دبل سره نژدې تړلي څیزونه دي. له نیکه مرغه افغانستان د اوبو شتنمې سرچینې لري، اما متاسفانه د موجوده اوبو  ۳۰٪  څخه استفاده کیږي او ۷۰٪ اوبه له هیواده بهر اوځې، چې همدا اوبه د افغانستان سره د ګاونډې دولتونو: ایران او پاکستان د دښمنیو له غوره لاملونوڅخه دی. د ولسي متل سره سم: ګیدړې ته خپل پوستکی دښمن دی. د قوش تپې د کانال پروژه، چې د داود خان د وخت ستره او ګټوره پروژه ده، د هیواد د شمال نږدې ټولې پراخې دښتې خړوبولی شي، ترننه پورې ټولو حکومتونو ورڅخه تبلیغاتي استفاده کړې او عملي جنبه یې نه ده غوره کړې. ددې پروژي عملي کار به د ګاونډیو دښمني هم هرومرو راپاروي.

پوهاند محمد بشیر دودیال په خپله یوه لیکنه کې د داسې یو واقعیت څرګندولو سره  سوال طرحه کوي: « موږ شکر الحمدلله له جاپان څخه زیاته د کښت وړ ځمکه  او تر ایران او کویټ زیاتې خوږې اوبه او سیندونه لرو، له هانګ ګانګ نه هم ښه یو، تر اردن څخه ډیرمهم ستراتیژیک موقعیت، له طبیعي مزایاوو خالي سنګاپور څخه بډای طبیعت، د سعودي  په پر تله سمسور او طراوت لرونکی چاپیریال، د سړې کاناډا او سایبریا په مقایسه ډیر مساعد اقلیم…لنډه داچې د ډیرو هیوادو او سیمو په پرتله عالي امکانات لرو، نو بیا ولې وږي یو؟…»

نتیجه دا راوځي چې  د ټولنې اداره کونکي د ټولنیزو چارو د ښې ادارې مهارت او د ټولنې د مدیریت فن نه لري او عام اولس ملي شعور نه لري، چې خپله شخصي نیکمرغۍ د مملکت په ابادۍ کې ولټوي، د پردیو سره په بې وقوفه سوداګري کې پر خپله خاوره جنګونه جاري ساتي.

د صنعت او کرهڼې په خلاف، په ښارونو کې تر نیمایي زیات خلک په سوداګرۍ او هټیولۍ بوخت دي. دا په خپله د خلکو د بې روزګارۍ ښکارندوی دی. ښاروالۍ د کابل ښار په ډیرو ناحیو کې د پلور غرفې جوړې کړې او کراچۍ والا مجبوروي، چې خپل پلور په غرفو کې وکړي او د هرې غرفې په سر پنځه- شپږ زره افغانۍ کرایه ترې غواړي، چې کله ناکله د خلکو چغ خیږي، آن زدوخورد هم کیږي.

اوس اوس د ډبرو سکرو سوداګرۍ د ورځې موضوع ده. له کانونو راویستل کیږي، په غټو غټو لاریو- تریلرونو کې باریږي او پاکستان ته وړل کیږي، په کلدارو پلورل کیږي، هغه پول چې ورځ په ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي، پدې راکړه- ورکړه کې کوم شفافیت او ولس ته راپوردهي نشته. دا ملي شتمنۍ ده، د ټول ملت مال دی، ځکه نو ټول ولس باید پرې خبر وي. د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له قوله: پاکستان د افغانستان د ډبرو سکرو څخه د کال ۲،۳ میلیارده ډالر ګټه پورته کوي یعنې د نړیوال بیې څخه یې همدومره په ارزانه بیه ترلاسه کوي. په بامیانو کې د طالب قوماندان مهدي  سرکشي  د همدوغو سکرو د ګټو په سر وه. د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې د پاکستاني پوځیانو سره د ولسي خلکو او طالبانو پوځي نښتې شاته د همدغو سکرو د لاریو تګ او راتګ پروت وُ، چې اساساً په همدغه لاره کیږي او پاکستاني پوځیان د هغو د تنظیم په بهانه د افغانستان په خاوره کې خورا وړاندې راغلي دي. په هیواد کې د همدغې ګډې-وډې سوداګرۍ له پاره هم مساعدې لارې-چارې نه لرو. د سوداګري چارو ښه رونق له پاره ښه زیربنا پکار ده، چې نشته.

د مملکت زیربنایي جوړښت( انفراسترکتور): بریښنا، لارې او ترانسپورت، مخابرات او روغتیایي چارې د هیواد په اقتصاد کې داسې حیثیت لري لکه د وینو رګونه، چې د انسان په بدن کې دي. که رګونه جوړ وي، وینه ټول وجود ته په لازمه اندازه په خپل وخت رسیږي او د وجود ټولې برخې سالمې او فعالې پاتې کیږي او که رګونه بند او غیر فعال شي، نو د بدن نور غړي  ورسره له فعالیته غورځي. هیواد د جمهوریت له وخته تر ننه پورې بریښنا له بهر څخه واردوي داسې مثال لري لکه رنځور، چې وینه له بل چا واخلي. د شرم ځای دی، چې هیواد دومره زیاتې اوبه او د بریښنا کوټونوامکانات ولري، اما دولت بیا هم بریښنا له بهره واردوي او ډیري سیمې بې بریښنا په تیارو کې پرتې دي. ازبکستان هم خپله بریښنا لیږد کله قطع او کله فعال کړي. پردی کټ همداسې تر نیمو شپو وي.

 پخواني بریښناکوټونه نیم او نیمکله کار کوي. د ماهیپر، سروبي، نغلو او ډرونټې بریښنا کوټونه د کابل په سیند د اوبو د کمښت له کبله په بشپړ ظرفیت سره کار نشي کولی، د سردې بند او کجکي بند هسې له پخوا سرته نه وُ رسیدلي، د جبل سراج بند هم ورته برخلیک لري. په تره خیلو کې د ۶۰ زره میګاواټه حرارتي بريښنا فعالیدو خبر خپور شو.

د لارو امنیت د پخوا په نسبت ښه دی، په لویو لارو تګ راتګ کیږي. د کابل ښار په ځینو سړکونو د پخوانیو پروژو په دوام څه ناڅه کار کیږي، د اسلامي امارت د ارقامو په بنسټ، د کابل په ښار کې د ۴۰ زیربنایي پروژو کار د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت روان دی( په داسې حال کې چې د داخلي عایداتو سربیره، په اونۍ کې ۴۰ میلیونه ډالره بشري مرستې له بهره راځي)، په سالنګونو کې ترمیماتي کارونه شوي دي، هلته لاره ډیره خرابه شوې وه. د کابل- کندهار په سړک کار شوی دی… تر ټولو غوره، چې د چین څخه د قرغزستان او ازبکستان له لارې د ریل پټلۍ تر مزار شریف پورې رارسیدلې او د چین څخه مال که پخوا په دوو میاشتو کې رارسیده اوس له همدې لارې په دوو اونیو کې را رسیږي. اما د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن او برابري نشته، واردات ډیر او صادرات کم دي، نه هم تجارتي بیلانس جوړوي او نه هم د ترانسپورت لګښت سپما کوي. د ایران څخه تر هرات پورې د ریل پټلۍ غځیدلې ده. د کابل ښار دننه ښاري ترانسپورت شخصي ټکسي او مونو- بوسونه دی. د ملي بس له کنډوالو څخه څو دانې یې نوي په ګرځیدو راغلي دي.

مخابراتي چارې د پخوا ني خصوصي شبکو احتکاري ماهیت سره سره ګرانې خو روانې دي، د نړۍ سره پوستي خدمات د لوړ قیمت له کبله په نشته کې حساب دي.

روغتیایي خدمات د رسمي تبلیغاتو په خلاف، د خورا خواشینۍ وړ دی. خدای دې څوک رنځوروي نه، که رنځور شو، نو نه یواځې مریض، بلکې کورنۍ یې هم ضرور د لوې کړاو انتظار او زغم ولري. دننه په دولتي روغتونونو کې خدمات، په ځانګړې توګه نظافت د خورا اندیښنې وړ دي. جوړ انسان هلته رنځوریږي. پایوازان د روغتونو بهر په سړکونو کې په ګرمي او سړو کې لکه بینوایان شپې تیروي. د شخصي روغتونونو خدمات، چې د جمهوریت لاسته راوړنه ده، خورا ګرانې او د هر چا د  وس سره برابرې نه دي.

مالي وضعه، رښتیا هم بحراني ده. د بهرنیانو د وتلو وروسته د افغانستان هغه ۹ میلیارده ډالر، چې د افغانیو د ارزښت ساتنې له پاره په نړیوال بانک کې زیرمه دي، د امریکا دولت له خوا د فشار وسیلې په توګه کنګل شوي، د سوفت سیسستم د بندولو سره، بانکي سیستم په عمل کې فلج دی. سره ددې چې متحده ایالات هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نامه د افغنستان بانک ته رالیږي، لدې سره بهرنۍ او دنننۍ موسسات خپل فعالیتونه جاري ساتي، د افغانیو بیه هم د نورو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت ساتي.

د هیواد ارزي بازار، د اسعارو د تبادلې مرکزي ځای د شاهزاده سرای دی. په هغه تنګ او ترش ځای کې دومره ګرم بازار دی، چې د پښې ایښودلو ځای نور نه وي. د جمهوریت له وخته د ښار  ډیرو سړکونو کې د میز په سر هم د اسعارو  راکړه- ورکړه سرته رسیږي، خو اوس یې بازار سوړ غوندې ښکاري.

لنډه دا چې په هیواد کې ټاکل شوي علمي او تجربوي طرحه شوی، تدوین شوي او تصویب شوی اقتصادي نظام نشته. منظم دولتي پلانیزه اقتصاد یا په خصوصي سکتور ولاړ د ازاد بازار اقتصادي سیستم  نشته. که په ۲۰۱۷م کال کې د هیواد دنننی ناخالص تولید ۱۹ میلیاردو ډالر او د هر تن په سر د ناخالص تولید کچه ۲۰۰۰ ډالرو ته رسیدله، اوس همدغه مقدار او کچه هیڅ نه معلومیږي.

د کلونو راهیسې د هیواد صادرات د یو میلیارد ډالرو په شاوخوا کې وي، چې غوره توکي یې  وچه اوتازه میوه، معدني مواد او د لاسې صنایعو  پیداواردی. سږ کال د ډبرو سکارو د زیاتو صادراتو له کبله د صادراتو بیه دوه میلیارده ډالر اعلان شوه. اوس اوس  په بهر کې اوسیدونکي افغانان هم د کال نژدې یو میلیارد ډالر هیواد ته رالیږي، اما د صنعتي  توکو د وارداتو بیه د ۶ میلیاردو څخه اوړي یعنې هر کال نژدې ۳-۴ میلیارده ډالر د بیلانس کسر لرو. ددې وطن حال به څنګه ښه شي! دا ارقام که څه هم کره نه دي، ځکه ډیره راکړه- ورکړه هیڅ ثبت کیږي نه او همداسې توره سرته رسیږي، بیا هم د هیواد د اقتصادي حالت د نزولي سیرڅرګندولو له پاره بګنونکي فاکتونه دي.

په مجموع کې د هیواد اقتصادي خپلواکۍ ته رسیدو له پاره تر هر څه دمخه، د نړیوال او سیمه ییز رقابت په شرایطو کې، د هیواد د اقتصادي سیستم علمي پلانیزه کول حتمي چاره ده. د آزاد بازار اقتصادي سیستم  چې اساساً په خصوصي سکتور ډډه لګول کیږي، سرمایه داري نظام ته لاره پرانیزي، هلته چې شتمن نورهم شتمن کیږي او بیوزلي نور هم بیوزلي کیږي. په دولتي پلان شوي اقتصادي سیستم کې د ټولو سیمو او ټولو قشرونو همآهنګه پرمختګ په نظر کې نیول کیدلای شي. د داسې وروسته پاتې هیوادونو له پاره لکه افغانستان د دواړو- آزاد بازار او هم دولتي پلانیزه سیستم غورچاڼ زیات ګټور تمامیدلای شي.

د پلان ګذاري لومړی تمرکز ښایي د کرهڼې په مدرنیزه کولو راوڅرخيږي. لدې لارې هیواد د خوراکي توکو له پلوه خودکفایي ته رسیدلی شي. ددې له پاره  د بکر او بایرو، شاړو ځمکو او دښتو خړوبه او کر وړ ګرځول او د اوبو درست مدیریت په لومړیتوبونو کې ځای غوره کوي. د جاپان څخه یو موټي سړی ( ناکامورا) افغانستان ته راغی او یو عالم شاړې ځمکې یې د کر وړ وګرځولې او روانې اوبه یې مدیریت کړې، چې د مننې په ځای د پاکستاني اجنټانو له خوا ووژل شو. اما زموږ میلیونونه ټپه سري په خپل هیواد کې هیڅ نه شي کولی. دا ولې؟

 د صنعت په برخه کې تر هر څه دمخه، د جنګ په کلونو کې د کاره لویدلي فابریکو او صنعتي پروژو بیرته احیا او فعالول غوره چاره ده. د صنعت لا پرمختګ او د صنعتي اړتیاوو د پوره کولو له پاره د یوې ځانګړې صنعتي څانګې غوره کول ضرور بریښي. د اروپایي هیوادونو په پیروي، ښایي د صنعتي توکو له پلوه خودکفایي له پاره، د صنعت په یوه ځانګړې برخه کې تخصص، چې هم اومه توکي یې دننه په هیواد کې پریمانه او ارزانه پیدا شي او هم پدې برخه کې کار پوهان او ماهران روزلی وشي، هیواد د سیالي په بازار کې بریالی ګرځوي. لدې سره ددې تخصصي برخې تولیدات دومره ډیر او باکیفیته کیږي چې نورو هیوادونو ته یې صادروي اود  نورو وارداتي توکو بیلانس پرې پوره کوي.

د کرهڼې مدرنیزه کولو او اختصاصي صنعت پرمختګ له پاره پانګه حتمي ده. د داخلي او خارجي پانګې جلب له پاره مساعده زمینه برابرول پکار ده. د پانګې او مدرنې تکنالوژۍ سره د هیواد د شتمنو زیرمو د استخراج چارې ښایي د خپله هیوادوالو په لاس کې پاتې شي.

پډې توګه وینو، چې هیواد په اقتصادي لحاظ په خپل ځان متکي نه دي. صنعت د جګړو مخکې کچې ته نه دی پورته شوی: د جګړو په بهیر کې ورانې او چور شوې فابریکې نه دي ودانې شوي او بیرته پکار نه دي لویدلي، د جمهوریت د وخت یو-نیم سپکې کارخانې له منځه تللي یا د سقوط په حال کې دي، لاسي صنعت هم صعودي سیر نه لري او د خصوصي سکتور په لاسو کې دی؛ کرهڼه د جنګونو د کمښت سره تازه نفس اخلي، خو د اوبو لګولو ویجاړ سیستم نه دی جوړ شوی او د جوړولو او پراختیا پلانیزه هڅې هم نه لیدل کیږي؛ نیمایي نفوس په دوکاندارۍ او د سړکونو په سر راکړې -ورکړې بوخت دي، په خارجي تجارت کې د صادراتو او وارداتو ترمنځ تناسب او توازن ساتل د سوداګرۍ وزارت له قدرت څخه د پخوا په دود وتلې ده؛ د روغتیایي خدماتو او تعلیمي چارو حالت خورا تراژیدي دی؛ لارې او نور زیربنایي جوړښټونه د اوسني عصر د غوښتنو سره نه برابر وو او نه هم کوم کیفي مثبت بدلون په کې لیدل کیږي…

پدې ډول  تر هر څه دمخه غنم او ډیر نور خوراکي توکي له بهره واردیږي، د صنعتي توکو پیداوار نژدې ټول له نورو هیوادونو څخه راځي او د خلکو اړتیاوې ورځ په ورځ زیاتیږي. ددې په مقابل کې افغانستان د صادراتو له پاره یواځې تازه او وچه میوه، د لاسي صنعت ځینې محصولات او معدني توکي لري. د هیواد اقتصادي وابستګی دولت هرومرو سیاسي وابستګي ته اړباسي.

د افغاني پیچلې ټولنې اداره آسانه نه ده

د افغانستان اوسنۍ سیاسي وضعیت ستراتیژیکي ارزونې له پاره د هیواد سیاسي جوړښت ته یو ځل پام اچونه ضرور کار دی. عامې پرګنې د افغانستان په ټول سیاسي چوکاټ کې: دولت دی او که سیاسي ډلې او سازمانونه ( د اشغال په مقابل کې د مقاومت یا په یو- نیم رښتینې لویو جرګو کې د ګډون پرته) فعال حضور نه لري. د بزګري، کارګري یا د ښځو، ځوانانو پاڅونونو بیلګې هم نه تر سترګو کیږي. دولت د خلکو په وړاندې د ژوند تامیناتو په برخه کې کوم مسوُلیت په غاړه نه اخلي او ولس هم د دولت قوانینو او د مالیې ورکړې ته په خپله خوښه غاړه نه ایږدي. تر ډیره حده دولت خپلې چارې او ولس خپلې چارې پرمخ بیایي. په سیاسي ګوندونو او تنظیمونو کې هم د محدودو قشرونو پرته عامې پرګنې غړیتوب نه لري. له همدې کبله د وروستیو لسیزو نژدې ټولې ستونزې سیاسي ماهیت غوره کوي. جګړې هم ( په قهرآمیزو وسایلو د سیاست ادامې په څیر)، د شوروي او امریکایي تیریو په مقابل کې د مقاومت جګړو په شمول، سیاسي مضمون لري. د پانګوالۍ او سوسیالستي سیستمونو ترمنځ د سړې جګړې په متن کې په هیواد کې د ښي او کیڼو سیاسي جریانونو راټوکیدل او خپریدل، بیا د واک په سر جنګونه او بهرني تیري او تر ننه واک ته د طالبانو دویمه پلا  رسیدنه ټولې سیاسي پدیدې دي. په هیواد کې قومي او ژبني ناندرې هم د سیاسي ډلو او تنظیمونو ترمنځ دي؛ ټولنیزه، اقتصادي او فرهنګي محتوا نه لري. نور ټول رامنځته شوي اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي مشکلات سیاسي ریښې لري. له همدې کبله د ټولو ستونزو حل هم ښایي په سیاست کې ولټول شي.

د هیواد ټول سیاسي قشر: دولتي کارکونکي او د سیاسي سازمانونو غړي ښایي د هیواد د نفوس ۲-۳٪  هم نه وي، اما د ټول ولس او ټولې جغرافیې ټول واک همیش د همدې قشر په لاس کې دی. د عامو پرګنو اراده په واک کې شریکه نه ده. ولس د ټولنې په اداره کې فعاله ونډه نه لري، د خپل دې حق ترلاسه کولو له پاره نه  کافي سیاسي شعور لري او نه هم ملي شعور. دا ظلم هم پرې سیاسي قشر تحمیل کړی دی.

د هیواد په ټولو سیاسي ډلو کې د جګړو او اشغال په کلونو کې، یو عجیب شانې غولونکی پوپولیزم او عوامګرایي ځای نیولی دی. هر ګوند، هره ډله، هر تنظیم د افغانستان د خلکو په استازیتوب او د هغوۍ د دفاع له دریځه خبرې کوي. هر یو داسې باور ښئي چې همدوۍ د عام ولس په سر کې ولاړ دي او ټول خلک د دوۍ پسې روان دي. د هر یو مشر ملي قهرمان دی، خو وطن ټول دړې-وړې دی.

په هیواد کې د سیاسي تنظیمونو له جملې څخه اوس تر ټولو مطرح د طالبانو تنظیم دی، چې دادی د یو نیم کال راهیسې بیا سیاسي واک په لاس کې لري او هغوۍ هم د یو- نیم په استثنا، نژدې ټول په سیاست کې عامیان دی. رئیس الوزرا  له ډیره ځنډه وروسته د لومړي ځل له پاره وینا کولو ته راڅرګند شو، ټولو سیاسي ناظرینو د حکومت اقتصادي، اجتماعي، سیاسي او فرهنګي کړنلارې اعلان ته سترګې په لار وو، اما هغه  وویل، چې اسلامي امارت چا سره د رزق وعده نه ده کړې! اسلامي امارت په اوسني مفهوم، د یوې دولتي واکمنۍ ټولې اجزاوې نه پوره کوي.

د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د واکمنۍ دوه ډوله وجود لري:

  • ولسواکۍ هغه واکمنۍ دي، چې ټولنه د قانون له لارې اداره کوي. دولت مقننه قوا لري، چې د عام ولس له خوا ټاکل شوې ده او همدغه قانون جوړونکې ځواک دی، چون د عام ولس اراده په کې شریکه ده، نو ځکه خلک یې هم په خپله خوښه رعایت کوي.
  • استبدادي واکمنۍ، هغو واکمنیو ته ویل کیږي، چې ټولنه د اشخاصو یا ایډیالوژۍ له لارې اداره کیږي.

هر دولت، آن استبدادي دولتونه هم درې متشکله اجزاُ لري: مقننه، قضائیه او اجرائیه قوا.

اسلامي امارت تر اوسه پورې مقننه قوه نه لري، انتخابي پارلمان نشته، آن کومه انتصابي قانون جوړونکې شورا هم نشته. اساسي قانون نشته،( اوس د اساسي اصولو په نامه په کومې طرحې کار کیږي)، نور قوانین خو نشته چې نشته! پدې استناد، چې شرعیت شته، قرآن شریف شته، دا زموږ قانون دی. دا په سیاسي لحاظ همدومره ساده ګي ده لکه چې ووایو: اساسي قانون شته، نو د ترافیکو قانون ته ضرورت نشته؛ د ځمکې د جاذبې قانون شته، نو د کمي تغییراتو تبدیل په کیفي تغییراتو قانون ته ضرورت نشته! یا د یو مکتب سر معلم، چې د درسي نصاب په ټاکلو کې ووایي: چې فلسفه  شته، نو کیمیا ته څه ضرورت دی یا چې تاریخ  شته، نو جغرافیې ته څه اړتیا ده! دا ډول خبرې د یو سرمعلم له خولې څخه نه، آن د یو ساده سړی له خولې یې هم د راوتلو انتظار نه کیږي.  دا قوانین او دا علوم شته دي، منې یې او که نه یې منې!

په اسلامي امارت کې د اوو- اتو میاشتو پورې د قضا ورونه تړلي وو. وروسته بیا د محکمو د نیم او نیمکله کار پیل سره، د هیوادوالو هیله دا وه، چې د لسو پخوانیو قاضیانو په ځای یو تن نوي راغلی ملا به اسلامي عدالت پلی کوي، د قرآني عدالت څخه به نور څه نه پیژني، اما په عمل کې یو غیرمسلکي قاضي او درې – څلور غیرمسلکي مفتیانو ته په زرهاوو د غصب او زور-زیاتیو دوسیې پرتې دي. هغوۍ هماغه د کور په جامو کې په دفترونو کې ناست دي، هلته د کابل منډیي څخه زیات بیرو-بار او ګډوډي ده، مراجعین باید له دفتره بهر خپل بوټان وباسي، بیا هر څوک، چې زیات سپین سترګي وو، هغه به ننوځي، د نوبت په نامه څه شي درک نه لري. د جمهوریت د وخت رشوت اوس د امارت سره د مرستې نوم تر لاسه کړي، طالباني شناخت او واسطه ور سره یو خای کارونه په ځانګړي ډول پرمخ بیایي، د پخواني غصب، زور- زیاتیو پیداوار په خپل ځای پاتې دي.

د اسلامي امارت یواخې اجرائیه قوه د سرپرستو وزیرانو په مشرۍ چارې پرمخ بیایي. امنیتي ځواکونه او استخبارات ښه فعال دي، اما د مطیع الله تراب په خبره« اداري سیستم په ټپه ولاړ دی». د امارت د مشرانو د ارقامو سره سم، ۵۷۰ زره پخواني دولتي کارکونکي په خپلو کارونو پاتې دي، یواځې د ۷۰ زرو په شاوخوا کې نوي کسان مقرر شوي دي. پخوانې کارکونکي زیاتره د هر ډول کارشکنیو سره سره، د پخوا په عادت په هر ممکن فرصت کې فساد او ورانکاریو ته لاس اچوي، نوي کارکونکي هم هرڅومره، چې په خپل مقام په پاتې کیدو شکمن کیږي، هغومره د ژر بډای کیدو حرص یې زیاتیږي او فساد ته پناه وړي. په لوکسو موټرونو او د شهرنو په لوکسو رستورانونو کې د طالباني څيرو ورځ په ورځ زیاتوالی ددې خبرې یو بل ثبوت دی. هماغه ډول چې اداري فساد، رشوت او اختلاس د ګوډاګي جمهوریت د کمزورۍ او تباهۍ باعث شو، امارت ته هم دا موجود او مخ په زیاتیدو فساد، د خپل رسمي اعلانونو په خلاف چې ګنې صفر شوی، ښه زیری نه لری. تر ټولو بده یې لا داده چې د اسلامي امارت مشران هم پدې نه خبریږي.

د مشرانو ناخبري یواځې د امارت او جمهوریت تراژیدي نه ده، بلکې په وروستیو لسیزو کې د هیواد ټول مشران د ورته برخلیک سره مخامخ کیږي. یو پراخ ابن الوقت رامنځته شوي  قشر د دولتي مشرانو څخه په دومره مهارت راتاویږي، چې نور رهبران ټولنه یواځې د هغوۍ په هنداره کې ویني او بس، پرهغوۍ  د ټولنې د ریښتینو واقعیتونو څخه د خبریدو نورې لارې  بندې وي. په وروستیو لسیزو کې د واک اصلي تمثیلونکی هم همدغه بوقلمون قشر دی، چې هر حالت سره سم ځان ډیر ژر عیاروي او د ملي واکمنۍ په مخ کې اصلي خنډ ګرځي.

په هر خپلواک ملي دولت کې قضایئه قوه او وسله وال پوځ: اردو، څارندوی او څارګري  ملي ماهیت لري یعنې ټول مملکت پورې اړه لري، ځانګړي ګوند، سیاسي سازمان پورې نه وي تړلي. اجرایئه قوه، پرته له وسله وال پوځ، کیدلای شي د یو یا یو څو سیاسي ګوندونو یا د افغانستان په ماډل څو تنظیمو پورې اړه ولري. په ننني اسلامي امارت کې د درې قواوو څخه یواځې اجرایئه قوه فعاله ده او هغه هم د وسله وال پوځ په شمول بشپړ تنظیمي ماهیت لري. ا.آ. د یو دولت د متشکله اجزاو له کبله بشپړ نه دی، نو ځکه د یو دولت په څیر د رسمیت پیژندلو ستونزه یې هم همدلته پرته ده، د نړیوالو خود غرضۍ چې ورسره یوځای شي، نو ځکه په رسمیت نه پیژندل کیږي، د عام ولس  اراده هم په کې نشته، نو د همه شمول حکومت ګڼل یې هم سیاسي ساده ګي ده.

د مقاومت په وخت کې د طالبانو د سرښندنو لاسته راوړنې  خورا ارزښتناکې دي:

  • د بهرني اشغال څخه د هیواد ژغورل، د طالبانو په مشرۍ د افغان ملت په نامه، د تاریخ په زړه کې ثبت دی، هیڅوک یې لغوه کولی نشي. اما د اشغالګرو سره د امارت د مشرانو پټې، استخباراتي معاملې شکونه راپاروي. په اوسنۍ متناقضه سیمه ییزه او نړیواله وضعه کې یواځې شفاف، ریښتنی مستقل او ناپییلی سیاست د هیواد په خیر تمامیدلی شي.
  • د هیواد د اوسني تمامیت ساتل او د بې شعوره لنډغرو دغنیمت څخه یې ویستل بیساری عمل دی. ولس د همدغه زورواکو چپاولګرانو د بیا واک له بیرې، لا اوس هم د طالبانو ترشا ودریږي.
  • د جبهه یي جګړو ختم او نسبي امنیت راوستل هم د طالبانو په کارروایو کې حساب دی. سره ددې چې د جګړو بیا دوام او د امنیت بربادولو له پاره په داخل او خارج کې غټ پوتنسیال شته او نغارې ورته ډمبول کیږي.

منو چې دا ویاړونه د جګړې د ډګر وو او په زیاتو سرښندنو ترلاسه شوي، اما د سیاست ډګر یواځې په سرښندنو نه، بلکې په مهارت او عقل مندۍ ګټل کیږي( ای د عقل څښتنانو!). اوس اوس سیاست د علم، فن او مسلک په څیر لکه نور علوم او مسلکونه خورا پرمخ تللی دی. نړیوال او سیمه ییز سیاست خورا پیچلی دی، دا د نړۍ د یوې برخې په توګه، د خپلې ټولنې د ادارې او مشري علم او فن دی، علم او فن چې سره یو ځای شي  حکمت ترې جوړیږي، همدغه ډول واکمنانو ته حاکمان ویل کیږي. هر بیسواد او کم سواد انسان د ټولنې د حاکمیت بار په غاړه نشي وړلی. سیاست د شطرنج لوبې په څیر چالونه لري، هر څوک چې زیرکه او ماهر وُ، هغه یې ګټي او مقابل لوری یې بایلوي. افغاني ټولنه هم خورا پیچلې ده، ټولې چارې یې انجړ شوي دي، آن حرفوي سیاستوال یې له ادارې عاجز راوځي. د سیاست په حساب کې هم لکه نوره ریاضي، هر څومره مثبت، چې  د صفر سره ضرب شي، محصول یې صفر راوځي، هر څومره لوړ مثبت عدد چې د بل منفي عدد سره ضرب شي، هغومره یې محصول زیات منفي راځي. د واک په ګدۍ کې د اسلامي امارت هره سیاسي تیروتنه نه یواځې د هغوۍ حماسي ویاړونه نفې کوي،  بلکې اسلام او هیواد ته یې هم تر ګټې، ضرر خورا زیاتیږي لکه د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تیروتنې او شخ سري چې د هیواد د اشغال انګیزه او بهانه شوه.

جګړې ګټونکی نه لري، جګړه بایلونکی او ډیر بایلونکی لري. د جګړو دواړه خواوې همیشه بایلونکي وي، یوه خوا ډیر څه دلاسه ورکوي ، بله خوا بیخي ډیر څه.  د افغان په خاوره په جګړو کې ډیر بایلونکی ښکاره  خبر ده، چې افغانان دي. دا ځل د طالبانو لومړۍ سیاسي تیروتنه هماغه وه، چې د دوحې تړون سره سم د افغانانو خپلمنځي خبرو کې، د هر چا په ګناه چې وه، ناکامه شول، خالي کابل یې « فتح» کړ، اما د خپل دنننی او بهرنی مشروعیت او په رسمیت پیژندنې سترې سیاسي ستونزې سره یې ځان اخته کړ او تر ننه پورې ورسره لاس او ګریوان دی. « عاقل کی کند کارې که بار آرد پشیمانی».

اقتصاد محوره سیاست، لکه څنګه چې د امارت ځینې مشران اعلانوي، رښتیا هم نه یواځې معقوله سیاست دی، بلکې  په خپل ماهیت کې د نړۍ د سیاست محور هم په اقتصاد راګرځي، یواځې د افغانستان  سیاست، له بده مرغه، هرکله یا وابسته دی یا مذهبي! سیاسي اصول او مذهبي اصول ( د چارو لارښوونکي قاعدې) همدومره تفاوت لري لکه مادي اصول او معنوي اصول. اخلاقي او مذهبي اصول جدا او سیاسي اصول بشپړ جدا اصول دي. اخلاق او دین د صداقت، پرهیزګاري او له ځانه تیریدنې په بنسټ ولاړ دي او بر خلاف سیاست د ملي ګټو پر محور راڅرخي، د ملي ګټو څخه تیریدنه ملي خیانت ګڼل کیږي. سیاست د هر ساده، یواځې صادق سړي کار نه دی.   د نیمایي څخه زیات (ښځینه) نفوس د ټولنې د اقتصادي صحنې څخه ویستل– دا اقتصاد محوره سیاست نه دی، دا د اقتصاد د محوې سیاست ګڼلی شو.

اوس د هیواد په سیاست کې د طالبانو د تنظیم پرته، نورو سیاسي ګوندونو او روښانفکرانو ته د فعالیت رسمي جواز نشته، نه یواځې د کیڼ او سیکولار سازمانونو، آن د ښي لاسي تنظیمونو پر فعالیتونو هم پابندي ده.

په هیواد کې د کیڼ غورځنګ برخلیک د هیواد سرنوشت سره ګنډه، قصداً  کمونستي عقایدو سره مترادف ګڼل شوی او په افغاني مذهبي ټولنه کې اګاهانه بور او بدنامه شوی دی. د کیڼ نهضت اصلي مفهوم – د ټولنې د پراخو پرګنو د ګټو په ملاتړ او د هیواد د پرمختګ سیاست،  آن د زیاترو کیڼو «روښانفکرانو» څخه هم هیر شوی دی. چپي ګوندونو د اخواني سازمانونو سره یو ځای، د سړې جګړې جبهه هیواد ته رادننه کړه، وطن یې په توده جګړه لمبه کړ، د الحاد او جګړې د پیل په تور، د شوروي تیري په ملتیا او بیا ځینو یې د امریکایي اشغال سره د همکارۍ په جرم، زموږ په نسل کې د ټولنې په سیاسي صحنې کې د ژوند او فعالیت قابلیت له لاسه ورکړی دی.

ښي اړخه تنظیمونو سره ددې چې زموږ په مذهبي جامعه کې د نفوذ ښه زمینه لري او د بهرنیو تیریو په مقابل کې یې ملي مقاومت رهبري کړی دی، اما د واک په وخت کې یې د ټولنې د ادارې توانمندي نه ده ښودلې. د تعجب خبره هم دا ده، چې مذهبي تنظیمونو په مادیت پرستۍ کې تر کیڼ لاسو ډیر وړاندې لاړل، د دیني باورونو په خلاف، په عمل کې د ثروت په راټولولو او د مالونو په غصب کې خورا حریصانه چلند لري.

د اسلامپاله تنظیمونو له جملې څخه، د حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي ګوند  سره ددې، چې د طالبانو سره کومه خاصه همکاري نه لري، وسله وال مخالفت هم نه کوي، خو دننه په هیواد کې فعالیت لري.  حکمتیار یواځې  خپلو حزبیانو ته د جمعې لونځ  او خطابې ورکوي. د امارت په چارو د یو شمیر نیوکو له کبله هغه سره هم تربګني او دښمني روانه ده. اسلامي ګوند د ارغندیوال تر مشرۍ، هماغسې چې د بهرني اشغال سره یې همکاري لرله، اوس هم په ترکیه کې « د مقاومت د انسجام شورا» غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د جمعیت اسلامي تنظیم خو اوس په دوو برخو ویشل شوی دی: « د ملي مقاومت» په نامه د پخواني شورای نظار غړي په مجازي نړۍ کې د وسله وال مقاومت ډهل ډمبوي، سره ددې چې کله ناکله په پنجشیر او اندراب کې یګان ټک او ټوک هم کوي، اما د کوم وسله وال مقاومت توان په کې نه لیدل کیږي. د یوې خوا ددې ډلې مشر احمد مسعود په زیات ناز و نیاز کې لوی شوی، جنګي سړی نه دی، نور پخواني جنګي خلک یې زاړه شوي، د بلې خوا هر څومره چې د جنګ غږ پورته کوي، هغومره نور هم ترې خلک لیرې ځغلي. اوس په هیواد کې د جګړې متاع  خریدار نه لري. د جګړې ډګر لوبغاړي نه لري.

د عطا محمد نور په مشرۍ د جمعیت اسلامي تنظیم  جګړه ییزه  وړتیا له لاسه ورکړې ښکاري. عطا محمد نور هم  په ترکیه کې د مقاوت د انسجام شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د ملي نجات  له پاره د مقاومت د انسجام شورا  په ترکیه کې خپل موجودیت اعلان کړی دی. هلته د مقاومت عالي شورا  په نامه، چې عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني، محمد محقق، میر رحمان رحماني، احمد ولي مسعود، عبدالطیف پدرام، دوستم، د احمد مسعود په شمول ډیر پخواني دولتي او تنظیمي چارواکي په کې غړیتوب لري، د وسله والې کمیټې په شمول یې ډول ډول کمیټې  جوړې کړي دي.

افغان ملت، چې د ۱۳۵۴هش کال راپدې خوا په  هیواد کې فعالیت لري او اوس تر ټولو پخوانی ګوند حسابیږي، د اسلامي امارت په  چارو کې ونډه نه لري، آن د هیواد دننه یې هم فعالیت نه محسوس کیږي. مشران یې له هیواده بهر دي.

د ملت افغانستان ګوند ، د جعفر مهدوي په مشرۍ چې د هزاره توکمو استازیتوب کوي، د اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی، سره ددې چې ولسواکي ، د ښځو تعلیم ، اساسي قانون او نورو قوانینو پلوي کوي، د اسلامي امارت بدیل انارشي او ګډوډي ګڼي.

واقعیت همدا دی، چې د هیواد په سیاسي فضا کې اختناق حاکم دی. هر مخالف نظر او نیوکې ته د دښمني په سترګه کتل کیږي. د تخریبي او اصلاحي انتقادونو ترمنځ د تفاوت ظرفیت هم نه تر سترګو کیږي. اختناق همیش د انفجار خطر له ځان سره لري. سره ددې چې د هیواد دننه او  په سیمه کې د اسلامي امارت په ګټه درې خورا غوره ستراتیژیک مساعد شرایط رامنځته شوي دي، که اسلامي امارت یې د معقولې استفادې ظرفیت ولري:

  • ښکاري، په سیمه کې جغرافیوي ستراتیژیک جبر زبرځواکونه دې ته اړویستلي، چې ددې سیمې د طبیعي اوسیدونکو د ځپلو سیاست لکه چې شوروي اتحاد او بیا د ناتو هیوادونو د خپلو تیریو په وخت کې تعقیبوه، نور پریږدي او لدې پس خپلې موخې د همدوۍ په وجود کې ترلاسه کړي. هم د امریکا – پر ایروشیا د واکمنۍ جبهه د پامیر او هندوکش له څوکو اداره کیدی شي او هم د چین د نړیوالې پروژې – « یو کمربند، یوه لاره»  له کاشغر تر ګوادره پورې پښتانه- افغانان پراته دي، په سیمه کې له دوي پرته نور بریالی سیاست نه کیږي. ځکه نو هم امریکا- انګلیس او هم روسیه، چین پدې هڅه کې دي، چې د خپلو رقیبانو په مقابل کې د افغانستان حکومت خپل کړي. د امریکا دولت د خپلو پوځونو د شرمناکه وتلو وروسته هم، هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نامه د افغانستان بانک ته استوي؛ روسیه د اسلامي امارت سره د غلې او تیلو د لیږد ګټور تړون  لاسلیک کوي؛ چین د اورګاډي له لارې د اړتیا وړ توکي په بیساري بیه رالیږي… دا نو اوس د اسلامي امارت مشرانو سیاسي زیرکي پورې تړلې ده، چې له داسې وضعیت څخه څنګه د هیواد په ګټه کار اخیستلی شي او که د پخوا په څیر د شریعت په نامه په ږیره او حجاب کې بند پاتې کیږي.

  • د هیواد دننه د پخواني پرديپالو لنډغرو د بیا واکمنیدو له بیرې، خلک له ناچارۍ د طالبانو د زورواکۍ لاندې غلي ناست دي، اقتصادي ناخوالې زغمي، قرون اوسطایي فرمانونه اوري، ډیرې بې عدالتۍ ویني، خو خپلې سترګې پرې پټوي… په داسې مساعدو شرایطو کې هم که اسلامي امارت د خلکو رضایت پسې سوټی راوانخلي، لکه په ځینو حالاتو کې چې لیدل کیږي، ولس به یې تر ډیره له ناچارۍ وزغمي.

  • د جګړې ضد روحیه په افغانانو کې عامه شوی ده. جګړه او وسله وال مقامت عام پلویان نه لري، عام مخالفین لري. دا بیا هیڅ ددې معنی نه لري، چې عام ولس اوسني امارتي نظام څخه راضي دي. اما همدغه روحیه اسلامي امارت ته د معقولیت په صورت کې د دوام زمینه برابروي.

د داسې اوږدمهاله مساعدو شرایطو او  د رسمیت پیژندنې او داخلي نارضایتیو لنډمهاله ستونزو ترمنځ تناقض به هیواد کوم لوري ته سوق کړي، تر زیاتې اندازې د اسلامي امارت سیاسي توانمندۍ پورې تړلې ده. متحده ایالتونو د اشغال له وخته هڅه کوله په افغانستان کې، د پاکستان په کاپي یو داسې دولت جوړ کړي،  چې په ظاهر کې ټاکلی ملکي سیاسي جوړښت ولري: ټولټاکنې، منتخب ولسمشر، منتخب پارلمان، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې… ولري، اما ددې ترشا اصلي واک او اختیار د یو پیریاني پټ استخباراتي پوځ په اختیار کې وي، هغه پوځ چې وسلې، تمویل او مشران یې د دوۍ په قبضه کې وي… اما دا نسخه د افغانستان په پیریاني ضد ټولنه کې کارآمد رانغله.

ټولنیزه قانونمندۍ داسې ده، چې د صنعت ژوند اومو توکو پورې تړلی دی، تر هغه چې زموږ هیواد طبیعي زیرمې لري تر هغه به صنعتي دولتونه زموږ هیواد سره سروکار ولري. استعماري ځواکونو تراوسه پورې پنځه پلا هڅه کړېده، چې افغانستان هم د نورو وروسته پاتې هیوادونو په څیر خپله مستعمره وګرځوي، اما په خپل دې شوم هدف کې نه دي بریالي شوي. اما د غیر نظامي حضور په صورت کې یې د غیر مستقیمې سلطې په چارو کې اوږدې تجربې او آن ټاکلي بریالیتوبونه هم ترلاسه کړیدي. د امیرعبدالرحمان خان او  محمد نادر خان واکمنۍ یې ښې بیلګې دي. اوس هم همدغه ډول غیر مستقیم سلطې ته هڅې روانې ښکاري.

له وړاندې د افغانستان د سیاسي سرنوشت لیدنه ګران کار دی. دلته د شاهي رژیم له سقوطه تر ننه پورې ټول سیاسي بدلونونه د پیشبیني وړ نه وو.  خو د نړیوالې او دنننۍ وضعې تر آغیز لاندې په هیواد کې د راتلونکو سیاسي انکشافاتو عمومي لوري د لیدو وړ دي:

  • نړیواله ټولنه د اسلامي امارت سره د تعامل لاره غوره ګڼي، د ښکاره مرستو او ډول ډول فشارونو سربیره، پټ استخباراتي تړونونو سره هڅه روانه ده، چې نیمه- پیریاني واکمنۍ حاکمه پاتې شي. تلاش کیږي، د آغیز او فشار له ټولو وسایلو څخه د اسلامي امارت مطیع کولو له پاره استفاده وکړي. مالي مرستې کوي، د خپلو اجنټانو له لارې خپلو موخو او لاسوهنو ته زمینه برابروي. د اسلامي امارت د سرکښۍ په صورت کې، بل احتمالي وریانت داسې ښکاري چې د طالبانو په موجودیت کې په افغانستان کې یو کمزوری دولت حاکم وساتل شي. په داسې صورت کې به د افغانستان په شمال کې د داعش – خراسان لښکرې  په منځۍ آسیا کې د ایروشیا د فتحې له پاره جنګیږي. عربي او پاکستاني استخبارات پدې برخه کې خورا فعال دي. د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، چې  د افغانستان حالات له نژدې څاري، ښکاره کړه چې د افغانستان په شمال کې د جمهوریت په وخت کې   دوه زره  د داعش جنګیان فعال وو، اوس د امارت په وخت کې د هغوۍ شمیره شپږو زرو ته پورته شویده.
  • ددې احتمالات شته، چې د امارت د چارواکو په منځ کې د سخت دریځو او منځپالو ترمنځ د دنننیو اختلافاتو د تشدیدو سره، د اسلامي امارت په دننه کې د بدلون په بڼه، نسبت نرمې واکمنۍ ته لاره پرانیستل شي.

د اسلامي امارت په چارواکو کې دوه ډوله نظري لارې له ورایه ښکاري:

 ۱- سخت دریځه لاره، چې د منځنیو پیړیو په څیر هر څه، ټولې چارې د افراطي شرعي نظام په چوکاټ کې غواړي او که « اتوم بم هم پرې استعمال کړي، د چا فشار ته غاړه نه ایږدي». او آن  د مسلمانو علماوو د نړيوالې ټولنې  له پلاوي سره له کتنې بخښنه غواړي…

۲- منځپاله لاره، چې د نرانو ږیرې، د ښځو حجاب کې، د ښځو تعلیم او تربیې او کار په برخه کې مخالفت او داسې نورې سختګیري  نه کوي، اقتصادي مسایلو ته پام اړوي…

دریمني وریانت ته، چې بهرني ځواکونه دې بیا خپل پوځي حضور ته ّفعالیت وکړي، لا تراوسه نه لیدل کیږي. آن د لودیزو دولتونو له خوا د امارت مخالفینو ته د وسله وال ملاتړ نښې نښانې نه ښکاري، یواځې د فرانسې ځینې چارواکي د پنجشیري ډلې سره همکاري ښئي. روسیي ادارې سره ددې  چې د «سپوتنیک» له لارې، هلته د طالباني ضد پرچمي- ستمي مشربه عناصر په  راټولیدو سره، زهرناکه تبلیغات کوي ، اما وسله وال ملاتړ ته یې ملا نه ده تړلې.

پدې توګه، د افغانستان عام خلک سیاسي او ملي شعور، چې د ټول مملکت په سطحه او د خپل ټول تاریخ په اوږدو کې سوچ کولی وشي، نه لري، اما  د افغانستان معاصر تاریخ ددې شاهد دی، کوم واکمن چې ددې خاورې په سر د پردیو سره معامله کړیده، هغه په افغاني ټولنه کې د پایښت امکانات له لاسه ورکړي او بدترین لقب یې خپل کړی دی. شاه شجاع د انګریزي امپراتورۍ مقتدرو لښکرو سره د خپلې واکمنۍ د اعادې له پاره راغی، د افغان- انګلیس لومړۍ جګړه یې پدې خلکو تحمیل کړه. نه شاه شجاع او نه هم انګریزي پوځ پدې خاوره کې پاتې کیدلی وشو، یواځې شاه شجاع ځانته تر ټولو بد تاریخي  نوم او بریتانیا ځانته په خپل استعماري تاریخ کې تر ټولو بده رسوایي وګټله؛ یعقوب خان د ګندمګ تړون وروسته، د خپلو درباریانو په مخ کې خپله خولۍ کیښودله او په تکبر سره یې وویل: ما داسې تړون لاسلیک کړی، چې لدې وروسته یواځې زما همدا خولۍ دا ملک اداره کولی شي، اما د افغان- انګلیس د دویمې ظالمانه جګړې پرته یې، نه هم خپله او نه هم انګریزانو دا مملکت اداره کولی وشو، د دواړو همکارانو تاریخي بدنامي او رسوایي  په برخه شوې؛ تر اوسه پورې څوک، چې د ډیورنډ نوم اخلي، نو هرومرو د منحوس کلمه ورسره یادوي؛ د امان الله خان څخه د مشروطه غوښتونکو  روښانفکرانو او عام ولس لومړۍ نارضایتي هغه وخت څرګنده شوه، چې د راولپنډي قرارداد یې تصدیق کړ او د خپلې ټولې خاورې د لاسته راوړلو جګړه یې نیمه لاره کې پریښوده؛ ببرک کارمل ځانته پدې برأت ورکاوه، چې ګنې هغه شوروي قواوې افغانستان ته ندي راوستلي، بلکې شوروي ځواکونو هغه افغانستان ته راوستلی دی، اما تاریخي تورمخ په خبرو نه سپین کیږي؛ همدغه ډول امریکایي اشغال او حامد کرزي نوم سره تړلي دی، اوس لکه مچ هر څه خپل سر او تندی په خپلو لاسونو وهي او داغداره لمن څخه یې د بې ننګۍ لکه نه پاکیږي. تاریخي بدنامي همداسې وي. اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځ  متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک او نهه پوځې اډو ته يې د هیواد خاوره وروبخښله، اما د هغه د واکمنۍ برخلیک د جنوبي ویتنام تر ګوډاګیانو هم بدتره ټولو ولیده…. دا لړۍ پدې خاوره لا روانه ده. آی د عقل څښتنانو ترې عبرت واخلئ! دا د خپل تاریخ څخه ناخبره ولس د خپلې خاورې په سر د خپل واکمن معامله او په خپله خاوره پردی پوځ نه مني. په خپل زور ړانده او کاڼه زبرځواکونو او ددې ټولنې ړانده او کاڼه، د خپل تاریخ څخه ناخبره مشرانو وار وار بیا آزمایلې او بیا بیا په رسوا سرنوشت اخته شوي دي!

په مجموع کې له یوې خوا، یواځې مستقل اقتصاد د هیواد سیاسي خپلواکي تضمینولی شي، چې متاسفانه افغانستان لا د اقتصاد په ډیرو برخو کې په خپل ځان متکي نه دی، نو ځکه یې سیاسي وضعیت هم د بهرنیو اقتصادي اړیکو څخه آغیزمن کیږي. د بلې خوا، د هیواد سیاسي استقرار یواځې د ټولنیز ثبات له لارې تامیندلای شي. لا د هیواد اقتصادي او سیاسي وضع د ټولنیزې هوساینې زمینه نه شي برابرولی. سربیره پردې، د امارت ډیر چارواکي په سیاسي لحاظ غیر مسلکي، بشپړ په دین کې ننوتلي او آن «هاخوا ترې وتلي دي».

په ټولنه کې سیاسي ثبات یواځې هغه وخت دوامداره ساتل کیدلای، چې د ټولنیز جوړښت سره مطابق سیاسي سیستم رامنځته شي.

تر ټولنیز ثبات پورې لا ډیره لار پاتې ده

تر ټولنیز ثبات پورې لا ډیره لار پاتې ده : په هیواد کې موجوده ټولنیزه وضعه د څلورو لسیزو جګړو او بلواکیو تر مخامخ آغیز لاندې شکل نیولی، چې په عامه اذهانو کې یې د هیوالوالو ترمنځ د بې اتفاقۍ، دښمنۍ، بداخلاقۍ، بیکاره ګۍ، بې اعتمادۍ، ورانکارۍ … روحیه حاکمه کړې ده، په تیره بیا د امریکایي اشغال شل کلنه دوره کې د «مفتو ډالرو» پریمانۍ سره، چې وطن پرې له لاسه تللی وُ، لټي او بیکاره ګۍ خورا عامه شوې ده، نژدې هر یو تخریبي رول لري، جوړونکې فعالیت په ندرت تر سترګو کیږي، د ټولنې ټول ټولنیز جوړښت یې لړزولی دی.

د هیواد د ټولنیز جوړښت اصلي عنصر تر اوسه هم بزګر دی.   کلونو کلونو  جګړو په کلیو کې ګڼ ټولنیز بحرانونه  خلق کړي دي، چې د جګړو پای سره، سمدلاسه  له منځه نه ځي، اوږد، اګاهانه تدبیر او کار غواړي. په کلیو کې، نژدې ۷۰٪ نفوس هستوګنه لري، د جګړو او اشغال په کلونو کې تر ټولو زیات ځپل شوي دي، د طالبانو غورځنګ په خپله، سره ددې چې د جهادي تنظیمونو له منځه سر را هسک کړی، اما د امریکایي اشغال وروسته، د یو کلیوالي جنبش په توګه د اشغال په ضد مقاومت ته راپورته شو، په کلیو کې یې قوت واخیست او بریالی شو، د کلیو او ښارونو ترمنځ د غیر متناسبې ودې واټن یې په ساده توګه رالنډ کړ، ښارونه یې هم د کلیو په شان وکڼل او کلیوالي چارې یې په کې جاري کړې. د اشغال په کلونو کې ښاري آزادي د « دموکراسۍ څخه هم وړاندې » تللې وې، کلي د تاریکو پیړیو او بمباریو په وحشت کې ډوب وو. د طالبانو بری د همدغو بې حده ټولنیزو نابرابریو قانونمند محصول وُ.

 د جګړو په کلونو کې د کلیو ډیرو اوسیدونکو ښارونو ته، چې نسبي امنیت یې درلود، پناه یووړه. له همدې کبله د ښارونو نفوس خورا زیات شوی دی. په کرهڼه کې د ځوانانو د کار نیرو کمبود او په ښارونو کې د نفوس مازاد غیر متناسبه ټولنیزه وضعه رامنځته کړېده. داسې اټکل کیده، چې د جګړې پای سره به له ښارونو ډیر خلک بیرته کلیو ته لاړ شي او د کاري نیرو د ضرورت له پلوه د کلیو او ښارونو د اوسیدونکو تناسب به بیرته جوړ شي ، اما برخلاف د پخوا په څیر په ښارونو کې خلک نه ځاییږي او د پولې او پټي کارونو له پاره ځوانه نیرو کفایت نه کوي. دا په خپله  پر امنیت باندې د خلکو د بې باوري معیار کیدی شي.

د جګړو دمخه کلونو د نوي زیږیدلي صنعت  کارګر د خپل تولید سره اوس د خاورو  خاورې دي، نور زیارکښان نژدې ټول په دوکاندارۍ او راکړه-ورکړه اخته دي، د پخواني روشنفکر قشر ځای اوس د غوړه مالانو او اپورتونیست پیاوړي قشر نیولی دی، ښخې که د جمهوریت په دولتي چوکاټ کې د وسایلو په توګه پکاریدلې، اوس د ټولنیز ژوند څخه په ګوښه کیدو دي.

د نیمایي ټولنې ( ښځو) ټولنیز وضعیت، اوس د دنننیو او بهرنیو څارونکو د توجه په محراق کې ځای لري. د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کې د ښخو د مدني حقوقو د محدودولو له کبله پدې برخه کې نه یواځې په خپله میرمنې، بلکې د نارینه وو په شمول ټول خورا حساس دي. په مجموع کې، د یو ټولنیز خوځښت د ایډیالوژۍ څرنګوالی هم د ټاکلنې ټولنې د کورني جوړښټ څخه سرچشمه نیسي. زموږ په کورني جوړښټ کې د ښځوحالت او پدرسالاري چې د بهرنیو خود غرضیو او اسلامي سخت دریځو سره یو ځای شي، د همداسې یوې افراطي ایډیالوژي رامنځته کیدو څخه بل ډول ، کومې لیبرال ایډیالوژی ظهور هم د مړي څخه د لیک رارسیدلو انتظار دی. د ښخو وضعیت رښتیا هم د اندیښنې وړ دی. پر نجونو باندې نه یواځې په ښوونځیو او پوهنتونو کې د ښوونې او روزنې بندیزونه له حده وتلي دي، بلکې د ټولو اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او جمله ټولنیزو چارو څخه محرومې شویدي.

د ځوانانو وضعه هم د اندیښنې وړ ده. ځوانان چې د ټولنې په اقتصادي ژوند کې د کار غوره ځواک ګڼل کیږي، د بیکاري او ټولنیز اختناق له کبله له هیواد څخه په تیښته کې دی. د یوې خوا د یوې ناڅرګندې منبع څخه تبلیغ او تلقین روان دی چې بهر د ټولو مشکلاتو د حل بهترین ځای دی، د بلې خوا په هیواد کې اختناق په ځوانانو فضا تنګه کړیده. د هیواد راتلونکې د ځوانانو پورې تړلې ده. ځوانان چې په وطن کې ځای ونه لري، د هیواد راتلونکې هم د اندیښنې وړ ده.

یواځې  د ملایانو دوران دی، په خورا جوش او خروش کې دی. لوړې سیاسي څوکۍ خو ټولې ملایانو نیولي دي، د ټولو چارو په سر کې داسې «علمای کرام» دي، چې زیاتره یې د پاک قرآن په معنی هم نه پوهیږي، ځینې یې آن د ښکاره الهي  احکامو په ځای، په داسې خرافاتو او فناتیزم کې ډوب دي چې علمي ضد دریځ غوره کوي. د ملا اصلی ځای جومات دی. جوماتونو ته ملا امامان نه پیدا کیږي. د منبر مقام په معنویاتو کې تر هر څه لوړ دی. د جومات منبر د سیاسي واکمني د ټینګښت غوره پایه ده. په یوه اسلامي ټولنه کې د هیواد مقننه او قضائیه قوا  باید د ریښتینو علمای کرام تر څارنې لاندې وي، اما ملایانو ته د ټولو ټولنیزو چارو ادارې سپارل، هغه هم په ډول ډول بحرانونو کې ډوب وطن لکه افغانستان، داسې معنی لري لکه رنځور چې انجنیر ته د درملنې له پاره کښینوې یا خراب شوی موټر کوم ډاکتر ته د جوړولو له پاره بوځې.

وطن لاتراوسه هم د ډول ډول جدي ټولنیزو بحرانونو سره لاس او ګریوان دی، چې یواځې د ټولنې سالم مدیریت سره یې لمن  ورو ورو ټولیدلای شي:

۱- نا امني . د اسلامي امارت د راتګ سره جګړې پای ته رسیدلي دي. اساساً همدا طالبان وو، چې د پخواني ګوډاګي دولت په ضد جنګیدل. په ښارونو او لویو لارو کې د زورواکو او لنډغرو ورانکارۍ کمې شوي دي. اما امنیت – هلته چې د خلکو سر، مال، وقار، ناموس ته ګواښ نه وي او خلک په ډاډه زړه آرام ژوند او کار ولري، د هیلې او خیال په مرحله کې دی…. لا په ښارونو، جوماتونو، ادارو او نورو ځایونو کې چاودنې کیږي، هدفي وژنو څخه څوک مصئون نه دی، په رڼا ورځ د دکانونو د چور پیښې شته دی، د شپې له خوا د کورونو د لوټ مخه څوک نشي نیولی. په ۸،۱۰،۲۰۲۱ د کندوز په خان آباد کې د شعیه ګانو په جومات کې چاودنه د طالبانو په واکمنۍ کې د ناامنۍ لومړنۍ بګنونکې پیښه وه. د نوامبر په ۲ نیټه د سردار داود خان پر روغتون باندې د داعش ډلې وسله وال برید د سرتاسري امنیت ادعا ردوي. د ۱۴۰۱  هش کال د جدي ۹ او ۱۰ په کابل کې هم د محرم د لمانځنې په وړاندې د جمعې او شنبې په ورځو کې چاودنې وشوې. همدارنګه په کابل کې د کاج په روزنیز مرکز برید، د وزیر محمد اکبر ځان په جومات مخامخ چاودنه او په کابل کې د ابوبکر صدیق په جومات کې چاودنې د سرتاسري امنیت نښآنې نه دي. . اسلامي امارت سره ددې چې دا پیښې غندلي او مسوُلیت یې د داعش ډلې او نورو دښمنانو په غاړه اچولي، اما د هیواد واکمنانو په توګه په هیڅ صورت د ددې پیښو د مسوُلیت څخه ځان نه شي خلاصولی او اسلامي امارت د مشرانو د سرتاسري امنیت ادعا ردوي.

 لنډه دا چې هیواد د جنګ او سولې ترمنځ په پوله ولاړ دی، د ړندو احساساتو سره بیرته د جګړو کندې ته لویدلی شي، اما د ټولو هیوادوالو، سیاستوالو او عام ولس په ګډ معقول چلند سره پایدارې سولې ته لاره موندلی شي. د نا امنیو څخه زیږیدلي یو عالم نور مشکلات هم شته دي.

۲- فقر. افغانستان د خپلو ټولو طبیعي شتمنیو سره سره، تر سومالیا (Somalia) وروسته د نړۍ دویم فقیر هیواد ګڼل کیږي. بهرني تیري، جګړې، بې امني، کډوالي د خلکو د بیوزلۍ اصلي عوامل دي.  لدې سره بیکاري، فساد، د زورواکو له خوا د ځمکو او هستوګنځایونوغصب، د هستوګنځایونو کمښت،د ترافیکو بیروبار، د کارپوهانو او ځوانانو تیښته د خلکو بیوزلۍ نوره هم زیاته کړیده. د اسلامي امارت د راتګ سره په بهرنيو مرستو بندیزونه لږیدلي، ټکني شوي دي، بیکاري زیاته شوې او دولتي معاشونه لږ شوي. که د جمهوریت په وخت کې نیمایي نفوس د فقر په کچه کې ژوند درلود اوس تر نیمایي هم ډیر دي. که د لودیزې نړۍ د معیارونو په بنسټ احصائیه واخلو لکه څنګه چې لودیزې رسنې یې تبلیغوي، رښتیا هم د بیوزلۍ کچه ۹۳٪ ته رسیږي، اما په هیواد کې د وطني معیارونو سره ښایي د فقر اندازه داسې نه وي.

د فقر د کچې معیارونه : د ژوندانه اساسي اړتیاوو- خوراک، څښآک، پوښاک، هستوګنځای او روغتیایي خدماتو ته لاس رسي دي. هغوۍ چې د ژوندانه دغه بنسټیزې اړتیاوې ونه لري، هغو ته بیوزلي ویل کیږي.  تر فقر خواشینونکی لا داده، چې تراوسه د بحران څخه د وتلو له پاره کوم دولتي طرحه او هراړخیزه ستراتیژي نه تر سترګو کیږي، د کلیو د پراختیا له پاره چې د نفوس ۷۰٪ په کې اوسیږي، کوم جدي پلان نشته.

۳-بیکاري او بیکاره ګي . بیکاري په هیواد کې خورا جدي ټولنیزه ستونزه ده. که ووایو چې د افغانستان نژدې ټول خلک بی کاره او په بیکاره ګي اخته دي، ښایي ډیره مبالغه به مو نه وي کړي. کار که یو ګټور محصول لرونکی انساني فعالیت وګڼو، په مجموع کې د افغانانو د کار محصول د ټولنیز ارزښت له پلوه خورا ناچیزه شی راځي، د تخریبي فعالیتونو اندازه یې د جوړونکي فعالیتونو په تناسب زیاته ده، ځکه نو په مجموع کې یې محصول هم منفي راوځي.

هغه کار چې د هیواد په ناخالص تولید کې برخه ولري: په کرهڼیزو پیداوارو یا صنعتي محصولاتو، تعلیمي یا طبي او نورو خدماتو کې بوخت دي، د هیواد د اړتیا په تناسب خورا کم دي. که تناسب یې برابر وای، نو د محصول له پلوه به یې هیواد هم د کرنېزو، صنعتي پیداوارو او نورو خدماتو له پلوه خودکفا وای. د اشغال د وخت ضرورت پر بنسټ، د سپکو صنایعو د ځینو څانګو لکه طباعت یا د ودانیو او لارو چارو نسبي پرمختګ هم د اشغال د ختم سره نزولي سیر طی کوي، کارکونکي یې د بیکارانو په لښکرو ورګډیږي.

په دولتي ادارو کې د کارکونکو  کار د څرنګوالي له پلوه په دوه کته ګوریو ویشلی شو: په یو شمیر دولتي چارواکو دومره بیروبار دی، چې خپلې چارې ترې پاتې وي، ایله ایله مراجعینو سره په خبرو ورځې تیروي، فکر کوي، د اشرف غني په څیر، چې ډیر کار کوي. اصلاً خپلو کارونو ته رسیده ګي نه شي کولی. ښه سازمانده هغه څوک نه دی، چې خپله له حده زیات کار وکړي، د چارو سازماندهي اساساً پر کارکونکو باندې د کار ویش دی، نه د ټولو کارونو په خپله په مخ وړل. علم او عمل ښودلې ده چې یو نورمال انسان په یوه شپه او ورځ کې یواځې د اتو ساعتو آغیزمن کار توانایي لري. هغوۍ چې تر دې زیات «کار» کوي، ځان غولوي او یا نور غولوي. دویمه کته ګورۍ دولتي کارکونکي هسې د حاضري امضاُ له پاره د کار تر ځایه ځي، نور کرار خپل وخت د چایو په څښلو یا د خپل موبایل سره تیروي.

د پخوانۍ اردو، استخباراتو او نورو ادارو ډیر کارمندان بیکاره شوي دي. ډیرۍ یې تښتیدلي او یا په تیښته کې دي، یو شمیر یې کرار په چرسو او کوروالۍ وختونه تیروي یا رنځوران دي.

د هیواد نژدې نیمایي نفوس له ناچارۍ په سوداګرۍ اخته دي، هغه هم د «لالی» سوداګري ده، چې د هیواد په تولیدي اقتصاد کې کومه ونډه نه لري. د وارداتو او صادراتو منظمه سوداګرۍ، چې د هیواد په کچه اقتصادي بیلانس په نظر کې وساتل شي، هم نشته . د سوداګرۍ وزارت شته، خو د هیواد سوداګرۍ یې په واک کې نده. دا ډول سوداګران په حقیقت کې بیکاران دي.

بیکاره هغه چا ته ویل کیږي، چې د سن له پلوه د کار وړ وي، کار لټوي او پیداکولی یې نه شي. په هیواد کې د کار مارکيټ کې عرضه، تقاضا او د کار د مزد پرداخت تر نورو چارو زیات انجړ دی. خپله یوه تقریبي احصائیه ګیري کوو: دهیواد نفوس ۳۶ میلیونه نیسو. ۶ میلیونه یې په بهر کې دي، نیمایي ښځینه نفوس یعنې ۱۵ میلیونه د کار له مارکیټ څخه وتلي دي. د نفوس ۴/۱ برخه ماشومان نیسو او ۴/۱ سپین ږیري، چې د کار بازار کې ځای نه لري یعنې ۷،۵ میلیونه نور هم له شمیره کم شول، شاوخوا درې میلیونه روږد او نژدې یو میلیون معیوبان نیسو،چې د کار په مارکیټ کې ځای نه لري، د کار وړ نیرو په تقریبي توګه ۳،۵ میلیونه پاتې کیږي، چې هغه هم په تیښته کې ده. ۳،۵ میلیونه د ۳۶ میلیونو بار څنګه په غاړه اخیستلی شي؟ د کار بازار که په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې په داسې وضعیت کې وي، خلک به تر افغانستان هم بیوزله ژوند ولري. د ټولنې د اداره کونکو یوه دنده همدا ده، چې د کار مارکیټ تر څارنې لاندې وساتي، د کار عرضه او تقاضا او د مزد پرداخت یې یو دبل سره عیار کړي. «کشت کردم، به خدا سپردم»،غیر له فقر څخه بله نتیجه نه ورکوي.

د فقر او بیوزلۍ منطقي پایلې په توګه، سوالګرۍ هم په ټولنیز پرابلم اوښتی دی. د زرګونو زرګونو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو سربیره، آن د کاروړ سن خلک هم د سړکونو په سر د سوال لاسونه اوږد کړي وي، ځینې یې په ډیره سپین سترګي خیر غواړي او د ښاریانو  مزاحمت کوي. په دې سوالګرو کې داسې کسان هم شته، چې په پښتو او پاړسي سمې خبرې نه شي کولی! د اسلامي امارت له مثبتو کارونو څخه یو هم همدا له ښآرونو څځه د سوالګرو راټولول وو. اما لدې سره سره خیرغوښتونکي بیا بیا په سړکونو را پیدا کیږي، د ساتلو او روزلو امکانات یې محدود دي.

د بې شمیره روږدو موجودیت یوه ټولنیزه ستونزه ده. نه یواځې د کوکنارو کښت او سوداګرۍ په هیواد کې د جګړو د دوام یو اساسي علت دی، بلکې په نیشه یي توکو  بي شمیره معتادین- هر یو یې د یو جنایي مجرم پوتنسیال لري، د غلا، چورچپاول او نورو بې امنیتیو عامه سرچینه ده. د اسلامي امارت له ګټورو کارونو څخه یو هم د کوکنارو د کښت او سوداګرۍ د بندښت فرمان وُ او لدې سره د روږدو کسانو راټولول او تر درملنې لاندې نیول دي. ښکاري چې د مسألې د حل اساسي شرط یعنې سیاسي اراده شته ده. اما دا چاره خورا پیچلي نړیوال اړخونه لري، د وضعې درست درک او د هغه سره سم اقدامات غواړي، یواځې په فرمان او یو ځل د معتادینو په راټولول کفایت نه کوي، امکانات هم غواړي.

۴-فساد.  رشوت، اختلاس، وژنه، غارت، تیری او هر ډول ورانکاریو ته  فساد ویل کیږي. په دولتي چارو کې اداري فساد یعنې رشوت، اختلاس او کارشکني نه یواځې دولتي ستونزه، بلکې غوره ټولنیزمشکل هم دی. کله چې فساد د نظام دننه ته ننوځي، ریښتنولي تښتي او د ټولنیز عدالت موازنه ړنګیږي، شتمن نور هم شتمن کیږي او بیوزلي نور هم په بیوزلۍ کې ډوبیږي، ملت او دولت یو بل ته غله ګرځي، ولس په دولت او دولت په خلکو باور نه کوي. فساد په تیره بیا اختلاس او رشوت د استعمار هغه شوم سوغات دی، چې یو ځل پرې اخته شوې ټولنه  په خورا سختي ځان ترې ژغورلی شي. اسلامي امارت د خپلو لاسته راوړنو په سر کې صفر ته د فساد رسول دروي، اما ټولنه دا د شکرې رنځ څخه دومره ژر او په دومره آساني سره نه شي خلاصیدلی! یا باید د استعمار مولود دولتونو لکه پاکستاني ادارو یا د ګوډاګي جمهوریت په څیر،  فساد د چارو د پرمختګ اصل په توګه قبول شي یا همدغه فساد نظام خوري. که دولت فساد له منځه یونه سي، فساد نظام له منځه وړي!

۵– جسمي او رواني ناروغۍ . دا خورا عامه ټولنیزه ستونزه ګرځیدلې ده. د جګړو او تیریو د محصول په توګه، د شاوخوا یو میلیون معیوبینو سربیره خورا ډیر خلک په ډول ډول رنځونو اخته دي. د جګړو دمخه که داسې مهلکې ناروغۍ لکه سرطان، دیابیت، د زړه رنځ او داسې نور یو یو چیرته پیښیدلې، اوس خورا ډیر خلک پدې رنځونو دچار دي. د هیواد دننه ددې ناروغانو د درملنې امکانات ډیر محدود دي، د هیواده بهر ته د تداوي له پاره زیاتره خلک مالي امکانات نه لري. یو شمیر هیوادوال پاکستان او هندوستان ته د تداوي له پاره ځي او خپله شتمنۍ له لاسه ورکوي.

د جسمي ناروغیو په خلاف، چې د لیدو وړ دي، نژدې ټول افغانان د ډول ډول رواني رنخونو څخه رنځ وړي او زیاتره یې د لیدو او درک وړ هم نه دي، د عقدو او( تراوما ) په بڼه پټ انسان ځوروي. د هیوادوالو ترمنځ ډیرې اوسنۍ شخړې او جنجالونه، آن سیاسي کشمکشونه د همدغو عقدو او رنځونو محصول دي.

د ټینګې سیاسي ارادې او معقولې پلانګذارۍ سره نور ټولنیز بحرانونه- نا امني، فقر، بیکاري، فساد او نور د حل لارې موندلی شي، اما متاسفانه د رواني رنځونو لړۍ پای نه لیدل کیږي. د نوموړو ستونزو څخه د وتلو لار داده، چې ټول هیوادوال اګاهانه هر ډول تخریبي فعالیتونه توقف کړي او بر خلاف هر یو د بحرانونو  څخه د وتلو په لار کې د خپلې وسې سره سم یویو ګام پورته کړي.

 د بهرنیانو له وتلو سره، زیات شمیر دولتي کارکونکي او شتمن سوداګران له هیواده ووتل او دا لړۍ لا روانه ده، په تیره بیا کارپوهان، ځوانان او تنکي ځوانان، د امکاناتو تر حدوده په تیښته کې دي. بیکاري، ناامني او اختناق یې اصلي علتونه دی.

بې اتفاقي، تربګني او دښمني د افغانانو ګنې ذاتي ټولنیزه خاصه ده، چې هیڅ شي کې سره توافق ته نه رسیږي. اما دا امر هم استثنا لري: افغانان په مجموع کې، د طبعیت ازادو بچیانو په څیر، د پردي واک او اشغال مخالف او نه پخلاکیدونکي دښمنان دي، په مجموع کې پدې چاره کې سره متفق دي. دلته هم استثناوې شته دي.

   زموږ د ټولنېز جوړښت اساسي خښته لا تر اوسه پورې کورنۍ ده.  په پرمختللو لودیزو هیوادونو کې د کورنیو کلاسیک ساختمان له منځه تللی، ټولنه له افرادو څخه جوړه ده. زموږ په ټولنه کې د ښځو په اړه سخت دریځه ایډیالوژي هم په کورنیو کې د پدرسالاري څخه تومنه کیږي. په ټولنه کې لیبرال ایدیالوژۍ زموږ د کورنیو جوړښتونو سره سمون نه خوري، نو که په ټولنه کې وارد هم شي، لکه د امریکایي اشغال سره چې راغله، بقا نه شي کولای. په کورنیو کې د ښوونې او روزنې د زیاتیدو د کچې سره، کورني جوړښټونه هم بدلون مومي او ور سره ایډیالوژۍ هم تغییر خوري، فرهنګ هم رشد کوي، د ټولنې ټول اساسات سمون مومي.

فرهنګ د ملت آب حیات دی

کله چې د ټولنې له فرهنګ څخه خبرې کوو، نو تر هر څه دمخه مو مقصد د همغې ټولنې له معنوي ارزښتونو څخه وي، اما په خپل ماهیت کې فرهنګ د انسان ټولې  مادي او معنوي لاسته راوړنې په غیږ کې نیسي. د طبیعي نعمتونو پرته، د انسان په لاس جوړشوي ارزښتونه انساني فرهنګ جوړوي. د هر ملت « آب حیات» له فرهنګي سرچینو څخه راوځي، ژوند او پایښت یې کلتوري ریښو پورې تړلی دی. هر څومره چې د ټولنې فرهنګ پیاوړی او پراخ وي، په همغه اندازه ولس یې  ټولنیزه هوساینه او سیاسي بریالیتوبونه ترلاسه کولای شي.

دلته زموږ د ټولنې فرهنګي وضعیت په هماغه معمول مفهوم، د معنوي ارزښتونو په معنی تر غور لاندې نیسو.

افغاني ټولنه که څه هم د دوه نیمو پیړیو پرله پسې استعماري تاړاکونو په نتیجه کې د مادي او معنوي هستي له پلوه خورا کمزوره شوی ده، اما د خپلو فرهنګي پایو په قوت ولاړه پاتې ده. سره ددې چې دا ملت خورا حقیر او فقیر ښکاري، اما په خپل ماهیت کې داسې نه ده. که  بل هر ملت د دومره بهرنی مرګوني ګوزارونو لاندې راغلی وی لکه افغان ملت چې زموږ د سترګو په وړاندې راغی، نوم او نشان به یې هم پاتې نه وُ، ټوټې ټوټې به پروت وُ  لکه پرونی شوروي اتحاد، یوګوسلاویا او داسې نور…. رښتیا هم افغان ملت ته د مادي هستۍ ډیر څه نه دي پاتې، معنوي هستۍ یې هم د اګاهانه مهلکو ضربو لاندې ځګیروی کوي، اما ددې سره سره خورا ژورې ریښې لري او د همغو له لارې د ژوند اوبه اخلي، چې نه یې خارجي پوهان او نه یې هم په خپله افغاني پنډ سري لیدلی شۍ.

د معنوي ارزښتونو په سر کې تر ټولو دمخه د ټولنې ښوونه او روزنه ځای نیسي. لکه څنګه چې وایي: د ټولنې هوساینې له پاره تعلیم خورا ضرور دی، خو تربیه تر هغې هم مهمه ده. د ګوډاګۍ جمهوریت د ارزښتونو څخه یو هم په ښارونو کې، د استعماري ضرورتونو سره برابر، د تعلیم د کچې سریع وده وه، چې نژدې نیمایي نفوس د سواد له نعمته برخورداره شوي وو، که د ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو تعلیمي سطحې ته نه وُ رسیدلی، خو د مجموعي نفوس په تناسب تر پاکستان یې فیصدي لوړه شوې وه. اوس په مجموع کې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې  د ښوونې او روزنې دواړو وضعیت د خورا اندیښنې وړ دی. داسې چارواکي شته، چې ګنې په لوې لاس د ښوونې او روزنې مخه نیسي. په ظاهر کې داسې ښکاري، چې یواځې د نجونو ښوونځۍ له شپږمه ټولګي پورته بند دي او پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ تر امر ثاني پورې معطل شوی دی، اما تر شا اګاهانه یا غیر اګاهانه، د شرعي نصاب رامنځته کولو په نامه، د ټول پخواني تعلیمي سیستم د ړنګولو بهیر تر سترګو کیږي. د ښخینه وو د ښوونې او روزنې ارزښت یواځې پدې کې نه دی، چې ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، بلکې په دې کې هم دی، چې ټول نارینه هم بنسټیزه ښوونه او روزنه د میندو په مهربانه غیږ کې مومي. هغه نارینه او ښځینه ، چې د یوې باتعلیمې او باتربیه مور لاس لاندې لوی شوي وي، د هغو کسانو سره یې، چې د یوې بې تعلیمې او بې تربیې مور لاس لاندې لوی شوي وي، د ړانده – کاڼه او د بصیر- دانا په اندازه تفاوت لري. د نازو انا او زرغونې انا په څیر مورګانې باید وي، چې میرویس نیکه او احمد شاه بابا غوندې شخصیتونه افغاني ټولنې ته وړاندې کړي!

دا خبره رښتیا ده، چې د هر پیاوړي نر شاته یوه پیاوړې میرمن ولاړه ده. دلته ښایي اوس د تعلیم او تربیې په برخه کې کومه غټه بهرنۍ توطئیه په منځ کې وي. داسې طرحه لیدل کیږي، چې  د پاکستان په پیروي، د هرې ولسوالي په سطحه ښایي لږ تر لږه اوه – اته مدرسې،  د دیوبندي مدرسو په لړ کې جوړې شي، دا د هیواد په کچه په زرهاوو مدرسې کیږي، هلته چې خورا شعوري، د قرآني احکامو په ځای، د استعماري غوښتونو سره عیارشوي روایتونه تعلیمي نصاب جوړوي. دا رښتیا هم ټولنه اګاهانه «تریاکي» کوي. په دې ډول تعلیم کې ټولنه وړاندې روښنایي او پرمختګ ته نه، بلکې د ژورو تل او تیارو ته رهي کیږي.

اغیار طالبان او پښتانه مترادف ګڼي. پدې کې شک نشته چې زیاتره طالبان پښتانه دي لکه خلقیان چې زیاتره پښتانه وو، دا زموږ د ټولنې د اجتماعي جوړښت محصول دی. اما نه هم د خلقیانو ایډیالوژي پښتني ناسیونالیزم وُ او نه هم د طالبانو ایډیالوژي د پښتنو په ناسیونالیزم ولاړه ده. برخلاف دواړه ډلې ځانونه د ناسیونالیزم ضد ګڼي. د خلقیانو ایډیالوژي د ټولې نړۍ په کومې خیالي کارګري انترناسیونالیزم او د طالبانو ایډیالوژي د ټولې نړۍ په کومې خیالي اسلامي اخوت ولاړه ده.

پښتانه رونډآندي هم د طالبانو په هکله اساساً دوه  جلا جلا  نظرونه لري، چې پدې وروستیو کې د محمد عثمان روستار تره کي او باري جهاني ترمنځ په رسنیز بحث او جدل کې ډیر ښه څرګند شوي دی. روستار تره کي د نړیوالو حقوقو د یو عالم په څیر، چې د سیاسي تعقل  پر بنسټ قضاوت کوي،  د خپل ټول انتقادي نظر سره سره، طالبان اوس د افغانستان تمامیت او امنیت له پاره بې بدیله او ګټور ګڼي، اما باري جهاني د شاعر په توګه، چې عیني پیښې د احساس له لارې درک کوي، طالبان اساساً پښتانه، اما باورونه یې بشپړ پردي او مضر ګڼي. « جنونه ته مې خپل یې، ځنځیرونه بیګانه دی». د طالبانو «لیونتوب»، چې په یواځې ځان یې د نیمې نړۍ ځواکونو سره جنګیدل، بشپړ افغاني خصلت دی، د افغان- انګلیس اوله او دویمه جګړه، د استقلال جګړه او د شوروي په ضد جګړه کې په وار وار دا جنون څرګند شوی دی، اما دا ځل بیا هم د دولتدارۍ استبدادي شیوه، پر تعلیم او تربیې  باندې دیوبندي ډوله، ملي ضد بندیزونه بشپړ بیګانه او ایډیالوژیکي باورونه یې پردۍ ګڼي. قرآني اسلام له اوږدې زمانې راپدیخوا زموږ خپل دی، اما د اخوانیزم سیاسي  باورونه افغاني نه دي.

د طالبانو ښه والی او بد والی په ټاکلو ټولنیزو شاخصونو سره د تول کولو وړ دي. د ښوونې او روزنې څرنګوالی د ټولنې د پرمختګ تر ټولو غوره پارامتر دی او ټولنې ته د هر سیاسي جریان د ګټورتوب او مضرتوب  د محک ډبره هم ده. که ښوونه او روزنه په لوړتیا وي، پدې معنی چې ټولنه ارتقایي سیر طی کوي او که معارف په کښته روان وي، څرګنده ده چې ټولنه هم هوساینې ته نه، بلکې قهقرا ته رهی ده، که هر شخص یا ډلې د ټولنې تعلیم او تربیې لوړتیا ته هڅه کوله، هغه د پرمختګ په خوا او برخلاف یې د جهالت په خوا ولاړ دی. د اسلامي امارت په مشرۍ کې یوه کړۍ د همدغه ډول جهالت څرګنده پلوي کوي، د حکمتیار په قول- دا هغه کسان دي، چې د بهرنیو خطرناکه شبکو سره نژدې او ټینګې اړیکي لري او د ډاکتر محمد عثمان تره کي په باور- دا د اسلامي امارت په مشرۍ کې هغه سخت دریځه ډله ده، چې ښایي ګوښه کړی شي.

اوس رښتیا هم دلته خورا اګاهانه د اصلي ستونزو د حل په ځای فرعي مسایل رامنځته کیږي او د خلکو په سترګو کې د خاورو ښندلو له پاره غټیږي. د الهي احکامو سره سم، فحشا تر ټولو ستر فساد دی. بې حجابي بې پرده ګي ده اما فحش نه دی. رښتیا هم علم او عمل ښکاره کړې ده، چې فحش سترټولنیز فساد دی. دا د ټولنې د اداره کونکو مشرانو وظیفه ده، چې د فحش عیني زمینه محدوده کړي او د دغه دروند فساد مخنیوي له پاره  قانوني لارې چارې پراخې کړي. په کورونو کې د ښخو بندول یا په «حجاب» دومره پابندي د فحشا په کمښت کې ښایي خورا کوچنی رول لوبولی وشي، برخلاف د جنسي غریزو بهیر لکه د اوبو بهیر په بندونو نه بندیږي، یواځې ډنډیږي، چې بلاخره د بند په سر اوړي. فحشا اصلاً  په پټه ناروا او ناپاکه ناجایزې جنسي اړیکي دي، همداسې لکه ناپاکه او  پردۍ مال، چې خوراک یې مضر او حرام دی. د ښځو او نارینه وو بې بند او باره ازادي ښایي بې حیایي وي، اما په هیڅ صورت فحش په ښکاره او رڼا کې نه، بلکې د پردې تر شاته سرته رسیږي. حجاب – هغه هم اسلامي پړونی، ( لکه پخوا چې به نجونو او ښځو په کلیو کې شنه او سره رنګه رنګه ښکلي ښکلي ټکرې په سرونو اچول)، نه دا زندقي چادري، د فحشا په مخنیوي کې کوم جزُیي رول لوبولی شي. د حجاب فرعي ستونزې ته د فحشا د اصلي مسألې په مقابل کې  لومړیتوب ورکول یا اګاهانه د ټولنیز فساد په توګه پر فحشا باندې پرده غوړول دی او یا غیرمسلکي قرون اوسطایي سیاست دی، چې نور څه د کولو یې نه وي زده. د خدای هغه ظریف او ښآیسته مخلوق( ښځې) په هسې تورو او بدرنګه چادریو کې پټول، چې پیریانو ته ورته ښکاري، دا خدایي لار نه ده ، شیطاني لار ده. کلونه کلونه پخوا به چې سړی د کابل پوهنتون ساحې ته نژدې شو، نو د ژوند، خوښۍ او شادابۍ احساس به په کې پیدا شو، اوس هلته کومې پیریاني اروا د ځوانانو مستۍ او خنداوې اخیستې دي، داسې لکه په هدیره کې چې روان اوسې، د خواشینۍ احساس سړی زوروي.

په هر نامه چې وي، د علم او هنر مخه نیول فرهنګي ضد عمل دی. د هر ملت ژوند د خپلو فرهنګي ریښو پورې تړلې دی او د خپلو فرهنګي ریښو له لارې تغذیه کیږي.

هنر د فرهنګ غوره متشکله جزُ په توګه، د خپلو کلاسیکو اووګونو ډولونو سره: ادب ( شعر او هنري نثر)، معماري، موسیقي، نقاشي، نڅا، تیاتر، سینما او د فن او هنر نورمدرن ډولونه ټول اوس د جګړو د وحشت او افراطي ایډیالوژیو قرباني شوي دي.

په هیواد کې د  ادب په ساحه کې یواځې د شعر بازار څه تود دی، چې هلته هم د آموزنده اشعارو تله د مرثیه او بې معنی شعرونو په تناسب سپکه ده. د شعر بازار ته ځینې خورا ارزښتناکه ټوټې راوځي. لدې سره، د احمقانو یو لښکر هم د شعر ډګر ته راوتلي او خورا فعال دي، پدې آند، چې شعر د هر چا په وس کې دی، چې « اشعار» یې نه شعریت لري او نه هم معنی، هماغسې چې انګلیسي شاعر جون ستینبک وایي: هر احمق شاعر دی، اما هر شاعر احمق نه دی.

په طالبانو کې هم د شعر مینه وال شته دي، د ګلبڼ په نامه هره اونۍ فی البدیهه مشاعرې جوړوي.

موسیقی که د جمهوریت په وخت کې دومره زیاته شوې وه، چې نژدې وه ټول ولس بازنګر شي، اما په اسلامي امارت کې د ډیرو بدو منکراتو په جمله کې حسابیږي. پر موسیقي بندیزونه هم د همدغه ډول هنري ضد او  فرهنګي ضد فعالیتونو په کتار کې راځي، چې یا شعوري د ملت فرهنګي ریښې په تیشه وهي او یا هم د ړانده واک  ساتلو د وسیلې په توګه پکارول کیږي. د ملنګ جان خوږې نغمې د استاد ایوب په خوږ غږ کې په اوریدونکو کې ملي احساس راپاروي او اوج ته یې رسوي، چې د هر بااحساسه هیوادوال په سر ویښته زیږ دروي. دا کله هم د پنجابي تالي سټو نه خوښیږي. الهي کلام په خپله د حکمت او پند سربیره، موزون آهنګ لري، ځکه نو لوستل یې آسانه او اوریدل یې ګوارا دی. پخوا به ویل کیدل، چې موسیقي د روح غذا ده. اوس ګنې کوم دیو پر انساني ارواو باندې دغه غذا بنده کړې ده. که د جمهوریت په وخت کې « سندرغاړي دومره زیات شول، چې له شماره وځي»، اوس بیا ټول له رادیو او تلویزیون څخه شړل شوي او د بیکارانو په بیشماره لښکر ورګډ شوي دي. یواخې د دشت لیلې ترانه زمزمه کیږي.

که د نقاشي، رسامي او نڅا فاتحه لوستل شوې او د هنر په هدیره کې خاورو ته سپارل شوي ، معماري، تیاتر او سینما هم مړژواندي پراته دي او  برخلیک یې د هنر ډیرو نورو ډولونو په څیر خوار دی.

د علم او هنر په خلاف، چې له موده لویدلي دي، د دین په نامه سیاست د ورځې ګرمه سندره ده.

دین  د بشري ارزښتونو په پیدایښت کې غوره رول لري، دیني ارزښتونه د انساني فرهنګ جزُ کیږي.« افغان ملت که د اسلام د سپڅلي دین تر چتر لاندې یووالی موندلی»، افغاني فرهنګ هم د اسلامي ثقافت یوه برخه ده. اوږدو جګړو او استعماري مداخلو افغاني اسلامي ارزښتونه هم اغیزمن کړي دي. قرآن شریف په څو پوښونو کې تاو شوی او په تاخچو کې ایښودل شوی دی، د ملایانو او طالبانو له جملې څخه هم یو- نیم یې په معنی ، کم او توم پوهیږي. د لوستلو او قرائت سیالي یې ښې په جوش او خروش کې روانې دي. اما د معنی د پوهیدو یې پرته صحیح لوستنه او د صحیح لوستلو پرته یې پر معني درست پوهیدنه څنګه ممکنه ده! د قرآني اسلام څخه فاصله نیول که زموږ د خلکو د بې تعلیمي محصول وی او که د کوم بل غیرمرئي شعوري اسلامي ضد مرکز د فعالیتونو پایله وي، په ټولنه کې یې خرافات د «اسلامي ارزښتونو» په نامه حاکم کړي دي. د موسیقي، د ښځو د ښوونې او روزنې او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه، د ښځو د حجاب او د نارینه وو په ږیرو کې نښتل او ډیر داسې نور د همدغو خرافاتي باورونو محصول دی، چې د ټولنې پرمختګ د رکود سره مخامخوي، خلک د هوسا ژوند څخه محروم کوي او د اختناق فضا رامنځته کوي، څوک، چې د تیښتې لار مومي له هیواده بهر تښتي. د ترکيې د زلزله ځپلو سره د مرستې په آوازه په هوایې ډګر د خلکو هجوم د دا ډول اختناق څرګند مثال دی، آی اولالباب! د دین او خرافاتو ترمنځ اړیکي او توپیرهمدومره  باریکه او غیر مرئي دی لکه د شاعر او احمق ترمنځ. لدې سره ټول خرافات مذهبي بڼه غوره کوي، اما ریښتینی دین د خرافاتو سره هیڅ سر نه خوري. د کائناتو خلقت د انساني پوهې څخه په خورا لوړه سطحه، شعوري بنسټ لري، چې مروجو خرافاتو سره د ځمکې او آسمان په اندازه تفاوت لري.

سلام علیکم د اسلام د لومړنیو او غوره رکنونو څخه دی، چې کله یو موُمن بل ته سلام علیکم وایي پدې معنی چې هغه ته ډاډ ورکوي چې زما له خوا ته په بشپړ امن کې یې، زما له خوا تاته هیڅ خطره نشته ده. ایا په عمل کې همداسې ده؟ اما په همدغه اسلامي هیواد کې آن ورور له ورور څخه، ګاونډی له ګاونډي څخه، تربور تر تربور څخه ځان په امن کې احساسوي؟

اوس اوس د کوډو او تعویزونو تنور ډیر ګرم دی. خلک خپل ټول مشکلات په تعویزونو حلوي او خپل «دښمنان» په جادو له منځه وړي، د هدیرو خاورې ، د څو سوټو سرونه او سل-زر نور چټیاټ  پرې خوري. په ریښتیا یې هم له سلامته وباسي. دا بې فرهنګي ده.

د فرهنګ د نورو متشکله اجزاو په توګه ژبه، چې  یو د بل سره د اړیکو او پوهیدو وسیله ده، یو د بل د اعذار او اذیت وسیله او یو بل ته د ښکنځلو او بد ورد ویلو وسیله ګرځیدلې ده. هر یو حق لري او باید ویې لري، چې خپلې ژبې سره مینه ولري او خپلې ژبې ته کار وکړي، اما پدې شرط چې نور پرې توهین او تحقیر نه کړي، نورو ته صدمه و نه رسوي. د دموکراسي اصلي مفهوم هم، (د هماغه لرغوني یونان څخه چې د ولسواکۍ زانګو ګڼل کیږي، تر ننه پورې) همدا دی، چې هر انسان په خپلو کړنو او ګرویګنو کې آزاد دی، پدې شرط چې نورو ته یې ضرر و نه رسیږي.

فرهنګ – د اخلاقو  په مفهوم هم مخ په ځوړي روان دی. د استمعار لومړۍ کوزار د ولس په اخلاقو وی، که پدې ضربو سره یې د ټولنې اخلاقي ارزښتونه بې معنی کړل، نو ملت یې خپل غلام کړ. د افغانانو، په ځانګړې توګه د ځوان نسل اخلاقي حالت هم د هیواد د نورو چارو په څیر په ژور بحران کې دی. د ټولنې اخلاق که د منل شوو نورمونو او موازینو مجموعه وګڼو، چې د اوږدو زمانو په لړ کې رامنځته شوي دي، د زمان او حالاتو سره بدلون مومي، همیشه په خپل ځای نه پاته کیږي. دا چې بلواکي او پردی پال په هیواد کې پاتې کیدلی و نه شول پدې معنی چې ملي اخلاق، تر ټولو مهلکو ضربو سره سره لا ژوندي دي، خو ځګیروی لري.

فرهنګ – چاپیریال، طبیعت او نورو خلکو سره د چلند په مفهوم دومره ځانځاني او ایګویزم ته غورځیدلی، چې نور نو د چاپیریال ساتنه، خپلولي، ملګرتیا خورا  بې ارزښته مفاهیم ګرځیدلي دي.

دودونو، رواجونو او باورونو د فرهنګي پدیدو په څیر خپل ځای په ټولنه کې ټینګ ساتلی دی. له همدې کبله افغاني ټولنه د عنعنوي ټولنې په نامه بدنامه شوې ده، چې ګنې مدرن او پرمختللی ژوند نه شي منلی. که د یو شمیر خورا ناوړو موجودو  رواجونو څخه تیر شو، زموږ خلک داسې پیاوړي مثبت دودونه هم لري، د کومو په زور چې سترو ځوکونو ته ماتې ورکړي دي. د بیلګۍ په توګه : « وطن ناموس دی، د ناموس ساتنه فرض ده پر ما…» خپلې خاورې ته د ناموس په سترګه کتل او د ناموس ساتنه فرض ګڼل دا د افغانانو ځانګړی باور دی، چې په نورو ولسونو کې یې ساری نه لیدل کیږي. ځکه نو هیڅ خارجي قوت پدې خاوره خپله استیلا نه شي ساتلی. له همدې کبله استیلاګر افغاني ټولنه د وروسته پاتې عنعنوي ټولنې په نامه غندي، تر څو همدغه فرهنګي ارزښت يې ورته پیکه کړي.

په مجموع کې کله چې فرهنګ، سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند ته د یوې ټاکلې ایډیالوژۍ او باور له دروازې وکتل شي لکه طالبان او د هیواد نورې سیاسي ډلې یې چې ګوري، ټول واقعیتونه بل رنګ – ایډیالوژیکي بڼه غوره کوي لکه د چا چې شنې عینکې په سترګو وي، نو ټول شیان ورته شنه ښکاري، حال دا چې ټول څیزونه طبعاً شنه نه دی.

په وروستیو لسیزو کې د هیواد ټول سیاسي سازمانونه او تنظیمونه لږ او زیات د بهرنیو ایډیالوژیو او څارګریو تر آغیز لاندې خپل فعالیتونه په وړاندې بیایي او د قوت اندازه یې هم په همدغه پایو ولاړه وي، دنننۍ تومنه یې زیاته نه وي. له همدې کبله، ډیر کله یې خپل اصلي هدف او مرام ترې پاتې وي او د یوې محدودې اجنتوري له لارې د پردي سناریو لاندې کار کوي. د طالبانو تنظیم هم د مجموعي اسلامپالو یوې ډلې په توګه، د یوې « تنګې خطرناکه بهرنی استخباراتي کړۍ» یا « سخت دریځې ډلې » تر آغیز لاندې، ډیر کله د خپل اصلي هدف  (ملي او اسلامي نظام ) څخه منحرف ښکاري. په ملي او بین المللي کچه د یو منل شوي نظام په توګه، د اسلامي امارت ژوند او مرګ هم ښایي د همدغې خطرناکه یا سخت دریځې کړۍ د آغیز څخه د ځان خلاصون پورې تړلی وي.

د افغانستان د ټولو اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي بی شمارو ستونزو د حل لاره، په اوږد مهال کې یواځې د ټولو هیوادوالو د نارینه وو او ښځینه وو په ګډو هلو ځلو موندل کیدی شي. په یو ایډیال صورت کې که چیرۍ د هیواد ټول مسلکي او علمي کارپوهان، د سازماني، تنظیمي او عقیدوي تړلوالي پرته، په ګډه کار اوزیار وکړي، بیا هم د هیواد د ټولو ستونزو هوارولو له پاره کفایت نه کوي. د متخصصو کدرونو کمبود آن په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم شته، له همدې کبله د وروسته پاتې هیوادونو یو- نیم موجود پوهان هم ځانته جلبوي. دا به ستره سیاسي ساده ګي وي، که وګڼل شي چې اسلامي امارت د هیواد د ټولو چارو د پرمختګ له پاره کافي کارپوهان او عالمان لري او الله تعالي ورسره مرسته کوي. په اوږدمهال کې، په حتمي او اجباري بنسټیز تعلیم او تربیې او د لوړو تعلیماتو د دوامداره پراختیا سره، د لازمو کدرونو روزنه ممکن کیدلی شي. د تعلیم او تربیې کچه د ټولنې د پرمختګ اساسي شاخص او معیار دی.

د هیواد په اوسنۍ حالت کې د طالبلنو بدیل، بل کوم منسجم قوت، چې د ټولنې سالمه اداره په غاړه اخیستلی وشي، نه تر سترګو کیږي، د طالبانو بدیل انارشي او بې امني ښکاري. طالبان په لنډو څو کلونو کې  یا باید د اوسني عصر د غوښتنو سره په ملي او بین المللي کچه ځان عیار کړي، د جنګ د وختونو خشن چلند په ځای سیاسي او مدنی برخورد غوره کړي، ریښتینی اسلامي او ملي عدالت، چې د ټول مملکت د ترازو تله د خپل ټټر په سر کیږدي، پلی کړي، که نه  په هیواد او نړۍ کې د ژوند قابلیت په خپله له لاسه ورکوي.

د نظام او ادارو ړنګولو هڅې نور، پرته د پاکستان د هیچا په ګټه نه دي. تر ګډوډۍ او ناامنۍ آن استبدادي رژیم هم ښه دی. ښایي هر افغان په خپل ټول شخصي او ټولنیز ژوند کې د هر ډول تخریبي او ورانکارانه چارو څخه لاس په سر شي او هر یو، په ټولو  اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ساحو کې د خپلې وسې په اندازه، ولو که ناچیزه هم وي، په  سازنده او فعال کار بوخت شي. فساد په خپل اصلي مفهوم کې هر ډول ورانکاري په بر کې نیسي، د هر ډول ورانکاریو مخه یواځې د ټولو هیوادوالو په ګډو هلوځلو نیول کیدلی شي.

  « پای »

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.