اعليحضرت امان الله شاه غازي (د امير حبيب الله خان زوی ، زوکړه پنجشنبه ۵ذي القعده ۱۳۰۹ه ق / ۱۳دلو ۱۲۷۰ه ش ۱۸۹۱م پغمان کابل (۱) مړېنه دوشنبه۵ ثور ۱۳۳۹ه ش ۲۵اپرېل ۱۹۶۰م /۱۳۸۰ه ق اټاليا ښخ جلال آباد) هغه وخت د شرق پر افق په آب و تاب راوځليدی کله چي په سيمه کي د انګرېزي استعمار زورواکي ښه په درب روانه وه د لومړي نړيوال جنګ پس د نړۍ نقشه په بله اوښتې وه په دغه جنګ کي مسلمانان د جرمني اتحاديان وه چي د جنګ په بايللو يي د برلن د ښار په رک مابين کي په ديوال وهلو سره جرمن په شرقي او غربي جرمني کي سره وويشل دغه سزا اتحاديانو د جرمني و اتحادي ترکيې ته هم ورکول غوښته چي ټوټه ټوټه يي کړي خو د مصطفی کمال د مسلسل مزاحمت پس پخپله ترکيه خو بچ پاته شوه لاکن دښمنانو د عربو يو شمېر برخي د خلافت عثمانيه څخه راجلا کړې او دا ډول په نړۍ کي د مسلمانانو د بقا او هيلو مرکز د ترکيې خلافت عثمانيه د کفري دسيسو شومه جوړه شوې وه
په افغانستان کي په پرله پسې درو جنګونو کي د ماتي خوړلو پس انګرېزان مجبوره شوه چي د افغانستان استقلال ومني د افغانستان د استقلال د ګټلو شمله تاريخ و اعليحضرت امان الله شاه غازي ته پر سر ور کښېښوول دا هغه وياړو وو چي د لوی احمد شاه بابا پس يي تاريخ له شاوخوا يونيم سلو کلونو څخه د خپل اتل لاري څارلې هغه وو چي دا فال د امان الله خان په نوم وواتی دافغانستان استقلال يواځي د افغانستان نه وو بلکه د سيمي د نورو قامونو له پاره هم د ازادۍ او خپلواکۍ زيری وو بالخصوص دغه پيښي په هند کي دمېشتو مايسو او ناهيلو قوتونو په زړونو کي د استعمار په ضد يوه نوې ساه پوه کړه
علامه اقبال (د شېخ نورمحمد زوی زوکړه ۹نوامبر ۱۸۷۷م سيالکوټ مړېنه۲۱ اپرېل ۱۹۳۸م لاهور ښخ لاهور) په دغه عصر کي داستعمار په ضد د اسلامي امه د رابيدارولو تراڼ تړلی وو نو ځکه و ده ته هم د خپلو ارمانونو د تر سره کولو له پاره د ده د خوبونو شهزاده د امان الله شاه غازي په بڼه کي په لاس ورغلی
علامه محمد اقبال د افغانانو سره بې کچه مينه درلوده د دې مينه سوب د افغانانو هغه سخت کوشي او د مذهب سره د دوی ريشتونې مينه ده چي په نړۍ کي د ډېرو لږو قامونو په برخه ده د مذهب سره د دوی د ميني او په ټوليزه کچه د يوه پياوړي قام په وجه اقبال له افغانانو څخه ډېري هيلي لرلې
ولي چي د غلام هندوستان او عالم اسلام د ابتلا په شپو کي اقبال ته د حريت، مېړاني او خپلواکۍ څرک په افغانستان کي په نظر ورغلی ځکه اقبال وغوښته چي د افغانانو ستاينه وکړي تر څو
د نړۍ د نورو مسلمانانو په زړونو کي هم دخپلواکۍ،مېړاني او آزادۍ جزبې غزوني وکړي د مير عبدالصمد خان له قوله
“د علامه اقبال د شاهانه مزاجه ډکي قلندرۍ د افغانانو دغه خويونه خوښ شوه او هغه د يو ريشتوني دردلرونکي مسلمان په څير دغه هيلې او ارمانونه په خپلو هيلو او ارمانونو کي راونغښتل او په ډاګه يي د دې په اظهار وکړ دا ډول يي دافغان ملت په خپلولو سره و دغه موضوع ته يو ځانګړی ابديت وروباخښی”(۲)
اقبال دافغانانو په نااتفاقۍ ډېر رنځېدئ او په خپلو منظومو او منثورو ليکونو کي يي د خپل دغه رنځ يادوني کړي دي په پيام مشرق، جاويد نامه، بال جبريل ،مثنوي مسافر او ضرب کليم کي يي د افغانانو خورا ستاينه کړې ده په ضرب کليم کي يي د محراب ګل افغان افکار تر سرخط لاندي د خوشحال خان د هغه درس غبرګون کړی دی په کوم کي چي هغه پښتانه يي هر يوه ټغر سره رابللي وه د افغاني ملت پرون هم او نن هم دا تر ټولو لويه ستونزه ده چي په پرله پسې ډول د بې اتفاقۍ سره لاس او ګرېوان دي هم دغه سوب دی چي اقبال د خپل مشهور نظم کي دمحراب ګل افغان په فرضي شاعرانه کردار له افغانانو د پاڅون ، بيدارۍ او انقلاب غوښتنه کړې ده
“په محراب ګل افغان کے افکار” کي اقبال د افغانانو د نسلي او تاريخي رواياتو د په زړه پوري ترجمانۍ سره سره د دوی د روحاني ارمانونو او په افغان قوميت کي د اسلامي کړه وړه په زړه پوري څرګندونه کړې ده(۳)
تیری خودی میں اگر انقلاب ہو پیدا عجب نہیں کہ یہ چارسو بدل جائے
تری دعا ہے کہ ہو تیری آرزو پوری مری دعا ہے تیری آرزو بدل جائے(۴)
اقبال وار په وار و افغانانو ته د يووالي، مرکزيت او خودۍ سبق وريادوي چي هم دغه د ژوندانه راز او د کائناتو برګ او ساز دی اقبال د افغانانو د شاته پاته کيدو يو بل علت دا ښيي چي دوی پر حال قناعت او له راتلونکي څخه له غفلته سره مخامخ دي هغه وايي چي د قامونو له پاره اميد او آرزو او يوه ګډه کړن لاره ډير ضروري وي او د نامتو افغان پوه سرور خان ګويا له قوله
“حضرت اقبال بعد از ۹۰۰ سال آنرا ترجمانی می نماید و جذبات و اشتعلاتی کہ دربارہ وطن محبوب مازوی در ہر وقت و ہر پیش آمدی ۔ مشادہ میشد فزوں تر از آن است کہ در این چند کلمہ ادا میشود او را پندار و گفتار مخصوص در این بارہ بود ما را بہ خودی میخواند و بہ داشتن اتکا بہ خود و اعتماد بہ نفس کہ جبلی افغانیاست تمجید میگفت نگارہ عقابان ما در تنظر نافذ تر ویدندہ تر از شمشیر وخنجری نمود عزم ما را محکم تر از کوہسار ما میخواند بادشاہ را مرد پاک نہاد و صاحب نظر خطاب میکرد۔
بیا بیا کہ بدامان مادرآویزم کہ مرد پاک نہاد است و صاحب نظر است
در حق ملت ما گفت؛
آسیا یک پیکر آب و گل است
ملت افغان درآن پیکر دل است
او فساد گیتی را در فساد آسیا را در فساد دیار مامعانیہ میکرد و گفت
از فساد او فساد آسیا
در کشاد او کشاد آسیا
او معتقد بود تا فرزندان افغان یعنی دل پیکر آسیا آزاد بناشدن تب آزاد نگردد۔
تا دل آزاد است آزاد است تن
ورنہ کاہی در رہ یاد است تن( ۵)
و افغانانو ته د خود اعتمادۍ سره د منزل و کعبې ته د رسېدو زيری ورکوي په دغه لړ کي پښتون څېړونکی اکرام الله شاهد ليکي چي
” د افغان ټولواکانو سره د اقبال ډيري هيلي تړلي وې او ده دا هيله لرله چي افغاني حکمرانان دي په خپلو بيلا بيلو قبائلو کي په روغه جوړه يو ملي وحدت رامنځ ته کړي دا خورې ورې قبيلي دي پر يوه مرکزي ملت سره راټولي کړي او افغانستان دي د يوه لوی اسلامي هيواد په څېر تشکيل کړي لکه په پخوانيو وختونو کي چي دا کار محمود غزنوي ،او سلطان شهاب الدين غوري او په دا نژدې پخوا کي چي احمد شاه بابا تر سره کړی وو دغه درو سروو لويو حکمرانانو په برصغير کي د اسلام و پياوړتيا ته ډېر لوی توان وربخښلی وو” (۶ )
دغه وجه وه چي اقبال و هر هغه افغان ټولواک ته په ډېره درنه سترګه کتل چا چي د افغانانو په ملي يو والي کي زيار ګاللي وه د پروفيسر فتح محمد ملک له قوله چي
” اقبال له خوشحال خان خټک او احمد شاه بابا ان تر غازي امان الله خان او نادرشاه پوري و هر هغه ټولواک ته خورا په درنه سترګه کتلي چاچي په خپل منځو کي لاس او ګرېوان افغان قبائل د يو کولو د هڅو پس د يوه پياوړي افغان مملکت د تاداو د ايښوولو هڅي تر سره کړي دي “( ۷)
غازي امان الله خان هم يو له دا ډول افغاني ټولواکانو څخه دی چاته چي تاريخ د افغانستان د استقلال د اخيستلو تاريخي خول پر سر ورکښېښوی ويوې خوا ته يو داسي ميړنی مسلمان حکمران او و بلي خوا په غلام هندوستان کي اوسيدونکی د خپل عصر لوی فيلسوف او شاعراقبال . نو دا يو فطري امر وو چي د دواړ د اړيکو موجب شو د دغه اړيکو پيل که څه هم و باقاعده څېړنه ته اړتيا لري خو زه يي د۱۹۱۹ م څخه را پيلوم کله چي افغانستان استقلال تر لاسه کړ او په درسته نړی کي په رسمي توګه د يوه خپلواک هيواد په څېر وپېژندل شو د افغانستان استقلال په درسته نړۍ خصوصا اسلامي هيوادونو کي هغو غلامو قامونو ته د اميد يوه نوې ولوله عطا کړه په تيره بيا په ګاونډ کي د انګريزي استعمار تر ولکه لاندي پرتو اولسونو ته دامان الله خان وجود تر يوه مسيحا کم نه وو چي د غلامو او مړو قامونو دپاره د استقلال د ساه پوکونکي استعاره بلل کيده په يوه داسي چاپير کي چي د نړۍ د مسلمانانو د هيلو کعبه خلافت عثمانيه د استعماري قوتونو شومه شوې جوړه شوي وه له سوبه يي د انګرېزانو په غرور کي زياتونه شوي وه خو دافغانستان استقلال وخلګوته اميد وروبخښی اميد لا څه چي د استقلال پس چي کله انګريزي پلاوی په لومړي ځل افغانستان ته رسمي سفر کوي او غازي امان الله خان د دغه پلاوي د رخصتېدو پر وخت يو دا ډول وينا کوي چي تر اوسه لا د مېړاني د تاريخ په حافظه کي نقش ده
” له وړوکوالي د نړۍ د واړه قامونو د خپلواکۍ غوښتونکی يم او د کوم قام پر حقوقو باندي تيری و ماته رنځ راکوي خصوصا دا ډول حالات لکه چي زمادخپل سلطنت او هيواد دبشپړه حاکميت د حقوقو او ادابو خلاف وي نو زه دا هيڅکله په يوه حالت کي هم نه شم ليدلای ولي چي ما زموږ له دغه ښکاره حق څخۀ له محرومۍ باعث برطانيا بلل نو ځکه ما خپلو واړه فکرونو ته د برطانيا په ضد وده ورکول او اوس هم د افغانستان د عزت او شرافت په خاطر د خپلي ويني د وروستي څاڅکي د تويولو له پاره چمتو يم ځکه چي ما و خپل ملت ته ويلي دي چي زه خپل ځان چي ما د هيواد و خدمت ته سپارلی دی به د ګران وطن د استقلال په دفاع قربانوم لاکن نن زما د قام په مېړاني زما ځان او زموږ استقلال دواړه خوندي دي او زه دا خپل دوهم ژوند ګڼم او دا به هم پر خپل ملت صدقه کوم
ډېر خوشحاله يم چي برطانوي دولت د خپل تامل او تذبذب پس چي زما د رنج باعث وو د وروستي وخت د تيرېدو له مخه په حزم او معامله پوهنه سره زموږ استقلال ومانه چي نتيجه يي دا راووته چي موږ به د ګاونډيتوب اړيکي ورسره ولرو په دې کي هم هيڅ شک نشته چي دغه اړېکي دوستانه نه دي د ګاونډيتوب دي بيا هم د نورو ستونزو د اواري پس هيله من يم لکه اعليحضرت شاه جارج چي د خپل تبريکۍ په ټيلګرام کي دا تړون په دوستانه بللی دی نو دا همسايګي به په دوستي بدله شي
زه کله هم د عالم اسلام د حسياتو څخه جلا کيدلای نه شم نو که برطانوي دولت د افغاني ملت د غوره آشنايي هيله لري نو تر ټولو لومړی دي زما له خواخوږۍ ډکو وړانديزونو باندي عمل وکړي کوم چي ما په لومړۍ ناسته کي ورکړي وه له کومي ورځي چي برطانيا د مسلمانانو په ضد ګام پورته کړی دی له هغه ورځي يي واړه عالم اسلام له ځانه خفه کړی دی هغه ښکاره ده چي نتېجه به يي ارومرو ستاسو دولت ويني څه ډول مراعات چي د ترکيې د دولت سره کوی په هم هغه اندازه به د افغانانو زړونه ستاسو و لور ته مائل شي دا فکر کله هم مه کوی چي تاسو به د عالم اسلام سره ناوړه چلن کوی او افغانستان به ستاسو دوست شي يا به تاسو د اسلامي شعائرو سره مخالفت کوی او د افغانستان دولت او اولس به له تاسو بې پروا او بې فکره وي
په هندوستان کي هم و خپلو کړنو ته فکر وکړئ ځکه که فريادونه او ناارامۍ هلته زياتيږي نو دا هغه څه نه دي چي سرحدي کرښي به يي مخه ونه نيسي
زموږ دسرحدونو ، قومونو، خلګو او ديني اړيکو له کبله موږ په خپل منځ کي يو ډول توپير نه سره لرو موږ دخپل ځان په ډول د دوی د پرمختګ او ښېګړو غوښتونکي هم يو که يي برطانوي دولت د خپلو دغه هڅو په تائيد چي د دوی د ريشتوني نيکمرغۍ له پاره يي په کار اچوي پر خپل ځان هر ډول هم لګوي دا د دوی خپل کار دی “(۸)
د افغانستان د استقلال پس دغازي امان الله خان دا ډول وينا د سيمي د هيوادونو او مسلمانانو له پاره د نجات زيری ثابتيږي او امان الله شاه غازي د دوی ټولو د هيلو او ارمانونو مرکز جوړېږي هغه يي چي په لومړۍ مئ ۱۹۲۳م دالماني شاعر ګوئټه د”ديوان مغرب” په ځواب کي د شرق فيلسوف علامه محمداقبال “پيام مشرق” له چاپه راوزي ددرستي سيمي د مسلمانانو زړونه په دې ټکور شوه چي اقبال د پيام مشرق انتساب د اعليحضرت امان الله شاه غازي په نوم کړی دی
پیشکش پیامِ مشرق
بحضور اعلیٰحضرت امیر امان اللہ خان فرمانروا دولت
مستقلہ افغانستان خلد اللہ ملکہ و اجلالہ‘۔
اے امیرِ کامگار اے شہریار نوجوان و مثلِ پیراں پختہ کار
چشمِ تو از پردگیہا محرم است دل میانِ سینہ ات جامِ جم است
عزمِ تو پایندہ چوں کہسارِ تو حزمِ تو آساں کند دشوارِ تو
ہمت تو چوں خیالِ من بلند ملتِ صد پارہ را شیرازہ بند
ہدیہ از شاہنشہاں داری بسے لعل و یاقوتِ گراں داری بسے
اے امیر ،ابن امیر ،ابنِ امیر
ہدیۂ از بے نواے ہم پذیر!
تا مرا رمزِ حیات آموختند آتشے در پیکرم افروختند
یک نواے سینہ تاب آوردہ ام عشق را عہد شباب آوردہ ام
پیرِ مغرب شاعرِ المانوی
آں قتیلِ شیوہ ہاے پہلوی
بست نقشِ شاہدانِ شوخ و شنگ دادِ مشرق را سلامے از فرنگؔ
در جوابش گفتہ ام پیغامِ شرق ماہ تابے ریختم برشامِ شرقؔ
تا شناساے خودم، خود بیں نیم باتو گویم او کہ بود و من کیم
او ز افرنگی جواناں مثلِ برق شعلۂ من از دمِ پیرانِ شرقؔ
او چمن زادے، چمن پروردئہ من دمیدم از زمین مردہِ
او چو بلبل در چمن ’’فردوسِ گوش‘‘ من بصحرا چوں جرس گرمِ خروشی
ہر دو دانائے ضمیرِ کائنات ہر دو پیغامِ حیات اندر ممات
ہر دو خنجر صبح خند، آئینہ فام او برہنہ، من ہنوز اندر نیام
ہر دو گوہر ارجمند و تاب دار زادۂ دریاے ناپیدا کنار
اوز شوخی درتہِ قلزم تپید تا گریبانِ صدف را بر درید
من بہ آغوشِ صدف تابم ہنوز در ضمیر بحرِ نایابم ہنوز
آشنائے من زمن بیگانہ رفت از خمنانم تہی پیمانہ رفت
من شکوہِ خسروی او را دھم تخت کسریٰ زیر پائے او نہم
او حدیثِ دلبری خواہد زمن رنگ و آبِ شاعری خواہد زمن
کم نظر بیتابیٔ جانم ندید آشکارم دید و پنہانم ندید
فطرتِ من عشق را در برگرفت صحبتِ خاشاک و آتش درگرفت
حق رموزِ ملک و دین برمن کشود نقشِ غیر از پردۂ چشم ربود
برگ گل رنگین زمضمونِ من است مصرعِ من قطرۂ خونِ من است
امارت كښې يې لا فقر زياتېده او سلمان شان مدائن كښې اوسېده
حكمران ؤ ورڅخه نه ؤ سامان
ؤ يې لاسو كښې فقط توره قرآن
چې سامان شه د چا عشق د مصطفٰے
په پلو كښې د لمن يې شوه رڼا
سوز پيدا كړه د صديق او د علي
د الله نه غواړه مينه د نبي
دے ملت د ده په عشق باندي حيات هم دا عشق دے ساز سامان د كائينات
په جلوه د ده ظاهره تمامي شو په ضمير كښې د وجود چې هر څه ؤ
د نبي مينه دے روح لره آرام د دې مينې ورځ له نشته دے ماښام
پاڅه دور كړه تازه د عشق د جام
كړه تازه غر كښې د عشق هغه پيغام ( ۱۰)
د علامه اقبال دغه د يو اتيا مصرعو نظم که يوې خواته د اعليحضرت امان الله شاه غازي سره د ده او د نړۍ د مسلمانونو د تړلو هيلو ښکارندوی دی نو وبلي خوا ته له دغه نظمه دا جوتيږي چي د دوی ترمنځ دي اړيکي هم تر دا وخته پياوړي شوي وي خو دا بحث بيا څېړني ته اړتيالري علامه اقبال نه يواځي د خپل مشهور اثر پيام مشرق انتساب د شعر په ژبه د اعليحضرت مان الله شاه غازي په نوم کړی دی بلکه د پيام مشرق په سريزه کي يي په نثر کي د افغانانو سره د خپلو تړلو هيلو څرګندونه په دا ټکو کي کوي
” شرق او خصوصا اسلامي شرق د سونو کلونو له پرله پسې خوبه پس سترګي روڼي کړي دي لاکن د شرق د قامونو که پاره دا سنجول ډېر اړين دي چي ژوند په خپله له ځانه يو ډول انقلاب هم نه شي پيدا کولای تر څو لومړی د دغه انقلاب عکس د انسانونو په ذهنونو کي متشکل نه شي د فطرت دغه اټل قانون کوم چي قران کريم په دغه آيت کي په ډيرو ساده ټکو بيان کړی دی چي “ان الله لايغير مابقوم وما حتی يغيرو ومابانفسهم” د ژوند پر يواځني او ګډ دواړو اړخونو باندي حاوي دی او ما په خپلو فارسي آثارو کي د دغه صداقت و مخ ته د ايښوولو هڅه کړې ده
دا وخت په نړۍ کي او په خصوص سره په شرقي هيوادونو کي هره هغه هڅه چي موخه يي د خلګو او اقوامو ديدګاه له جغرافيائي حدودو اوچتوي او او په دوی کي د يوه غوره او پياوړي انساني ژوند نوښت او پائيښت کوي ته ډېر په درنه سترګه ګوري له هم دغه کبله ماخپلي داڅو پاڼي د اعليحضرت فرمانروای افغانستان په وياړلي نامه منسوبي کړي دي چي هغه په خپل فطري ذهانت او ځيرکتيا په دغه نکتو په ښه ډول پوهېدونکی ښکاري اودافغانونوپالنه يي په خصوصيت سره په نظرکي نېولې ده په دغه لوړکارکي دي پروردګار د ده ملاتړ وکړي” ( ۱۱)
د نامتو اقبال پېژندونکي خدای بخښلي مير عبدالصمد خان له قوله چي د اقبال د پيام مشرق و غازي مان الله خان ته د منسوبولو ” سوب دا وو چي افغانستان د مسلمانانو يو داسي هيواد دی چي دنړۍ دزبر ځواکونودپرله پسې دسيسو باجوددخپلي ملي خپلواکۍ د خوندي ساتلو په هڅو بوخت دی ځوان او له جوشه ډک امان الله خان د خپلواکۍ او آزادۍ بيرغ پورته کړی په دغه شپو کي په زرونو مسلمانانو هندوستان دارالحرب بالی او افغانستان ته يي هجرت وکړی د مولانا عبيدالله سندهي او مولانا محمود انصاري په څېر آزادي خوښونکو افغانستان ته راغله او له دغه ځايه يي د هندوستان د مسلمانانو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو هڅي کولې د افغانانو مېلمه پال او اسلام خوښونکي ملت د خپل وس مطابق د خپلي پسماندګۍ باوجو د هند دغه مهاجر په خپل ځيګر پوري ونيول او حتی المقدور يي د دوی درناوی وکړ”(۱۲ )
مشهور څېړونکي عبدالله چغتائي بيا د “پيام مشرق” و امان الله خان ته منسوبولو ته په دا سترګه ګوري چي
“يو ځل ما له علامه اقبال څخه وپوښتل چي تا پيام مشرق د غازي مان الله خان له نامه سره ولي منسوب کړی وو ده راته ومسل او ويي ويل چي مادا اثر د کوم خپلواک مسلمان په نامه منسوبول غوښته نو په دغه لړ کي تر غازي امان الله خان بل وړ شخصيت کوم څوک کيدالای شو داقبال پر دغه ځواب زه لاجوابه شوم ځکه چي د پيام مشرق د جذبې د فعاله ساتلو له پاره دا اړېنه وه چي انتساب دې د يوه مېړني آزاد مرد په نوم وشي” (۱۳ )
په لاهور کي پيام مشرق چاپيږي او په کابل او د افغانستان په نورو برخو کي ويشل کيږي دا ډول افغانان د علامه اقبال له فکره سره بلدتيا مومي پر خواجه حافظ او مرزا بېدل باندي شيدا ملت پر اقبال مينيږي مولانا عبدالسلام ندوي ليکي چي
“په اسلامي هيوادونو کي د اقبال شاعري په خصوصيت سره شهرت مومي په مئ ۱۹۲۴م کي کله چي په افغانستان کي د غازي امان الله خان حکومت د خپل دولت د انتهائي عروج مزلونه پرې کوي دډاکټراقبال کلام دکابل په کوم لوی مجلس کي واورول شو په کوم کي چي نوموړی شاه، د وزارت خارجه وزيران ، د ښار مخور، د ښووني وزير او ځيني نورو وزيرانو هم ګډون درلودی په لوستونکوکي د انعامونو د ويشلو په دغه غونډه کي ماشومانو زموږ د ملک الشعرا (اقبال) مشهوره ملي ترانه ” مسلم هين هم وطن هے سارا جهان همارا”خورا په مينه او سپېڅلې لهجه واورول خو کله چي هم دغه ترانه په عسکري ساز کي واورول شوه نو پر ګډونوالو يي ژوره اغېزه وشندل “(۱۴ )
دمحمد حسېن خان په نامه د جالندهر له پښتنو څخه يو کس وو چي په هم دغه شپو کي په افغانستان کي د تدريسات عمومي رئيس (ډائريکټر جنرل پبلک انسټرکشن) وو هغه د اعليحضرت امان الله خان په دربار کي د خپلو سترګو ليدلي حالات او پيښي ليکلي او په اردو يي د “افغان بادشاه” په نوم چاپ کړي دي دغه کتاب مارفيقي د “پښتون پاچا” په نوم په پښتو راژباړلی دی د محمد حسېن خان په دغه کتاب کي هم د عبدالسلام ندوي د هغه خبري چي دغازي امان الله خان په زرين عصر کي په افغانستان د خواصو په مجلسونو کي د اقبال د کلام سره څومره علاقه مندي موجوده وه پخلی شوی دی
” د يادشوي نظم په اړوند به زه دا ووايم چي په هم دغه شپو کي په لومړي ځل لوستونکو ترانې ويل پيل کړي وې چي موضوع به يي زياتره استقلال، ازادي ،ائين،قانون او علم و عرفان وه چي د شاهانه ذات د همت ، معدلت او روڼ اندۍ څخه تر لاسه شوي او پيل شوي دي او په دغه ترانو کي دي چيري هم د ملت د محوديت ګمان لا هم موجود نه وي د حضرت اقبال ترانه ” مسلم هين هم وطن هے سارا جهان همارا” هم خورا په مينه او لورونه اورول شوي او اورېدل شوي وه که څه هم دلته په اردو په ژبه پوهېدونکي په اوړو کي د مالګي برابر لا هم نه دي” ( ۱۵)
عين په هم دغه شپو کي دافغانستان نامتوسکالر عبدالهادي خان داوي چي تر دې وړاندي په انګلستان کي د افغانستان سفير پاته شوی وو او اوس په افغانستان کي د تجارت وزير وو د مشهور “امان افغان” په بيلا بيلو ګڼو کي پر پيام مشرق باندي يوه اوږده تبصره خپره کړه (۱۶)
د داوي صاحب دغه ليکنه په افغانستان کي داقبال پېژندني په لړ کي د باقاعده لومړنيو ليکنو څخه شمېرل کيږي او دې ليکني په افغانستان کي و اقبال پېژندنه ته نوره هم وده ورکړه
غازي امان الله خان د يوه دا ډول پراخ نړېوال فکر څښتن وو چي انګرېزان يي په ولاړي درولي وو خصوصا د اسلامي نړۍ په باب د غازي مان الله خان کړن لارو انګرېزانو ته ډېر تشويش پيدا کړی وو د استقلال پس چي کله د برطانوي دولت پلاوي افغانستان ته لومړۍ رسمي سفر وکړ او چي له افغانستانه بيره راتله نو په دغه موقع چي غازي امان الله خان کوم ځانګړی تقرير وکړ ( چي موږ يي وړاندي متن دلته راوړی) په هغه کي د افغانستان څخپ دباندي د هند دمسلمانانو د آرام ساتلو او د ترکيې د مسلمانانو په باب خبرو برطانوي دولت له نوو خطرناکو اندېښنو سره مخ کړ هغه وو چي داستقلال د اخيستلولس کاله پس انګريزانو د خپل شيطاني سياست د يوه منظمي طرحي پس د هغه وخت د ټول ملت او اسلامي امت دغه محبوب رهبر له هر څه محروم کړ او د خپلي کورنۍ سره په۲۲ جون ۱۹۲۹ م د اروپا په لور وکوچېدی
دا کله کيدای شوه چي د علامه اقبال د هيلو منبع غازي امان الله خان او د ارمانونو کور افغانستان دي د انګريزي استعمار له خوا د جوړوکړو ستونزو سره مخ وي او دی دي پټه خوله پاته شي په ۲۶ فروري۱۹۲۹ م د ټريبون اخبار يوه خبريال د افغانستان د حالاتو په باب له علامه اقبال سره ليدنه کتنه وکړه اقبال په دا مورد کي داسي ورته وويل چي
” دهند وګړي د افغانستان دخپلواکۍ او د دوی د يووالي سره ژوره علاقه مندي لري د عربانو او منځنۍ آسيا سياسي انحطاط به د هندوستان او چين په پرمختګ باندي له رجعته ډکه اغېزه وشندي ځکه نو اوس د دغه هېوادونو له سياستمدارانو دا غوښتنه کيږي چي د سياسي نصب العين تنګ نظري دي پرېږدي او پيښي دي په يوه پراخ تناظر کي وڅېړي او خپلي کړن لاري دي د دغه وسيع النظرۍ پر بنسټ پراخي وټاکي دا زما شخصي نظر دی چي نه يواځي د افغانستان د ګټي په خاطر بلکه د درستي آسيا دپراخ بنسټه ګټو په خاطر دا اړېنه ده چي د امان الله خان حکومت دي بحال وساتل شي خو د دغه پيښي په باب رايه ورکول بيخي ډېره ګرانه ده چي د روانو حالاتو تر شا څه ډول اسباب دي کوم څه چي موږ په اخبارونو کي وينو زما په اند د دې لويه برخه د اعتماد وړ نه ده او نه خو زه پر دغه اصلاحاتوکوم باور لرم چي له کابل څخه د راتلونکو خلګو له خولو تر موږه رارسيږي د شاه امان الله په باب څه ويل امکان نه لري چي دی دا وخت په کندهار کي په کوم حالت کي دی يا د ده و هرات ته د تګ خبرونه څومره ريشتيا دي” (۱۷ )
کله چي خبريال ځيني وپوښتل چي ستاسو په اند د غازي امان الله خان د ناکامۍ لامل څه دي اقبال داسي ځواب ورکړ
“کوم څه چي ما وړاندي درته څرګند کړه دهغه په وړاندي نور شافي ځواب درکول امکان نه لري خو داسي ښکاري چي دشهريار غازي د ناکامۍ سوب تر ډيري کچي دا وو چي ده د اصلاحاتو په نافزولو کي بيړه او د فوځ په منظم کولو کي له غفلته کار واخيست او د ملايانو د نظريي په خلاف يي د هېواد و ريشتوني پرمختګ ته ملا وتړل چي له کبله يي د شکه وتلي د افغانستان ځيني ملايان خوابدي شوه خو د دې خبري حال هم رارسېدلی دی چي هغه ملا شور بازار چي د چا په باب دا اټکل کيږي چي دی د هم دغه بغاوت سرغنه دی ده پخپله هم د اصلاحاتو پر هغه اعلان چي نظامنامه بلل کيږي لاس ليک کړی دی که دا خبره سمه وي نو بيا موږ هيڅ نه شو ويلای چي هغه کوم عوامل وه چي له کبله يي ملا صاحب له خپلي خبري واوښتی او د اصلاحاتو غندنه يي پيل کړې ده ګرانه خبره دا ده چي هغه ټوله حالات چي افغانستان په دا اوس کي ورسره لاس او ګرېوان دی په تفصيل سره زموږ په وړاندي نه دي او د همدغسي حالاتو په باب په قياس سره يوې نتيجې ته رسېدل زه قطعي لاحاصله بولم” (۱۸ )
له اعليحضرت غازي امان الله خان سره د علامه اقبال د اړيکو دغه لړۍ د اقبال د ژوند تر پايه دوام درلودی کله چي علامه اقبال په اکتوبر ۱۹۳۱م کي د لندن په ګول ميز کانفرنس کي د برخي اخيستلو له پاره په ۸ ستمبر له لاهوره رهي شود ډيلي او بيا د بمبۍ له لاري په ۱۲ستمبر دبحري جهاز په زريعه اروپا ته روان شواو په ۲۷ستمبر انګلستان ته رسيږي د ګول ميز کانفرنس سره سره اقبال په يو شمير مجلسو کي برخه واخيسته په دغه لړ کي يي
” په ۱۶ اکتوبر ماځيګرپه افغان قونصلګري کي د سردار احمد علي خان وزير مختار دولت افغانيه له خواد اعليحضرت محمد نادر شاه د تاج پوشۍ د کليزي په ځانګړې دستوره کي برخه واخيسته پر دغه وخت يوه ځانګړې اجتماع ترتيب شوې وه چي ځيني ګډونوال يي په دې ډول وه لکه اقبال، مهر،مولانا شفيع داودي، سردار اقبال علي شاه ،مولانا عبدالمجيب، آغاخان سره دکورنۍ، نواب احمد سعيد خان چهتناري ، مائيکل اوډووائر، لارډهيډلې، سر هنري مک موهن، حافظه وهبه د نجد و حجاز د دولت سفيره، د ايران د قونصل خانې معتمد او مولانا شوکت علي وغيره “(۱۹)
په۲۱ نومبر اقبال د اطالوي (ايټاليا) دولت په بلنه روم ته ولاړی هلته يي د موسلني سره سره د امان الله خان سره هم وليده حمزه فاروقي په دغه لړ کي ليکي چي
“په۲۴ نومبر غرمه دا معلومه شوه چي د افغانستان پخوانی پاچا مان الله خان په روم کي وو مولانا مهر زنګ ور وواهه او د ملاقات وخت يي ځيني وغوښتی لږ وخت پس ورته وويل شوه چي سبا پر ۲۵ نومبر ماپښين درې نيمي بجي اقبال او مهر د اعليحضرت سره کتلای شي او نوموړی شاه به له دغه کتني څخه ډېر خوښ شي …په۲۵ نومبرماپښين اقبال او مولانا مهر د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان سره د کتلو له پاره د ده کورته ورغله د دوی دا خيال ووچي نيم ساعت به ورسره ووينو بيرته به را ستنيږو خو نوموړي شاه هيله ځيني وکړه چي که کار نه لرئ څه وخت نور هم پاته شئ ځکه نو مجلس تر درو ساعتونو پوري دوام ودرلودی امان الله خان له دوی سره ډيره مينه ناکه درشه ورشه وکړه په مجلس کي زياتي خبري د افغاستان پر انقلاب وشوې اعليحضرت وفرمائل
” کله چي ما دا وليده چي هغه توپکونه ، توپونه او کارتوس چي ما د اسلام او افغانستان د دښمنانو له پاره را ټول کړي وه هغه پخپله د افغانانو په لاسونو د افغانانو په ضد کاريدل پيل شوه نو زما زړه وچاودېدی ماکله هم دا نه شوه زغملای چي زه دي د خپل تخت او تاج په خاطر افغانان په خپلو کي په جنګ سره اخته کړم ځکه نو ما خپل ګران هيواد پرېښووی'(۲۰ )
دايو لوی حقيقت دی چي امان الله خان د خپل محبوب هيواد افغانستان څخه تش د دې د پاره پر هجرت کولو مجبورشو چي ده خپل منځي ويني تويوني، او ورور وژنه نه شوه زغملای (۲۱ )
دخبرو په ترڅ کي اعليحضرت ورته وويل چي ده د خپل ژوند پېښو يوه برخه ليکل بشپړکړي دي د خاطرو دغه کتاب به مي درې برخي لري د شاه افغانستان په کور کي مود سردار عنايت الله خان سره هم وليده چي د خپل ورور سره د ليدلو له پاره د ايران څخه راغلی وو د سردار محمود طرزي کشری زوی عبدالوهاب طرزي هم د نوموړي شاه سره اوسيدی خورا زکي او فهيم دی په ۲۷ نومبر د شاه امان الله خان له لوري د مليمنو سره د بيرته ليدو له پاره د اقبال او مهر استوګنځای ته ورغلی او تر دو ساعتونو يي پر بيلا بيلو موضوعاتو خبري سره وکړي کله چي رخصتېدی نو اقبال ورته وويل چي زما له لوري به شاه امان الله لره دا پيغام ورسوې
پیر ماگفت جہاں بر روشے محکم نیست
از خوش و ناخوش او قطع نظر باید کرد (۲۲ )
زه رفيقي د خپلي دغه څېړنيزي ليکني په پای کي د افغانستان له هغه مقاماتو او اشخاصو يو خواست او يوه هيله لرم چي يا زما دا ږغ اوري او يا زما دا ليکنه وايي يا يي لاس رسيږي او يا يي واک او اختيار، چي اعليحضرت چي علامه اقبال ته د خپل ژوند ليک د ليکلو کومه خبره کړې وه په مکمل افغاني تاريخونو او ياهم ليکنو کي چيري هم د دغه يادونه نه ده شوې او نه هم دا يادښت له افغانستان بهر په کوم ځای کي زما تر سترګو تېر شوی دی بايد دا مهم ياداښتونه چي لومړۍ برخه يي په نوامبر۱۹۳۱ م کي لا بشپړه شوې وه دودي شي چي اعليحضرت دي نوري پاته دوې برخي هم بشپړه کړي وي دي په روم کي ولټول شي او دا مهم ياداښتونه دي چاپ او ملت ته ورسول شي تر څو د افغان ملت د ريشتوني او مېړني بچي دغه ريشتوني او رنځېدلئي احوال تر خپل ملت او نړيوالو ورسيږي چي هم دا ډول تجربې بيا بيا زموږ په تاريخ کي تکرار نه شي او اوس د ملا عبدالسلام اشيزي اڅکزي پر دغه بيت اجازه غواړم
يادونه؛ چاپ ليکني مجله پښتو اکاډمۍ کو ټه ۲۰۱۰د دغه مقالې ځينئي برخي په اوردو ژبه د لاهور بزم اقبال په درې مياشتنۍ مجله اقبال کي په اپرېل جون ۲۰۰۶م کي چاپ شوي دي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.