22 ساعتونه مخکې
د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې افغانستان د یو زر او ۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې دا شمېر ۵۱۱ میلیونه او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۲۱۱ میلیونه ډالر ؤ.
خو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې افغانستان چین ته د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې دا شمېرې بیا په ۱۴۰۰ لمریز کالې ۴۷ میلیونه او ۱۴۰۲ لمریز کې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رالوېدلي.
د طالبانو د سوداګری وزارت د صادراتو د ډېرېدو لاملونو په اړه لیکلي: «د افغانستان د صادراتو د لوړېدو عمده لاملونه، د کورني تولیداتو وده، د تولیداتو د کیفیت ښه والی، د صادراتي مالونو غوره بسته بندي، د سیمې او نړۍ په کچه اغېزمنه بازار موندنه او لوړه تقاضا…»
د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونه هم مني چې په دې وروستیو کې په ځانګړي توګه پاکستان ته د صادراتو کچه لوړه شوې. خو هغوی د صادراتو د لوړېدو ځینې نور لاملونه په ګوته کوي.
![د افغانستان د ډبرو سکاره د افغانستان د ډبرو سکاره](https://static.dw.com/image/59916993_906.jpg)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل، په دې وروستیو کې پاکستان ته د ډبرو سکاره، تالک، کرومایټ او نور معدني مواد ډېر صادر شول او ورپسې د افغانستان د تازه سبزیو صادرات دي. الکوزی زیاتوي: «زمونږ تقریباْ له ۸۰۰ تر ۷۰۰ زره ټنه پورې تازه میوه او سبزي پاکستان ته صادره شوې، دلایل یې دا دي چې معادن زیات دي او بل علت یې دا دی چې پاکستان کې تیر کال چې کله سیلابونه راغلل پاکستان د سبزي تعرفه بالکل صفر کړه نو ځکه پاکستان ته زمونږ ډېر صادرات د سبزیو له اړخه ول.»
خو دغه افغان سوداګر ټینګار کوي چې پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګری برخې کې لاهم ټولې ستونزې پرخپل ځای پاتې دي. سرحدي ګمرکونو کې تخنیکي، اداري او ځیني سیاسي ستونزې اوس هم شته دي.
د اقتصادي شنونکو پر وینا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې د دغو تلپاتې ستونزو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډاډمن ثبات نه لري.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.