د معدی زخم څه دی

جمعه خان عابد

665

د معدې زخمونه خلاص زخمونه دي، چې د معدې دننه یا د ډوډینم په لومړۍ برخه کې رامنځته کېږي.
د معدې زخم یوه دردناکه ناروغۍ ده، چې د خوړلو خوند له منځه وړي او وخت په وخت د شدید او معتدل درد سبب کېږي.
د معدې زخم لاملونه:
د اوږدې مودې لپاره ډاکټرانو فکر کاوه، چې ځینې فکتورونه لکه مساله لرونکي خواړه خوړل، فشار، سګرټ څکول، د خوړو ناسم عادتونه او د ځینو درملو اخېستل د معدې د زخم یوازیني لاملونه دي. په 1982 کال ساینس پوهانو د معدې په داخلي طبقه کې یو ډول باکتریا کشف کړه. پوه شول چې دا باکتریا د ډېرو خلکو په معدو کې شتون لري او د معدې د زخم یو مهم لامل هم دی. دوی دې باکتریا ته “هیلیکوباکتر پیلوري” نوم ورکړ.
موږ دوه ډوله هاضمي زخمونه لرو:
د معدې زخم او د اثنا عشر زخم. د دواړو ډولونو ترټولو عام علامه د معدې درد (د معدې پورتنۍ برخه) ده. د Helicobacter pylori نه وروسته، کوم چې د هاضمي زخمونو ترټولو عام لامل دی؛ د غیر سټرایډ التهاب ضد درملو اوږدمهاله کارول لکه اسپرین دوهم ځای لري.
د معدې د زخم نښې او علایم
د معدې د زخم دردونه لنډمهاله وي او هغه وخت ډېر شدید کېږي کله چې معده خالي وي د معدې د تېزاب له امله. دا درد ناروغ د خوړو یا د شپې په اوږدو کې ډېر ځوروي.
د معدې زخم د معدې په برخه کې د درد تر څنګ یو شمېر نورې نښې هم لري، چې د نښو له جملې څخه یې لاندې څو مهمو نه یادونه کولاي شوو:
د معدې پړسوب
سر درد
ګنګسیت
زړه بدوالی
استفراغ
د وزن کموالی (د مشخص دلیل نشتون)
د ستړیا احساس کول
په کانګو کې وینه راتلل
تور رنګه مواد غایطه
کله چې د معدې زخم شدید شي نو د معدې او کولمو د وینې بهېدو لامل کېږي او د هاضمې ستونزې ورسره ډېرېږي او ناروغ ته کمخوني او د وینې ټیت فشار ستونزې ایجادوي.
د معدې زخم تداوي او د مخنیوي لارې چارې به په بله لیکنه کې تاسو سره شریک کړم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.