یو ځل بیا چشمهٔ شبنم

پوهندوی آصف بهاند

560

یو ځل بیا «چشمهٔ شبنم»

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه سوه‌څلورمه برخه

په شملگۍ دې شوم غلطه

د بې ننگۍ نه دې زه څه خبره ومه

فریب شمله ات را خورده بودم

چی میدانستم از بې ننگیِ تو

*****

هره گړۍ راته په یاد یې

د خدای دې هېره شم چې تا به هېرومه

تویی در خاطرم هر ساعت و هر دم

فراموشی خدا گردم، اگر گردی فراموشم 

ما څه موده مخکې د لنډیو د یوې نوې ټولگې (چشمهٔ شبنم) په باب یوه تفصیلي مقاله ولیکله او په ځینو ویبپاڼو کې مې خپره کړه. د یادې مقالې د لیکلو په لړ کې ما د لومړي لاس موادو ته اړتیا درلوده او په همدې بهانه مې له درانه فرهنگي عبدالله شادان د تیلیفون له لارې خبرې وشوې، عبدالله شادان په همدې ټولگه کې د پاملرنې وړ پښتو لنډۍ دري ژبې ته په استادانه او هنرمندانه ډول ژباړلې دي، له ده نه مې هیله وکړه چې که امکان ولري ما ته دې د «چشمهٔ شبنم» ټولگه راولېـږي چې زه د کتاب مقدمې ولولم، د کار پر څرنگوالي باندې ځان پوه کړم او له هرڅه مهمه دا چې د کتاب له اصلي متن نه د یو څو ژباړل شوو لنډیو بېلگې په خپله خوښه راواخلم. ښاغلي شادان هم د کتاب د رالېږلو وعده وکړه؛ خو په انگلستان کې د کاربندیزونو په لړ کې د انگلیس د پوست برخې کارکونکو د خپل کار بندیز په لړ کې یو شرط دا ایښی چې له یاد هېواد څخه بهر ته به پوست نه لېـږدوي. لنډه دا چې په هغه وخت کې کتاب را ونرسېد او ما خپله مقاله (چشمهٔ شبنم، له موزونې دري ژباړې سره، د لنډیو نوې ټولگه) خپره کړه

نن (۲۹/۰۳/۲۰۲۳) مې چې پوستبکس خلاص کړ، که گورم چې «چشمهٔ شبنم» ټولگه پکې پرته ده. زه له ښاغلي شادان څخه د زړه له تل نه مننه کوم چې خپله وعده یې پوره کړه او ما ته یې د «چشمهٔ شبنم» د لیدلو او لرلو ویاړ را وباښه.

ښاغلي شادان د کتاب په دویمه پاڼه کې د خپلې فرهنگي زحمت دا نسخه ما ته داسې ډالۍ کړې ده:

«اهدأ به جناب آصف بهاند ادیب و ادب شناس و فرهنگي گرامی. عبدالله شادان، ۱۷/۰۱/۲۰۲۳ ، لندن»

دا دی په همدې بهانه به اوس زه تاسو درنو لوستونکو ته د کتاب له متن څخه د څو هغو ژباړل شوو لنډیو بېلگې وړاندې کړم چې ښاغلي شادان په استادانه او هنرمندانه ډول داسې ژباړلي دي چې په ریښتیا سره یې د دواړو ژبو حق ورادا کړی دی:

هلکه ځانته غره نه شې

که ته چنار یې، زه د گلو لښته یمه

ژباړه:

ای پسر مغرور جان خود مشو!

تو چنار استی اگر، من شاخه ی گل هاستم (۲۴۱ ام مخ)

*****

یووار مې ټینگه کړه په غیږ کې

بېگاه مې مړ په خوب لیدې، لیونۍ شومه

ژباړه:

تنگ بفشارم در آغوشت دمی

مرده ات دیدم به خواب دوش، دیوانه شدم (۲۳۸ ام مخ)

*****

په سره دوزخ کې دې دېره شه

کور دې ایره شه زه دې اور ته ونیومه

ژباړه:

جایگاهت دوزخ سوزان شود

در فگندی ام به آتش، خانه خاکستر شوی (۲۲۰ ام مخ)

*****

په زړه به لویه تیـږه کېـږدم

جانانه تا له به یې ورورو صبرومه

ژباړه:

مې گذارم بر دلم سنگی بزرگ

از تو صبرش میکنم جانان من!
آهسته ـ آهسته (۲۲۲ ام مخ)

*****

په شملگۍ دې شوم غلطه

د بې ننگۍ نه دې زه څه خبره ومه

ژباړه:

فریب شمله ات را خورده بودم

چی میدانستم از بې ننگیِ تو (۲۲۷ ام مخ)

*****

هره گړۍ راته په یاد یې

د خدای دې هېره شم چې تا به هېرومه

ژباړه:

تویی در خاطرم هر ساعت و هر دم

فراموشی خدا گردم، اگر گردی فراموشم  (۲۲۸ ام مخ)

*****

زړه دې ارام کړه مسافره

بوی مو د باد په لاس درواستاوه مینه

ژباړه:

ای مسافر قلب خود آرام کن!

من برایت بوی خود را میفرستم، دست باد (۲۳۲ ام مخ)

یادونه:

د «چشمهٔ شبنم» بشپـړه پته دا ده:

چشمهٔ شبنم (مجموعهٔ لنډۍ های زبان پښتو)، مترجم: عبدالله شادان، انتشارات آن، هرات ـ افغانستان، سال: ۱۴۰۰ هـ ش)

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.