محبس او قفس – ۱۱مه برخه

عبدالقیوم

337

لوی احمدشاه بابا

یوولسمه برخه

رې:ــــــــــــــــــــــــــــ

     چي ترخه ونه لیکل سي رښتیا نه لیکل کېږي. دوی لیکي احمد خان په ۱۱۳۸هـ کي کله چي هوتکي مرکز و نړول سو دی د شپاړسو(۱۶)  کلنو وو، پدغه کال چي هوتکي نظام چپ کړل سو، احمد خان آزاد سو، بیا په دغه کال د مازندران مسؤلیت د نادرافشار لخوا وروسپارل سوه اوهم  دغه کال د تیمورشاه د زوکړي راښي. نه پوهېږم دا څه ګډي وډي لیکل سويدي؟ زه وایم تاریخونه او نيټې مو سره گډي وډي دي. که احمد خان د هوتکو سره د بنديتوب پر وخت واده کړی وي؟ عجب څنګه او له چا سره  یې واده وسو؟ که یې په ایران(مازندران) واده کړی وي بیا دا ټول کارونه د ننه په دغه یوه کال کي څنګه سرته ورسېدل؟ هم له زندانه ازاد سو، مازندران ته ورسېدئ، مشرورور او وراره یې ووژل سول، دی د نادر افشار د اعتماد وړ سو، واده یې وکړ او زوی (تیمورشاه) یې و زېږېدی؟ نادرقلي (نا درافشار) داحمد خان د غوږ یوه ټوټه پرې کړل؟ محمود نظري په خپل د “پایلوچو” په ناول کي ددې خبري لنډ ذکر داسي راوړي: “نادرقلی ته یو چا وړاند وینه وکړه چي احمد به یو وخت پاچاه سی نو نادرآفشار د احمد دغوږ یوه ټوټه پرې کړه او هغه ته يې وویل دا به بیا ما پر یادوې نادر افشارخپل او لادونه او میرمن يې احمد خان ته وسپارل. ” درېمه صفحه.

    دوستانو، لیکل یې ډېر سخت دي، نه لیکل یې جفأ راځی خپل تاریخ د سبا له پاره (روښانه) پاک و لیکئ. خبره دونه ساده نه وه چي یو پاچا د خپل عسکرغوږ پری کوي؟ د ګرانښت نښه یې دا وه چي غوږ یې ور پرېکړ؟ د زمانخان مشر زوی ذالفقار خان د ذالفقار زوی لقمان ، چي د احمد خان وروسته شاه  یو مشر ورور او بل وراره دواړه وژني، احمد( وروسته احمد شاه) ځانته ته  دونه را نژدې کوي چي د خپل حرم (کور) د ساتني دعسکرو مشرتوب هم ور سپاري؟ چیري دي افغان مسلکي تاریخ پوهان  چي وضاحت ورکړي او راتلونکي نسلونه پر خپل تېر تاریخ بارومند کړي.

   احمد شاه بابا چي پاچا کېدی په ۱۱۲۶هجری (۱۷۴۷م)کال دی، د۲۵ کالو وو. دا ځکه احمد شاه بابا د شاه حسين هوتک د حکومت د ړنګولو پر وخت۱۶ کالن وو مازندران ته یوړل سو. د احمد(وروسته احمد شاه) لمړی واده هلته په ایران کي سوی دئ. تیمور شاه په ۱۱۲۲هجري (۱۷۴۳م)کي په مشهد کي زیږیدلی دئ. ښکاره ده  چي د تیمورشاه د زوکړې پر وخت د لوی احمد شاه عمر ۲۰ کاله وو. پس ويلاي سو چي ۱۶ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پوري ۸ کاله احمد شاه باباد نادرافشار سره په پوځ کي کارکړی وو.

   ښاغلي اکا ډمیسن محمدابراهیم عطائی په خپل کتاب ( د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه) کي  دی هم خپل ا نتقاد په داسي الفاظو کي رانغاړي :”څرنگه چي د یوې خوا په کلتوري او سياسی صحنه کی یوه لویه امپراتوري را زیږیدلې وه او د هغې د ورې د پراختیا د پاره نوي اجتماعي مؤسسات باید ایجاد سوي وايې، خوڅرنگه چی په ټولنه کی د فرهنگ مؤسیسه کمزورې او سياسي جریانونه سره هم آهنگه نه وه نو امپراتوري یوازي د نظامي قدرت پرستونو تکیه پاته شوه او هغه مهال چی نظامي قوتونه د سیکه ولویدل نو ټولنیز او سياسی بنسټونه چی د فرهنگ پر اصلي خښتو یې  نه وو تکیه کړي نو په لویدو او رژیدو يې پیل وکړې. “ص ۳۵. نوټ: چاباید د نظام د ساتني  او پراختیا له پاره نوي اجتماعي مؤ سیسات باید ایجاد کړي واي؟

   ښاغلی محمد نادر ایوبی کندهاری هم داسي انتقاد کوي”احمدشاه بابا د خپل لوی هیواد د خپلواکۍ د ساتني او ادارې لپاره ډېر زیار وایست، مگر د ملت لپاره یې د پنځه ویشتو کلود سلطنت په دوران کي د مدروسو او ښونځیو د تأ سیسولو لپاره اقدامات ونه کړه، چي په نتیجه کي د ملت لویه فیصدي تر اوسه نسل پر نسل بېسواده پاته سوه او بل دا چي احمد شاه بابا خپل درېیم زوی (تیمور) په وصیت سره ولیهد وټاکی او په دې توگه یې په کورنۍ کي پاچهي میراثي سوه. چي وروسته د سدوزو تر منځ او بیا د بارکزو او سدوزو تر منځ د پاچهۍ د اقتدار د پلاس راوړلو لپاره ډېرجنگونه پېښ سول او لوی هیواد ټوکر، ټوکر سو . . . . . دا څرگنده ده چي په اسلام کي میراثي دولتونه جأیز نه دي” پاچهانو څه کول؟ ص ۴۷۴” نوټ: د(پاچهانو څه کول؟) د کتاب مؤلف، هم لیکي چي ، د خپل لوی هیواد د خپلواکۍ د ساتني او ادارې له پاره یې ډېر زیار وایست، مګر د ملت له پاره یې د پنځه وېشتو کلن سلطنت په دوران کي د مدرسو او ښونځیو د تاسیسولو له پاره اقدامات ونه کړه.

   په دغه وخت کي مي د ښاغلي پوهندوی محمدا سمعیل یون یوه مقاله ولوستل: د ښاغلي داکتر حسن کاکړ توجه يې دې ته را اړول چي دیوه روښانه تاریخ لیکلوته پام واړوي. ما  ددې جملو لیکونکي چي د حسن کاکړد ثورکود تاه او د هغه ژورې پا یلې اثر ولوست فکرکوم حسن کاکړ او بې پرې لیکل به هغه ته  مشکله وي او ددې نیک کار سرته رسونه نه سي کولای، بیا هم که يې وکړي ښه کار دئ.

    خپلي خبري ته راگرځو، ښکاره خبره ده چي هر مور او پلار مسؤلیت لري خپل او لادونو ته تعلیم او تربیه ورکړي، په خاصه هغه مندي او پلرونه چي اقتصادي توامندي لري. لوی احمد شاه بابا او میرمنو یې پدې برخه (اولادو په تربیه) کي کمزوري کړیده. ځينی دوستان دداسي پوښتنو او سوالونو جوابونه په ډېره اسانه ورکوي. حتی ځانونه تېروي. مثلا وايې د هغه وخت شرا یط همدغسي وه، یا واي شرایط بل ډول وه، هغه وخت د امپراتوري لرل یولازمي آمروو. زما له نظره دا تېر ایستونکي ، غولونکي او کمزوري دلائیل دي.

ولسونو ته امپراتوري لرل یا نه لرل څه گټه لري؟ د احمد شاه او تیمورشاه او زمان شاه په امپراتور یو د ولسونو د ژوند په کومه برخه کي څه تغیر راوستل سو، ښوونځی، سړک، مدرسه، کار، د اوبو بند، ویاله څه جوړ سوه؟  بلي لوی احمد شاه بابا دوخت د تاریخ لیکولو سره چي یې مینه وه ځکه یې د خپل دربار منشي محمود الحسیني ته  دغه وظیفه ور کړه، څو محمود الحسیني د “تاریخ احمد شاهي” په دوه ټوکه کي ولیکی. ویل کېږي چي احمدشاه بابا په تشویق سره  د پېښور پېر معظم شاه  هم “تواریخ حافظ رحمت خاني” وکېښ. که یې غوښتي وای د ده په امر ښوونځی هم جوړېدای سوای.

    وروڼو کله چي دا څوجملي لولۍ زه د امپراتوري لرل، د لوی او پراخو سيمو نیول، هر کال متواتر جنګونه، جګړې، وژني، قتلونه، په کور کلي کي غم او ژړا ګاني د خلگو څخه اولادونه اخېستل، د وینو تويول، د مړو د اجسادو ورکونه،نه خوښه وم، د پراخو سیمو لاندي کول هم ددې له پاره نه چي ولسونه دي ښاد کړل سي، د جنګ او جګړو پر وخت پلاس را غلي غنیمتو د امپراتوار او ددوی وابستگانو وو.زه هرهغه چا او پاچا ته د احترام سر کښته کوم چي د هر کار په سرته رسولو کي يې د خدای (ج) رضأ او د ولس ښیگڼه ده مقصد وي. ولس ته خېر رسونه (زده کړي او پوهه) په پام کي نیولې وي. ایا د روزی(رسق) د پیدا کیدولاره یوازي جنگ او د بل انسان وژنه  وو. ډېري نوري خبري سته چي نه یې ښوروم.

    سيال مومند د پښتنو قبیلو په شجری نوم کتاب لري. هغه په خپل کتاب کي یوه بله یادونه کوي. دی لیکي:”اڅکزی قوم، کومه جلاطایفه نه وه، اڅکزي اصلاً بارکزي دي، خو احمد شاه په سياسي هدف د بارکزو څخه هغوی را جلا کړل. ويل کېږي چي احمد شاه په درانو کي دبارکزو د قوم څخه خطراحساساوه، خپل په دغه کار چي بارکزي يې دوه قومه کړل نورددې ناحيی څخه ځان مصؤن کړئ. “

  د ولوسونو تقسیمول او بیا حکومت پر کول سمه طریقه ده؟. د ولسي خلګو څخه مي ډېراورېدلي دي، چي دغلجي قومونو د کمزوره کیدو او پاشل کېدو د پاره يې نورزی، علیزی او اسحاقزی دا درې قومونه چي هر یولوی لوی قومونه دي، احمد شاه بابا  په سیاسي غرض دوی له غلجو څخه رابیل او په درانو پوري يې وتړل. د هغه وخته تر اوسه هم دا مشکل د ولس په منځ کي پاته سوو. که ددوی د بیان په اساس هم ورته وگورو چي ابدالیان يې په خپل منځ کي پر دوبرخو تقسیم کړي دي (زیرک او پنج پاي) شکنسته چي دا کارونه سوي دي.

نو پنځه پای(پنځه پښې): ۱ – سحاق زي، ۲-عليزی، ۳- ادوزی، ۴- ماکو، ۵- خوگیاڼی دا خو دادی پنځه پوره سوه. نو نورزي اضافي ښکاري. او که شش پاي وايې نو بیا دنورزوشتون ضرور وو. اصلاً علیزي هم پخوا عليخیل وو، اسحاق زي اسحاق خیل وو او نورزي، نورزخیل وو، ددوی نومونه یې په سیاسي عرض وربدل کړه.

د سیاسي غرض په هدف د( زي ) پوسوند ونه وراضافه سوي دي. او خپله د پنچ پاي کلمه پښتني کلمه نه ده بلکي فارسي کلمه کار سوېده. پارس(ایران)  د افغانانو په سیاسي، کلتوري او فرهنګي برخه کي د خپلو خلګو پر لاس د میرزا او منشانو په شان کي نفوذ لاره. زما په باوردا نومونه ودې قومونو ته استعمالول یوتوهئین گڼم. بل علیخیل(علیزي)اواسحاق خیل (ا سحاق زي) دا دواړه  په اصلاً کي یوقوم وو چي اوس يې زموږ وطنداران د ساکزو(اسحاق زو) په نوم پیژني .طالبې بیا په خپل کتاب کښي خوگیاڼي پنج پاي نه بولي، په عوض يې نورزي ورشا ملوي.

   پښتو پښتو تشریحي قاموس درېم ټوک ص۲۲۰۷کي داسي بیان راو ړيدي: “غلجي “یوه تاریخی کلمه او د پښتنو دېوه لوی ټبرنوم دی، د غلجي کلمه په اصل کې د “غر”کلمي څخه جوړه شوې ده او دغه نوم د احمد شاه بابا په وخت کې پر ټولوهغو خیلو او پرگنو اطلاق شو چي نه په درانوکې داخلیدل او نه په کرلاڼو کې.

    د غلجي کلمه د تاریخي تحولاتو پراساس د “غرځی”څخه جوړه شوې ده چي د “غلجي “لام “د “ر” پر ځای راغلی دی نوغرځی یا د غره زوی دی، یا هغه څوک دی چي غريې ځی یعنې ځای دی.په غلجو کي دغه خیلونه شامل دي : سهاک، تره کي، توخی، اندړ، اکاخیل، ناصر، بختېار، ترين، د وتاڼی، تارڼ، لودېن، نیازي، سور، سرواڼی، سلیمان خیل، هوتک، خروټی او احمدزي. یوشميردغلجو مخالفین غلجي پښتانه نه بولۍ بلکي وايې چي دوی (ترک) یا ترکان دي.

   اما تحقیقاتو دا ثابته کړې ده چي غلجي اصیل پښتانه دي.د سلطان محمود غزنوي او غوریانو سره ددوی لښکري یوځای هند ته تللی دي. د غلجو مشهورشاهان: بختيارالدین غلجی، امیرعلی مردان غلجی، غیاث الدین غلجی، سلطان جلاالدین غلجی، فیرزشاه غلجی، علاوالدین غلجی او مبارک شاه یاقطب الدین غلجی. چي د ۱۲۰۲ميلا دی څخه تر ۱۳۲۶ميلا دی پوري يې هلته پاچهې کړي دي، چي د خپلي خبري لیري ولاړنه سم. نو له دې خبرو داسي بریښي چي دغلجي او دراني د کلمو پیدایښت او رواج هم د احمد شاه بابا په وخت کي سوی دئ.

را سه درواخله حقیت د واقعیتو له مخې

 زه  لېدني درته لیکم نه دا فسانوله مخي

   ما دمحمد ظاهرشاه خان د حکومت پر وخت د ورستیو(۱۳ دورې) پارلمانی انتخاباتی مبارزې په جریان کي د کندهار ولایت مربوط د پنجوائی په ولسوالی کي د نورزو د قوم د مشرانو په یوه جرگه کي دا خبري وا وریدې: په دې جرگه کي ناست د نورزو د قوم د وخت مشران هریو حاجي سلام خان، حاجي ولې محمد خان، د سپيروان د کلی، حاجي غلام رسول خان د زنگی آباد د کلي، حاجي شرین خان د قاسم رباط دکلي، حاجي وزیرخان د خنجکک د کلي، حاجي موسي خان او ملا عبدالحکيم د پاشمول د کلي څخه تر  ټولو ځوان يې همدا ملا عبدالحکم وو. څو نورچي د ميوند د ولسوالي او سپین بولد ک د ولسوالیو څخه رابلل سوي وه نومان يې زما زده نه دي. دوی ټول د پنجوائی ولسوالی په بازارکي زما د کاکا ثانې عبدالکریم د بزازې په دوکان کي سره راټول وه. د شپي لخواد حاجي سلام خان پر ځای میلمانه وه. دوی ټول پردې خبره سره موا فق وه، چي نورزی قوم دراني نه دي. تر خبرو وروسته ټول په دې متفق سوه چي د پارلمان دپاره د درانو خلاف خپل کاندید مخته کړی. ټولو نوروغلجي قومونو په خاصه د تلکان د کلیو ساکزو(ا سحاق زو) يې هم ملاتړ وکړې، هغه وو چي  په ا نتخاباتو کي د دوی نماینده بریالی سو. درانو حاجي عطاالله خان الکوزی او نورزو حاجي شرین خان نورزی کاند یدان لرل. دراني هم تردا  اوس پوري نورزي د خپل ځان سره نه گډه وي.

 بل مثال:  د داکتر نجیب الله د ځان غوښتنو له امله دولت کمزوري، کورنۍ او بهرنۍ د سیسې غښتلي سوې، د پرچم په خیټه کي کارملي ستمي ډلي له اشرارو(شمالي ټلوالي) سره د حکومت د له منځه وړلو یوه توافق نامه لاس لیک کړه. پدې خائینانه تعهد کي دغه پرچمیانو لاس لاره. د فیشيني، پرچمي، موډ پرستو سيتمي اړخه  تش په نوم مباریزین علومي،عظیمي، مؤمن، اصف، دوستم، باباجان، بریالی، وکیل، مزد ک، کایواني او نورزیات ددې سازش او خیانت په برکت، د لنډ فکرو پا کستاني مزد وراو روسي اړخو ستمي حلقوچي په را س کي يې شمالې ټلواله یا شورانظاروه  حکومت د دوی په لاس کي کښیوت، د لته بیاهرڅه په کندهار کي داسي سره تقسيم کړل سول:

د ولا یت مقام او ټول اداري واحد ونه او بین مللي ډگر د بارکزو د قوم حق وه بلل سو، قول اردواو د پولیسوقومانداني د الکوزو د قوم حق، قشله جدید، شرکت مېوه، نساجی پشمي او نخی فابریکي د پو پلزو د قوم حق، وبلل سوه. په دې وخت کي په زړو کي ساتلي خیرنې خبري بیا رالڅي کړه سوې، چي هغه د غلجي او دراني خبره وه. دا ځل د پښتنو ددې کمزوري څخه پا کستانۍ ستراتیژي والو ښه گټه پورته کړل. خو ددې دښمني پدیدې پیا ده کونکي ددرانو په نوم مشران وه. که څه هم چي د غلجي او د رانی نومونه وروسته راباندی ایښول سوي دي، پخوا یوازي هوتکي او ابدالي یا سدوزي نومونه وه، او په دې توگه يې سره ټوټه ټوټه کړي یو.

د کندهاردویشلو او تقسیم په غونده کي یوهوښیار حمید اغا چي نه غلجی او نه درانی وو خودi,s,i اعتمادي سړی وو، هغه د ناظر په توگه موجود وو. هغه دغونډې برخوالو ته دا خبره وکړه چي دا( نورزو)ته یوڅه نه ورکوئ ؟او س خو دوی درپوري تړلي دي حمیداغا د کندهار وو ددې خبري په ريښه پوهېدئ. د حمید اغا د یادوني وروسته و چي د نورزو د خطا ایستلو دپاره يې د پولیسو تعمېرهغوی ته ورکړه. هغه هم داسي یوه شخص ته چي چاه د نورزي په نوم سم نه پیژندئ.

کله چي نورزو د پولیسو د تعميرنوم د پولیسو قوماندانی وبلل بیرته يې تعمير هم ځينی واخيستئ او نور زی يې د حاکميت د نورو قومونو په شان و ایستل. نورقومونه چي دوی يې (اُپره) بیگانه او غلجي بولي هغوی خو یې د او لي ورځي د پامه غورځيدلی وه. ددغه په نوم د خپل ټبرد مشرانو کړني ددې سبب سوې چي په  کندهار ښارکي ملوک الطوایفي جوړه سول، عطا محمد سرکاتب پر خپل پخواني ځای باغ پول او ماله جات، حاجي عسکرد صاحب آغا په کلاچه کي، لطف الله اغا په زلخان، حاجي اسدالله په ارغنداب او ماله جات، نورزي په پنجوايې، میونداو بولد ک ولسوالیو کي خپل اطاق ونه د پخوا په قسم وساتل.

   دا د قومونو ترمینځ کم سوي اختلافات دغو په نوم لویانو بیرته راژوندي کړل. چي د دوی داعمل د بخښي نه دی تردا اوسه هم دالړۍ او بد نیتی په قوت روان دی. یوشمېر درانۍ کورنۍ ترخپلو منځو نورقومونه د اًپره ه په نوم یادوی. هغه چي ددې غونډی مشران وه د پا کستان د بلوچستان د صوبی د اي، اس، اي مشرکرنیل امام هریو: ښاغلی. (عبد، عز، قد، کر او حا) وه. حمیدا غا، او عبدالکریم خان عليزي په دې مجلس کي د ناظیرینو په ډول شرکت کونکي وه.

او ل:حمیدا غا هغه کس دی چي دغه مشران يې د کرنیل امام په امر تر کندهاره او بیر تر کویټې پوري وړي او را وړي وه. داخبري هغه وخت تردې هم په تفصل ماته حمید آغا په کابل کي وکړې. او بل ځل خپله عبدالکریم خان علیزي دا بیان راته په وارو وارو په کابل کي کړی ده. او د پورته د رونفرو خسمانه نیتونه، قضاو ت او قصدي اعمال يې ناروابلل.

    نورتاسي د سالم عقل خاوندان خپل قضاوت کولاې سي. دروسانو په وړاندي افغانان بیله دې چي د قوم، ژبي، سمت او مذهب خبري دي يې ترمینځ وي مشترک جنگېدل. په تېر حکومت کي شا میلوهم د پا کستاني تېریو پر ضد بیله قومي، ژبني او منطقوې تقسیماتو مشترکه د فاع کول. متاسفانه دا سلام د مقد س نوم څخه په استفاده، څه نارواوي ونه سوې؟ یوه يې دغه د قدرت غصب، د واک تقسیم وو، چي غدارو وکړې.

د طالبانو واک لا تر کابله نه وو رارسيدلۍ، یوه ورځ  دیوه جهادي قوماندان د بلاکرزد حاجي عبدالهادي خان ميلمه یم. غرمه ده زه د سناتورعبدالاحد خان بالاکرزي، سناتورمحمدا سماعیل خان سره گډه د ميلمستیا ځای په کابل کي دهن باغ ته ورسيدم. نورمیلمانه څوک راغلي او څوک راروان وه. مجلس ښه گرم دی، هرڅوک په سياست کي گډ او اخته دی. د طالب او رباني  د ادارې پر سر، جگړو او کړو خبري دي. دادئ یوبل  پخوانی په جنگي ډلو پوري تړلې وړقوماندان ؛احمداخند زاده؛ را ورسېدی. هغه احمد اخند زاده چي دخبرو لهجه يې هم د نورو سره څه فرق لري. زما اشنای هم دئ، خو زما په هکله داسي فکر کوي چي زه په قوم درانی یم ځکه زماناسته پاسته له دوی سره ډېره وه. ترسلام اچولو مخته يې یودم په مجلس کي ناستو موږ  ټولو  ته په قهر جنه لهجه داسي وويل:”تاسو شرم لری، غیرت لیری، پاچهي غیلجونیولې ده  تاسي خاندې، خوشحال یاست ډوډۍ خورۍ”. دا هغه د کورد ننه خیرن نظروو چي ده فکر کاوه ناست ټول ئې خپل هم نظره دي ښه یې خپل زړه تش کړ، خبره ځیني وسوه کندهاریان په دې خبروښه خبراو پوهيږي.  دعبدالله مقرې هغه شعر چي وايې:

سپین ږیري چي بې لاري سي

هلکان څه ملامت دي

امام چي بې تقوأ سي

مقتدیان څه ملامت دي.

پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.