د ازادۍ ږغ

محمد اسحاق امانزی

493

اوچت ږغ د ازادي ســو سمنـــدر په جوش راغــــلی

له امـوتـراباسیـنه لـوی خیبــــرپه جـوش راغــــــلی

څومره ښه فرصت چي افغــــانان یو موټئ کیـــږي

استقلال د ګران وطن ته ځـلاند لمر په جوش راغلی

په اسمان کښي به د لوی هـیواد جنـډه پورته رپیـــږي

ځیګرونه سپر د توري د زړه سر په جـــوش را غــلی

زړه مو ارمانجن وُ چې د تـــــوري خلک څـه ســـول

هـیله مـو پــوره سـوه لــر او بــر په جــوش راغــــلی

پر وطن مین ځـــوانان دي قافــلې قافــــــلې ګـــرځي

د زړه ویني يې خوړلې هـربشر په جــــــوش راغلی

بس که سوم بیزاره ستا د ظــــــلم ستمــــــګره نــــور

ژوند راته محشر سو نورمي سر په جـــــوش راغلی

چیغي د منظور پښتین اوس زانګي اسمانــونــــــو کي

پیغــــام ته د عــلي وزیر کروند ګر په جوش راغـــلی

نـن سل او زر ملالي د بیرغ ټیکری پـر ســر ګـرځي

د تور سور او زرغون بیرغ لښکرپه جوش راغــلی

پښتانه او بـــلوڅ وړونه یـــو هــــډ او یو ماغـزه لري

ونــدر که ماني پــور دی اشنغـــر په جوش راغــــلی

بحـــــــرتـــوپاني دی د موجـــونــــو سلسلې ګــــوره

ورک به استعمار سي هـــر بندر په جوش راغـــــلی

دا وطــن زموږ دی ابادي يــــې دښمن نه غـــــواړي

خلاص به له ستمه سو پیــــشاور په جــوش راغـلی

ځان دې ټینګوي غـلیم د تــوري شـــــرنګي نه اوري

سترتوپان پرلاري زموږ اختـر په جـــوش راغـــلی

وخت د استغــفار دی امانــــزیه هــیلي رنـګ راوړي

لـوی احسان د رب دی مازدیـګر په جــوش راغـــلی

امانزی

ناروي ۲۱ مارچ ۲۰۲۳

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.