افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي: د ښځو د کار د بنديز په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه نه منو

481
 افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي: د ښځو د کار د بنديز په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه نه منو
راپور: محمد مبين هڅاند (دعوت مېډیا۲۴)
په افغانستان کې ملګري ملتونه يوځل بیا د طالبانو د واکمنو چارواکو هغه پریکړه په کلکه غندلې چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز لګوي.
يونا زياته کړې ده، دا د افغانستان د عامه او ورځني ژوند په ډیرو برخو کې د ښځو او نجونو د ونډې د شديد محدوديت په موخه د واکمنو طالب چارواکو لخوا دعملي شويو تبعیضي اقداماتو په لړ کې وروستی هڅه دی.
يوناما ورته ډول ويلي، دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نشي منلی.
د دغه بندیز له لارې، واکمن طالب چارواکي هڅه کوي چې ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کیدو او خدماتو د وړاندې کولو، او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ  چې موږ یې د ساتنې دنده لرو یو ډارونکې انتخاب وکړي.
دا باید روښانه وي چې پر افغان ولس د دغه ناورین هر ډول منفي پایلې به د  واکمنو چارواکو پر غاړه وي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې آغلې روزا اوتنبایوا لخوا د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۵ پورې د عملیاتي چارو د بیاکتنې لړۍ پیل شوې ده.
د دغې مودې په لړ کې به، په افغانستان کې ملګري ملتونه اړینې مشورې ترسره، اړین عملیاتي تنظيم  به رامنځته، او د ټولو ممکنه پایلو لپاره به چټک بیړني پلانونو رامنځته کړي.
ملګري ملتونه به د امنیت شورا لخوا له ټاکل شوي ماموريت سره سم له واکمنو طالب چارواکو سره  تر ممکنې کچې، اصولي او رغنده ښکیلتیا ته دوام ورکړي.
ټولو ملي کارکوونکو – ښځو او نارینه وو – ته لارښوونه شوې چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دندو ته ولاړ نشي، خو ديو لړمهمو کارونو لپاره محدوده او محاسبه شوې استثنا موجوده ده.
ملګري ملتونه به هڅه وکړي چې له بشردوستانه اصولو او معیارونو سره سم ژوند ژغورونکي او دوخت اړين بشري فعاليتونو ته، د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د بين السازماني ادارو د دایمي کمیټې د طرحې له مخې دوام ورکړي او په لړکې به يې موږ د بندیز د کچې، پیرامیترونو او پایلو ارزونه وکړو، او هغه فعالیتونه به ودروو  چې ورته خنډ وي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.