پښتو نوېزونه او ستونزې يې

اجمل ښکلى

550
سره له دې چې په پښتو کې د نوېزونو تاريخ پخوانى دى، چې پوهان يې تر خيرالبيان پورې رسوي؛ خو د شلمې پېړۍ په سر کې “مرکه د پښتو” نوېزونو ته په ماډرنه مانا پاملرنه وکړه، چې ورپسې پښتو ټولنې د کره املا په پرتله کمه وپالله او ښايي همدا لامل و، چې هغه وخت د اړتيا د پوره کولو او حاشيې ته يا د دوى په وينا، له ګډوله کېدو د پښتو د ژغورلو لپاره ځينې کسان ډګر ته راووتل، چې په ژبپوهنه کې يې معاصرې زده کړې کړې وې.
دوى د ګرامرونو د ليکلو تر څنګ، د پښتو ژبې پر آرپوهنه او ګړدودونو هم کار وکړ. په دوى کې يو مهم سړى استاد مجاور احمد زيار و. د استاد زيار د ژبپوهنيزو او ادبي کارونو هر څوک ستاينه کوي؛ خو ورسره يې له پېچلې ژبې سر هم ټکوي، چې د ده د غوره آثارو لوست يې ورته سخت کړى. دا مخالفت اوس په داسې يوه روايت اوښتى، چې ډېر يې په پټو سترګو تکراروي او د لوستونکي په توګه پکې خپل مسووليت هېروي.
د استاد زيار د ژبې پېچلتيا تر ډېره د استاد پر نوېزونو وراچول کېږي؛ خو تر کومه ځايه چې د نوېزونو خبره ده، دا ستونزه لوستونکى په پوښتنه او قاموس ليدو هم هوارولاى شي؛ خو د استاد سبکي ځانګړنه پېچلې او اوږدې معترضه جملې دي. که ما دلته د “معترضه جملې” پر ځاى پخپله د استاد نومونه “منځپېښه غونډله” کارولې واى؛ نو لوستونکى به تلولى شوى واى؛ خو ابهام به يوازې تر همدې نومونې محدود واى او ممکن په يوه نه يوه لار يې حل کړى واى. هسې خو د استاد سبک هم په څه خوارۍ د پوهاوي وړ دى؛ خو دا خواري د ده له اوږدو جملو سره تړاو لري او چې يو ځل ورسره لوستونکى اشنا شي، بيا دا ستونزه تر ډېره حل شي.
تر کومه ځايه چې د نوېزونو خبره ده، د استاد وېره د پښتو له وروسته پاتېوالي او حاشيې ته کېدو ده او د مخالفانو وېره بيا د نوېزونو په راتګ له ولسه د پښتو د پرديتوب او مصنوعي کېدو ده. راځئ، چې دا دواړه وېرې سره وشنو او که شونې وه، سره همنوا يې کړو.
ژبې له نرمښته برخمنې وي، چې د وخت په تېرېدو سره پکې بدلونونه راځي. د دې بدلون يوه وړه برخه د نويو کلمو خپلول هم دي. ژبي په طبيعي ډول له نورو ژبو اخيسته هم کوي او پخپله هم نوې کلمې جوړوي او زړه پانګه پرېږدي هم. دا پروسه په ژبه کې روانه وي؛ خو دومره طبيعي او ناشعوري وي، چې ولس ورته په اسانه نه متوجه کېږي، مثلا د پښتنو سيمو ته د اورګاډي په راتلو ورته دا کلمه وکارېده. دا يې يوه وړه بېلګه ده، داسې ډېرې کلمې شته، چې ژبه په اسانه منلې دي؛ خو د دې پرخلاف په رسمي ډګر کې د ژبې لپاره د نوېزونو جوړولو بهير دومره شعوري وي، چې خلک ورته په اسانه متوجه کېږي او نامانوس ورته ښکاري، چې د ژبې نظام يې په اسانه نه مني او کله ناکله يې د دودېدو بهير ناکام شي.
د نوېزونو د بريالتيوب او ناکامۍ دوه اړخه دي، يو قرارداد او بل د ژبې سيستم. قرارداد له ژبې بهر دى، چي پر ژبه د خپلې ژبنۍ ټولنې له خوا په زور تحميلېږي؛ خو ژبه د سيپۍ غوندې دا زيږه شګه په خپل وجود کې داسې ومږي، چې مرغلره ترې جوړه کړي او مرغلرتوب يې همغه ژبنى حيثيت دى، چې ژبه يې ورکړي. راى هېريس چې د سوسور او ويتګنشتاين په پرتله يې کتاب ليکلى، د سوسور له دې نظر سره اختلاف لري، چې ژبه داسې يو خپلواک نظام دى، چې پر ويناوال خپل نظام تحميلوي. د راى هېريس په وينا، په دې نظر کې د ويناوال، ولس او په ټوله کې د انسان نقش منفعل شي، سره له دې چې ژبه د مدنيت له ارتقا سره ارتقا کوي او د مدنيت ارتقا د انسان د خواريو پايله ده.
البته هغه سوسور چې په “د عمومي ژبې کورس” کې د تاريخي ژبپوهنې له زاويې د ژبې په تحول غږېږي، د نورو تاريخي ژبپوهانو پرخلاف(چې د ژبې بدلون د دې د خپل غږيز سيستم د بدلون پايله بولي) دا مني، چې ژبنى بدلون د يوه ځواکمن انسان د نوښت پايله هم کېداى شي، ګنې هسې خو د ژبې د بدلون په بهرنيو لاملونه کې کډوالي، اختلاف او ګڼ اړخونه راځي.
دوه پراګرافه پاس مو په طبيعي ډول په ژبه کي د نويو کلمو پر رامنځته کېدو خبرې وکړي؛ خو دا بهير دومره ټکنى او لنډ ګنډ وي، چې کله ژبه يو په يو له نويو اختراعاتو او علمي نومونو سره مخ شي، بيا ورته ځواب نشي ويلاى او همغه وي، چې يا بايد د هرې علمي حوزې د زرګونو کلمو سيلاب ومني او يا څنډې ته شي، چې دواړه د ژبې په تاوان دي. دا هغه ګواښونه دي، چې د نوېزونو د پلويانو له چغو سره سره يې موږ د خپلې محدودې ليکنۍ ساحې له امله نه حس کوو، ځکه چې د نوېزونو مخالفت زياتره هغه کسان کوي، چې له ادبياتو سره يې مخه وي. په ادبياتو کې موږ اوږد تاريخ او بسنده پانګه لرو؛ نو که څوک شاعر ته سندرال ووايي، عجيبه راته ښکاري او بايد راته ښکاره شي، ځکه چې “شاعر” راته خپل ښکاري. دلته له نويزونو سره زموږ مخالفت په حقه معلومېږي، ځکه چې ژبې چې کومې کلمې منلې، د هغې پر وړاندې د نوېزونو تحميلول له غره سره سر جنګول دي او زموږ د پوهانو د نوېزونو د ناکامۍ يو لامل دا هم و، چې د دود کلمو پر وړاندې يې نوېزونه د وسلې په توګه وکارول.
خو که لږ له ادبياتو ژبپوهنې يا بلې علمي ساحې ته نظر ورښکاره کړو، د خپلې ژبې محدوديت به راته لکه د څوارلسمې سپوږمۍ ونمايي. څوک چې له ادبياتو پرته په نورو ساحو کې څېړنې او ژباړې کوي، دا خبره ښه درک کولاى شي، چې پښتو په دې برخو کې د نوېزونو لويو قاموسونو ته اړتيا لري. زموږ ستونزه دا ده، چې د ادبپوهانو چلن مو له ژبې سره ادبي يعنې عاطفي او د ژبپوهانو هغه ساينسي دى. دا دواړه متضاد لوري بايد د ژبې له طبيعي ځانګړنې سره سم ګډون ومومي او دا ښيي، چې موږ د نوېزونو د بهير د برياليتوب لپاره لومړى ډله ييز کار ته شديده اړتيا لرو، چې نوېزونه د پښتو له طبيعت سره برابر شي. دا کار په لومړي ګام کې د پوهنتون د استادانو، ليکوالو او د نورو ساحو د پوهانو او د خپلو علمي غړيو په ګډون د علومو اکاډمي کولاى شي، چې لږ تر لږه ورته په خپل رسمي چوکات کې تر هر څه لومړى يو رياست جوړ کړي او دا چاره په دولتي کچه مهمه وګڼل شي او د ژبې د پاليسۍ برخه شي؛ خو که په ډله ييز ډول شونې نه ده؛ نو د افرادو مخنيوى هم معقول کار نه دى. دا ښه خبره ده، چې د هرې علمي ساحې پوهان د نورو ساحو له پوهانو سره په مشوره نوېزونه جوړ کړي. که د ژبې له طبيعت سره برابر وو او شرايط ورته برابر شول، عام به شي او داسې به ژبه غني شي او که نشول، د ډېرو هغو نوېزونو غوندې به ځونيمرګ شي, چې تېرو څو لسيزو کې جوړ شوي وو.
د نوېزونو د برياليتوب دوه اړخه مو پاس ياد کړل، چې يو قرارداد او بل د ژبې د سيستم پر طبيعت د برابرۍ دى. قرارداد چې له بهره پر ژبه تحميلېږي، کله دومره زورور وي، چې آن د خپل رغښت او مانا پر خلاف هم د ژبنيو توکيو، په تېره د کلمو کارونې ته شرايط مساعدوي، مثلا: د “واوره ورېږي” جمله د ژبې د سيستم پر بنسټ په بهر نړۍ کې رښتيا هم د واورې ورېده ښيي؛ خو که يو څوک په اسد کې په ننګرهار کې وي او ملګرى ترې په تیلیفون پوښتنه وکړي، چې هوا څنګه ده؟ او هغه ورته په ځواب کي پاسنۍ جمله ووايي؛ نو څه فکر کوئ، چې دا جمله، چې د سوسور د نظريې پر بنسټ له خپلې مخالفې جملې سره د تقابل د اړيکې له مخې مانا لري، د همغې مانا اخلي، عجيبه نه ده؟ دا مخالفه مانا له بهر نه د وګړمنځې اړيکې او مکالمې په لوښي کې د پوهېدو وړ ده او په ټوله کې د دوو کسانو قرارداد ښيي؛ خو داسې ډېرې کنايې، ګړنې، متلونه او کلمې شته، چې زموږ د ژبني قرارداد په مټ له خپلې لومړۍ مانا وتي دي، مثلا د ګواښ لپاره د “درسره و به ګورم” جمله يا په خندنيو کې د لنډي کس لپاره د “چينارې” کلمه کارول.
همداسې ادبيات درواخلئ، چې شاعران تل هڅه کوي، چې کلمې له خپل طبیعي پوسته راوباسي او نوى استعاري او سېمبوليک يا کنايي لباس ورواغوندي؛ خو د ادبي قرارداد او زموږ په نوېزونو کې لوى توپير دا دى، چې ادبي منطق له تضاد پرته په نورو استعاري او سېمبوليکو ماناوو کې د کلمو د عادي مانا لحاظ هم ساتي او کلمې په يو ډول په نويو ماناوو غني کوي، چې يوه بېلګه يې له تصوفي شاعرۍ راپيدا شوي تصوفي نومونې دي، چې د کثرت لپاره د زلفو يا د وحدت لپاره د خال مانا يې ورپراخه کړې يا په بله وينا، غني کړې ده.
دا هغه اړخ دى، چې زموږ د نويزونو پلويانو هېرکړى دى. قرارداد که هر څومره زورور شي، بيا هم په ټولو مواردو کې د ژبې له نظام سره ټکر نشي کولاى، ځکه رغښت د ژبې ساتندوى دى او که له لوى ګواښ سره مخ شي، د ژبې د ختمېدو وېره پيدا کړي، چې يوه ښه بېلګه يې د پښتونخوا ځينې راديويي او تلويزيوني رسنۍ دي، چې دې ته يې کار ويلى، چې پښتو څنګه ژر ووژني. د انګليسي او اردو لوى لوى ترکيبونه، جملې، متلونه او ګرامري ځانګړنې او تلفظونه پر پښتو تحميلوي، چي پښتو يې تحمل نه لري.
پوښتنه دا ده، چې ژبنى نظام څه دى؟ تر سوسور مخکې کلمې د بهرني مصداقونو تش نومونه ګڼل کېدل؛ خو سوسور په هر مهال کې ژبه د يوه خپلواک نظام په توګه مطرح کړه. ژبه د ده په اند، تشه د کلمو يوه ډېرۍ نه ده، بلکې د اصولو يو نظام دى، چې دا اصول په لانګ کې د پاراډيم او سينتاګم په بڼه موجود وي. يوه کلمه هله کلمه ده، چې په يوه ژبه کې مانا ولري او مانا هله لرلاى شي، چې د همدې ژبې له اصولو او نورو کلمو سره د توپير اړيکه ولري. په دې اصولو کې ګرامري او مانيز اصول دواړه راځي، چې پر ژبنيو توکيو تحميلېږي او يو ژبنى توکى له ژبني حيثيته برخمنوي. اوس که څوک دا اصول ماتوي، په يوه ډول ژبه ننګوي او دا ننګونه د دواړو لوريو په زيان وي؛ نو ښه دا ده، چې د ژبې له رو سره سم روان شو.
د ژبې رو دا دى، چې د دې د مانيز او ګرامري اصولو خيال وساتو. نوېزونه چې جوړوو، په دې پوهېږو، چې دا د پښتو ژبې سيستم ته ورننباسو؛ نو بايد د پښتو له ګرامري اصولو سره برابر وي. د فاعلي، فعلي او مفعولي بڼو اوښتون يې اسانه وي. په دې برخه کې زموږ نوېزونه کمې ستونزې لري؛ خو پاتې شوه د مانا خبره؛ نو دا هغه اړخ دى، چې کله ورته پخپله زموږ د نوېزونو جوړونکي پاملرنه نه کوي او کله يې مخالف پړ ماهيت ځان نه پوهوي.
له مانيز پلوه په نوېزونو کې دوو اړخونو ته پاملرنه کېږي، يو اړخ په خپله ژبه کې د دې نوېز مانيزې ځانګړنې او له بله پلوه د هغې نومونې مانيزې، تاريخي او فرهنګي ځانګړنې دي، چې دا ورته جوړ شوى وي. دا ښيي، چې په اصل کې د نوېزونو د جوړولو پر مهال موږ دوه مختلفې نړۍ سره پيوستوو، چې دا کار اسانه نه دى. هره کلمه په اصل کې د ګڼو ماناوو يوه ټولګه مفهوم دى، چې خپل صفتونه او فرهنګي تاريخ لري. زموږ په نوېزونو کې خو د نوېز او سرچينه مفهوم صفتونو ته څه نا څه پاملرنه کېږي؛ خو د دواړو، په تېره د هغه مفهوم چې موږ ورته نوېز جوړوو، له فرهنګي تاريخه ډېر کله بې خبره يو. د مانا په دقيق لېږد کې د سرچينه مفهوم له فرهنګي او علمي سفر سره اشنايي اړينه ده؛ خو بيا هم ډېر کله دا شونې نه ښکاري، چې د سرچينه مفهوم ټولې مفهومي ځانګړنې او لوري دې په يوه نوېز کې راټول کړو، ځکه چې دا نوېز چې موږ يې په خپله ژبه کې جوړوو، هم له ونې بوټي نه وي راشين، دا هم په خپله ژبه کې فرهنګي تاريخ لري او دواړه له ګڼو ضمني دلالتونو برخمن وي، چې له همدې امله د نوېزونو مخالفان پر نوېزونو د ابهام نيوکه وکړي.
که غواړو، چې نوېزونه مو له ناکامۍ سره مخ نشي، پکار ده، چې د سرچينه مفهوم او موخن نوېز دواړو مانيز لوري دقيق کړو؛ خو لکه پاس مو چې وويل، چې د ټولو مفهومي لوريو لحاظ ساتل ممکن نه دي؛ نو د سرچينه مفهوم مخبېلګه يي صفتونو ته بايد مخه کړو او چې مرکزي مانا يې ومومو، بيا ورته نسبتا دقيق نوېز جوړولاى شو. دويمه لار دا ده، چې هرې علمي حوزې ته يوه کلمه راځي، که خپله مرکزي مانا ساتي؛ نو ورسره د خپل مفهوم ځينې اړخونه متبارز او ځينې پټوي، مثلا د “کور” کلمه درواخلئ، په مفهومي ټوکونو کې يې تجمع راځي او دا تجمع د خونو، دهلېز، غولي، پخلنځي او تشنابونو په بېلګو کې راښکاره کېږي. د تجمع دا مرکزي مفهوم د “کور” له کلمې سره ډېرو حوزو ته سفر کوي، دا که د “کورپاڼې” په بڼه وي او که په بله بڼه د “کور” د مفهوم کارونه؛ خو ځينې مفاهيم داسې وي، چې ممکن يو مرکزي صفت و نه لري. د ويتګنشتاين په اند، د لوبې مرکزي صفت څه دى؟ که ګټه او بايلات وي، ماشوم چې په توپ لوبه کوي، ولې يې لوبه بولو؟ که د مخالف خبره وي، خلک په دېوال هم توپ ولي؛ نو داسې مفاهيم هم شته، چې مخبېلګه ېې د ګڼو بېلګو په اړيکو او مېټرکس ولاړه وي، چې هر مدلول ته په بېله بڼه ورڅرګندېږي. څو ورځې مخکې ښاغلي سيال په پښتو کې د سټرکچرليزم لپاره د “رغښتوالې” پر نوېز همدا نيوکه وکړه، چې سټرکچرليزم ګڼې ماناوې لري، چې دا ماناوې د فرهنګي تاريخ او په بېلابېلو علمي ساحو کې د دې نومونې د کارونې زېږنده دي؛ نو څرنګه چې “رغښتواله” دا ټول مفهومي لوري نه رانغاړي، ځکه دا سمه کلمه نه ده. که پوښتنه وکړو، چې ښه دقيق انډول يې پښتو کې څه دى؟ موندنه يې تقريبا ناشونې ده، ځکه چې د پښتو کلمو خپل فرهنګي تاريخ دى؛ نو چې نشته، دويمه لار دا ده، چې همغه د سټرکچرليزم نومونه په پښتو کې ومنو؛ خو دا يوازنۍ کلمه نه ده، چې په منلو يې د پښتو د ژبې د سيستم لويه ماڼۍ نه ړنګېږي، داسې په زرګونه نومونې دي، چې د ټولو په منلو يې نه يوازې پښتو له خطر سره مخېږي، بلکې د پښتو ويونکو لپاره نااشنا دي، مثلا که د چاروالې ژبپوهنې زرګونه نومونې کټمټ په پښتو وليکو؛ نو څه فکر کوئ، چې پښتانه به پرې پوه شي؛ خو که د actor لپاره د چارګر او د patient لپاره د اغېزمن نومونه وکاروو، لوستونکي يې په مانا اسانه پوهېږي، لومړى د يوه کار ترسروونکى او د فاعل يو ډول دى او دويم هغه مفعول دى، چې له دې کاره اغېزمن شوى دى.
د “چاروالې”، “چارګر” او “اغېزمن” په نومونو کې مو وليدل، چې پر خپلو کلمو مو نوې مانا منلې يا که مثبت فکر کوئ؛ نو ويلاى شو، چې له مانيز پلوه مو غني کړې دي. په بله وينا، د چار مانا مو “نقش” ته ورلوړه کړې ده. د مانا پراخول د کلمو د مانيز تحول يوه طبيعي لار ده.
اوس به راشو “رغښتوالې” ته. رغښتواله يو جال (مېټرکس) مفهوم دى، چې له ګڼو تقابلونو يې پوهېږو، چې ګڼې ماناوې لري، خو “رغښتواله” پښتو ته د ژبپوهنې په حوزه کې راغلې او په دې حوزه کې دا د لانګ يا هغه پټ جوړښت په مانا ده، چې د وينا تر شا موجود وي. په پښتو کې هم رغښت د جوړښت پر وړاندې د پټ سيستم مانا لري او هغه په “رغښتواله” کې په ښه ډول خوندي شوې ده. يعنې د سرچينه مفهوم لحاظ يې د ژبپوهنې په حوزه کې ساتلى، دويم اړخ يې قرارداد دى؛ خو د نوېزونو دودول او قراردادي کول د ژبې له ناشعوري قرارداد سره توپير لري. دلته يو ډول پر ژبنۍ ټولنه نوېزونه تحميلېږي او دا تحميل د ځواکمنو دولتي او نادولتي ادارو، ځواکمنو علمي کړيو او کسانو له لوري وي. علم يو ځواک دى او دا ځواک چې له هر چا سره وي، پر خلکو اغېز لري؛ خو قرارداد هم مطلق نه وي، بلکې د مشهور ژبپوه لانګاکر(ادراکي ګرامر) د وينا پر بنسټ درجې لري. هر نوېز په پيل کې د قرارداد له کمې درجې برخمن وي، مثلا “کتابتون” چې په لومړي سر کې جوړ شو، خلک ورسره ډېر نه وو اشنا، ځکه چې د قرارداد له پړاوه لا نه و راتېر شوى؛ خو اوس يې د قرارداد درجه نسبتا لوړه شوې ده. نوېزونه، چې په خپلو علمي کړيو کې ومنل شي، د قرارداد درجه يې لوړېږي او دا هغه اړخ دى، چې د نوېزونو مخالفان ورته پام نه کوي، چې ژبنى نظام د قرارداد پايله ده او که له تشه مخالفته لاس واخلو او د ژبې پر سيستم برابر نوېزونه ومنو، د خپلې ژبې په يوه کلمه يې اړولاى شو.
دا ليکنه چې تاسو يې لولئ، که د اويا کلو مخکنى پښتون راژوندى شي، په ډېرو کلمو به یې پوه نه شي او نوې به ورته ښکاره شي. که ځير شو، موږ د پښتو ټولنې او په تېره د استاد زيار په لاس جوړ شوي ډېر نوېزونه په رسنيو او خپلو ليکنو کې منلي؛ خو دا منل ناشعوري دي، ځکه چې د ځواکمنو رسنيو له خوا راباندې تحميل شوي دي او د مانا د دقت له امله موږ هم منلې. څو لسيزې پخوا د “رسنۍ” کلمه چا په معاصرو متونو کې نه ليدله؛ نو د پاى خبره دا ده، چې د پښتو نوېزونو تاريخي بهير دقيقو ليکنو او بېلګو ته اړتيا لري، چې موږ ته معلومات وشي، چې زموږ دا سفر څومره بريالى او په ځينو مواردو کې ولې ناکام وو؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.