د يوازېتوب سل کاله

اجمل ښکلی

201

ځينې ملګري پوښتنه کوي، چې د مارکېز د اثر”one hundred years of Solitude” نوم په پښتو کې د “سل کلن يوازېتوب” سم دی، که “د يوازېتوب سل کاله”؟
که د انګليسي بڼې ته يې وګورو، “د يوازېتوب سل کاله” سم دی؛ خو راځئ، چې د ژبني سيستم له مخې پرې خبري وکړو.
“سل کلن يوازېتوب” په پښتو کې يو نوميز ترکيب دی، چې “سل کلن” پکې ستاينوم او “يوازېتوب” پکې ستايلی دی. په
“سل کلن يوازېتوب” که د پروفايلسازۍ له زاويې وګورو، “يوازېتوب” پکې پروفايل دی او له همدې امله تمرکز پر همدې توک دی، چې “سل کلن” د خوځند”ټريجکټر” د يوازېتوب” په ځاينښه”لينډمارک” کې راڅرګندېږي. پر دې بنسټ “يوازېتوب” تر “سل کلن” جوت دی او مخاطب هم لومړی يوازېتوب ويني.
په دې ترکيب کې چې “يوازېتوب” زړی(هسته) ده، د يوه داسې توک په مټ توصيف شوی، چې حدود يې جوت دي. په بله وينا، “سل کلن يوازېتوب” د ډبرې، مېز، پيالې غوندې راټول مفهوم دی، ځکه په اصل کې يوه مرکبه کلمه ده، چي د بهير پر ځای يوه څيز نوموي او هغه سل کلن يوازېتوب دی.
خو “د يوازېتوب سل کاله” يو نوميز اضافي عبارت دی، چې مخه يې خلاصه ده. په دې عبارت کې پروفايل “سل کاله” دی، ځکه چې په اضافي عبارتونو کې که خج پر مضاف وي، تمرکز هم پر مضاف وي؛ نو که خج په دويم توک راشي، تر لومړي توک جوتېږي او د پاسني پر خلاف ” سل کاله” د خوځند دنده لري، چې د “يوازېتوب” په مفهومي ساحه يا لينډمارک کې يوه برخه نيسي. مطلب، موږ پر دې بنسټ د “د يوازېتوب شل يا زر يا…” کلونه هم ويلی شو.
پر دې بنسټ د “يوازېتوب” ساحه پراخه ده، چې سلو کلو يې يوازې يوه برخه نيولې ده. دا ښيي، چې “د يوازېتوب سل کاله” د “سل کلن يوازېتوب” پر خلاف پرانيستی مفهوم دی او څرنګه چې تمرکز پر “سل کاله” دی؛ نو استمرار ښيي.
د ليکوال موخه چې د سل کلو د سختيو استمرار دی، هم په دې دويم مفهوم کې رابرسېره کېږي. په پښتو کې په نورو ځايونو کې هم د مانا له پلوه دې دواړو مفاهيمو ته پام کېږي: مثلا يو سړی وايي:
زه پنځوس کلن شوم؛ خودا پنځوس کاله مې په خوارۍ مزدورۍ تېر کړل.
په لومړۍ فقره کې ويناوال خپل پنځوس کاله په يوه غوټه کې تړلي او مخاطب ته يې وړاندې کړي؛ خو په دويمه فقره کې يې بېرته پنځوس کاله خپاره کړي او د “تېر کړل” په مټ يې ترې بهير جوړ کړی دی.
کله کله په ظاهره هممانا ښکارېدونکي جوړښتونه په اصل کې مهم ادراکي او مانيز توپيرونه لري. که ورته متوجه نشو، د ليکوال موخه او پيغام ته زيان رسولی شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.