هرات کې تېر کال څه‌باندې ۳۴۰ زره تذکرې وېشل شوي 

417
په هرات ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست رسنيو ته په لېږل شوي معلوماتو کې ويلي، چې تېر ۱۴۰۱ کال کې څه‌باندې ۳۴۰ زره الکترونیکي او کاغذي تذکرې وېشلې چې له دې لارې یې څه‌باندې ۸۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د هرات ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محب الله هدایت وايي چې په ورځني ډول د دې ریاست اړوند دفترونو ته له ۳ زرو زیات غوښتونکي د اړوندو خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
 هدایت همدارنګه زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال او نږدې ۱۲زره هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاح خدمتونه او څه باندې ۳۰ زره هېوادوالو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړینو، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د دې ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو درې وېش څانګې فعالې دي چې هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي او د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه (مثني تذکرې، د ودونو او طلاق ثبت، د زېږېدنو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) هم فعال دي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.