نسکوره کاسه

عبدالعزیز نایبي

640

اوښکې د مور و پلار په سترگو کې ډنډ

د شریک ژوند ایښي نیالگي اوبوي

پېغله لورکۍ یې څنگ ښونځي کې د کور

د کتابونو پاڼې، پاڼې لوستې

زلمی بچی یې له پوهنتون فارغ و

د اُمیدونو غوټۍ گل غوړاوه

ناڅاپه تېزه سېلۍ والوتله

د انقلاب بله څپه راغلله

 د بدو سترگو گلۍ وورېده

غونچه شوه پاڼې، پاڼې ورژېده

د کتابونو ځای ټوپک ونیوه

د دُنیا ټول منطق یې وننگاوه

د لوستي ځوان غرور شو مات، د بېکارۍ په پېغور

اوس یې د سخت سفر قمار ته، سر په داو ایښی دی

په صبر، صبر یونیم کال واوښته

بېوزلي گېډو پورې تیـږې تړي

واېې اسلام مو ټول جهان کې سوچه

ولې بیعت په پټو سترگو غواړي؟

گورئ چې بیا ټکه درپرې نه وځي

کاسه د ظلم تل نسکور پاتې ده!

۱۰/۴/۲۰۲۳

عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.