م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي

525
3 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې وړاندوينه کړې ده چې که پر افغانستان باندې بشري مرستې کمې شي نو د دغه هیواد اقتصاد به له نوو سختو بحرانونو سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې (UNDP) په خپله یوه تازه ارزونه کې چې د سه شنبې په ورځ، د اپریل مياشتي ۱۸مه. خپره شوې ده، وړاندوینه کړې که چېرته پر افغانستان باندې نړېوالې مرستې ۳۰ سلنه کمې شي، د افغانستان اقتصاد به ورسره منقبض او انفلاسیون به لوړ او نغدې پېسې به کمې شي.

نړیوال چارواکي وايي افغانستان د نړۍ په سطحه د بشري مرستو د تر ټولو ستر پروګرام تر چتر لاندې هیواد دی، خو سږکال به دغه مرستې څرنګه چې ډونران د نړیوالو بحرانونو ارزونه کوي او په دې دلیل چې طالبانو پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو کاري محدودیتونو لګولي، ډېرې راکمې شي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) مشر، عبدالله ال دردري، رويټرز ته وويل: «په دې کار سره به د پیسو ارزښت راکم شي، په نغدو پېسو کې یو بل انقباض، بانکونه او غیررسمي کرېډېټونه به له ډيرو ستونزو سره مخ شي… انفلاسیون به لوړ او کورنۍ تقاضا به راښکته شي چې دا به [په افغانستان کې] پر لا ډیر فقیر کیدو او کمې ودې باندې منجر شي.»

ال دردري د افغانستان د راتلونکې اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه او وې وېل چې «دغه هیواد به خپل ځان د فقر په لومه راګېر وويني.»

د رويټرز په حواله په ۲۰۲۴م کې په افغانستان کې سرانه عواید (د هیواد ټول عاید تقسیم پر ټول نفوس) کېدای شي ۳۰۶ ډالرو ته راولوېږي، چې دا له ۲۰۲۲م کال راهيسې ۴۰ سلنه ځوړ ښيي. دغه وضعیت افغانستان ته د نړۍ د تر ټولو بې وزله هېوادونو په ډله کې ځای ورکوي.

د افغانستان د ۲۰۲۳م کال بشري مرستو له پاره د ۴ اعشاريه ۶ ميليارډ ډالرو غوښتنه شوې، چې د دغه پلان یوازې ۵ سلنه برخه ېې چې ۲۵۱ میلیونه ډالر کیږي تمويل شوې ده.

ال دردري وايي: «موږ کېدای شي له ۳۰ سلنې څخه هم له ډير مقدار مرستو له کمښت سره مخ شو.»

د طالبانو ادارې د تېرکال په دسمبر مياشت کې په اکثرو انجوګانو یا غیر دولتي موسساتو کې د افغان ښځینه کارکوونکې پر کار بندیز ولګاوه او تر هغه وروسته ېې روانه میاشت تصمیم ونیو چې افغان ښځې دې د ملګرو ملتونو سازمان اړوندو دفترونو کې هم کار نه کوي. ملګرو ملتونو سازمان خپلو کارمندانو ته ويلي دي چې په دغه موده کې ېې خپلو دفترونو ته نه ځي، که څه هم دغه سازمان د خپلو پروګرامونه ارزونه کوي. د طالبانو له دغو پريکړو سره دا اندېښنه هم رامنځ ته کړې چې ښايي مرستندويان افغانستان څخه ځان لرې کړي.

طالب چارواکي وايي چې د ښځینه مرستندویه کارکونکو په هکله ېې تصمیم، د دوی خپله «کورنۍ مسئله» ده. طالبان ټينګار کوي چې بهرني حکومتونه باید پر دوی باندې لګول شوي محدودیتونه راکم او د افغانستان د اقتصادي ستونزو د کمولو په خاطر دې د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.