د لوږې څونامي – اته ویشتمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

378

ساړه هم د لوږې څونامي یوه برخه ده، دا د سړو موسم کیسه ده، خلک د نس مړولو لپاره وچه ډوډۍ نه لري او د ماشومانو د لوڅ بدن د پټولو لپاره عادي جامې نه شي اخیستی، نوي چارواکي په یوه ښار کې دوه زره بیرغونه راځړوي. زه پوه نه شوم چې دا بېرغونو بندول به د خلکو کومه ستونزه ورحل کړي، که به د کوم لوڅ ماشوم بدن ورپټ کړی او که به وږي نس ته کومه مړۍ ډوډۍ ورورسوي.

د افغانستان تر نیمايي ډېر وگړي د لوږې څونامي سره لاس گرېوان او د مرگ پر پوله ولاړ دي، خو د بشر پالنې سرلاري له اړمنو سره له خپلو کړو وعدو په شا کېـږي او دا تشلاسي خلک له څونامیانو سره په دې لویه جگړه کې یوازې پرېـږدي. دا هم د بریتانیا هېواد نوې پرېکړه:

«“FAO” نړۍ ته؛ افغانستان په بېساري ناورین کې یوازې مه پریږدئ

تاند: (چارشنبه، د حمل ۹)  د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان “FAO” خبرداری ورکړی، چې که په راتلونکو ورځو کې بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، ۹ میلیونه وګړي به لوږې سره مخ شي.

د دغه سازمان مشر ډیویډ بسلیم پر خپل ټویټر لیکلي دي: «نړۍ نشي کولای د یوه بې بېساري ناورین پر مهال افغانانو ته شا کړي او یوازې یې پریږدي.»

تر دې مخکې د افغانستان د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي و چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو ته بشري مرستې لومړیتوب لري، خو له دغو کسانو سره یوازې هغه مهال مرسته کېدای شي چې کافي بودیجه موجود وي.

 OCHA افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې ته ځواب ووايي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) او نور راپورونه په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي خبر ورکوي او نړیوال او لویدیځ سازمانونه دغه احصایې تاییدوي، خو له دې سره د طالبانو د رژیم افراطي پریکړې او ضدونه له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د محدودیدو او نه تعامل اصلي لاملونه ګڼل کیږي.»

د بریتانیا هېواد بله پرېکړه دا ده چې له افغان ماشومانو سره مرسته رالږوي. د بي بي سي په راپور کې داسې راغلي دي:

«د بریتانیا حکومت افغان ماشومانو سره مرسته کموي

بريتانيا مېشتې سېف د چېلډرن، يا د ماشومانو ژغورنې خيريه ټولنې ويلي، بريتانوی حکومت افغانستان کې له يوه پروګرام سره د ۷ ميليون ډالرو مرستې کموي.

سېف د چېلډرن وايي، بریتانوي حکومت له دوی سره د اوو میلیونو پونډو مرستو کچه یو میلیون ډالرو ته ښکته کړې ده.

دا ګام يوازې څو مياشتې وروسته له هغه اخلي، چې زرګونه له خطر سره مخ ښځو او نجونو د ملاتړ ټټر يې وهلی و.

دې پروګرام د روغتيا پالنې او زدکړو په څېر بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسي په برخو کې له خلکو سره مرسته کوله.

اټکل دی چې د ۱۴ ميليون ماشومانو په ګډون، د افغانستان نيمايي وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د یادې ټولنې چارواکو ویلي، اوس دوی اړ دي چې خپلې چارې په دغه یو میلیون پونډو مخته یوسي او پر مټ یې په افغانستان کې میلیونونه ماشومانو ته روغتیايي او ښوونیز خدمتونه ورسوي.

دوی خبرداری ورکړی چې پر دوی د پیسو کمول به افغانستان کې د دوی د پروژې د درېدو لامل شي…»

همدې نړیوالو له افغانستان د ساړه او تاوده جنگ ډگر جوړ کړ، هرچا د خپلو سیاسي، اقتصادي، نظامي او… گټو د خوندیتوب لپاره د افغانانو له بې خبرۍ ــ ناپوهۍ نه په استفادې سره؛ څه چې له لاسه وشول وکول او د نوې تیورۍ او نوې تکنالوژۍ نه په استفادې سره یې نیابتي جگړه پیل کړه، د افغانانو په منځ کې یې دوښمني او نفاق اوج ته ورساوه او د همدې نیابتي جگړو په پایله کې خلک بېکوره، بېکاره او بې روزي شول. اوس یې له گڼو ستونزو سره په سپین میدان یوزې پرېږدي.

ملگري ملتونه او نورې خیریه مؤسسې چغې وهي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان یا د دغه هېواد تر نیمايي ډېر وګړي چې پکې شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان هم شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا لري، خو ټولو نړیوالو په غوږونو کې پختې ایښې دي. همدا څو ورځې مخکې د خوړو نړیوال پروگرام افغانستان کې د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه وکړه، دا یې د غوښتنې د متن یوه برخه ده:

«د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) په افغانستان کې د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې. دا سازمان وايي، د دوی د بودیجې کمی په افغانستان کې د خوراکي مرستو بهیر کمزوری کوي.

دغه غوښتنه داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د لوږې کچه مخ په زیاتېدو ده.

د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د لوږې له ناورین سره مبارزه ونه شي، کوای شي په ټول افغانستان کې لوږه لاپسې زیاته کړي او که بشري مرستې ونه شي، میلیونونه خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړ وي.

وړاندې ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري…»

خو وعده کونکي اوس وایي چې موږ څه نه شو کولای. عام خلک یې گدایي ته کېنولی، او تر رنگینو وعدو وروسته وايي چې موږ مرستې نه شو کولای.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.