د کتاب نړیواله ورځ

ژباړه: شفیق الله یوسفزی

644

کتاب نړیواله ورځ ( د لیکوال د حق څخه د دفاع ورځ)!

د کتاب نړیواله ورځ چې د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان “یونسکو” له خوا رامنځ ته شوې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې هر کال د اپریل د میاشتي به ۲۳مه لمانځل کېږي. دا ورځ د روسي هېواد لخوا د لیکوال د حق څخه د دفاع ورځ په نامه هم پیژندل شوی. د کتاب نړيوالې ورځې د لمانځلو وړاندېز د لمړي ځل لپاره د هسپاني هېواد لخوا د یونسکو په ۲۸مه غونډه کې وشو. د کتاب نړیواله ورځ د اپریل ۲۳مه ځکه ټاکل شوې چې دا ورځ د ځېنو لیکوالانو او د نړۍ د فرهنګي شخصیتونو د زیږیدنې او یا مړینې ورځې سره برابره ده. د کتاب نړیواله ورځ د لمړي ځل لپاره د ۱۹۹۵کال د اپریل په ۲۳ ولمانځل شو.
برتانیې او شمالي ایرلنډ ته د لومړي ځل لپاره دا ورځ له کاتا لونیا څخه راغله چې د سینت جورج ورځ بلل کېده او په دې ورځ به مینانو یو بل ته کتابونه سوغاتول.
د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او کتاب مینه وال په ګډه کار سره کوي او کتاب لوستل هڅوي.
په برتانیا او شمالي ایرلند کې په دې ورځ ماشومان کتاب لوستلو ته هڅېږي او دوی ته د دوی د خوښې کتابونه ورکول کېږي.

کارپوهان وایي چې له کوچني عمره له ماشومانو سره د کتابونو لوستل د هغوی مغزو ته وده ورکوي. امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي چې له ښوونځي مخکې عمر ماشومانو ته د کتاب لوستلو امکانات برابر کړي.
ولسمشر باراک اوباما وایي پوهنه د معلوماتو د پېر سکه ( کرنسي) ده.
په امریکا کې د شیکاګو د پوهنتون تیموتي نولېس وایي د “انسان د ماغزو په سلو کې ۹۰ وده د صفر نه تر ۵ کلنۍ پورې ده”. خو هغه زیاتوي “موږ په سلو کې ۹۰ پیسې په هغو ماشومانو لګوو چې عمر یې تر پنځه کلنۍ پورته دی”.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لاهم خلک کتاب نه لولي. بې سوادي، نا امني، بې وزلي او د زده کړې ټيټه کچه یې اصلي لاملونه دي.

د نړۍ د هر قوم د پرمختګ تر شا د همدې قوم پوهان او لیکوالان لوی لاس لرلی دی او همدا لیکوالان او پوهان دي چې د خپل قوم او ولس د پوهولو لپاره کتابونه لیکي او د کتاب له لارې فکري، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي بدلونونه رامنځته کوي.
کتاب د پرمختللې، علمي او ټکنالوژیکي نړۍ دروازه ده. علم او پوهه د کتابت پواسطه تر دې ځایه رسیدلې دی.

اسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو پواسطه تر مونږ انتقال شوي او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال، له یوه نسل څخه بل نسل ته د کتاب په بڼه صورت نیسي.

که په دې ښکلې ژوند کې له کتاب سره ملګرتیا ونه کړو، نو بیشکه چې د مهمو انساني لاسته راوړنو، د الهی او بشري معرفت څخه به بی برخې یو.
د کتاب نړیواله ورځ اصل کې د لیکوالانو د حق څخه د دفاع ورځ ده. په دغه ورځ نړیوال کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او کتاب مینه وال په ګډه کار کوي او خلک کتاب لوستلو ته هڅوي.
د کتاب په نړیواله ورځ کې د کتاب خرڅوونکې د کتاب خرڅون ترڅنګ یو سور ګل هم کتاب پېريدونکې ته ور کوي.

#د_کتاب_په_اړه_د_پوهانو_او_لیکوالانو_غوره_ویناوې:

اروښاد ګل پاچا الفت وايې: زما ارمان به هغه وخت پوره شي، چې د پوهی قيمت کم شي او هر څوک يې اخستيلاي وشي » ددې اصل پر بنسټ واقيعاً پوهه، علم او زده کړه د انسان په فکر او عقل کې تغيرات راوړي، او دغه ګټه د بلې هرې ګټې څخه زياده او درنه ده.
په ژورې خبرې په نوم کې کتاب کې مې د کتاب په اړه د لیکوال میرزا عالم حمیدي دا خبرې خوښې شوې: ما د کتاب په سترګو نړۍ لیدلې هو ویلې شم چې د مینې ستره نښه تاج محل دی، د جګړې ستره سرچینه پنتاګون ده.
د کتاب بله برخه کې وايي: هر څوک چې ګټور کتاب له منځه یوسي لکه چې انسان يې وژلی وي او هر چا چې انسان وژلی وي لکه چې جهان يې وژلی وي.

مسولی یو فرانسوي شاعر بیا وايي: لرغوني لیکوالان داسې زورور لارښوونکي دي چې تر اوسه پورې په موږ باندې د قبرونو څخه بادشاهي کوي.

په خواله رسنۍ (فیسبوک) کې یو کس د کتاب په لاندې پوسټ کړې وو چې وروسته بیا له ډېرو کسانو لخوا همالته شریک کړای شو: تر تش جېب مي له کتابونو تشه خونه بده ایسي، ځکه لومړی مانا مفلیسي او دویم یعني جهالت!
کتاب مي یوازنی رښتینی ملګری پاته سوی دی، هیڅ وخت یې نه! نه دي راته ویلي، د هیڅ نېکۍ په رایادولو یې نه یم شرمنده کړی او تل یې زما هره اندېښنه، سوال او غوښتنه په مینه ځواب کړې ده، تر دې نو بل نژدې دوست چیري وو؟
د کتاب تر سوځولو خراب جرمونه هم شته، یو یې دا دی چې کتاب ونه لولې.

(جوزف براډسکي): کتاب کامله سرګرمي او تفریح ده، نه په کې تجارتي اعلانونه شته، نه بريښنا او بټرۍ غواړي، د هرې روپۍ په بدل کې ساعتونه خوند دربخښي. زه حیران یم چې ولې خلک د هغو شیبو لپاره چې ضایع کیږي، ځان سره کتاب نه لیږدوي.

(سټیفن کینګ): کتابونه الوتکې دي، رېل ګاډي دي او لارې دي. کتابونه سفرونه او منزلونه دي، کتابونه کورونه دي.

(انا کوتاینډلن): کتاب دې ته پکارېږي چې سړي ته وښيي چې د ده مفکورې ډېرې نوې نه دي.

(ابراهام لینکن): کتاب لکه هېنداره وي: که دې یو احمق په کې ولید، دا تمه نه شې کولای چې نابغه په کې ووینې.

جې کې رولېنګ د ايران د کلتور وزیر د کتاب او مطالعې په اړه وايي:( امیدوار یم داسې مهال راشي چې د خواستګارۍ معیار د کتاب لوستل او مطالعه وي، یعني د نجلۍ فامیل د هلک په اړه دا د یو اساسي معیار په توګه وپوښتي، چې که دا ځوان مطالعه کوي موږ دوستۍ ته اماده یو.)

سټین فلیپس بیا د کتاب د اهمیت په اړه وايي: جامې زړې واغوندئ، خو کتاب نوى واخلئ.

جورج مارټین وايي: هماغسې چې توره تیرولو ته اړتیا لري، ماغزه هم کتاب ته اړتیا لري.
(جورج مارټین): یو ښه کتاب د سلو ملګرو ارزښت لري، خو یو ښه ملګری بیا د یوه کتابتون هومره ارزښت لري …!

شفیق امیرزي وايي چې ما یو کتاب لوست، چې پر شا يې داسې لیکلې وه: فردا برای خواندن دیر است همین اکنون بخوان.

مه خپه کېږه! کتاب کې چې لیکوال يې دوکتور عائض بن عبدالله القرني او ژباړن يې رحمت الله مومن دی، د کتاب په اړه کښلې: د نېکمرغۍ د لاس ته راوړلو یوه ډېره مهمه وسیله د کتاب مطالعه ده.

جاحظ په دې اړه داسې وایې: ” کتاب هماغه یوازېنی صمیمی دوست او مخلص ملګری دی، چې نه دې خفه کوی او نه دې پرېږدی، نه درڅخه څه غواړی، نه درسره دوکه کوی، نه خیانت او نه تملق او چاپلوسی. ” کتاب هماغه څه دی، چې په کتلو سره یې خوښۍ زیاتېږی، ذهن تېزوی او ژبه صفا کوي، زړه ته ډاډ ورکوي او سینه پرې پراخېږی؛ کتاب هماغه څوک دی، چې هم د شپې له تا څخه پلوي کوي او هم د ورځې، هم په سفر کې او هم په حضر (کور) کې. دا هماغه یوازېنی ښوونکی دی، چې که ورته اړ شوې، نو له ملاتړ څخه دې لاس نه اخلي. موږ باید په دې پوه شو، چې تر ټولو غوره څه چې وزګار خلک پرې د شپې او ورځې خالی وختونه ډکولای شی کتاب دی. دا هماغه شی دی، چې د دین او دنیا چارې پرې سمبالېدلای شي.

جاپان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې وګړي یې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي او همداراز اروپا، امریکا او د اسیا ځینې هېوادونه هم په نړۍ کې له هغه هېوادونو نه ګڼل کېږي چې وګړي یې پکې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي.

یوه جالبه دا ده، چې تیر کال چينايي ځوانانو مطالعې او د کتاب لوستلو ته د خپل د خلکو د هڅولو په موخه د پلازمينې بیجینګ په يو واټ کې سره راټول شول او د یو نيم ساعت لپاره يې دغه واټ د خلکو د تګ راتګ په مخ وتړلو.
دغه ډله ځوانان چې شمير يې ۵۳ تنو ته رسیده د یونیم ساعت پر مهال يې چې واټ تړلی وساته یوازې او يوازې پر مطالعې او د کتابونو پر لوستلو تیر کړل.
دغه کمپاین ته “پریږدۍ چې مطالعه واټونه اشغال کړي” نوم ورکړل شوی دی. دغه ځوانان د یو انلاین ګروپ د چټ (تماس) له لارې يې لمړی خپله خبره يوه کړه او بیا په واټ کې سره راټول شول.
د تر سره شويو سروې ګانو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لړ کې چینایانو په اوسط ډول ۴۵۶ عنوانه کتابونه، ۶۵۰۳ ورځپاڼې او ۶۰۷ عنوانه مجلې لوستي خو سروې زیاتوي چې ډيری چينایان بیا د خپل د مطالعې دغې کچې څخه راضي نه ښکاري او ټينګار کوي چې باید مطالعه لا زياته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.