محبس او قفس – تیمورشاه

عبدالقیوم

423

محبس او قفس

تیمورشاه

(۱۱۵۲تر۱۱۷۲) هجري

۱۷۷۳- ۱۷۹۳م

 سپین مجلس: دا به څه تاوان ولري چي د لوی نومیالي احمد شاه بابا یا ( ۲۶) کلن امپراتور د زوی تېمورشاه یا په بل عبارت سره زموږ (۲۰) کلن امپراتور پېژندنه هغسي ولرو کوم چي دی وو؟ متعصب دې نه لولي.

په کتابونو کښي تیمورشاه د احمد شاه بابا زوی  لیکل سوی دئ. خوبیل بیل روایتونه سته. یو شمېر لیکوال تیمور شاه د لوی احمد شاه بابا اول زوی(مشرزوی) چا یې دوهم زوی او څوک یې لا درېیم زوی لیکي. یو لوی ملت چي تر اوسه پوري د خپل(۲۶) کلن امپراتور(بابا) روښانه شجره نه وي ليکلې سخته به نه وي چي د معاصر تاریخ نوري برخي دي سمي و ګڼو؟ ددې خبرو سپېنول زما له وسه پوره نه ده بلکي دا وظيفه او مسؤلیت د افغان مسلکي تاریخ پوهانوده.

  د پارسیانو(اوسنیو ایرانیانو) لیکوالو یا د لوی احمد شاه بابا مخالیفو لیکنو ته به نه ځم. د خپلوښولیکوالو  لیکني هم یوشان نه دي؟

علامه عبدالحی حبیبي صاحب  تیمور شاه د احمد شاه بابا د مشر زوی په نوم  لیکۍ دئ.

 کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب شهزاده سلیمان د احمد شاه بابا مشر زوی لیکلۍ دئ.

 محمد نادر ایوبي کندهاري صاحب بیا تېمورشاه د احمدشاه بابا درېیم زوی لیکلۍ دئ.

 دغه درې واړه لوی نوم وتي پاخه لیکوال عالمان او کندهاریان  او درې واړه د علامه عبدالحي حبېبي صاحب د مجلس نژدې یاران وو.

اول د علامه حبېبي کتاب (تاریخ مختصر افغانستان) په ۱۳۴۶هـ کال کي لیکل سویدی. دوهم د کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب کتاب(د افغانستان پر مختصر تاریخ یوه لنډه کتنه) په ۱۳۸۳هـ کي چاپ سویدی.  درېیم  یا وروسته د محمد نادر ایوبي صاحب کتاب(پاچهانو څه کول) په ۱۴۳۵هجري قمري چاپ سویدی.

 تر هغه ځایه چي ما شخصاً دوی درې واړه له نږدي پېژندل، درې واړه صاحبان عالمان وو. په د قیقه توګه کاندید اکاډمیسن عطائی صاحب د علامه حبېبي تاریخ لاره او  لوستۍ  هم وو. دغه شان محمد نادر ایوبي کندهاري صاحب د دوی دواړو کتابونه لوستي او په خپل کور کي یې لرل، ماته یې هم د مطالعې له پاره راکړه.

حبېبي صاحب لیکي: احمد شاه بابا درشب رجب ۱۱۸۶هـ به عمر(۵۱) سال وفات (۲۶) سال سلطنت کرد.

 حضرت علامه عبدالحق مجددی و داکتر فضل الله مجددی( از امیرکبیر تا رهبر کبیر) تاریخ لیکل سوي دي: احمد شاه درماه رجب ۱۱۷۸جون ۱۷۷۳جوزا ۱۱۵۲ش به عمر(۵۰) سالګي در کوه بوته چشم ازجهان پوشید.

خبره دا کوم، چي افغانان په خاصه توګه پښتانه تاریخ پوهان باید لاس پکار سي یو دبل په مرسته تاریخ له ابهاماتو راته پاک کړي. دا ځکه  زموږ ځوان نسلونه ته به د ټولو لیکل سوو تاریخونو پیداکول او لوستلای مشکل وي، او په دغه شان چي یې ولولي نور پر خپل تاریخ بې باوره کېږي.

په ۱۷۴۷م کال کي چي نادر آفشار د خپلو درباریانو لخوا ووژل سو دا د(یکشنبې شپه ۱۱ جماد الاخری)وه. احمد خان ابدالي او نورپښتانه د هرات له لاري له مشهده کندهار ته راغله(رجب) میاشت وه. د پښتنو جرګه جوړه سوه، جرګې احمد د زمان خان زوی(۲۵) کلن ځوان په افغاني سلطنت د احمد شاه د دراني په نامه انتخاب کئ. علامه عبدالحی خبېبي لیکي(تیمور شاه) د احمد شاه بابا مشر زوی وو، چي په مشهد کي زېږېدلۍ وو.

 تیمور د خپل پلار په ژوند کي کله چي په لاهور کښي حکمران وو، هلته یې پر خپل نوم سکه وهل. خدای بخښلي علامه حبېبي صاحب د معاصر تاریخ په لیکلو کښي د نورو لیکوالو په شان بې علاقې دی. دا ځکه علامه حبيبي غوندي عالم نه دي غوښتي د افغانستان پر معاصر تاریخ باندي مستند څه ولیکي؟  علامه حبیبي پر احمد شاه بابا او د هغه پر دغه لویه امپراتوري (شپږوېشته کاله سلطنت) فقط او فقط (زړه نازړه)څلور،پنځه صفحې او پردا بل امپراتور( تیمور شاه ) چي شل (20)کاله امپراتور پاته سوی دی  فقط یوه صفحه لیکنه لري؟ نو دا ( ۴۶کلنه امپراتوري) په شپږ صفحي لیکنه کي؟  هغه  ټول جنګونه، جګړې، حملې، ماتي  او بریاوي، چي نه پکښي د انسنانو وژل  یاد سوي دي؟ نه پکښي د کورونو خرابېدل  لیکل سویدي؟ هیڅوک هم  دا نه لیکي په دې هره جګړه څو تنه انسانان  مړه او زخمي کېده؟ د مړو، زخمیانو او د هغوی د کورنیو سره څه شان کړه وړه کېده؟ ولي دا هرڅه پټ ساتل کېده. که همداسي وي پس سړی دې نتيجې ته رسېږي چي یوه مستبده امپراتوري تیره سویده؟

لکه هر پلار د خپلو اولادونو په ښه تعلم او تربیه باندي مکلف دئ.  دغسي اولادونو ته د وطن، خلګو او خپلي عقېدې سره مینه ور زده کول هم پکار ده.

 خدای بخښلی  عبدالحی (حبيبي) صاحب په” تاریخ مختصر افغانستان” کي لیکي( بعد از وفات احمد شاه بابا از جمله یې هشت فرزندش،شهزاده سلیمان پسر کوچک او در کندهار بسعی شاه ولیخان وزېر اعظم پادشاه شد.

کاندېد اکادمیسن محمد ابراهیم عطائي صاحب “د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه” کي لیکي” کله چي احمد شاه بابا په ۱۷۷۳م کي په کندهار کي د خپلي ناروغی څخه ډېر په تکلیف شو، نو د دولت لوی مشران یې را وغوښتل او د هغوی په غونډه کي یې تېمور شاه خپل ولیعهد و ټاکی. که څه هم د استحقاق له مخي دا مقام د احمد شاه بابا د مشر زوی  شهزاده سلیمان حق وو“۳۸ص

خدای بخښلی محمد نادر ایوبي کندهاری په خپل اثر” پاچهانو څه کول” په ۴۷۴ص کښي لیکي: احمد شاه بابا د پنځه ويشتو کلو سلطنت په دوران کي د مدرسو او ښوونځیو د تأسیسولو لپاره اقدامات ونه کړه، چي په نتیجه کي د ملت لویه فېصدي تر اوسه نسل پر نسل بېسواده پاته سوه او بل دا چي احمد شاه بابا خپل درېیم زوی(تېمور) په وصیت سره وليعهد وټاکی او په دې توګه یې په کورنۍ کي پاچهي میراثي سوه”

ایوب خان اڅکزي څه ښه  ویلي وو:” په جیل کي موږ ته دا دوه حقیقتونه په ثابت صورت څرگند سول یوقوم چي آزادي نه لري غلام دئ، لیکن هغه قوم که سردار ولري نوغلام درغلام دئ“. رښتیا یې ویلي دي.

کله چي لوی احمد شاه بابا د ځپل ژوند په وروستیو کي د دولت مشران  او خانان را وغوښتل ده خپل ولیعهد تیمور ټاکی، په هغه غونډه(جلسه) کي صدر اعظم یا لوی وزېرشاه ولي خان  حاضروو؟ که نه وو حاضر یا له هغه څخه پټه ساتل سوې وه، نو بیا دا خپله پوښتنه ده؟  که حاضر وو نو بیا د احمد شاه بابا د نصیحت، وثیت اوتصمیم خلاف یې څنګه  شهزاده سلیمان د پاچا په نوم ټاکه؟

له یوه سره ګونګ تاریخ دی، د تیمور شاه، شهزاده سلیمان کوم بل درېیم کس (مشر ورور)چي محمد نادر ایوبي صاحب یې یادونه کوي د نوم نه شتون؟  د یوه زوي د زوکړي کال او ځای یې چاته معلوم نه دي؟ په کوم کال زېږېدلۍ دئ، بل صدراعظم شاولي خان کله خپله لور شهزاده سلیمان ته ورکړه؟

 یوازي د تیمورشاه په باب لیکل سوي دي – ۱۷۴۲ – م چي د ۱۱۲۱هجري شمسي کال سره سمون خورې دایران په مشهد نومي ښارکي زیږیدلی دی.

د خپل پلار د مرگ پر وخت دي (تیمور)د هرات والي وو. پر دې وخت دده عمردېرش یا یو دېرش ۳۰یا۳۱کاله وو. نوټ: که د تېمور زوکړه(۱۷۴۲م کي د قیق وي، احمد شابابا په ۱۷۴۷م کي پاچا سو تېمور د(پنځو) کلونو وو او احمدشاه بابا په ۱۷۷۳م کي احمد شابابا مړ سو. اوس نو که له ۷۳ څخه ۴۷ منفي کړو، نو تیمور شاه باید د پلار د مړیني په کال (۲۵+ ۵=۳۰) کلن وي، نه داچي دوی تېمور(۳۳) کلن لیکلۍ دی. ویل کېږي چي احمد شاه بابا په خپل ژوند کي ترځان ورسته خپل زوی شهزاده تیمور د پاچهۍ د پاره غوره کړی وو.د نوموړي په ټاکنه کي د محمد( ص) د تصميم، رایه او پرېکړي خیال په نظرکي نه دی نیول سوی. دولس امانت  کوم چي د یوې جرگي د پریکړي پر اساس احمد شاه ته سپارل سوی وو،  ده باید دولس دغه   امانت ولس ته سپارلۍ وای، په خفگان داسي یې ونه کړه.

 په “افغانستان از امېر کبیر تا رهبر کبېر” کي لیکل سویدي: تیمورشاه(۷ ) وروڼه لرل، لس ښځي ( افشار، هندی، کیشميری او د پښتنو قبایلو)هغه وخت لرلې چي پلار یې ژوندی وو. که دا خبره رښتیا وي بیا نو په هیواد کي ښه عمري عدالت وو، مګرد اسلام د مقدس دین د اصولو خلاف. واي چي تیمور شاه په مجموعي توګه( ۲۳ ) دروېشت زامن او (۱۳) دېرلس يې لوڼي وي. همایون، محمود، فېروزالدین، عباس، زمان شاه، او شجاع المللک  یې مشهوروه. د نورو زامنو او لوڼونومونه یې نسته. کله چي دا پیاوړی والي تیمور د خپل پلار په مرگ خبرسوو له هراته د کندهار پر لور د لښکرو سره یې حرکت را وکړ.

   د پلارد مرگ، غم ، خفگان، جنازې او فاتحې  خبره نه وو د مقام، هوا او هوس په  شوق را روان وو. د امپراتوری مرکز(کندهار) ته د تېمور تر راسېدو مخکي دلته په کندهار کي حکومتي واکدارو د احمد شاه بابا یو بل زوی د تیمور شاه مشر ورور شهزاده شهزاده سلیمان د پاچهۍ د پاره وړسړی وباله. په واک کي شریکو او یو شمېر خانانوغوښتل دغه مقام او دغه پاچهې شهزاده سلیمان ته ورکړي. د دغو واکدارو خلگو له جملې څخه یو د احمد شاه بابا د وخت مقتدېر صدر اعظم شاه ولیخان وو، دا هغه شاولي خان وو چي (خرقه شریفه) یې د جوزجان ولایت له فیض آباد څخه کندهار ته را وړل. صدراعظم شاه ولیخان د احمد شاه بابا د مشر زوی شهزاده سلیمان خُسروو. کله چي کندهار ته خبر راورسېدی، تیمورشاه له هرات څخه د امپراتورۍ د مقام نیولو په هیله د خپلو لښکرو سره یوځای د کندهار پر لورحرکت راکړی دئ، د لته شهزاده سلیمان ترخپلي پاچهۍ تیرسو. صدر اعظم شاولیخان چي د شهزاده سلیمان په پاچهۍ خوښ وو، ډېر ژرد خپلو دو زامنو او قومي مخوروسره، د تیمور شاه د تیمورطرفدار د یوان بیگي ته ورغلل پر خپلو کړو(شهزاده د سلیمان ) سره پر همکارۍ یې بخښنه وغوښته، د تیمورشاه طرفدارد ېوان بیگي شاولي خان د زامنواو قومي مشرانو سره یوځای بندي کړه. پسله هغه د ېوان بیگي دغه بندیان د محافظینو ترکنترول لاندي تېمورشاه ته  ور وا ستول.

  تیمور شاه په دغه وخت کي د خپلو ملگرو لښکرو سره د فراه ولایت مربوط د بکوا په د ښته کي د انگورخان باميزائی او  اسلام خان په کورکي چي په سياه اب کي وو، محافظو له کندهاره را وستلي بندیان هریو، وزیر شاه ولیخان، دوه زامن، دوه خوریان څو مخور دغه ځاي ته را ورسول.

    مسؤلینو تیمورشاه له واقعې خبر کړه، تیموردوی ځانته ونه غوښته. سره ددې چي صدراعظم شاه ولیخان د احمد شاه بابا، نژدې همکار اولوی وزېروو، خو تیمور بېله دې چي دوی ووینې او یا يې خبري واوري، ټول بیله پوښتني او بيله د یوې محکمې له پرېکړي څخه دوی وژل. نه پوهیږم چي دوستان  د تېمورشاه دغه عمل جُرم بولې که نه ؟. صدراعظم شا وليخان یې د مشرورورخُسرهم وو د پلارد وخت لوی وزیريې وو، زامن يې د ورور، اخښیان د ورېنداری پلاراو ورورڼه د هغې د ترور زامن ټول ووژل، د وزېر شاه ولي خان زامن مختار الدوله شېرمحمد خان او جهان خان سپه سالار له وظیفو څخه ترد او سند ته تبعد کړه.

 سید بهادرشاه کاکا خیل په خپل تالیف ” پښتانه د تاریخ په رڼاکي” لیکلي دي چي د تیمور شاه د دې ناوړه پېښي له اثره  وو چي د دُرانو یوه لویه حیصه له ځانه څخه ناراضه کړل. حقیقت دادی چي ډېر وطنوال د دې خبر د اورېدو څخه خواشېني سول او هغه یې بې تدبېره او ظالم شخص وباله.دا پرڅه د څه له پاره؟ څه جُرم يې کړئ وو؟ هغوی خو دولت خوشي کړ، پر خپله دې عمل چي جُرم هم نه وو  د شهزاده سلیمان سره همکاري راغلل بخښنه يې وغوښتل، تسلیم سول، د تیمور دا شان پرېکړ او عمل د اسلام مخالف، د بشري قوانینو خلاف، د دوستۍ دود او عرف خلاف او سپکاوی وو. بده یې لا دا چي دغه پنځ واړه يې د خلگو په مخ کي ووژل. تیمور لا تر کندهاره نه دی رارسيدلۍ، پرشاهي تخت نه دی کښینستلۍ وژني یې پیل کړې.

خدای بخښلۍ محمد نادرایوبي کندهاری  د خپل اثر” پاچهانو څه کول؟” په ۴۷۵ص کښي تیمور شاه  داسي  معرفي کوي ” تیمورشاه ( په قرآن باندي د وعدې ماتوونکي او د مخالفینو بې محکمې قاتل پاچا) د احمدشاه بابا زوی د پلار تر مړیني وروسته د هغه دوصیت سره برابر چي د مخه یې لا هم د هغه له پاره بعیتونه اخېستي وه د هرات څخه وکندهار ته رهي سو، د احمد شاه بابا نامتو وزېر شاولیخان هڅه کول چي شهزاده سلیمان د احمد شاه بابا بل زوی خپل زوم و پاچهۍ ته ورسوي. تیمور شاه لا کندهار ته نه و رسېدلی، وزېر شاولیخان د خپلو دوو زامنو او دوو وطني مشرانو سره د عذر کولو او ښه راغلي لپاره د تیمورشاه و استقبال ته ولاړ، کله چي وزېرشاه ولیخان او ملګري یې تیمورشاه ته ورسېدل، هغه صدراعظم شا ولي خان، زامن او ملګري یې بې له تحقیق، څېړني او محکمې په قتل ورسول.”

خدای بخښلي اکاډمیسن محمد ابراهیم عطائی صاحب هم د تېمورشاه په بابا د نورو لیکوالو په شان نظر لري، دی لیکي” تیمورشاه د وزېرشاه ولي خان، زامنو او نورو مخور په وژنه سره د خپلو درانیانو سره په ډېره بده بدي اخته سو، د ده اعتماد پر ټولو دراني خانانو ختم شو او خانانو هم په د ننه کي د ده سره د دښمنۍ پلانونه طرح کول او دا عوامل ددې سبب شول چي تېمورشاه د کندهاره څخه ځان لېري کړي، تیمورشاه عیاش سړی وو او د کابل د هوا مساعدت و ده ته زمینه برابروله چي د کال په هر موسم کي خاصتاً د دوبي په موسم کي مستۍ او مېلې وکړي.”

 د امپرا توري په اول کال یې له کندهاره څخه مرکز کابل ته یووړ. ….. شیخ عبدالطیف جامي هروي یې خپل وزېر مقرر کړه، د خزانې وزېر یې هندي التفات خان او د استفتا هم و ملا عبدالغفار هندي ته، قاضي فیض الله  یې د پاچهۍ مشاور وټاکی، احمد خان بیات یې د دوو لسو زرو تنو د خپل ځان ساتني قوماندان وټاکی.  تېمور شاه ځیني  قومي ټیکه دارونو چي په پټو سترګو یې د ده اطاعت کاوه لکه: فتح خان سدوزي، نورمحمد خان الکوزي،نور محمد خان بابري او یو شمېر نور یې له ځان سره و ساتل.

۱۳۵۳ّهــــــ کال کي د تېمو رشاه د کړونو مخالیف د عبدالخالق سدوزي په مشرۍ په کندهار کي خپل حکومت اعلان کړه او دکابل د نیولو په نیت له ۲۵۰۰۰پنځوېشتو زرو نفرو سره حرکت وکړ، د شش ګاو په سېمه کي د تیمور له قواو سره مخامخ سول،  دوه زره نفر یې ووژل سول، عبدالخالق خان ځکه  ماته وخوړل، چي د ده سره ملګري یوشمېر قومي ټیکه دارانو لکه: پاینده محمد خان او د لاورخان بیله جګړې تیمور شاه ته تسلم سوه. عبدالخالق خان سدوزی ونیول سو تیمورشاه ډېر له هغو ووژل او عبدالخالق خان یې ړوند کړ.

. تیمورشاه  د پلار په ژوند کي او بیا کله چي د ميراث پر ګدۍ کښېناست شپه او ورځ په بدلمنيو باندي اخته وو. هغه وخت هم لکه دا د اوس  په شان د دربارو نوکرانو به دا خبره کول چي پاچا چي هرڅه کوي هغه د هیواد او ملت په خیرکوي. نو زموږ دغه شاه د لوی احمد شاه زوی هم قاتل وو او هم بد لمنۍ. دپښتو او پښتنو سره  د تیمورشاه مینه له هغه وړکتو څخه نه وو. ځیني لیکي چي حتی په پښتوژبه خبري یې نه کولې او زده یې هم نه وه. هو یو شمېر تیمور شاه شاعر بولي او د شعرونو نمونې یې یادوي، د پښتنوڅخه د نفرت او پښتنو څخه د بېری له بابت یې د پاچهې مرکزپایتخت د  کندهار څخه کابل ته یووړۍ.

نه سم ويلای چي څوک مسؤل وبولم، ولي د لوی احمد شاه  زوی تیمورشاه د پښتو ژبی او پښتنو څخه نفرت  کاوه؟ ولې يې پښتونه وه زده؟. خپل د ساتنی دپاره يې یوازي پرقزلباشو اعتمادو، په دربارکي پښتونه چلیده. ولې د لوي احمد شاه بابا په ښځو کي یوي هم د زرغونې انا په شان زوی تربیه نه کړه؟. او ولي يې یوه ښځه هم نامداره نه سوه؟د تیمورشاه د مورنوم ولي له موږ څخه پټ دی؟ښه د احمد شاه بابا ترمرگ ورسته لکه د احمد شابابا د مور زرغونې انا نوم چي لیکل کېږي نو د تیمورشاه د مور په نوم  لیکلو او اخېستلو بیا ولي  دوی شرمېږي؟.

که څه چي د لوی احمد شاه بابا په حکومت کي هم پښتو په دربارکي رنگ بایللی وو. خوتیمورشاه په درباره  کي یې د پښتو کمبله ورجم (ټوله )کړه. له هغه وخته بیا د سردار محمد داود خان تر وروستۍ ورځي پوري پښتو دربارته نه ده پرېښول سوې. په افغانستان کي پښتوژبه په رسمیاتو کي ځای نه لاره بیله هوتکي دولت او پاچهی څخه وروسته په ټول معاصر تاریخ کي  نورو  ټولو دولتونو پښتواو پښتانه ټکولي دي . ځکه چي  دایران اوانگریزانو غوښتنه وه.

د تیمورشاه د بد و اعمالواو ظالمانه کړو په مقابله کي ډیر ځلی قومي مشرانو مخالفتونه کړي دي. خو هغوی د تیمور لخوا نیول سوي او وژل سوي دي .

دمثال په توگه:په کال ۱۷۷۹م یا۱۱۸۵هجري، کال کي، د تیمورد لیري کولو یو پلان د احمد شاه بابا د شپږم زوی سکندر سره په موافقه کي د قومونو مشرانو جوړکړی. چي تیمورشاه باید له واکه لیري سي او پرځای يې سکندر پاچا کړي. په دې پلان جوړونه کي مشهورو قومي مشرانو لکه ارباب فیض الله خان، خلیل صاحب زاده محمد صاحب او ملک ارسلاخان مهمند شا مل وه.

تیمورشاه د پلان څخه خبرېږی، مشران نسي او وژني يې. د قرائینوداسي معلوميږي چي د سکندر مور به پښتنه وي. د هغه جملې مشرانونه ملک ارسلاخان ژوندی په تیښته بریالی کیږي. تیمورشاه په خپل ټول توان کوښښ وکړئ چي ارسلاخان ونيسي، خوبریالی نسو. د لته ووچي د خپلي عُقدې د سرته رسولوپه منظور يی بیا اسلام، دود، قول، قسم، د جرگې اعتبار، پښتو او پښتونولی داهرڅه د خپلۍ عقدې دکښلو دپاره استعمال کړل.

وگورې د قوم مشران راغواړي، پر ارسلاخان خبري کیږي، په جرگه کي د ارسلاخان د بخښلو پرېکړه کیږي. قران شریف راوړل کیږي، په قرآن (م) کي دننه دقرآن (م) پرپاڼو دارسلاخان مهمند د بخښې فرمان لیکل کیږي. امضا او مهر کوي يې، د خلگو په مخکي پر قرآن (م) مجید لاس ږدي، او داسي وايې:چي زه به ارسلاخان ته څه نه وایم، نور به زه او دی سره دوستان یو. جرگه وال هغه قرآن (م) چي دارسلاد بخښې فرمان پکښي د تیمور لخوا مُهر سوي وو. وارسلاخان ته وروړی.

جرگه وال ټوله کيسه وارسلاخان مهمند ته کوي، او په اخیرکي هغه د قرآن (م) چي دده د بخښی فرمان پکښي لیکل سوئ، تیمورامضا او مُهرکړی وو ارسلأ خان ته سپاری. ارسلاخان قرآن (م) مچوي، او خلگوته وايې”ای خلکو تاسي تیمورنه پیژنۍ، زه يې ترتا سي ښه پیژنم هیڅ د باورسړی نه دی دقرآن (م) او ستاسي په احترام دادئ در سره ورځم، خوتیموراوقرآن (م) ؟هغه کله قرآن (م) ته عقیده لري. هغه کله مسلمان دئ “. ارسلا خان رښتیا ویل کله چي ارسلاخان د سپین ږیروسره یوځای د تیمورمخی ته ودرېدی سمد ستي د تیمور لخوا پر هغه ميدان  ارسلانخان ووژل سو. هغه قران م چي دارسلاخان د بخښي فرمان د تیمورپه مهر او امضا اوس په کټواز کي د خلگوسره پرت دئ.

ماته د خروټو د قوم مشر حاجي تورخان خروټي چي فعلاً په کراچي ښارکي ښه مالداردی وویل چي هغه قران م تر اوسه هم زموږ په کلی کي ساتلی پورت دئ. نور ورباندی  تاسي قضاوت وکړې. زه د شاه هانو داکیسې نه لیکم چي هلته او د لته يې حمله وکړل دا سي اعمال يې افتخار هم نه بولم چي، څونه يې ووژل، څونه يې خراب کړل، په جنگ، جگړو، وژنوکي، شراب خو ريو، ښځو بازیوکي پهلوان وو. خود به يې کړې وي د خپل ژوند، د خپلي کورنۍ او خپل ټبردپاره به يې گټي کولې، نه د هیواد او ملت لپاره.

سوال همیشه دادئ :څوتنه افغانان يې وه روزل؟ په څو يې زده کړي وکړې؟ څه شي يې جوړکړي دي؟. د قیقاً باور لرم چي د ملت او ولس په مفهوم زموږ شاهان نه پوهيده. هیڅ جنگ او جگړه يې ددې دپاره نه ده کړې چي په هغه کي دي ددوی نیت د ولس خیروو. داسي وي د لوی احمد شاه بابا نا زولی تربیه کړې زوی او وارث ؟د تیمورشاه ترمرگ ورسته دده ترحساب تېرو ښځو او او لادونو تر منځ چي هر یوه د خپل اقتدار ساتلو په عرض لنډ غريزم، د بیچار ولسونو جنګول، وژني او استعمالول وکړه. دونه ضررونه ددې وطن خلگو ولېده چي مه يې کوه خبري.

د تیمورڅخه ۳۳زامن او ۱۳لوڼی پاتیږی. په کال۱۷۹۳م کي مري. داسي روا یتونه هم سته او د اکاډمیسنی کاندید محمد ابراهیم عطائي لیکي” تیمور شاه په ۱۸۹۳م کال په پېښور کي ناروغه او په کابل کي مړ شو. وايي چي مرګ یې هم طبیعی نه وو بلکي د حرم ښځو مسموم کړی وو” ص ۴۳. پاي

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.