د لوږې څونامي – نهه‌ویشتمه برخه

آصف بهاند

303

د افغانستان سیمې او نړۍ حالاتو ته په کتو سره، لیدل کېـږي چې لوږه به زموږ پر ټولنه او خلکو باندې ډېر وخت حاکمه وي او له دې بلا نه د خلاصېدو هیلې ډېرې تتې او لږې راته ښکاري. له یوې خوا خلک د ناپوهۍ په دایره کې راگیر دي، بل خوا زموږ پر وطن باندې حالات داسې راوړل شول چې خلکو نه غوښتل، خو پرې راوړل شول.

اوس له یوې خوا د نړیوالو د مرستو د پرې کېدو یا کمېدو نارې اورېدل کېـږي، بل خوا مو د وطن ځوانان د مجبوریت له مخې د وطن پرېښودو ته اړوتل او له ټولو نه دردونکې دا چې په نړۍ کې سیاسي نظامي او طبعي پېښو داسې حالت راوست چې د نړیوالو پاملرنه هم افغانستان ته یا لږه شوه او یا بیخي غوڅه شوه.

همدا پاسني دلایل دي چې د لوږې سونامي اوس هم زموږ پر خلکو او وطن باندې حاکمه ده او تر ټولو خوابدونکې خو لا دا ده چې همدا اوس ملگرو ملتونو بیا په افغانستان کې د سختې لوږې د ګواښ خبرداری ورکړی دی. د ۲۰۲۳ ام کال د اپریل په اولسمه نېټه د بي بي سي په یوه رپوټ کې د ملگرو ملتونو دې اندېښنې ته داسې اشاره شوې ده:

«ملګرو ملتونو افغانستان په هغو بې وزلو هېوادونو کې ګڼلی چې لوړ شمېر خلک يې د لوږې او خوارځواکۍ له ځورونکې کچې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اوس خبرداری ورکړی چې دغه هېواد د لوږې داسې کچې سره مخ دی چې په تېرو پنځه ویشت کلونو کې يې ساری نه و. داسې وضعیت چې د ټولنې يوه پام وړ برخه کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري او دا د لوږې او خوارځواکۍ لامل شي.

دغه سازمان ویلي، که مرستې ورته ونه رسېږي افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ کېدونکی دی.

شاوخوا شل مېلیونه وګړي يې له بېوزلۍ او ۶ میلیونه يې له لوږې یوازې یو ګام لرې دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې له افغانستان سره د مرستو د سخت کمښت له امله د هغو کسانو شمېر چې همدا اوس له لوږې سره مخ دي په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

اوچا یادونه کړې چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې د دې سازمان لخوا غوښتل شوې ۴.۶ میلیارد ډالرو مرستې ته یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالر ورکړل شوي چې دا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري هلو ځلو د ملاتړ لپاره د غوښتل شوې ټولې بسپنې یوازې څه باندې پنځه سلنه برخه جوړوي…»

ستونزه دا ده چې که اوس د افغانستان پر اړمنو خلکو باندې د نړیوالو خیریه مؤسسو مرستې هم یا لږې شي او یا بیخي قطع شي، بیا به دا خلک څه کوي؟ د اړمنو خلکو شمېر هم لږ نه دی، اته ویشت میلونه خلک.

له یوې خوا جگړې ځپلی هېواد، بیا طبعي پېښو (وچکالي، سیلاو او زلزلې) ځپلی هېواد اوس یې که نړیوال هم پر سپېره ډاگ یوازې پرېږي، بیا…

څو ورځې وړاندې تاند او بي بي سي دواړو د خوړو نړيوال پروګرام له قوله راپورونه خپاره کړي دي چې افغانانو ته په بېړني ډول اته سوه میلویونه مرست په کار ده:

 «تاند(دوشنبه، د حمل ۲۱مه) د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي نن وویل چې په افغانستان کې له سختو کاختي ځپلیو سره د مرستې لپاره په بیړني ډول ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ملګروملتو دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه انسانان له سختې لوږې سره مخامخ دي او اکثره یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نړیوالو موسسو په مرستو متکي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف پي وايي، په افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنیو ۹ یې د نس د مړولو لپاره کافي خواړه نه لري.

ډبلیو ایف پي پرون (یکشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وضعیت ناوړه شوی دی.

د دې ادارې په وینا، تېر کال یې په افغانستان کې ۲۳ میلیونو افغانانو ته مرسته ورکړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اوس په خپله په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د پیسو له کموالي سره مخامخ دی.

دا اداره ټینګار کوي چې صرف دومره پیسې لري چې په روان اپریل کې څلور میلیونه افغانانو ته پرې بشري مرستې وکړي. حال دا چې ټاکل شوې وه چې دوی دا میاشت له ۱۳ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز وايي، د دې لپاره چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې افغانانو ته بشري مرستې ورسولی شي، روانه میاشت ۹۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې خورا کمې شوې او دا چاره سبب شوه چې په افغانستان کې د محتاجانو شمېر زیات شي.

په وروستیو کې اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه راپور کې وویل چې ډیر افغانان، په روانه میلادي میاشت کې، چې په افغانستان کې د روژې میاشت ده، د نس مړولو لپاره خواړه نه لري او اکثره په تش نس روژه نیسي.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام په داسې حال کې په افغانستان کې د وږو کسانو په غم کې دی چې د طالبانو له لوري د ملګروملتو پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له امله د دې سازمان کارکوونکي لا کار ته نه دي تللي.»

خو اوس نړیوال مرسته کوونکي هېوادونه د نړۍ په کچه له نورو ستونزو سره لاس گرېوان دي او داسې مصروف دي چې افغانستان یې له لومړیتوبونو وتلی دی.

حالات داسې راغلي دي چې د افغانستان د لوږې د نسبي برطرفه کولو لپاره کوم مبلغ چې د ملګرو ملتونو ادارې غواړي، د هغه پنځه سلنه هم نه شي ترلاسه کولی، نو څنگه به وکولای شي چې په افغانستان کې د لوږې څو نامي په مخ کې ودرېـږي او وږي ورنه وژغوري. دغه رپوټ ته پاملرنه وکړئ:

«ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له بېړنیو مالي سرچینو پرته په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د اړینو بېړنیو مرستو رسول له ځنډ سره مخامخېدلی شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ څانګې (اوچا) ویلي چې سږ کال یې په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره د نړیوالې ټولنې له غوښتل شویو پیسو یوازې پنځه سلنه ترلاسه کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د خپل هر کلني فعالیت لپاره د څه باندې څلورو میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یې ۲٫۴ میلیارده ډالر ترلاسه کړي وو، خو دغې ادارې ویلي روان ۲۰۲۳ کال کې یې د غوښتل شوې بودیجې یوازې پنځه سلنه ‌پیسې ورکړل شوې دي.

د خیر ښېګڼې دغه نړیوال بنسټ وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې اوکرایین کې د جګړې غځېدل به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې لږې کړي.

پرون د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم وویل، له افغانستان سره د بریتانیا بشري مرستې کمې شوې چې دا به په دغه هېواد کې بشري کړکېچ ته رسېدا ستونزمنه کړي.

دغه بنسټ زیاته کړې وه بریتانیا له افغانستان او پاکستان سره د خپلو مرستو کچه ۵۳ سلنه کمه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري مرستو د کمښت په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اندېښنه داسې مهال ده چې دغه بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۸ میلیون اړمنو افغانانو له ډلې ۲۳ میلیون خلکو سره د مرستې لپاره د ۴٫۶ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه…»

په څو لنډو تېرو ورځو کې په افغانستان د خوړو د نشتوالي یا کمښت په باب، که د میډیا دې څو سرلیکونو ته پام وکړئ ، بیا به په افغانستان کې د لوږې څونامي د خونړیو څپو اندازه درته ولگېـږي:

تاند: 

«۶ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراختیا خبرداری ورکړ»

بي بي سي پښتو:

«د ناروې کډوالو شورا: افغانستان کې نړیوالو بندیزونو میلیونونه افغانان کړاو سره مخ کړي»

تاند:

«د خوړو نړیوال پروګرام: تېر کال مو په افغانستان کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه وېشلي»

بي بي سي پښتو:

«افغانستان کې ملګري ملتونه: د ۲۰۲۳ کال لپاره د اړتیا وړ تر ۵ سلنه لږ مرسته مو ترلاسه کړې»

تاند:

«د بودیجې نشتوالی؛ افغان بېوزلانو سره د نړیوالو مرستو د قطع کیدو اندیښنه ښودل شوې»

بي بي سي پښتو:

«د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان ۲۵ کلونو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی»

په افغانستان کې د افغانانو پر وړاندې ستونزې ډېرې، امکانات داسې لږ چې په نشت یې وگڼئ، اوس نو:

د «الله هیله ده او د ابۍ گېده» نو پاک رب دې خیر پېښ کړي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.