ترکی ديپلومات د افغانستان له پاره ځانګړی همږغی کوونکی شو

399
6 ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي، په دغه سازمان کې د ترکيې مخکنی استازی فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان له پاره د یاد سازمان د ارزونې د خپلواک ماموریت ځانګړی همږغی کوونکی ټاکلی.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دغه سازمان کي د ترکیې هیواد مخکنی دایمي استازی فریدون سینیرلي اوغلو په انتصابي ډول د افغانستان لپاره د یاد سازمان د ارزونې د خپلواک ماموریت دځانګړي همږغی کوونکي په توګه د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی.

ددغه سازمان لخوا په خپره شوې اعلامیه کي راغلي دي چي دغه ترکی دیپلوماټ د ۲۰۲۳م کال د ۲۶۷۹پرېکړي پر بنسټ به په افغانستان کي د پرتو خنډونو د هواري په موخه په خپلواکه توګه د امنیت شورا د ارزیابۍ مشرتوب کوي.

دغه ترکی دیپلوماټ تر دې دمخه پر یوشمیر لوړو حکومتي څوکیو دبېلګي په ډول د ترکيې د باندنیو چارو وزیر او له ۲۰۱۶څخه تر ۲۰۲۳ کال پوري په ملګرو ملتونو کي د ترکيې هیواد دایمي استازی په توګه کار کړی.

د یادي اعلاميې پر بنسټ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش له دغه ترکي دیپلوماټ څخه غوښتي دي، چي د یوې داسي خپلواکي ارزوني مشرتوب ته ملا وتړي، چي هدف يې په افغانستان کي د پرتو خنډونو د حل له پاره د یوې مربوطي او همږغي تګلاري له پاره وړاندیزونه طرح کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان په ګډون د نړۍ په یوشمېر سیمو کي د سیاست، بشري حقونو او په نړيواله کچه د منځګړیتوب او ديپلوماتیکو چارو په برخه کي ۴۰ کاله تجربه لري.

دا په داسي حال کي ده، وروسته له هغه چي طالبانو په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کي د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، یاد سازمان هم په دغه هیواد کي د خپلو فعالیتونو د څرنګوالي په هلکه بحثونه پېل کړي دي.

شکیلا ابراهیم خیل -دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.