د دوحی کنفرانس وښودله چې امنیت، د مخدره مواد توسعه، د بشر حقونو نه د طالبانو سرغړونه، غیرمشروع حکومتولي او په افغانستان کې د افراطي ډلو شتون، افغانانو، سیمې او نړیوالو لپاره جدي خطر دی.
د هیوادونو د استازو تر منځ متضاد نظرونه او تګلاره د دې سبب شوله چې د کنفرانس ګډون کوونکي مشخصو پریکړو ته ونه رسیدل او یو ځل بیا به د ملګرو ملتونو لخوا بله غونډه راوغوښتل شي.
زما په اند دغه مبهم حالت د افغانانو لپاره ښه زیرې نه دی ځکه هر هیواد به خپلې ځانګړې پروژې د ځانګړو افرادو له لارې عملي کوي او افغانستان به د دوامداره نیابتي جګړو او رقابتونو مرکز وي.
د افغانستان ثبات یوازې د مشروع حاکمیت او حکومت له لارې چې د ولس په حمایت او خوښه حکومت رامنځته شي، تر سره کیدلې شي. د مشروع او قانونمند حکومت په چوکاټ کې افغانان په شریکه سره ژوند کولې شي او هم د جنګ او نیابتي رقابتونو او جګړو مخه نیول کیدلې شي.
د مشروع حکومت د جوړیدو لپاره طالب مهم رول لوبولې شي په دی شرط چې په افغانستان کې د ثبات او د ولس د ارامې لپاره اراده ولري. متاسفانه طالبان د مشروع حکومت راوستلو ته لیواله نه دي. پدیتوګه د راتلونکو جګړو او ګډوډیو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.
***************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.