نظم

محمداجمل کریمي

436
د وړو وړو مُرغیو
په بڼکو کې ښکاریږي
چې یوچا دي پرېمینځلې.
لمر ته ځل او بل ځلیږي.
په خوږ خوږړ نغمو کې.
په وړوکو حنجرو کې.
دچا یاد مست دی څپاند دی.
صفا یاد مست دی څپاند دی.
د سپږمۍ په ساړه مخ کې.
د اسمان په پراخ تندي کې.
ځان یو مړ ستوری شمارمه.
چې دي لید پسې سم مرمه.
نه هوا ماته کړه تنده.
نه وخت دروړم ملاقات ته.
هم هغه زوړ مُاذِن یم.
یم ولاړ هغه جومات ته.
سپرې خاورې لا را ښي دي.
چې لالی پرې ګرځېدلی.
قدمه ته یې پرتي دي.
له شمال اخلم مچکې.
تورپکی ورته را څنډ وا!
اې زما د خیال ملکې.
ښه پوهېږم نه پوهیږم.
دومره تږی یو واښه یم.
چې شبنم ته هم خوښېږم
نه راګورې ځان کې ورکې
ما به ګور ته ور ټېله کې.
مار مې نغښتی دی په ذات کې
له زګېروي داسې نڅېږم.
لکه اوله ستنه سات کې.
نه د دم نه ده درمل دی.
یو مرض مې وینې ونیو.
چې له هر یوه بدل دی.
طبیب ذاتې دوا راکړه!
که پټۍ وي که بوسه وي.
اې مړ کېږمه ساه راکړه!
زړه مې داغ په داغ توریږي.
خپل ټیکری ورته پرده کړه!
د رڼا په نور مینځلې!
پخپل لمس یې ښایسته کړه!
“کریمي” دي یو ملنګ دی.
بس ورډکه یې کاسه کړه!
محمداجمل کریمي
جمعه
Apr 28,2023

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.