خاطره

جبار فراز

566

غالبن د (ناورین پسي ناورين) پر لیکلو بوخت وو. په کوټه کي مي د حمدالله صحاف پر دوکان ورسره ولیدل. د لاس‌لاندي کتاب پوښتنه مي ځني وکړه. په خپل طبیعي نرم انداز شروع سو:
هو، په یوه کتاب اخته یم. نظم دی. چي له نورو کیسو ورخلاص سم، نو ورته کښېنم او لیکم یې. خو د پښتانه لپاره روزي ګټل بیا یو بل غټ کار دی، ځکه پښتون شاعر او لیکوال معمولن باید پیسې په بل مسلک وګټي. نو زه چي هم کور ته ولاړ سم، اکثره ذهنن ډېر ستړی یم. د مېز پر سر خپل پراته کار ته وګورم. له ډېر هیجان او تلوسې مي پر بدن لړزه ورته راسي، مګر کله ناکله یې نسم کولای.
سهي ده چي دروېش درانی به په نثرلیکنه کي هم تکړه وي، خو نوموړی تر هر څه اول شاعر دی هغه هم ډېر لوی شاعر. نه پوهېږم ولي له ده سره د لیکوال کلیمه غوټه کول د ده له اصلي او خدايي ډالۍ(شاعرۍ) سره یو ډول بې‌انصافي راته ښکاري. شاید غلط یم، خو بس همداسي یم. له بل هر شاعر سره د لیکوال کلیمه مناسبه راته ښکاري، خو یوازي د دروېش له نامه سره صرف و صرف شاعر لقب خوند راکوي. ښايي دا په دې چي د ده په کچه نثر نور هم ولیکلای سي، خو د شعر پر ډګر بیا نوري داسي ګوتي نه وینم چي د ده په شان قلم وچلولای سي.
ما ته د ده په شعر کي درې اړخه ډېر جالب دي: ساده‌والی، مناسبي هنري کلیمې او فکر. زما په نظر د عالي شعر یوه ځانګړنه دا ده چي له ورایه ساده ښکاري، خو چي کله یې واورې، نو ټکان درکړي او چي بیا یې خپله د کاپي کولو هڅه وکړې، نو ناشونې وي. بیا نو حیران یې چي ما پر دې کلام څنګه د ساده ګومان کړی وو، دا خو یې ریښې د سمندر په تل کي او څانګي یې پاس له ستورو سره جنګیږي؟!
شعرونه مي هم ډېر لوستي ول هم مي ډېر اورېدلي ول. یوه ورځ د کندهار د طلوع افغان ورځپاڼي په دفتر کي ملګری صالح محمد صالح راغی او راته کړل یې: د یوه ډېر عجیب شاعر کتاب مي پیدا کړی دی. شعر یې دومره خوږ دی چي حیران به سې ورته!
ما په خندا ورغبرګه کړه: ستا دماغ خراب دی!
خبره مي سمه نه وه خلاصه سوې چي صالح ګل یې بیتونه راته شروع کړل: ټکان مي وخوړ. کار مي پرېښود او ورته غوږ سوم. هر بیت به یې تر ها بل جالب، ښایسته، مانادار، له فکر او سوچه مالامال وو. بس له هماغي ورځي یې مرید سوم.
کوټي ته مي د سفر ارزو یوازي و یوازي د دروېش دراني صاحب د لیدلو له هیلي سره وتړل سوه. بالاخره مي له نېکه‌مرغه ورسره ولیدل. زه ډېر کشر وم او دی هم مشر وو هم یې لوی نوم درلود او هم یې اثار چاپ سوي ول، لیکن دومره دروند او مینه‌ناک چلند یې راسره وکړ چي ویې ګټلم. پر غرمنۍ یې مېلمه هم کړم. وروسته مو په یوه هوټل کي چای ورسره وڅښلې. یو عالم کیسې، خبري او ټوکي یې وکړې. هیڅ سړی نه په مړېدی. د شعر، لیکوالۍ، سیاست، تاریخ او کره‌کتني په باب یې هم ژور مالومات لرل او هم ډېر پاخه او کره-کره نظرونه.
د دې لوی هنرمن په باب بېخي ډېري خبري سته. هر اړخ یې بېل-بېل او ځانته له کمالاتو ډک دی؛ شاعري، لیکوالي، مجلس، مېلمه‌پالنه، انسانیت، چلند، ناسته‌پاسته او…
ښه دی چي پښتانه بې دروېشه نه دي. رب دې تر ډېره همداسي تکړه، پر خپلو پښو ولاړ او ژوندی لري!
امین ثم امین!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.