دروېش د میني او حسن پیامبر

نقیب احمد قریشي

694

چي له تا ولاړمه یاره بیرته راغلم

را معلومه نه وه لاره بیرته راغلم

خالق د ارغستان پر شنه و زرغونه مځګه د میني او حسن پیامبر د پښتو ژبي د شنې او زرغونې کولو لپاره وپنځاوه.

دروېش درانی لوی سو، شاعر سو، لوی شاعر سو او اوس د پښتو ژبي د سترو شاعرانو او لیکوالو په کتار کي د سر سړی ګڼل کیږي او پر دې خبره د افغان وطن هر انسان متفق دی.

دروېش درانی د پښتو ژبي لپاره در دوران سو:

زیاتیږي ورځ په ورځ دلته د درد غوندي وګړي

پیدا کړې لویه خدایه! د دوا غوندي څه خلک

پر افغان وطن دا میین شاعر او لیکوال خدای پیدا کړی د همدې لپاره دی چي پښتو ژبي ته درمل او دوا سي.

….د

جوړېدای سوه خو تا یاره جوړه نه کړه

زما زړه نه دي هینداره جوړه نه کړه

باوجود له دې چي تاته لاره نه وه

ما له بل چا سره لاره جوړه نه کړه

په پښتو ژبه کي خوشال خان خټک خپل شعري سبک تر فلسفي خان غني خان پوري راورسوئ، غني د فلسفي موضوعاتو خاکې

شعري کړي، سوالونه یې ایجاد کړل، پټ پټ یې ځوابونه ورته وویل، خو د پېښور ملایانو هغه کافر کړ، خو سوال او ځواب ته هم نه ورسره کښېنستل او سردار علي ټکر یې شاعري هم ور خرابه کړه.

غني او ملا لکه اور او اوبه تر اوسه اضداد پاته دي چي تر قیامته به اضداد وي او په دې اضدادو کي یو ظریف جمال غني ته نور او جلالیت دواړه ورکړي دي چي دا د خالق عطا ګڼل کیږي.

بیا د ارغستان/کندهار له غرونو یوه دروېش سر را هسک کړ او ویې ویل:

ته يې نه وینې د لمر په لکۍ پوري

چي تړلې توره شپه ده زه يې وینم

او یا دا چي:

دا رنګه شپه وه چي پر سر باندي مو ستوري نه وو

داسي مزل و چي تر پښو لاندي مو لاره نه وه

ستا په تندي کي به مي خپله څیره ولیدله

په کوم ورځ چي به له ما سره هینداره نه وه

یو په قبرونو کي راغلي تر دې ځایه پوري

درویشه! دا ځل د وطن ځمکه هواره نه وه

دروېش دراني پښتو ژبي ته نوی سبک ورکړ، له زړو عباراتو او پردیو ژبو له ګردابه یې پښو شعر راوویست، نوي رنګونه یې ورکړل

او تر حد زیات یې په پښتو شعر د پښتون د سر خلاصولو کوښښونه وکړل، دې خصوصیاتو هغه “لوی شاعر” کړ:

سومه له ځانه سره زه هم په ژړا چي کله؛

زما قاتل د زوی له قبره په ژړا روان سو

یا دا:

چي یبلي پښې ځي له وطنه د هغو لپاره

د ګل تر پاڼو د اغزو څوکي پستې کړې خدایه!

په خپلو اوښکو بیرته ومینځو رانجه د سترګو

زموږ په هره ښادۍ غم ولي پسې کړې خدایه!

د هیندارو، څراغونو، ميني او معصومیت د دې شاعر پر شاعرانه لیاره ږغېدل، علم، ریاضت او ژوره پوه غواړي چي هغه جوهر زما په وجود کي نه سته.

د دروېش دراني شاعري د شعري موسقیت، نرم مزاجۍ او رومانیت څخه دومره مالامال ده چي یکي یو لفظ ته یې هم د خو ګوته نه سو نیولای.

د دروېش په اړه رایې یوه نه ده

څوک یې بت ګڼي او څوک وایي سړی دی

دلته یې ځیني نور بیتونه هم ولولئ:

دروېشه! جابر یو و، او ځپلی ولس ډېر

خبر نه یم، دا ډېر له یوه، څله وېرېدل؟

….د

چارګل، نته، خالو او لب نه هېروم

دروېشه! نعمتونه به د رب نه هېروم

….د

په موټه کي دي بند، وساتلم وخته!

‏دا څرګنده نه یوه کاڼی که غمی یم!؟

….د

زړه مي ستا ډېرو بېورو داسي نری کړ

چي رقیب شړې نو هم زما ارمان سي

….د

دومره ماته هم مالوم ستا د کور حال دی

د جنت پر دیوال پوري یې دېوال دی

یو وخت ته دلته هر چا زما ګڼلې

مګر اوس د لږ خلکو دغه خیال دی

….د

د دروېش هره مصرعه د ګلو څانګه

خوشبويي د هر توري په لمن کي

….د

قاتل به نه يې، خو زه دومره  ګواهي ورکوم

توره دي تکه سپينه يووړه، تکه سره دي راوړه

….د

موږ یوو په هر حال کې پلویان د ژوند

غوښتی مو دوښمن له هم مرګی نه دی

و به مجنون هم له عاشقانو خو؛

مشر د دې ډلي زه یم دی نه دی

….د

‏لاس مې نه رسي اوس ستا د زني خال ته

د دې ښکلي ستوري ځای اووم اسمان سو

د غزل په خوشبويي به وطن ‌‌‌‌‌‌ډک سي

د لونګو لو ته بیا دروېش روان سو

….د

او لویه دروېشه! لویه دروېشه! د سایل په ژبه درته وایم:

د محبت ځواني مي چل د ستومانۍ زده کوي

لږي دي زلفي پر مخ نوري پېچ و تاب پریږده

عمر دي دراز واوسه! چي د پښتو شعر کاسه لبریزه کړې.

ن.ا.ق

٤ می ٢٠٢٣

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.