د ادبیاتو نوبل جایزه اني برونو ته ورکړل شوه

جبار فراز

592

د ۲۰۲۲م کال د ادبیاتو نوبل جایزه فرانسوۍ ناول‌لیکوالي اني برونو ته ورکړل سوه.
هغې خپل احساسات داسي په تورو بدل کړل:
نوبل ګټلو بېخي حیرانه کړم. د لیکوالۍ په دې ټوله موده کي مي یې د وړلو سوچ سر ته لار نه وه کړې. دا جایزه بېشکه یو بې‌مثاله ویاړ دی، لیکن تر څنګ یې یو زښت دروند مسوولیت هم دی. تر دې وروسته به د حقیقت د دقیق غبرګولو لا ډېر کوښښ کوم.
اغلې برونو په ۱۹۴۰م کي د فرانسې په نورماندي کي زوکړې ده. لومړی ناول یې (تشي تاخچې) نومیږي چي په ۱۹۷۴م کي چاپ سوی دی. تر نوبل جایزې مخکي یې د (کلونه) په نامه ناول بوکر جایزې ته نوماند سو، خو ویې نه ګټله.
د دې په ناول‌لیکنه کي درې توکي ډېر بارز دي: خپلژوندلیک، ټولنیز خوځښت او هویت. همدا یې د لیکني سبک عمده ځانګړني هم شمېرل کیږي. سویډیش کمېټې یې په نوبل د نازولو یو لوی لامل په زړورتیا سره د خپل ژوند کیسه روایتول وباله.
(زما پلار او هغه ښځه) ناول یې د خپل ژوند له پېښو سرچینه اخلي. یو بل ډېر مشهور ناول یې (حالات) نومیږي چي د ورځنیو یادښتونو به بڼه لیکل سوی او د ۲۳کلونو په عمر د دې د ماشوم نقصانولو رښتینې کیسه رانغاړي. نور ناولونه یې: شرم، د یوې نجلۍ یادښتونه، کنګل سوې مېرمن، ساده شوق، د تورتم ژوند او د یوې ښځي کیسه نومیږي.
اثار یې تر لس زیاتو ژوندیو ژبو ته اوښتي دي. په سویډني ژبه یې هم درې څلور ناولونه سته. پاتریک موډیانو خو یې واقعن بده بلا وه، د دې یو دانه کتاب به هم ولولو او وبه ګورو چي په څومره اوبو کي ده 🙂
ورته مبارک دي وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.