د دروېش دراني پېژندنه

1,356

د دروېش دراني پېژندنه:

دروېش دراني چې دا مهال د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې ژوند کوي، په اصل کې د کندهار د ګلستان د سيمې دى.

دروېش دراني که څه هم په سهيلي پښتونخوا کې زېږېدلی دی، خو په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ څخه يې کورنۍ هلته کډه شوې او هملته اوسېدلې ده.

دروېش دراني يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د افغانستان وروستۍ غميزه يې په پوره هنر سره انځور کړي ده.

زده کړې

درويش دراني چې په انګليسي ژبه کې ماسټره لري، په پښتو ژبه کې يې ستوري په لمن کې، په کاڼي کې هنداره او هوا او څراغونه مشهورې شعري ټولګې دي. د شعر تر څنګ يې د پښتو شعر د عروض په باب هم کتاب چاپ کړى دى.

کورنۍ ژوند

ډاكټر عبدالباقي دراني او د اردو ژبې تكړه شاعر ډاكټر عصمت دراني د دروېش دراني وروڼه دي.

د ٢٠١١ز کال د مارچ په ٣١مه د ښاغلي دروېش مور په حق ورسېده.

وياړ غونډې

د دروېش دراني په وياړ د ٢٠٠٦ز کال د نومبر په ١٩مه په ننګرهار کې غونډه جوړه شوې وه، چې مډال هم ورکړل شو.

شاعري

د دروېش شعرونه پېچلي نه دي، په اکثرو کې يې د حالاتو انځورګري په پوره هنر سره شوي ده.

اضافي خبرې نه کوي او د غزل تر څنګ يې نظمونه ډېر له پيغام او درد څخه ډک دي.

چاپ اثار

شاعري

اغزنه لاره

زخمي لاسونه

هوا او څراغونه

ستوري په لمن کې

په کاڼي کې هنداره

په ناورين پسې ناورين

دا بوټي به لونګ شي

نثر

پښتو عروض

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.