بایدن افغانانو ته امريکا کې د ډير وخت اوسیدو اجازه ورکوي

395
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د سرچينو په حواله، د جو بایدن حکومت د پلان له مخې، په لسونو زره افغانان چې د طالبانو له لاسه امریکا متحده ایالاتو ته تللي، کولی شي لا هم په دغه هیواد کې پاتې شي او کار وکړي.

ويل کيږي چې اسوشتيد پریس خبري آژانس ته په دې هکله معلومات دوو کسانو چې د امریکا حکومت له دغه پلان څخه واقف دي، ورکړی دی. د بایدن د حکومت دغو دوو چارواکو ويلي دي چې د روان کال په دوبي کې به په شرایطو برابرو پناه غوښتونکو ته د دې امکانات ورکړل شي چې د خپل موقتي کار اجازه او له اخراج څخه محافظت ېې د دوو کلونو له پاره تمديد کړي. په امریکا کې د دغو افغانانو د دایمي اوسیدو او د هغوی د مهاجرت موقف د ټاکلو له پاره د امریکا د کانګریس هڅې تر اوسه کومې نتېجې ته نه دي رسیدلي.

دغو دوو کسانو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط له یاد خبري آژانس سره خبرې کړي ځکه چې هغوی د دې اجازه نه لري چې د هغو پلانونو په هکله چې لا تر اوسه خپاره شوي نه دي، وضاحت ورکړي.

افغان مهاجرو ته په لومړي ځل له اخراج څخه محافظت، په ۲۰۲۱م کال کې ورکړل شو چې بيا تېر کال تمديد شو.

دغه هڅې د څه باندې ۷۶ زره هغو افغانانو د ېوې موقتي حل لارې د موندلو له پاره دي کوم چې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر وخت دغه هیواد ته وایستل شول.

د دوی ډيری برخه هغه کسان دي چې په افغانستان کې ېې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې. ځينو ېې د څو کلونو له پاره له دغو ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه او یا په نورو برخو کې کار کړی دی.

په امريکا متحده ایالاتو کې د دغو افغان مهاجرو د اوسیدو وخت د غځېدو رپوټ، په لومړي ځل «سي بي اس» تلویزیون خپور کړ.د مهاجرو مدافع او د پخوانیو سرتیرو ډله چې په دې برخه کې کار کوی، د حکومت دغه پلان یوه ښه حل لاره بللې او ويلي ېې دي چې دا نسبت دې ته چې لاس تر زنې لاندې کيناستل شي او هيڅ کار ونشي، ښه دی.

شان وان دایور، د امريکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری او د افغان ايواک بنسټ مشر دی کوم چې د افغان مهاجرو له بيا میشتدا څخه ملاتړ کوي. هغه په دې اړه وويل چې افغانان له ډېر وخت راهیسې په امریکا کې د اوږدمهاله اوسیدو ځواب ته انتظار باسي، خو کانګریس لا هم د هغوی له راتلونکې سره لوبې کوي.

اما هغه په دې خوښ دی چې د بایدن حکومت هغوی ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي، ځکه چې کانګریس تر اوسه کومه د حل لاره پېدا کړې نه ده.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت (متحدانو ته د پناه عملیات) چوکاټ په یوه برخه کې دغو افغان پناه غوښتونکو اجازه ورکړه چې په موقت ډول د اوسیدو له پاره دغه هیواد ته داخل شي. دغه عملیات د تېرو څو لسیزو په جریان کې د امريکا حکومت یو ستر عملیات وو. هغه کسان چې د دغه عملیاتو په چوکاټ کې تخلیه کيږي ورسره ژمنه کيږي چې په امريکا کې ورته د ژوندانه لازم خدمات او امکانات برابریږي.

د امریکا په کانګریس کې د دوو ګوندونو یوه ډله هیله منده وه چې د افغان پناه غوښتونکو موضوع، په دسمبر میاشت کې د حکومت د تمویل د یوې برخې په توګه حل شي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانانو د موقتي اقامې وخت په اګست میاشت کې پای ته رسیږي. خو که چېرته په دې ارتباط یوه لایحه تصویب شي، په هغه صورت کې افغان پناه غوښتونکي کولی شي په اګست کې د امریکا تابعیت د ترلاسه کولو له پاره خپل درخواستونه وړاندې وکړي.

په تېر کې د کیوبا، ويتنام او عراق په ګډون د نورو هیوادونو پناه غوښتونکو سره هم ورته عمل ترسره شوی وو. خو په دې هکله هڅې د یو شمیر جمهوري غوښتونکو د مخالفتونو له وجې له ماتې سره مخام شوي دي. په ځانګړې توګه د آيووا ایالت سناتور چاک ګراسلي، تېر کال وویل چې دغې لايحې له ټاکلي حد څخه ورهاخوا پښه ايښې ده. هغه وويل چې په دې لایحه کې هغه افغانان هم شامل شوي دي چې د تېرو شلو کلونو په جریان کې موږ سره همکاران نه ول.

د مجلس يو شمیر غړي هیله من دي چې د پرمخ تللو څيړنیزو اقداماتو په صورت کې به دغه لایحه له لازم ملاتړ څخه برخمنه او د دواړو مجلسونو له خوا تصویب شي. د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکو له خوا او سنا بیا د دیموکراتانو له خوا کنټرول کیږي چې په کم شمېر کې اکثریت لري.

سیاسی سلاکار هلال معصومي، چې له افغانستانه تخلیه شوی دی، د دوشنبې په ورځ د ېوې اعلامېې په خپرولو سره وويل: «په نهایت کې به وکتل شي چې آیا امریکا متحده ایالات د خپلو ټولو متحداینو د محافظت ژمنې عملي کوي او که نه.»

هغه چې د «لوتري مهاجرت خدماتو» په یو غیر دولتی سازمان کې کار کوي زیاته کړه: «کانګرس باید زموږ ملت ته پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او افغانانو ته وښيي چې دغه هیواد د هغوی له پاره یوازې د اوسیدو یو امن موقتي ځای نه دی… بلکې کور ېې دی.»

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.