د ژبې پاکوالی د خولې بدبویۍ څخه د خلاصون غوره لاره ده

ریاض احمد

410

د خولې بدبويۍ لپاره یو څو مهمې لارې شتون لري چې په مرسته يې کولی شئ د تل لپاره له دغې ستونزې خلاص شئ.
زياتره خلک له خوړو وروسته د غاښونو پرېمينځلو برسېره د خولې له بدبویۍ څخه سر ټکوي او د خلاصون لپاره یې بېلا بېلې لارې په کار اچوي، خو بیا هم ددې ستونزې څخه کړېږي. اصلا د خولې بوی د ژبې په ناپاک ساتلو کې رامنځته کيږي.
د ژبې په پاکولو سره انسان کولی شي له هر قسم خوړو څخه خوند واخلي، او د خولې له بدبویۍ څخه به هم خلاص شي، د ژبې په ناپاک ساتلو سره ددې په کوچنيو سوریو کې ځينې زيانمنې باکتریاوې پاتې کېږي چې دا هم د خولې د بدبویۍ لامل کېږي، او بیا ددې له امله د غاښونو او د مرۍ (حلق) د خرابېدو سبب ګرځي.
د ژبې د پاکوالي یو څو مهمې ګټې
د خولې څخه بد بوی د باکترياو په ورکېدو له منځه ځي، او ددې په پاتې کېدلو سره د خولې بدبوی، د غاښونو او مرۍ خرابېدو لامل ګرځي.
د ژبې په پاکوالي سره د انسان په بدن کې د وينې د جريان سالم او د متحرک پاتې کېدو سبب ګرځي، بدن کې د وينې سالم جريان د غوره روغتيا په معنا دی.
د ژبې د پاکولو یو څو آسانه لارې
اوبه
په ورځ کې له ۶ څخه تر ۷ ګېلاسه اوبو څښلو سره ځينې زهرجنې باکترياوې له ټول بدن او خاص ډول ژبې څخه له منځه تللی شي.
غرغړه کول
سهار او ما د شپې په نيم ګېلاس ماتو/تړمو اوبو کې په لږه اندازه مالګه ګډول او بيا پرې غرغړه کول.
ليمو
په ورځ کې نيم ليمو په ژبه پورې دوه ځل مښل، چې په دې سره به مو ژبه هم پاکه شي او له باکترياو به هم وژغورل شئ.
د کوپرې تيل
د کوپرې څخه ويستل شوي تيلو سره مو ژبه پاکه کړئ، چې دا د خولې د زخمونو او د ژبې په پاکیدو کې مهم رول لوبوي.
مستې
د مستو په استعمال سره به له ځينو زيانمنو باکتریاو څخه خلاص شئ.
کورکمن
نيمه قاشوغه کورکمن په اوبو کې واچوئ، خوله مو پرې پريمينځئ او ژبه مو ورسره پاکه کړئ.
د مڼې سرکه
په یو ګیلاس اوبو کې دوه قاشوغې د مڼې سرکه واچوئ او پدې سره مو خوله پريمنځئ.
پودينه
نيمه قاشوغه پودينه وچه کړئ او په يو ګيلاس اوبو کې يې واچوئ، بیا یې په کافي اندازې سره جوش کړئ، کله چې دغه محلول تړمې شي، له هغې وروسته پرې خوله پريمنځئ.
مالګه
د قاشوغې د څلورمې حصې په اندازه مالګه راواخلئ او په ژبه پورې يې ومښئ او یا یې په تړمو اوبو کې واچوئ چې په دې سره به مو خوله پاکه شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.