م.م. له طالبانو غوښتي چې د بدني سزا او اعدام مخه ونیسي

333

10 ساعتونه مخکې

په یوه راپور کې ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د سنګسارولو، په عامه محضر کې د اعدامولو او نورو سزاګانو پر بېلابېلو قضیو سخته نیوکه کړې. په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو تر ۳۲۰ ډېر کسان د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نوی راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فرازر ویلي: »جسمي سزا د شکنجې پر وړاندي له کنوانسیون څخه سرغړونه ده باید ودرول شي.«

د دغه نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، “یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه تنکي ځوانان په عام محضر کې وهل شوي دي.” فرازر د اعدامونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه راپور ته په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي، چې د افغانستان قوانین د اسلامي احکامو او لارښوونو پر بنسټ ټاکل شوي او د افغانستان اکثریت خلک پر دغو قوانینو عمل کوي. دغه وزارت د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې زیاته کړې: “د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او اسلامي قوانینو سره د ټکر په صورت کې دولت مکلف دی چې اسلامي قوانین تعقیب کړي.”

په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنۍ لږ وروسته دوی د خپلې لومړنۍ واکمنۍ د وخت په پرتله د مینځلارې تګلاوي سره سره بیا هم خلکو ته سزا ورکړه.

طالبانو په تدریجي ډول د ښځو پر وړاندې محدودیتونه دومره زیات کړل چې د ټولنې دغه برخه یې د اسلامي احکامو د تفسیر پر بنسټ د پارکونو او سپورټي کلپونو په ګډون په عامه ځایونو کې له ګډون څخه تر ډیره منع کړه.

د طالبانو دغه سخت سیاستونه تل د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د وهلو لومړۍ پېښه د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۲۰ د کاپیسا ولایت په شمالي سیمه کې ثبت شوې وه. په دې قضیه کې یوه ښځه او یو سړی چې د زنا په جرم محکوم شوي وو، دواړه د دیني عالمانو او د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې سل دوري وهل شوي وو.

په راپور کې دا هم راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یو افغان وګړی چې د قتل په جرم محکوم شوی و، اعدام کړ. دا د طالبانو واک ته تر رسېدو راهيسې  لومړنی عام وژنه وه.

د محکوم شوي کس دغه اعدام د قرباني د پلار له خوا د وسله والو طالبانو د سيمه ييزو مسوولينو او په فراه ولايت کې د سلګونو خلکو په شتون کې ترسره شو.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د سزا د عملي کولو پریکړه یې د هیواد د دریو سترو محکمو او مشر ملا هیبت الله اخندزاده له تصویب وروسته په «لوړ احتیاط» کړې ده.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې وروسته له هغې چې ذبیح الله مجاهد د تېر کال په نومبر میاشت کې پر ټویټر د قاضیانو او د هغوی د اسلامي قوانینو د کارولو په اړه د طالبانو د مشر څرګندونې په پرله پسې ډول خپرې کړې، د جسمي سزاګانو شمېر په پرله پسې ډول زیات شو.

له هغه وخت راهیسې، یوناما لږ تر لږه ۴۳ د خلکو د وهلو ټکولو قضیې ثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي چې ډیری سزاګاني د هغو کسانو سره تړاو لري چې د زنا په تور محکوم شوي او “له کور څخه تښتیدلي” دي. په نورو جرمونو کې غلا، همجنسبازي، د الکولو مصرف، درغلۍ او د مخدره توکو قاچاق شامل دي.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني تېره اوونۍ ویلي و، چې د دوی سترې محکمې  واک ته د رسېدو راهیسې ۱۷۵ د قصاص حکمونه صادرې کړي، چې ۷۹ یې د درو وهلو او ۳۷ یې سنګسار دی.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو له بریدونو وروسته او د طالبانو د رژیم له نسکوریدو را په دې خوا، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې جسمي سزاګانو او اعدامونو ته دوام ورکړ.

یوناما لږ ترلږه ۱۸۲ قضیې ثبت کړي چې په کې طالبانو د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د خپل جګړیز دوران په اوج کې د حکونو له لارې ۲۱۳ تنه مړه کړې او ۶۳ تنه یې ټپیان کړې.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.