ملا قلي کندز او د داود خان لنډه کیسه

443

د ۱۳۵۳ هجرى شمسى (1974)کال په اوږدو کې سردار داود خان د کندز ولايت(صړبه) د شهر روان له پروژې ليدنه کوله، د لیدنې په ترڅ کې يې، يوه ورځ ناوخته زړې محلي جامې پر تن کړې، سره اوزبيکي خولۍ یې پر سر کړه، خپلو امنيتي کسانو ته يې وویل: زه نن شپه هغه کلي ته ځم تاسو مې له لرې څارنه کوئ خو پام مو وي چې څوک پوه نه شي چې زه څوک يم او تاسو زما ملګري یاست.
ماښام ناوخته کلي ته ولاړ د ملا قلي دروازه يې وټکوله د ملاقلي زوی له کوره راووت، سردار داوود لاس ور اوږد کړ ستړی مشې يې ورسره وکړه.
د ملا قلي زوی ترې وپوښتل خيريت دی کاکا؟ سردار داوود وویل: مسافريم؛ د شپې ځای راکولی شئ؟ د ملا قلي زوی وویل: په دواړو سترګو، مېلمه د خدای دوست وي، خدای دې راوله. سردار داوود د ملا قلي له دهقانانو سره شپه تېره کړه، امنيتي کسان يې د ملا قلي له کوره راتاو شوى ٶ ، په دې شپه ملا قلي لږ ناوخته کورته راغی د سردار داود سره يې تر نيمو شپو مجلس وکړ، د سردار داود خبرو ډېر خوند ورکړ، ملا قلي سردار داود ته وویل: ډېر وبخښه زه کورته ناوخته راغلم هلکانو به د تاسو سمه مېلمه پالنه نه وي کړي، د سهار چای ته زما خاص مېلمه يې. سهار وختي ملا قلي يو پسه حلال کړ، څو ډوله غوښه يې پخه کړه، څه غوښه يې دسفر په خاطر ورته وساتله، سردار داود د شپې ملا قلي ته اوويل چې: زه کابل کې يو غريبانه جونګړه لرم، ورور مې دلته د شهر روان شرکت کې مزدور دی دهغه ليدلو ته راغلی يم. د چای څښلو وروسته سردار داود د ملا قلي نه رخصت واخيست خپل يو مخصوص کارت يې ورکړ چې: هر کله کابل ته راتلې دغه زما د کور آدرس دی، حتمآ به زما پوښتنه کوې، خو پام کوه چې دغه کاغذ بل چاته ونه ښایې، زه ډېر دښمنان لرم، هسې نه څوک درته ضرر پېښ نه کړي. سردار داود څو ډَوْلَه کارتونه لرل چې په مختلفو ژبو ليکل شوي ٶ، ملا قلي ته يې عمدآ او مهم هغه کارت ورکړ چې په انګليسي ليکل شوی و، ملا قلي کارت وليد په محتوا يې پوه نه شو جيب کې يې واچاوه، سردار داود يې په يو مست خر کېناوه، سردار داود ډېر وويل: په خره نه سپرېږم يا سوريږم ! پیاده ځم. خو ملا قلي ونه منله، سردار داود وویل: بيا به د تاسو خر څوک راولي؟ ملا قلي وويل: که ورور دې پيدا کړ ٫ هغه به يې راولي او که پيدا دې نه کړ، يو خر دې له تا ځار وي.
خدای پاماني يې وکړه، خر حرکت وکړ، ډېره لار مخکې لاړ، ملا قلي خپلې کلا ته ننوت د سردار داود امنيتي کسان له هرې خواه راووتل، سردار داوود يې له خره راکوز کړ، سردار داود د خپل امنيتي ګارډ يو افسر ته وویل چې: څو ساعته وروسته يوه جوړه محلي زړې جامي پر تن کړه، د ملا قلي خر وروله، مننه ترې وکړه او داهم ورته ووايه چې کابلي میلمه خپل ورور پيدا کړ خو پام کوه پوه نشي چې زه څوک يم او له تا سره څه اړيکې لرم.
شپږ مياشتې وروسته ملا قلي د خپل تجارت په لړ کې يوه لارۍ شيرين بويه کابل ته روانه کړه چې کله کابل ته ورسېد، شيرين بويه يې سرای شمالي کې له لارۍ نه کښته کړه، ساعت وروسته چا ورته وويل: ملا صاحب! کاشکې دې شيرين بويه تورخم ته وړې وای دلته به دومره ګټه پکښې ونه کړې. ملا قلي هم په خپله تېروتنه پوه شو څه يې ونه ويل. د شيرين بويې سوداګر پرې رامات شول، ملا قلي له لږ سوچ وروسته سوداګرو ته وويل: زه دلته خپل کابلي ملګري سره مشوره کوم، بيا وروسته تصميم نيسم چې څه وکړم.
کارت يې له جيب نه راوويست، يوه ټکسې يې ودروله، کارت يې وروښود چې زه دغه آدرس ته ځم په څو افغانۍ مې وړې؟ هغه زمان د استخباراتو يو شمېر مامورینو له رسمیت ورووسته ښار کې ټکسې وانې کوله، له نيکه مرغه ملا قلي د همداسې يو ډرېور سره مخ کېږي، ډرېور د سردار داوود مخصوص کارت پېژني له موټره راکوزېږي په ډېر احترام د ملا قلي لاسونه نيسي د ټکسي دروازه ورته خلاصه وي، د ملا قلي نه هيله کوي چې ټکسي ته پورته شي، ملا قلي وايي: د کرايې خبره دې خلاصه کړه، په تاسو کابليانو اعتبار نه دی پکار، بيا به هلته رانه ډېرې پیسې غواړې؟ ډريور ورته وويل: ته د کابليانو مېلمه يې، موږ له مېلمنو کرايه نه غواړو،
مهرباني وکړه ټکسي ته پورته شه. ملا قلي تعجب وکړ ټکسي ته پورته شو، ډریور ته يې وويل: چې زما ملګری هم د تا په شان هوښيار او مهربانه انسان دی، کله چې زما مېلمه و، ټولو ماشومانو ته يې سل، سل افغانۍ ورکړي وې، د تللو پر وخت مې يو خر ورکړ هغه يې هم بېرته راولېږه، اوس مې ورته يو پيپ سره کړې غوښه راوړې؛ په دې هيله چې پيدا يې کړم.
ډريور غلی ناست وو أه يې له خولې نه خوت د ملاقلي خبروته يې غوږ نيولی وو د ملا قلي خبرې لا خلاصې نه وې چې ټکسي وان خپله ټکسې د ارګ مخې ته ودروله، ټکسې وان په ډېر ادب د ملا قلي نه کارت واخیست له ټکسې کوز شو، کارت يې د قرول نوکریوال ته وروښود چې: دغه کس وايي زه د سردار صاحب ملګری يم. نوکریوال د سردار داوود سکرټر ته ټليفون وکړ، سکرټر موضوع له داوود خان سره شریکه کړه، سردار داوود عاجل وپوښتل چې: زه خو به يې نه يم پېژندلی؟ سکرټر له نوکریوال نه پوښتنه وکړه چې: ملا صاحب خو به سردار صاحب نه وي پېژندلی؟ نوکریوال له ټکسې وان نه وپوښتل چې: تا خو به مېلمه ته نه وي ويلي چې سردار صاحب څوک دی؟
ټکسي وان وویل: نه، نه مې دي ويلي او هغه هم نه پوهېږي چې سردار صاحب ولسمشر دی. نوکریوال سکرتر ته اطمنان ورکړ چې: ملا صاحب نه پوهېږي چې سردار صاحب څوک دی؟ ټکسې وان ورته څه نه دي ويلي.
سردار داوود د دې خبر په اورېدو ډير خوشحاله شو، سکرټر ته يې وویل: د تشريفاتو رئيس ته ووايه چې ملا صيب د يو رئیس جمهور په شان تر قصره بدرګه کړي. ملا صاحب څو دقيقې انتظار شو، په ډرېور يې سترګې برګې کړي څه کوي استاده ناوخته شو؟
ډرېور وويل: ملا صاحب لږ انتظار نور هم وکړه دلته څوک په انګليسي نه پوهېږي چې ستا د ملګري دقيقه پته ترې واخلم، يو کس راروان دی څو دقيقې وروسته رارسېږي هغه پوهېږي چې ستا ملګری چېرته اوسي.
له لږ ځنډ وروسته د ارګ دروازه خلاصه شوه د سړک دواړو غاړو ته ارکستران ولاړ ول، ډریور ټکسې ته وخوت د ارګ په دروازه ورننوت، ارکسترانو موزيک مرش کړ، د موزيک تر څنک وړو انجونو او هلکانو په موټر ګلان شيندل، ملا قلي حيران و ډريور ته يې وويل: استاده! چېرته دې راوستم،
دا ماشومان څوک دي او ولې پر موږ ګلان شيندي؟ ډريور ويل: ملا صاحب تشویش مه کوه، زموږ موټر تصادفي پدې لاره برابر شوی، اوس به ورسېږو. څو دقيقې وروسته ټکسې د ګلخانې ماڼۍ مخې ته ودرېده، ډرېور راکوز شو د ټکسې دروازه يې پرانيسته، ملا قلي ته يې وويل: راورسېدو ملا صاحب! مهرباني وکړئ راکوز شه.
ملا قلي چې دقصر ښکلا وليدله حيران شو، ډرېور ته يې وویل: زما ملګری غریب سړی دی داسې ښکلی کور نه لري، خپله يې راته ويلي ول چې زه کابل کې يوه غريبانه جونګړه لرم، تا خو زه سم جنت ته راوستم، زه له موټر نه، نه کوزېږم راځه چې بېرته ځو. په همدې وخت کې د داوود خان سکرټر راغی ملا قلي ته يې وویل: تاسو په سم آدرس راغلي ياست ملا صاحب! راځه راکوز شه ملګری دې همدلته دی. ملا قلي وویل: نه وروره اشتباه شوې موږ وبخښه که اجازه راکړئ بېرته لاړ شو مهرباني به مو وي.
دوی لا په همدې کش مکش کې ول چې سردار داوود خپل رسمي لباس کې له زينو راکوز شو، کله چې د ملا قلي سترګې پرې ولګېدې، وې پېژنده چې دا خو سردار داوود د افغانستان ولسمشر دی، عکسونه يې هم پيسوکې چاپ شوي، له ډېر هیبت نه خَوَلې پرې راماتې شوې او د ټکسې په سېټ کې بې حاله راپرېوت.
له لږ ځنډ وروسته په حال راغی، ګوري چې سردار داوود، سره ازبيکي خولۍ پر سر ايښې، له خندا شين دده ترڅنګ ناست دی، ملا قلي يې لاسونه ونیول، سردار داوود يې ږیره ښکل کړه
په اوږو يې لاس ورواچاوه، ورته يې وويل: ملا صاحب زه ستا هماغه مسافر آشنا يم، پام کوه د ولسمشر په سترګه راته ونه ګوري! زه له ډېرو تشريفاتو تنګ شوی يم. ملا قلي څو ورځې د ولسمشر مېلمه وو، هفته وروسته خپل ټاټوبي کندز ته راستون شو. کله چې د امام صاحب چوک ته راورسېد دا غږونه يې واورېدل؛ يو څوک په مکرر ډول نارې وهلې، ملا قلي، ملا قلي، ملا قلي – د غږ پر لور ورغی د يو امريکايي جيپ موټر ترڅنګ يې يو ځوان وليد چې همدا نارې وهي. ملا قلي ترې وپوښتل: څه وايې ځوانه؟ ځوان وويل: تاته هيڅ هم نه وايم ملا صاحب! خو ښځه د ملا قلي او دولت پر تا ………. زه د دې موټر کلينر يم، دوه ورځې کېږي د دولت مسولينو مجبوره کړي يو چې هره ورځ د ملا قلي ترکوره يو ځل لاړ شو او دا نارې په مکرر ډول ووهو، کاشکې سورلي وي، يو نفر هم نه پیدا کېږي، تش ځو او راځو، که داسې ونه کړو بيا مو جريمه کوي. ملا قلي وويل: کنځلې مه کوه زه ملا قلي يم، استاد ته دې ووايه چې راشي ما تر کوره ورسوئ! ډېرې پيسې به درکړم.

له هغې ورځې وروسته د ملا قلي کلی دده په نامه مشهور شو چې نن هم دغه ښکلې سيمه دملا قلي په نامه يادېږي ـ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.