متقي اوس د ګردې نړۍ سترګو ته خاورې ورشيندي

سيد حسين پاچا

583

متقي : د نجونو زده کړې مو حرامې نه دي ګڼلي

د کوم شرعي معيار و لاسوند له مخې مو بيا تر نامعلوم وخته ځنډولي او ولې يې خنډونه مخته ايجادوئ؟

متقي اوس د ګردې نړۍ سترګو ته خاورې ورشيندي

نوټ : په الهي ارزښتونو کې چې يو حکم کې بدلون راځي او زياتی پکې کيږي، نو د هغې وضاحت کيږي. د بېلګی په توګه بلنه دېرش ورځې وه. لس ورځې ورزياتې شوې چې ټولې څلويښت ورځې شوې، نو قرآن په ترتيب سره ((ثلاثين))، ((بعشر)) او ((اربعين)) او ليلةً يې کارولی چې ورځې هم ورسره شاملې دي. اسلامي امارت ولې دا ابهام رامينځته کړی؟ وجهه يې څه ده؟ خنډ و ځنډ او موانع يې څوک او څه شی دي؟ نو چې يو شی حرام هم نه وي او خپله يې هم حرام نه ګڼې، نو بيا يې د امر ثاني يا نورې نامعقولې پلمې ولې رامخته کوئ؟ يا به يې چورلټ خلاصوئ او يا به يې علت له ولس سره شريکوئ!

دا د ولس حق دی چې نور چوپ پاتې نه شي او له ګرېوانه مو راونيسي او ځواب يې ووايئ.

﴿١٤٢ وَوَاعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ [الأعراف : ۱۴۲]

  1. And We appointed for Moses thirty nights, and We completed them with ten. Thus, the time appointed by his Lord was forty nights. Moses said to his brother Aaron: “Be my successor among my people, and be upright, and do not follow the way of the mischief-makers.”

يقول تعالى ممتنا على بني إسرائيل ، بما حصل لهم من الهداية ، بتكليمه موسى ، عليه السلام ، وإعطائه التوراة ، وفيها أحكامهم وتفاصيل شرعهم ، فذكر تعالى أنه واعد موسى ثلاثين ليلة .
قال المفسرون : فصامها موسى ، عليه السلام ، فلما تم الميقات استاك بلحاء شجرة ، فأمره الله تعالى أن يكمل بعشر أربعين .
وقد اختلف المفسرون في هذه العشر ما هي ؟ فالأكثرون على أن الثلاثين هي ذو القعدة ، والعشر عشر ذي الحجة . قاله مجاهد ، ومسروق ، وابن جريج . وروي عن ابن عباس . فعلى هذا يكون قد كمل الميقات يوم النحر ، وحصل فيه التكليم لموسى ، عليه السلام ، وفيه أكمل الله الدين لمحمد صلى الله عليه وسلم ، كما قال تعالى : ( ( 142 ) اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الإسلام دينا ) [ المائدة : 3 ]
فلما تم الميقات عزم موسى على الذهاب إلى الطور ، كما قال تعالى : ( يا بني إسرائيل قد أنجيناكم من عدوكم وواعدناكم جانب الطور الأيمن ) الآية [ طه : 80 ] ، فحينئذ استخلف موسى على بني إسرائيل أخاه هارون ، وأوصاه بالإصلاح وعدم الإفساد . وهذا تنبيه وتذكير ، وإلا فهارون ، عليه السلام ، نبي شريف كريم على الله ، له وجاهة وجلالة ، صلوات الله وسلامه عليه ، وعلى سائر الأنبياء .

السعدي :

ولما أتم اللّه نعمته عليهم بالنجاة من عدوهم، وتمكينهم في الأرض، أراد تبارك وتعالى أن يتم نعمته عليهم، بإنزال الكتاب الذي فيه الأحكام الشرعية، والعقائد المرضية، فواعد موسى ثلاثين ليلة، وأتمها بعشر، فصارت أربعين ليلة، ليستعد موسى، ويتهيأ لوعد اللّه، ويكون لنزولها موقع كبير لديهم، وتشوق إلى إنزالها.

ولما ذهب موسى إلى ميقات ربه قال لهارون موصيا له على بني إسرائيل من حرصه عليهم وشفقته: اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي أي: كن خليفتي فيهم، واعمل فيهم بما كنت أعمل، وَأَصْلِحْ أي: اتبع طريق الصلاح وَلا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ وهم الذين يعملون بالمعاصي.

الوسيط لطنطاوي :

قال صاحب الکشاف :

قال صاحب الكشاف: ((روى أن موسى- عليه السلام- وعد بنى إسرائيل وهو بمصر، إن أهلك الله عدوهم أتاهم بكتاب من عند الله، فيه بيان ما يأتون وما يذرون، فلما هلك فرعون سأل موسى ربه الكتاب فأمره بصوم ثلاثين يوما وهو شهر ذي القعدة، فلما أتم الثلاثين أنكر خلوف فمه فتسوك. فقالت له الملائكة: كنا نشم من فمك رائحة المسك فأفسدته بالسواك فأمره الله- تعالى- ان يزيد عليها عشرة أيام من ذي الحجة لذلك. وقيل أمره الله أن يصوم ثلاثين يوما وان يعمل فيها بما يقربه من الله ثم انزل الله عليه في العشر التوراة وكلمه فيها)) .

همداسې البغوي، ابن کثير، القرطبي، الطبري او داسې نور درواخله.

زه يې نور ژور تشريح ته نه ځم، خو له موسی عليه السلام چې د دېرش ورځو د ميقات ژمنه شوې وه چې کله هغه پوره شوې. د روژې له برکته د ده له خولې د مشک و عنبرو بوي تللو او پريښتو هم ورته همدا خبره وکړه، نو ده مسواک ووهلو چې هغه يې خراب کړ، نو الله تعالی ورته وويل چې د ذي الحجې لس ورځې نورې هم تېرې کړه چې په دې سره يې څلويښت ورځې پورې شوې او دا د نحر د لوی اختر د (قربانۍ) ورځ وه.

دېرش ورځې د ذي القعدې (ميانې) مياشتې او لس ورځې د ذي الحجّې چې دا ټولې څلويښت ورځې شوې.

ښاغلي متقي،

بايد دا روښانه کړي چې الله تعالی د موسی عليه السلام د ميقات دېرش ورځې څلويښتو ته وغځولې او لس ورځې يې نورې پرې ورزياتې کړې او مؤثقه رأيه هم همدا ده چې دا د ذي القعدې مياشت دېرش ورځې وې چې لس ورځې پرې د ذي الحجّې ورزياتې شوې چې ټولې څلويښت ورځې شوې او پای يې هم د نحر ورځ وه.

الله تعالی دلته د ورځو شمېر ښوولی چې لس ورځې دي او هغه مياشتې هم روښانه دي، نو کله چې الله تعالی يو حکم زياتوي اګر چې د پيل کره دېرش ورځې وې چې هغه روښانه او مياشت يې روښانه ده، نو الله تعالی د هغه خپل حکم وضاحت زرګونه کاله وروسته موږ ته پخپل اسماني کتاب کې روښانه کوي، نو متقي او امارت يې دکوم دوو سترو اسماني ارزښتونو يعنې قرآن وحديث په رڼا کې د داسې کره او مؤثقو لاسوندونو او يا د فقهې د څلورو واړو مذاهبو په رڼا کې تر امر ثاني چې هغه هم کره نېټه چا ته نه ښيي او ټوله خبره يې همداسې په ابهام کې پرېښې ده.

ښاغلی متقي،

بايد دا ځواب کړي چې الله تعالی له موسی عليه السلام سره د خپل ميقات لس زياتي ورځې روښانه کړې چې ولې ورزياتې شوې؟ دا ځکه چې موسی عليه السلام مسواک ووهلو او هغه د مشک وعنبر بوي خراب شو، نو الله ورته بيرته د هغې د جبيره او هم الله تعالی ته د لا ور نژدې کېدو ښه عمل تر سره کړي چې په پايله کې الله تعالی ورته تورات ورکړ او هم الله تعالی ورسره خبرې وکړې.

متقي بايد د دې خپل امر ثاني يا تر نامعلوم وخت پورې ځنډونې علت (سبب) روښانه کړي چې د کوم شرعي واسلامي ارزښتونو او لاسوندونو له مخې دوی دا خپل امر ثاني همداسې نامعلوم (مجهول) او مبهوم پرېښی دی او بيا رسنيو ته استدلال کوي چې ((موږ خو د نجونې زده کړې حرامې نه دي ګڼلي)).

نو چې حرامې يې نه ګڼئ، نو بيا ولې د تعليق خبره کوئ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله د خپلو بيبيانو په خاطر شات پر ځان حرام ګڼل، نو الله سملاسي وحيې راولېږله چې ولې دا کړنه تر سره کوې؟ يو شی چې ما نه يې حرام کړی، نو ته يې ولې پر ځان حراموې؟ او بله دا چې دا موږ ته د دې زده کړه راکوي چې د حرمت او د مشروعيت واک واختيار يوازې او يوازې د الله تعالی کار دی نه د انبياوو.

سمه ده چې تاسې هم د نجونو زده کړه حرامه او نامشروع نه ګڼئ، نو بيا مو تر اوسه ولې وځنډوله او لا يې ولې ځنډوئ؟

ښاغلی متقي،

بايد دا ځواب کړي چې تاسې دا د خپل امارت غيبي مشر په کومه مرتبه او درجه کې وينئ؟

  • ايا په مرتبه د الوهيت کې يې وينئ؟
  • او که په مرتبه د نبوت کې؟

الله تعالی له موسی عليه السلام سره د خپلو لسو ورځو د زيادت روڼتيا کړې ده.

همداسې نبي عليه السلام د خپلو بيبيانو په پار له شاتو د نه خوړلو په صورت کې له خپلې خبرې تېر نه، بلکې ترې سيده يې منعه کړ. ګواکې الله تعالی د نيوکې په توګه ورته وويل چې ولې دا کار کوې چې يو شی ما پر تا حرام کړی نه وي او ته يې حراموې؟

ښاغلی متقي،

بايد دا ځواب کړي چې تاسې خپله شخصًا او يا مو ګرد سره امارت او يا مو اميرالمؤمنين شيخ هبت الله د کوم دک ودليل له مخې دا د امر ثاني خبره کوئ او ولې يې کوئ؟

دا ستاسې لوڼې چيرته زده کړې کوي؟

ايا دا انصاف دی چې تاسې لپاره زده کړې روا او د نورو لپاره ناروا؟

که ناروا نه وي، نو ولې مو ځنډولي دي؟

ولې يې علت نه ښاياست؟

دا تر نامعلوم وخت پورې ځنډونه يې خپله يو نامشروع کړنه ده. ولې دا نامشروع کړنه درته بده نه ايسي؟

له پورته اياته دا استنباطيږي چې يو مشرتابه بايد د قوم/ملت او د ټولنې يا هېوادوالو په مينځ کې واوسيږي. موسی عليه السلام د الله تعالی په بلنه له ځان سره اويا تنه خپل پيروان وړي چې د انتخاب حق/واک يې هم موسی عليه السلام ته ورکړی وو، خو کله چې ځي او روانيږي، نو ورور ته مخ وراړوي او ورته وايی چې ((يا هرون، اخلفني في قومي واصلح [۱] ولاتتبع [۲] سبيل المفسدين)). له دې دا بريښي چې د قوم د اصلاح او سمون لپاره د الله تعالی هم همدا خوښه وه چې هارون عليه السلام هلته پيدا شي. کنه، نو الله تعالی به ورته ويلی وای چې نه، هارون عليه السلام هم له ځان سره راوله، خو قرآن څّه نه وايی، بلکې په قوم کې د پاتې کېدو خبره يې روښانه ده او هم يې ورته دا روښانه کړې چې ته به د مفسدو/بېلارو خلکو پيروي نه کوې.

ښاغلی متقي،

بايد دا ځواب کړي چې موسی عليه السلام خو هارون عليه السلام ته ونه ويل چې زه طور ته د الله تعالی په بلنه د الله تعالی ليدو ته ځم، نو ته زما د راتګ پورې چيرته له قوم نه ځان پټ کړه. نه قرآن دا خبره کوي، نه موسی عليه السلام داسې خبره کړې او نه د الله تعالی داسې خوښه وه چې هارون عليه السلام دې ستا د راتګ پورې ځان له خلکو/قوم نه پټ کړي.

نو ستاسې دا اميرالمؤمنين ولې پټ دی؟

که ښاغلی متقي د قرآن وحديث په رڼا کې او يا له قرآن وحديث لا مؤثق او داسې نور کره شواهد او لاسوندونه دې ولس او نړيوالو ته وړاندې کولی شي ښه ده چې موږ به يې دلته د اروپا د علماو کونسل او يا په اسلامي نړۍ کې له نورو اسلامي بنسټونو او نهادونو لکه ديوبند، مظاهر العلوم سهارنپور، لکنهو، ازهر او داسې نورو سره شريک کړو. که ستاسې دليل مؤثق وو، خو موږ به يې ومنو او که نه وي، نو بيا په کار ده چې د تېر ځنډ هم له ولس او له هغو نجونو او محصلاتو بښنه وغوښتل شي چې له زده کړو بې برخې شوې او پوهنتونونه بايد سملاسي خلاص شي.

وړانديز

له ښاغلي متقي هيله کيږي چې د يو معقول انسان په توګه لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړي او هسې بېځايه د امارت او يا د امارت شا ته هغه پټې دستګاه ته چې د دوی دا جنګي ماشين يې چلولو او لا اوس يې هم چلوي نور د دروغو ګوډی جوړ نه کړي.

په تېر جهادي دور کې هم د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي دواړو ډلو ټپلو د ځانونو لپاره ستا په څېر دوه د دروغو ګوډي لرل. په دې هيله چې د خپل ځان د شرافت خيال هم وساتې.

پايله

د ولس زغم نور خلاص دی. خلک دې له وروسته نور په امر ثاني او يا شيخ صاحب تېر ايستلی نه شئ. شيخ به خپل کار کوي او تاسې خپل، خو ولس نور د خپلو لوڼو لپاره د نجونو د لوړو زده کړو بنسټونه او پوهنتونه بند زغملی نه شي او بايد ژر تر ژره خلاص شي.

کنه، نو د ټولو وخيمو عواقبو پړه به د امارت او د امارت تر شا هغې واکمنې پټې استخباراتي ونظامي کړيو ته وي چې دا ستاسې ډله يې د شلو کلونو لپاره د مذهب او دين په نوم وجنګوله، خو نن د دين او د مذهب خبره يې شا ته کړې او د کلتور خبره يې رامخته کړې چې داخو ستاسې تېره شل کلنه جګړه له اسلامي اړخه تر سختې پوښتنې لاندې راولي چې تاسې پرې خپله هم ښه پوهېږئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

متقي: د نجونو او ښځو زده کړې مو حرامې نه دي ګڼلي

https://www.pashtovoa.com/a/taliban-foreign-minsiter-says-women-education-is-not-ban-completely-but-suspended-/7083338.html

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.