د مطیع‌الله ویسا د بند کیسه اوږده شوه

پوهندوی آصف بهاند

368

د مطیع‌الله ویسا د بند کیسه اوږده شوه

(د خلکو راتلونکې په تیارو کې که په رڼا کې؟)

«راځۍ تعلیمي انقلاب راولو،

د هیواد د ټولو ستونزو د حل لاره یوازی تعلیم دی،

راځئ هر افغان ماشوم د ښوونځي خاوند کړو، ترڅو د هیواد او ولس آینده وژغورو.»

 (مطیع الله ویسا)

د مطیع الله ویسا د توقیف موده نږدې پنځوس ورځو ته ورسېده، خو تر اوسه یې نه د بندیخانې محل مالوم دی او نه یې کورنۍ له حاله خبره ده. د ده کورنۍ وایي، دوی لا هم نه دي پرېښودل شوي چې له هغه سره مخامخ وګوري.

په افغانستان کې د معارف د عامېدو د ډگر ترټولو فعال شخصیت مطیع‌الله ویسا د روان ۲۰۲۳ ام کال د مارچ په اته‌ویشتمه (۲۸‌مه) د نامالوم دلیل له مخې د طالبانو له خوا ونیول شو او تر اوسه یې نه گناه معلومه شوې او نه برخلیک؛ د همدې دلیل پر بنا د ده کورنۍ او یو شمېر فرهنگیان حق لري چې ووايي:

د مطیع‌الله ویسا د بند کیسه اوږده شوه، ده د تړلو ښوونځیو د پرانستلو لپاره هلېځلې کولې، خو واکدارانو د زندان تیارو ته ولېـږه.

ځینې خلک داسې فکر کوي چې د افغانستان خلک نا شکره او ناسپاسه دي او هرڅه ژر هېروي او د همدې هېرولو د پالیسۍ په دایره کې د مطیع‌الله ویسا د زنداني کېدو قضیه هم د خلکو هېره شوې ده، خو زه داسې فکر کوم چې خبره به دغسې نه وي، د عامو خلکو څه له لاسه کېـږي، که څه ووایي او خپل نظر څرگند کړي، ښايي په خوله ووهل شي، خو کوردننه او بهر شته داسې خلک چې مطیع‌الله ویسا یې نه دی هېر، د هغه د خلاصون له پاره یې غږ جگ کړی دی او خپل نظریات یې څرگند کړي دي، خو له بده‌شامته چې نوي واکداران په خپل دریځ او پالیسۍ باندې کلک ولاړ دي، نه د خپلو مني او نه هم د پردیو څه اوري.

زه به دلته د څو تنو نظریات راواخلم چې د مطیع‌الله ویسا تر زنداني کېدو وروسته یې د هغه د ازادولو غږ اوچت کړی دی:

عصمت قانع:

«وه د بند اوزندان کوټواليانو فرض او حقه روژه ده زه د الله ګناه ګار بنده او د اخرالزمان خطاکار امتي په ټول اخلاص درته وايم چې پر دغه مطيع الله باندي والله که د انصاف په دوربين کې هيڅ هم ثابت کړي نو چې بيګناه دی ولي ځانونه ګناهګاروئ

ژر يې راخلاص کړئ دمعاندينو او مغرضينو خولې به هم بندي شي او الله ته به هم په سپين مخ ودريږئږ»

یوناما او د ټولنیزو رسنیو ګڼ کاروونکي:

«د مطیع الله ویسا کورنۍ: طالبانو زمونږ په کور چاپه اچولې

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا کورنۍ ادعا کوي او وایي، طالبانو یې پر کور چاپه اچولې او دوی یې ګواښلي دي.

وروسته تر هغه چې تېره ورځ په کابل کې د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو، د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، طالبانو نن غرمه په خوشحال خان مېنه کې د دوی پر کور چاپه اچولې ګرځنډه ټلیفون، کاغذونه او یو شمېر اسناد یې له ځان سره وړي دي.

د ویسا کورنۍ وايي، طالبانو ګواښلي چې له رسنیو سره خبري ونه کړي.

طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې مطیع الله ویسا یې ولې بندي کړی دی.

په عین وخت کې د طالبانو لخوا د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي .

د یوناما په شمول د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د طالبانو دا کار غندلی او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

مطیع الله ویسا د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره هڅې کوي.»

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن:

«د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو سخت اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړې: “ښاغلی ویسا له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ټول هېواد کې د افغان هلکانو او نجونو زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره کار کوي.”

 

ټوماس نیکلاسن له طالبانو غوښتي چې مطیع‌الله ویسا خوشې کړي

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنیت:

«د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم ویلي، د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو اندېښمن کړی.

بېنیټ زیاته کړې، د هغه خوندیتوب مهم دی او ټولو قانوني حقونو ته یې باید درناوی وشي

د بښنې نړېوالې ټولنه:

«د بښنې نړېوالې ټولنې پر ټویټر یوه بیان کې یو ځل بیا غږ کړی چې د زدکړې فعال مطیع الله ویسا دې سملاسي خوشې کړل شي.»

د بشري حقونو ټلواله:

«د بشري حقونو ټلوالې پر طالبانو د مطیع الله ویسا په ګډون د نیول شویو ټولو فعالانو خوشي کولو غږ کړی.»

مطیع‌الله نه کوم سیاسي کار کاوه. نه مسلح و او نه یې وسلوال درلودل چې د هغه په ونج کې ونیول شي؛ مطیع‌الله ویسا د افغانستان د راتلونکو نسلو د علمي او مدرنې روزنې لپاره زمینه مساعدوله، د نجونو او هلکانو د تړلو ښوونځیو د بیا فعاله کېدو لپاره یې له خلکو سره مشورې کولې او هغوی ته یې د زدکړې او تعلیم گټې او لارې چارې ورښودلې.

مطیع‌الله ویسا د معارف د عامولو انساني عمل ــ چې د ټولو اسلامي او انساني اصول سره برابر و ــ د پوره کېدو لپاره د افغانستان د ټولو ولایتونو هغو سیمو ته ورته چې ښوونځي یې تړلي وو او دا کار ده ټول په خپل شخصي مصرف کاوه، پلی به روان و، بایسکل ـ موترسایکل او موټر یې په خپل شخصي مصرف برابرول او د زدکونکو او خلکو لیدلو ته به ورته، خبرې یې ورسره کولې او د علم ډیوې یې په لاس ورکولې.

اوس که په عاجزانه ډول پوښتنه داسې وشي چې:

 مطیع‌الله ویسا د کوم تور په جرم د زندان تیارو ته لېـږل شوی دی؟

 

ځواب به څه وي؟

 د مطیع‌الله ویسا توقیف او ده ته ورته کسانو نیول ـ شکنجه کول او یا فزیکي له منځه وړل، نه یوازې دا چې یو غیر انساني او غیر اسلامي کار دی، بلکې د افغانستان نوي واکداران خپلې پښې خپله په تبر وهي او د خپل نظام د نابودۍ زمینه برابروي. زما هیله دا ده چې دوی له ټولو خلکو سره، په تېره له فرهنگیانو او اهل معارف سره خپله رویه بدله کړي او هغوی ته د زدکړو د زمینه برابره کړي. زما جدي غوښتنه دا ده چې مطیع‌الله ویسا ژرترژره خوشې کړاي شي چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي او د وطن د نوي نسل د روزلو کار ته دوام ورکړي. په دې کې د هر چا گټه ده.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.